د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک له قانون څخه سر غړوي ؟

حبيب الله غمخور 26.01.2011 20:44

ښاغلی کرزی ،دپارلماني ټاکنودکميسيون مشرتابه ،لوي ځارنوال ،دگوتوپه شمېرپه اصطلاح گټونکی کانديدان ،يونس قانوني اوکه بايلونکی کانديدان ؟؟؟

قضاوت ته مې ضميرتيارولاړدی

دبدۍ سرحدډيرښه راته مالوم دی

همت الله امين زی

 

دنومبرپر ۲۴ مه دپارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې  دزياتې مودې په ځنډسره اعلان سوې ،داپداسي حال کي چي دڅواونيوراپدې خوادټاکنودپايلوپر خلاف اعتراضونه اولاريونونه روان وه .

تريولړجنجالو،لاريونو لويولارواو واټنوتر تړلواولوي ځارنوالي  ترگواښونو نږدې يوه نيمه مياشت وروسته  ،کرزی صاحب دحالاتوله نندارې وروسته  لاس په کارسواوديوې ځانگړې محکمې دجوړېدوپريکړه ئي وکړه . که گريوان ته سرټيټ کړونوکرزی صاحب  بايددټاکنوپه اړونددلومړنيو سرټکونواوشکايتونوتر اورېدو وروسته ډير ژرپه ټاکنوکي ددرغليو اوشکايتونوداورېدواوڅېړلو لپاره ځانگړې محکمه جوړ کړې واي ،خو متاسفانه داکارئي ونکړ،دټاکنو دکميسون درئيس دغير مسولانه اوخپل سرو شعاروتر تاثير لاندي راغلي  ،ځکه هغه ويل هيڅوک اوهيڅ ارگان حق نلري چي دده پر پرېکړه چي دټاکنودکميسيون دپرکړې رنگ اونوم ئي ورکاوه بدله کړي .هغه وخت هم داسوال له دې ښاغلې نه کېده چي له دغوجملواونومونه موهدف څوک دی ؟ تاسو څوک ډاروئ ؟ اوکوم مقام ته گوت څنډنه کوی ؟اوله ښاغلی کرزی وغوښتل سول چي  له دې ښاغلي وپوښتي چي په کوم صلاحيت اوکوم زورداسي بې مسوليته خبري کوي .چي متاسفانه کرزی صاحب داکارونه کړ .ددې ښاغلی موږۍ چي دجمعت سازمان اودنظارشوراوه ټولوته معلومه وه اوهرچائي گاولي پر پښو ورسمولاي سوې  . ولي داچي کرزی ته خپلې گټې اومقام تر هرڅه مهم واودهغه له موږيانو ډارېده ،پرقانون اودعاموخلکوپه قانوني حق ئي سوداگری وکړه،چوپتائي غوره کړه اوپه بدل کښي ئي رباني دسولي دعالي جرگي درئيس په نامه ونوماوه اودسولي کبتره ئي ترېنه جوړه کړه .خوتراوسه معلومه نده چي داکبتره دچاپر باغوگرځي اودچاپه خدمت کي ده ؟

دښاغلي کرزی دځان په گټه دملي مصليحتونوپه نامه دجنگسالارواوهغوسره چي يوازي دځان اوخپلو ډلودگټوپه هکله فکرکوی اوملي نفاق ته لمن وهی ناروامعاملې وي چي دملک حالت دې سرحد ته راورسېد.

ښاغلی ډاکتر فريد ثمين هم دجنوري په ۲۳ مه:  ((دانعطاف پذیری حامد کرزی افغانستان را به تباهی کشانید)) ترنامه لاندي  په خپله خپره سوې ليکنه کښي ليکي : ((اگر از حقیقت انکار نکنیم این انعطاف پذیری حامد کرزی در طول ۹ سال گذشته بوده  که افغانستان را به تباهی کشانیده است. اینکه امروز لطیف پدرام و حفیظ منصور این دو تجزیه طلب افغانستان واحد و یکپارچه هشدار به افتتاح ولسی جرگه  بدون حضور رییس جمهور را میدهند، ارمغان پالیسی های انعطاف پذیری حامد کرزی بوده است .

اگر دوره های  انتقالی، انتخابی و تقلبی ریاست جمهوری حامد کرزی  را به دقت مورد خوض و مداقه قرار دهیم، به وضوخ  در خواهیم  یافت که  نامبرده همواره برخلاف مصالح علیای کشور عمل  نموده است  مگر متاسفانه بعضی از دوستان ما پالیسی های غیر  ملی او را ملی  صبغه داده اند و همین کار باعث استمرار موضعگیری  های غیر ملی  حامد کرزی گردیده است.  اگر حاشیه نشینان دربار واقعا ایتلاف حامد کرزی با احمد ضیاء مسعود، کریم خلیلی، مارشال فهیم، جنرال دوستم، استاد محقق، و دهها جنایتکار جنگی را تحت نام مشارکت ملی توجیه نمی کردند، امروز لطیف پدرام و حفیظ منصور هشدار افتتاح پارلمان بدون حضور حامد کرزی را نمی دادند و افغانستان به سرنوشت و فرجام امروزی مواجه نمی شد.

ما از حاشیه نشینان دربار می پرسیم ، آيا شایسته بود که حامد کرزی در طول ۹ سال گذشته بدیل  نوازش  ملت مظلوم افغان به نوازش و پرورش جنگ سالاران  ، جنایتکاران جنگی، بی سوادان، افراد ابن الوقت  و ستمی ها پرداخت؟ ما از آن عده دوستان خود می پرسیم که چرا آنها هر  حرکت های غیر ملی حامد کرزی را ملی صبغه می دادند و چرا موضعگیری ها انعطاف پذیری او را  در تطابق بامصالح علیای کشور قلمداد میکردند؟ ))

هغه کسان چي په پوهېدل په خپلو ويناوو اوليکنوکې ئي دکورنی وضعي ناخوالواودهغوي پايلوته ښاغلی کرزی اونورمتوجه کړل ،مگرمتاسفانه دتل پشان ددوي سترگې ړندې او غوږونه کاڼه وه  .

په هغومسائيلوئي خلک مصروف ساتلي وه چي ديوه توت ارزښت ئ هم نه درلود .گاونډيانوداحالات څارل  ،له يوې خواپاکستاني چارواکواستادرباني اورسره ښاغلي  ئې ډير ونازول اورخصت ئي کړه ،يوه اونۍ  دکابل په دولتی اوشخصی رسنيوکي همدا يوه خبره  وه چي ښاغلی رباني له زياتوبرياوسره راغلي  يوه وزير صاحب خو خپل کارونه پرې اېښي اوله هغه سره ئي بکس ځغلاوه اوچي راغی همداخبره ئي کوله چي تاريخي سفروو.

 بلې رښتياهم (( تاريخي سفروو) خوددوي لپاره ،ځکه تاريخي شلېدلې اوياسړې اړېکې بيرته تودې اوتازه شوې .

دوي لاخپل دډاليوډک بکسونه نه وخلاص کړی چي دافغان سوداگروچېغه ترآسمان پورته سول اوهمدغو پاکستاني ددي په اصطلاح دوستانوتر ۲۰۰۰ زيات په تجارتی موادوبارلاریودراتگ مخه ونيول  .اوددې لپاره ئي لکه ايراني اخوندان بهاني وتراشلې  .

داخبره لاتوده وه چي دکرزی صاحب  اودهغه داړوندانواوشوراي نجات  ،جميعت اونوروگران ورور اوترهرچا نږدې  دوست احمدي نژادامروکړ چي ټولې په تيلوبار لاری (ټانکرونه ) ودروی،دلته هم دغه نامسلمان  اود اسلا م پر نامه وتلي تاجرافغان ولس په سره ژمې کي دتيلودکمښت په ستونزه اخته کړ اوپه ډيره سپين سترگی ئي داويل چي داتيل دناټولپاره وړل کيږي  .

وايي هرڅوک خپله څېره په هنداره کي ويني احمدي نژادفکرکوی چي افغانان هم  دغوندي پدې  په باريکونه پوهېږي اونادان دي ،ناټودومره احمق سازمان نه دی چي دايران څخه پر څوراغلوټانکروتيلوتکيه وکړي  .

داداحمدی نژدا هغه فشاروچي بايدپه پارلماني شخړوکي ددوي غيرانساني نظريات  اوددوي نوکران ومنل سوي واي .

دوي پدې کرغېړن عمل دافغانستان خلکوته خپله توره اوداسلام پر نام تاجره څېره معلومه کړه ،ځکه خو افغانان  واټونوته راووتل اودايراني چارواکواواخوندانوپر خلاف ئي  مظاهرې وکړې اوددوي عکسونه ئي وسوځول  .کله چي روسې ومنل چي  افغانستان باندي تل خرڅ کړ ي ،مجبورسول بندسويوټانکروته ئي افغانستان ته دتگ اجازه ورکړه .

که افغان سوداگر په رښتياهم افغاني غرورولري  له ايران سره هرډول تجارتی اړېکي بايد پرې کړي .

دلته هم ښاغلي کرزی دافغان ولس دارادې اوغرورخلاف دهغوتورولعنتی خلطوپه زورغوږونه کاڼه واچول  کوم چي دته له ايروډک دده دامنيتي چارواکي له لار رسېږي .دايران سفيرئي دعام ذهنيت داغفال لپاره راوغوښت خوخبرئي داسي  تيرسوچي دوي ددواړوهيوادوددوستانواړيکودلاپراختياپه هکله خبر ي وکړې  .

عام خلک اوداحساس خاوندروڼ اندي له ښاغلي کرزی نه پوښتنه کوي چي کومي دوستانه اړېکي  تاسويا دوی ؟؟؟ داچي دافغان ځوانان په يوه اوبل نامه دحيوانانوغوندي په دارځړوي ؟ داچي دافغانوکډوالوبې عزتي کوي ؟ داچي دافغان ماشوم په وړاندي له تعصب نه کاراخلی اوله تعليم نه ئي محروم ساتي ؟ داچي په هرکوڅه ګي ورته بدرد وايي ؟ اوکه داچي کله په سره دوبي اوکله په سره ژمی افغاني کورنې دهټلرپه دودله خپل هيوادنه  شړي  اوکه داچي تيل ئي درباندي بندکړل اوترروسې ئې وځغلولې ؟؟؟ 

زموږ دغه هريوگاونډي لکه يوشمرنورهيوادونه ددوست په نامه زموږ ولس دشالخواپه خنجروهلی،

په ټاکنوکي درغلۍ اوترهغه وروسته ناندری يوکي  هم ددوي کرغېړن لاسونه له ورايه معلومېږي.

اوس به راسودې خبري ته چي  دپارلماني ټاکنودپايلواوپارلمان پرانستلوپر سر راپوته سوو ناخوالوپه اړوندچي کورپه کوربدی اودشمنی ئي راوپارول څوک بايد محاکمه سي اوچاله قانون څخه سرغژونه کړې ده؟

داچي ښاغلي کرزی دملي ناخوالواوناورين نندارچي وو ،لومړی  ئي  ويل زه پدې کاروکي مداخله نه کوم يوازي دپارلمان پرانستلودنده لرم .

ځکه وايم ننداره ئي کولی چي د ولسي جرګې ټاکنې د وږي پر ٢٧مه، وشوې او لومړنۍ پايلې يې تر يوه مياشت وروسته اعلان شوې ،خوله هغه اولې ورځې بې شمېره ناراضه کسان  په واټونوکي وليدل سول . کرزی صاحب ددې پر ځاي چي پردې مسله ئې دڅېړنولپاره کوم ارگان ته عاجله دنده سپارلې واي دټاکنودبريالي پاي ته رسېدوخبرئي خپورکړاوپدې ئي خلک خطايستل چي دوي ته ئي دبرياليوټاکنوسرته رسېدل مبارکي وويل . اوداډول ورسره بهرنيو هم په خرپ وډنگاوه .پايله داسوه چي دبايلونکو اوگټونکوترمنځ پرډله ايزورسنيوسره بېره دښارکوڅو اوواټونوته سره راووتل ،مظاهرې پيل سوې ،لويي او وړې ترانسپورټی لاري بندي شوې.خودعاموخلکواورون اندولخواپه ډله ايزورسنيوکي ددې حالت په وړاندي مخالفت دې نتېجې ته ورسېدچي ښاغلی کرزی مجبورسوپسله ډيره ځنډه دسترې محکمې له لاري دپارلماني درغليو ددوسيودبرسی لپاره ځانگړ محکمه جوړه اوهغې ته صلاحيت ورکړي ترڅوپدې هکله خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي .

