د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

توپان وړى!

پوهنمل رحمت ځواکمن 20.01.2011 23:47

اى د دنيا خلکو پر ما مه خاندۍ
مه خاندۍ او مه خاندۍ او مه خاندۍ
زه د يوې خوب وړى ليلې غيږه کې کوچنې بچې
زه د تاندې څانګې په لوګو سوى لوګې بچې
زه د خپلى مور د سپينو پيو په رودلو بوخت
زه د لمر پيتاوي ته د ځان په توديدلو بوخت
ما د مور په څڼو کې ټالونه بې پروا خوړل
ما لکه مرغۍ د باغ ګلونه په نڅا خوړل
مور به مې کيسې راته د ظلم د ديوانو کړې
تل به يې کيسې زموږ په کلى د لېوانو کړې
.....................
زموږ کيږدۍ وې پلنى په رغونو کې
جوړ مو وو څپرونه دنګو غرونو کې
پاڼو د ګورګورو په وږمو نڅل
زوږ د ځړوبيو ته شپنو ګډ ل
زموږ پښې شډلى په اغزو سورۍ
زموږ تورى کيږدۍ په تندرو سورۍ
کله به سيلۍ شوه او توپان به شو
پړى د کيږديو به بادونو وړل
کله به غورار د سېلاوونو شو
ډير تنکې ورکې به سيلاوونو وړل
کله به له غرو اخو سورې شولى
ويښې به له خوبه درنې شپې شولى
وږي ځناور به په کولو شولو
بيا به مو رمې په منډو منډو شوې
هر خوا به غږونه د شپنو شولو
ژر ژر به په لټه د لېوانو شول
جګ به دغونډيو په سرو شولو
جوړى به ېي تيږو نه ګولۍ کړلى
ژامى د ليوو به ېي سورۍ کړلى
داسى افتونه تندرونه ډير
زموږ کوډلو ډير ځله ليدلى دي
داسى کړاوونه عذابونه تل
زموږ نيکو ليدلي او زغملي دي
....................
دا ځلى مى پلار جوړه کلا کړله
جګ ېي دېوالونه لکه غرونه کړل
جوړ ېي په کونجونوکې برجونه کړل
تل به د برجو په سر پېره کېده
کله به ټول کلي کې ګزمه کېده
تورو شوګيرونه تر سهاره کړل
آس به شڼېده وېده کېده به نه
شپه به اوږدېده سبا کېده به نه
..................
زه د يوې خوب وړى لېلي غيږه کې
پټى سترګى پروت ومه خبر نه وم
ووړ ومه کوچنې ومه ګونګې ومه
ما د مور د زړه له چينې پۍ خوړى
ما په خوبولي ځان ټالۍ خوړى
يوځل ناببره زوږ او شور شولو
کلى ټول په منډو شو بل اور شولو
ځمکه خوځېده وږى بلا راتله
زموږه تر کلا څه به غورا راتله
راغله چې تر کلى ليونۍ شوله
غوڅه ېي په تورو کې لکۍ شوله
نوره هم په قهر شوه کونډۍ شوله
تاوه له کلا غضب لړلى شوه
وږى خوله ېي خلاصه کړه نتلى شوه
ډير ژوندي سرونه ېي په خوله کړلو
ډير ېي له پښو سره رانجه کړلو
وران ېي د کلا جګ جګ برجونه کړل
خاورو سره خاورى ېي کورونه کړل
جنګ ورسره اوږد تر کلونو شو
لاړه له کلا نه جګ تر غرونو شو
غرونو او رغونو هم جګړې وګړې
کاڼو او ډبرو هم حملې وکړې
لاړه بلا ورکه شوه په غار شوله
ژوبله شوه زخمي شوه ناکرار شوله
خو!
زموږ د کلى مېندې زياتې بورې شوې
ډېرې ناوې کونډې شوې رنځورې شوې
کلى ټول زخمې زخمې ويجاړ شولو
مينه ورنه لاړه هسى شاړ شولو
اوس په کې د غرو لېوان کولې وهي
کله ګيدړان په کې حملې وهي
نو!
ځکه په ما مه خاندۍ او مه خاندۍ
زموږ دنيا د مينۍ بلا وخوړه
زما د وجود وينه يو چا وخوړه
ځکه په رنګ ژېړ په شونډو سپور يمه
هسى توپان وړى له خپل کور يمه
ګوندى ورشوګانې مو راشنې شي بيا
پلنې مو په خپلو غرو خېمې شي بيا
...........................