د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که وي نوداسې دي وي چم ګاونډ!!

محمود نظري 25.01.2011 22:14

خدای دی کافر وساتي دداسې ګاونډ
چې ګڼي تل ګاونډ خپل سیاسي کلابند
که خدای ورکړ ه هغه ته ګوډ خر
په ګاونډيې مني په شل سلنډره موټر
که پڅه چاړه په لاس کې ورکړه چا
له څټه حلالوی لومړی ګاونډ بیا بیا
که خوارګاونډ په څیری کمیس ورکړسلام
دګنډولو پر ځای یې باسي پرتوګ بې کلام
مار نه وي خو چیچل یې دما ر وي
په سترګو کې یې زهر شندل کار وي
د چم ګاونډهر څه ځان ته ګڼي غنیمت
خپل هر ښکنځل بولي هغه ته محبت
مشران د چم ګاونډ روږدوي په رشوت
د څرمه ټول ارکان یې باید وي په خدمت
په کابینه کې غواړي د پلار نیکه سهمیه
دوستانوته د ترور لپاره ورکوي تمانچه
خدای دی ان کافر وساتي دداسی غویمنډ
چي هم تیری کوي هم وي تل ګیله مند
خدای دي وساته دداسې مکارې
چې هم منګاچې اچوي هم وهي بوغارې
چم ګاونډیان مني خپل دپلار مرییان
هغوی استوی په یوه بهانه لورته د زندان
د هغو په ځورولو کوي سیاسی تجارت
خوار ګاونډ نچوروي په ډول ډول مهارت
دچم واړه په واوره کې لوڅي پښې شړي
د غړو د کاروبار لپاره ځوانان پانسي کوي
مهاجر لکه دسیلاو خزلی په پښو کې مړوړي
الوی شوی تش بدن يې په پلرونو پلوري
خپل ادبیات په چم ګاونډ هرومرو ټپي
د هغه ټول ادباد خپلي بوچې آنا زامن ګڼي
پر ګاونډ لکه ماشوم هر ګړی لاره بندوي
هر مهال یې چې زړه شی مهاجر نښتیځي
خپل دشمنانو ته ګوري ،ګاونډ ز مولوي
خپله باتوري او غیرت خپل بدو ته ښېي
دګاونډ سفیر لکه ماشوم وهی په چپلاغه
د چم مشر ورته وهی له خوشالی دوه کلملاغه
د مرد او نامرد تر منځ یوازی ده یوه نا
زموږ مردان نا لري مشران مو دی ایجړا
ګاونډ مو د امریکا سره خره نه څري
هغه ته ګوري زموږ مهاجر څیري
چې د بې هاضمی يي په کلمو کې شي څړیکه
چم ګاونډ ته جوړه وي یوه نه یوه غوړپکه
تل چم ګاونډ د خوږې ګوتې نیسي
د خوارګاوڼد مشران ورته دي تړتړي
دا ټوله غبرګون دی د مشرانو د رشوت
بډی خور کله لري پروا د شرم اوذلت
بد ګاونډیان ګڼې چې درانه یې په کې اچولي
پام که مشر نه لري داوطن ،لوی خدای لري