 خوحقيقت دادی چي ځانگړې محکمې دجوړېدوخبردجدي پر شپږمه ترغوږوسو، يعنې درې مياشته اولس ورځې  ښاغلي کرزی صاحب  دملي اختلاف دچاغېدوننداره کوله .

ښاغلی کرزی دغې محکمې ته يوه مياشت وخت ورکړ ،تاسو فکر وکړی څنگه اوپه کوم منطق کېداسي څلورسوه دوسې په يوه مياشت کي برسي شي ؟ که محکمه په رښتيادعادلانه پرېکړې لپاره جوړه سوې وي  نودغه محکمه خوپه يوه مياشت کي دوي ته لېږل سوی شکايتونه  ممکن تنهاولوستلاي سي ،داچي دهغوپه هکله څېړنه وشي اوبياپرېکړه داوروستئ  ورکړه سوی وخت هم کفايت نه کوي اونه پدې لنډه موده کي څلورسوه دوسې څېړل کېداي سي .

په هر حال  ديوه ځانگړې فرمان له مخې  دځانگړې محکمې ته يوه مياشت  نورهم وخت ورکړه سو. دکرزی صاحب تردغه فرمان  وروسته دبرياليو وکيلانويوشمېرچي په درغلوئي پارلمان ته لارموندلې وه  وارخطااو دښاغلی کرزی دفرمان سره ئي مخالفت اعلان کړ .داسي ويل کيږي چي پدغوکسانوکي چي په درغليو راغلي قانوني ،محقيق  اويوڅونور سرکرده گان ئي شامل دي .

د اختصاصي محکمې رئیس قاضي حقیق وايي چې ۵۹ بریالي اعلان شوي کاندیدان په درغلۍ تورن دي او قضیې یې د دوی ترڅېړنې لاندې دي.ده وویل چې محکمه یې پوره صلاحیت او واک لري چې ټول انتخابات باطل اعلان کړي یا یوشمېرکاندیدان د درغلۍ په تور ناکام کړي .

ځکه یوشمېر کاندیدان  اوس  په دې اصرار کوي چې اختصاصي محکمه دې لغوه شي .یونس قانوني او د ده یوشمېر پلویانو پرون پر دې خبره زیات ټینګارکاوه چې خاصه محکمه دې لغوه شي او دجرمونو د څېړلوکار دې د نوې ولسي جرګې له پرانستلو وروسته عادي محکمې وڅېړي  په لوژ اوازئي ويل چي دا محکمه غير قانوني جوړه سوې ده اوپرېکړي ئي هم غير قانوني دي .

داښاغلی پدې پوهېږي اوله دې کارنه دښاغلي کرزی صاحب دکمزوری نه په استفادې سره پوره تجربه لري چي که یو ځل اختصاصي محکمه ړنګه اونوې ولسي جرګه پرانستل شوه ، بيا وکیلان قانوني مصونیت پیدا کوي او عادي محکمه یې د احضارولو او محاکمه کولو صلاحیت نه لري . سره لدې چي دا اختصاصي محکمه، د وزیرانو یا دهغو کسانو لپاره جوړېږي چې عادي محکمې یې د محاکمه کولو صلاحیت نه لري .

يونس قانوني پرون له يو شمېر نورو بریالیوکاندیدانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې غړي د محکمې په وړاندې قانوني مصونیت لري، او یوځل چې جرګه پرانستل شوه، د محکمې د مشروعیت مسله به راپورته کړي  .

له بدخشان څخه بریالۍ اعلان شوې کاندیدې فوزیې کوفي، چې د انتخاباتو په ورځ یې تر ټولو وړاندې د پراخو درغلیو شکایتونه کول، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي :«موږ فیصله کړې چې که ولسمشر جرګه پرانیزي یا یې نه پرانیزي. د یکشنبې په  ورځ جرګه پرانیزو اوخپل کارپیلوو.»دې همداراز وویل چې که په دې کار کې نور ځنډ راشي نو سیاسي بحران به رامنځته شي . دا اغلې دبهران درامنځته کېدوپه مسله خلک ډاروی  ،البته هغه بهران چي ددوي لخوابه راپيل سي .ولي داچي له يوې خوادټاکنوپر ټوله پروسه غوڅ اکثريت شک لري اودبلې خوادغه پيل سوې ډرامه هم دافغان ولس د گټوپر خلاف دبهرنيو هڅونه بولي .بل مقابل داسي ډارشته چي دښاغلي کرزی دکمزوری اوفکری بې ثباتئ په پايله کي داسي ملي ناورين پيل سي چي بيابه ئي مخه په ډير مشکل نيول کيږي  .ځکه دابه هيچاته دمنلو وړنه وي چي دغزني اونوروځايوپښتانه دي په پارلمان کي ديوې ډلې ددرغليواوبهرنيو پيسوپه مقابل کي دخپل استازي  له شتون څخه محروم شي اودبلې خواسره له همدې اوس نه معلومېږي چي داپارلمان به په کوموکارومصروف وي  .

