د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونه ویښ شه

ارواښاد عبدالقدوس پرهیز 22.01.2011 10:27

زوړ مطرب دی، زوړ رباب دی، خو يې نوی دی تارونه

زوړ شهباز دی غږ وې پری نوی نوی آهنګونه

زوړ ساقی نوی محفل دی، خو زاړه دی ټول جامونه

میخانه هغه زړه ده، هم زاړه دی شرابونه

د مغان پیر اوس بیا غواړی، توده خپله هنګامه کړی!

په مستانو او رندانو، خپل محفل بیا جانانه کړی!

زوړ ښکاری دی بیا یې ښکار ته، دلته نوی دام دی ایښی

د ومینیون او کامنولټ کې استعمار مرام دی ایښی

د مسلم فریب د پاره یې، عجیبه ډرام دی ایښی

خپل ناپاک مقصد دپاره یې، دلته بل نظام دی ایښی

غواړی بیا خلک راښکیل کړی په هر چل او چم چې وشی

مړ ښامار ژوندی کوی بیا، په هر غم ستم چې وشی

چاته وړاندی شی له مکره، دلداری او غمخواری کړی

چیرته شرمخ شی له یاره غړمبی غړمبی خونخواری کړی

چیرته دوه سره په جنګ کړی، خلک ګیر په ناچارۍ کړی 

څوک دوکه څوک ګوډاګی کړی خپل مقصد ته ټګمارۍ کړی

چی رنځور چیرته پیدا شی- زوړ لیوه خپل ځان طبیب کړی

غم ځپلی خلک په دې چم و خپل ځان و ته قریب کړی

خو غافل چې نن دنیا کې، د آزاد ژوند دی فکرونه

په آسیا او افریقا کې اوچت شوی ولسونه

دنړۍ اسیر قامونه، غواړی مات کړی زنځیرونه

استعمار ته په هر ځای کې غوڅوی د شا رګونه

هنګامی دی پاڅونونه- هر ملت خپل مرام غواړی

پخپل خوښه اراده خپل- ځانته نوی نظام غواړی

دنیا ټوله ویښه شوې، کړی د نوی ژوندون فکرونه

ځای پځای دی اوچت شوی خپلواکۍ ته ولسونه

په کوم ځای چې اسیر قام دی، ماتوی ټول بندیزونه

اخ و ډب دی په هر ځای کې، کوی هڅی ټول قامونه

چې طراح د استعمار ته، هر ځای شنډ کړی پلانونه

آزادی او خپلواکۍ کې، غواړی جوړ کړی خپل ملکونه

ولی ته داسې غافل یې، وایم تاته ای پښتونه

خدایږو خدایږوچې ورکیږی که کوی نور هم خوبونه

وایاست څو به په اوږو وړی، دپردو، درانه بارونه

څو زخمی به په ذلت کې ، د خونخوارو دا ظلمونه

د پردو له ګوډاګیانو، پاسی ‌ء خپل  وطن مو پاک کړی

بیا د خپلی آزادی د دښمنانو سینی چاک کړی

ای پښتونه پاسه ویښ شه، آخ و ډب  د دنیا ګوره

خپلواکۍ ته غورزنګونه او جګړې هره خوا ګوره

ښکیلاک ګرو زبېښاک ګرو بلاکونه بیا بیا ګوره

نړۍ خورو زبیښاک ګرو ظلم و زور نن سبا ګورو

خپلی ګټی ساتی هر ځای- که په زور وی که په چل وی  

ټینګوی خپل زنځیرونه- د ښکېلاک دایې تکل وی

د ښکېلاک په خړو وریځو آسمان پټ د اخوت دی

خواخوږی لور نه نشته واړه چل دی سیاست دی

سیالی ګرمه د ښکېلاک ده، جنګ د فقر او ثروت دی

ظالم یو خوا مظلوم بل خوا دا د عصر قضاوت دی

ټول یو موټی او یو لاس شی، کوز او پاس نه یو غورزنګ شی ‌ء

د لستوڼی ماران مړه کړی، تاوده کاڼی او خدنګ شیء

هر ځای دام لاندی دانی دی، ویښ شی پام وکړی سوچونه

که قدرت او عزت غواړی، زده کړی نوی شعارونه

په آواز یې غلط نشی، د اسلام نشته غمونه

فکر وکړی شاو خواته ایښود شوی تلکونه

چې له خپلو څوک جدا شی په ذلت کې هلاکیږی

دا قانون د طبیعت دی خپل په خپلو ښه ښکاریږی 

ته سرتاج د آسیا یې، تا کې ډیر زور و طاقت شته

تاریخونه په تا ویاړی ستا په غرو کې صلابت شته

آزادی ستا فطری حق دی، ستا تاریخ کې شهامت شته

که ته لږ حرکت وکړی، دې غورزنګ کې برکت شته

پرګنی ټول سره یو شی لوی قدرت او لوی ملت شی

د ښکېلاک د ګوډاګیانوپه سر کاڼی د هیبت شی

بد مستی پښتنو پریږدی، بس نور غور دخپل ځان کړی 

تنګسه لوږه خپله ګوری بیا خپل شاړ وطن ودان کړیء

دا تباه حالت مو ګوری، سم سمون ته چمتو ځان کړی 

دا زاړه ګونګیان ټول ورک کړه، ورپسی ټول جاسوسان کړی

ستا د خاورې هر ‌ذره کې،  آتومی زور و طاقت شته

پاڅه خپل جهان بدل کړه چې اوس هم درته فرصت شته

که بدلون د جهان غواړی نو لومړی خپل ځان بدل کړی

په غلطه لاره مه ځی راشی خپل کاروان بدل کړی

په ملی ولسی ژوند کې، خپل شخصی ارمان بدل کړی

سم سمون لاره کړی ټینګه خپل تاکتیک سازمان بدل کړی

دانو څه ژوند دی (پرهیزه)سره لمبه شی او شهاب شی

پخوانی برم ژوندی کړی، په تاریخ کې نوی باب شیء

 

د شفیع کوت (قلټک)کلی د هجری، شمسی ۱۳۳۰کال د وری میاشت

شاعر : عبدالقدوس (پرهیز)

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود