د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاعـــــــــر ته

محمد کبیر صافی 20.01.2011 23:46

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

شنه خــــالونه شــــونډې سرې د جانان مه یادوه
قـــسم به درته درکــــړم ســـور پیزوان مه یادوه
شاعــــــــــره لــــیونیه نور د حـسن تعـبیر پریږده
دامــــــړه ټول را بــــیدار کړه عــاشوقان مه یادوه
تــــرڅـــوبه پـخــــپل شـــعر زلــمي بدو ته راکاږی
پاڅــــــــون زلـــــمو ته ور کړه تور زلفان مه یادوه
دنیا کړي څه کارونه مونږ مین پرسپین جمال یو
د خدای لــــــــــــــپاره وروره نـــور ګلان مـه یادوه
شاعـــر هغه شاعر دی چې دتصویر د حقیقت کړی
چـــې بوی نه ځی له ګلـــــو دا بوســـــتان مه یادوه
په اوږو د شــــــــاعر پــــروت دروند رســـالت دی
تــــاریخــــونه را ژوندي کړه نور خوبان مه یادوه
((صافی)) د میني محبت سندری بس کړه لږ بیدار شه
په خطه، خال چې شهرت مومي شاعران مه یادوه