اوس پرې پوه سوی چي دوي ولې دمحکمې دکارله دوام سره مخالفت کوي . زموږ دانتقالي عدالت پروگرام  په ياددی چي ديوې جنگسالاري مظاهرې په درشل کي چي په غازي ستديوم کي وسول دانتقالي عدالت  پروسه دابدلپاره ترخاورولاندي سول  .اوس چي پارلمان په کارپيل وکړی بيابه هم همدا کرزی صاحب  ودرېږي  او اعلان به وکړی چي پر مادبهرنيانو فشاردی اودملي مصاليحوپه خاطر غوښتنه کوم  چي داڅلورکاله همدا کسان پر خپل ځاي پاته وي  .داهمدا اوس راته دمنلو وړنه ده چي دومره کسان دي له پارلمان څخه دوباره وايستل سي کوم چي دځانگړې محکمې رئيس وايي .

کرزی له  بريالي ښودل سوو کانديدانوداستازوسره دجنوري پر ۲۳ مه وليدل  اوترلېدو وروسته دماشومانو غوندي يوخبرنشرسو چي گويا کرزی پارلمان دچهارشنبي په ورځ پرانيزي خوپدې شرط چي دځانگړې محکمې پرېکړې بياددوي لپاره دقبول وړوي .

تاسو وگوری ښاغلی کرزی خپله پردې خبره اعتراف کوي  اودا اعتراف ئې دامعنا لري چي دلته ځنگلستان دی دولت وجودنلري ،يوه دولتي اوقانونی انارشي رامنڅته سوې ،قانون يوازي دکاغذپر مخ سته په پلي کېدوئي څوک مکلف نه دی عدلی ارگان څوک نه پېژنې اونه ئې پرېکړي ورته دمنلودي ځکه دټول شرم سره يوجمهوررئيس دهغون چي دپارلمان وکيلان ځانونه بولي خط اخلي چي که په ماپارلمان پرانيزی نوتاسوهم داوعده راکړی چي دمکمې پرېکړه به منی .هغوي پدې پوه سول چي دادماشومانوخبره ده اوسرئي ورسره وښوراوه ،کله چي راووتل بيابله خبره وه. رښتياهم دهغه مخالف کانديد وکيل خبره ده چي کرزی  ډيربيچاره اوديوې متعصبې ډلې په منگولوکي ښکيل دی. خو کرزی صاحب ځان پر سفارتخانوتاوانوي او وايي : (( یو شمېر بهرنیولاسونو زموږ پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې او په دې هېواد کې يې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو پیل وکړ او نوماندانو ته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی.)) دتل پشان ددغوسفارتخانو نومونه نه اخلي  ځکه خودسړی سره ددې خبري دحقيقت په هکله سول اوشک پيداکيږي .

دکرزی صاحب دشرط دخبري په  اړه د سیاسي چاروکار پوه ودیر صافۍ هم وايي، ((د ولسمشر د پریکړې پر اساس د ځانګړې محکمې جوړېدل یو قانوني عمل دی خو له وکیلانو څخه د دې ضمانت اخیستل چې هغوي به بیا د دې محکمې پریکړه مني د قانون خلاف ده.))

دستری محکمې په هغه ليک کښي چي کرزی صاحب ته لېږل سوی هم راغلي : ((همچنان شورای عالی ستره محکمه نگاشته است که به اساس ماده ١٢٩ قانون اساسی تمام فيصله های قطعی محاکم واجب التعميل بوده مگر در حالت حکم به مرگ شخص که مشروط به منظوری رئيس جمهور ميباشد.)) نه پوهېږم چي ددغه ليک ترلوستلو وروسته بياهم ارگ نه خبرخپرېږي  چي دکرزی  لخواپارلمان په يوه شرط سره پرانستل کيږي .

 دغه ښاغلی لاله ارگ نه راوتلي نه وه چي اعلان ئي وکړ،ارگ درواغ وايي موږ نه ځانگړې محکمه منواونه ئي پرېکړي اونه مودچاسره شرطونه منلي، دامحکمه غيرقانوني جوړه سوې اوپرېکړې ئي غيرقانوني دي .

اوس سوال دادی چي کرزی دامحکمه دقانون پر بنيادجوړه کړې اوکه دخپلې خوښي له مخې ؟ که داساسي قانون  دمندرجه موادواونوروقوانينواودجمهوررئيس دصلاحيتونوپر بنياد جوړه سوې وي ؟بيانو ولي  يونس قانوني دامحکمه غير قانوني بولي او وايي چي دادکرزی محکمه ده هغه جوړه کړې ده .

داچي اوس  دمملکت جمهوررئيس  نه مني اونه دمحکمې پرېکړې  ،نوکله چي دپارلمان  کارپيل سي اوداښاغلی يوځل بيادهمدې کرزی  په مرسته دپارلمان رئيس شي  څوک به ئي رامهارکړي ؟ 

داطبعی ده چي سرله همدا اوس نه  پارلمان اوددولت ديو بل ارگان( لويه څارنوالي اوسترې محکمې )ترمنځ دښمني به دتل لپاره دوام ومومی  .عدلي ارگانونه به يوڅه اوپارلمان به بل څه کوي . پدغه حالت کي  ملي ناورين پيل  دولتي کمزورتيااوددولت  مشروعيت ترسوال لاندي راځي نه هغه چي نيويارک ټایمز ئي په خپله يوه ليکنه کي چي وايي که پارلمان پرانستل نسي نوخلک به ددولت مشروعيت ترسوال لاندي راولي .

د۱۳۸۹ل کال ددلوی پر دوهمه  نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د حامد کرزي له لوري د نوې ملي شورا د ځنډېدو اقدام په اړه لیکي، ولسمشر کرزي په ډیرې زړورتیا په داسې وخت کې د نوې ملي شورا پرانیستل وځنډول چې د اساسي قانون خلاف جوړه شوې محکمه، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاو په اړه څیړنو ته دوام ورکوي . جالبه خبره دنیویارک ټایمز ورځپاڼه هم دامحکمه غير قانوني بولي اوپدې هکله قطعی امرباندي ږغېږي ؟
ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په وروستیو کې د افغانستان په جنوب کې پرمختګونه ترلاسه کړي خوکه افغانان داسې وانګیري چې حکومت یې بې کفایته دی او مشروعیت نه لري، نو دغه پرمختګونه به بیرته له لاسه ووځي .

ډيره جالبه کي ددوي دخوښې پارلمان افتتاح سي دولت مشروعيت لري او ولس ئي ملاتړ کوي اوکه وځنډول سي اوهغه چي په درغليو راغلي له پارلمان څخه وايستل شي دولتي مشروعيت له گواښ سره مخامخ کېږي خوابه په ډاگه ووايوچي ددې دولت جوړول له هغې لومړۍ ورځې دمشروعيت له سوال سره مخامخ وواوچندان مشروعيت ئي نه درلود. اونه هم په جنوبی سيموکي کوم گټورگامونه اوچت سوي  دي .
د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم افغانستان یوه داسې حکومت ته اړتیا لري چې خلکو ته حساب ورکړي، او په هغه کې ټولې ډلې اود افغانستان سیمې په عادلانه توګه استازیتوب ولري .

نيويارک ټايمزدې ته چي دټول غزنی په ولايت کي يوپښتون  بريالی ونه شمېرل سواوياله دايکنډي اوباميان څخه يوپښتون  پارلمان  ته رانه غلی اوياله هرات نه  هغه کسان راغلل چي تورن اسماعيل خان ئي غواړي دې ته عادلانه استازيتوب وايي اوکنه ؟

بلې !

موږته دادمنلو وړده چي امريکااوبهرنۍ ټولنې دپارلماني ټاکنوپه اړه زياتي پيسې مصرف کړي اودپارلماني ټاکنوڅخه ددوي په ويناددموکراسی درښتيانۍ بېلگې په توگه خپلو هيوادوالوپه وړاندي گټه اخلي، ځکه خوعلاقه لري چي هر څومره ژرچي کيږي اوهرډول کسان چي په پارلمان کي وي خوپارلمان بايدپه کارپيل وکړي ،داچي بياڅه کېږي هغه ه دوي پوري ممکن اړه ونلري . ولي موږ اوښاغلی کرزی دخپل هيوادپه هکله مسؤليت لرواوخپلې ملي گټې بايد وساتو.داساسي قانون له مخې ښاغلی کرزی مکلفيت لري چي ملي گټې وساتي اوددغه ډول ملي ناندريومخه ونسي ،متاسفانه تراوسه  ئې خپل قانوني مسوليت ترسره نه دی رسولی،ځکه ټول افغان ولس ورته وايي کرزی صاحب په شمال اونورومومه ډاروه ته استعفاوکړه بيابه ئي مو له نوروسره نگوروچي څوک څوک دی ،همدا پورته آسمان اوکښته مځکه به وي تردې نه ورانېږي  .

دټاکنوپه ناخوالوکي تربل هر ارگان ن وړاندي  دقانوني مسوليت اودنوله مخې لويه څارنوالي ورگډه سول .

تريولړ څېړنو وروسته لوي  څارنوال  محمداسحاق الکودمشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته پخپله وينا کې وويل،(( داسې موثق اسناد يې ترلاسه کړي چې ښيي دولسي جرګې د نوماندانو دبرياليتوب پرېکړه په کابل کې د پيسو په مارکېټ شهزاده سرای او دوبۍ کې کېږي .))لوی څارنوال ګواښ کړی: ((که تر څېړنو وړاندې وروستۍ پايلې اعلان شي ، نو په هېواد کې به لويه ستونزه پيدا شي .))

داخبره نه وه چي لوي څارنوال ئي په څلورمذهب کافرکړ ،اوس دهغه نه خبرنسته چي چيري دی ،ځکه په ډله ايزو رسنيوکي نه ښکاري .ښاغلي کرزی دلوي څارنوال په وړاندي دځينو جنگسالارواوبهرنيو چاکرانودبې مسو ليته څرگندونوپه وړاندي هم چوپتيا اختيارکړه اودغه بې مسوليته څرگندونې اوکړنې ئي دخپل وياند وحيد عمرپه خوله  ددموکراسی بهترينه بېلگه وبلل .چي هغه وخت نه يوازي افغانانوبلکي ټولي نړۍ ورباندي خندل .

د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې پاتې راغليو اوقهرېدلو استازيو له ولسمشر کرزي سره دجنوری په ۲۵ مه په ليدنه کې غوښتي چې د انتخاباتي درغلیو دڅیړنې دځانګړې محکمې د پریکړې تر اعلانیدو پورې دې ملي شورا نه پرا نیزي .اوکه يې دملگروملتونو اولويديځ د فشار له امله پرانيزي نوله کاره دې لاس په سر شي . يوه مشروويل دميرويس نيکه شملې ته وگوره که ئې نشي کولاي اوزوردي نه رسېږي استعفا ورکړه  او له خلکو بخښنه وغواړي . خودامشرخبرنه دی چي افغانستان سل ځله خراب هم شي کرزی صاحب به پرې خبرهم نسي  اوهرڅه به تر خپل قدرت قربان کړي .

داوود سلطان زوی د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک وبلل، ا وله ولسمشره  ئې وپوښتل: ايا موږ په هغه افغانستان کې ژند کوو چې برخلیک یې په یو ناما او دبهرنیو هېوادونو په سفارتونواوگاونډيو پورې تړلی دی .

هغه  وویل : که زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو موږ به د خپل ورک شوي افغانستان دلټولو لپاره غرونو ته پورته شواوياښه داده چي همدا اوس موزندان ته بوزې .

يو بل وويل : د دې لپاره چې درغلۍ وڅېړل شي نو ملي مصلحت په پام کې ونیسیء او اجازه ورکړﺉ چې ستا سو لخوا منظوره شوې ځانګړې محکمه خپله پرېکړه صادره او بیا ملي شورا پرانیزﺉ .

کله چي کرزی صاحب ته وارورسېد دپخواپه څېرپداس حال کي چي حق په جانبه چهره ئي اختيارکړه دنورو خبروپه طرڅ کي وويل  : ((  تاسوخبرياست ماته څونفره وکيلان راغله، اوراته وئي ويل ، چي دوي ديو شميرهيوادوله سفيرانوسره ليدلې اوهغوي ورته ويلي دي چي پارلمان پرانزی .هغه  ايظافه کړه،یو شمېر  بهرنیو لاسونو زموږ پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستلې او په دې هېواد کې يې د بحران د رامنځته کولو لپاره په تحرکاتو ئې پیل وکړ او نوماندانو ته یې ویلي و چې له جمهوررئیس پرته ملي شورا پرانیزی موږ درځو.))

کرزی صاحب يوه اونۍ وړاندي ومنل چي پارلمان يوه مياشت وروسته پرانيستل کيږي  ،ددرو څلوروورځوپه تېرېدو سره اوس بله خبره کوي .هلته ئي هم اعلان وکړ چي دملي گټوپه خاطر دپارلمان  پرانستل ديوې مياشتي لپاره ځنډېږي .ددو ورځوپه دوام دوې پرېکړې وسوي اودوه فرمانه صادر سول ،چي دملي گټوپه خاطردچهارشنبې په ورځ پارلمان پرانستل کيږي  .

که څه هم دجنوري پر ۲۵ مه دځانگړې محکمې مشر ، قاضي صدیق الله حقیق وایي  چي دغه محکمه د قانون په رڼا کې د سترې محکمې له پریکړې سره سمه جوړه شوی او فعاليت يې هم قانوني دی. دپارلمان پرانستل ددې محکمې پر فعالیت هېڅ اغیز نه پرې  باسي اودغه محکمه به د انتخاباتي وررسیدلوشکایتونو په تړاو هرو مرو پرېکړه کوي .

ورستی فرمان چي پرون شپه اعلان سو،داوچي کرزی صاحب پارلمان پرانيزي ،خوغواړي داډرامه دوام ولري اوخپلې گټې پکښي ولټوي  .

نن دجنوري پر ۲۵ داروپاپه وخت دشپې له اوو بجونه وروسته دپارلمان  دپرانستلوداتياپه هکله داساسي قانون پر تطبيق  باندي دنظارت کميسيون ،اوداسي نورولپخوااماده سوو کميسيونويوپه بل پسې اعلامې خپر کړې اودپارلمان پرانستل ئي دملي جشن وباله .خداي خبر چي دابه په رشتياسره دملي جشن ورځ وي اوکه دملي ماتم اوملي ناورين ،چي قانون ترپښولاندي سو اوزورواکان يوځل بيادبهرنيوپه زورپارلمان ته ننوتل .

متاسفانه ښاغلی کرزی ديوه جمهوررئيس په توگه خپله ملي او انساني دنده لکه څنگه چي لازمه وه سرته ونه رسول ،په هيوادکي دهرې خوالي اوناوړه  پېښي په وړاندي مسوليت دښاغلي کرزی پر غاړه دی  .

ښاغلی نجيب منلی هم د گور په لور تېښته ليکنه کښي ليکي :

 ((ولسمشر کرزی یو وار بیا د تسلیم تندی پر مځکه کښېښود او د ولسي جرګې پرانیستلو ته حاضر شو. دا مهمه نه ده چې د ولسي جرګې پرانیستل د هېواد په ګټه دي که ځنډول یې؟ مهمه دا ده چې ولسمشر یو وار بیا افغانانو اونړۍ ته وښووله چې تر وروستۍ شېبې یې پر ژمنو او پرېکړو تکیه نه شي کېدای : د فشار له کچې سره تړلې ده چې د هېواد دسیاستونو لوری کومې خوا ته اوړي . . .  خو د ولسمشر دخبرې سر په سر ماتېدا د افغانستان د دولت د یو مرکزي رکن یانې د دولت د رییس اعتبار ته زیان رسوي چې دا بیا د هېواد د علیا منافعو سره په ټکر کې ده .))

پدې هيله ټول هغه ملي،سياسي،ټولنيز قوتونه چي دافغانستان دراتلونکي اواوسنۍ غميزو په وړاندي وجداني مسؤليت احساسوی دمسلې حساسيت ته جدي پام وکړي اودازورېدلی اوکړېدلی ملت له دي ناخوالونه هرڅومره ژرچي کېږي خلاص کړي . ومن الله التوفيق