د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميني انتظار خور شعري ټولګه

مينه انتظار 19.01.2011 21:57

د ملالۍ له ستوني يوه بله کړيکه
دوياړلي کندهار له تاوجنې درد ځپلې غېږې څخه د يوې بلې ملالۍ د ياکوربان غږ راځي او زيری راکوي، چې زموږ دملي وياړونو له ټاټوبي څخه به بياهم زرغونه پاڅېږي، نازو به هسکېږي او وياړلې مينه انتظار به د افغان د برم بېرغ رپوي.
انتظار بي بي، چې خدای دې يې له باروتي سترګو وساتي، دمينې، هېواد پالنې او د روان ناورين د انځور هستونې شاعري کړې ده، چې موږ ټولو ته دې مبارک وي. مبارک دې ځکه وي چې د قهر، جبر او وهم په دې توره ګردله کې زما د زمانې پښتنه د زندان ماتوونې پر هسک درېږي، تور پړونی يې د تاريخ باد ته رپېږي او په شاعرانه جرئت غږ کوي چې :
د تورو سترګو سوداګر نوره سودا نه کوي
ښکاره د سر په بدل شونډې غواړي غلا نه کوي
پرېږده چې سوزي دومره څوک د فېصلې خوبه و
کار د خپل سر کوي زړه چا سره سلا نه کوي
همدا د فطرت غږ دی، ته بايد د هغه زړه ومنې، چې هغه د بل چا نه مني.
د زړه که ومنې نو هغه عواطف، احساسات اوانساني تمايلات به بيا راويښ کړې، چې زموږ مذکر ( نارينه) تاريخ په موږ کې وژلي دي،هغه تاريخي دروغ چې موږ يې نسل په نسل تکراروو، د مېړانې په نامه وياړونه چې يو د بل پر مرۍ تېغ را کاږو او سره وژنو، ددې وطن ميندې، خويندې او پېغلې ښايي د داسې يوه انساني بدلون بېرغ پورته کړي، چې د ټولو مظالمو او وحشيتوبونو خولې د تاريخ په خاورو وموښي،موږ د انسانيت راويښولو ته انتظار باسو، انتظار بي بي په خپل شعر کې ښايي دا انتظار پای ته ورسوي، د يوې پښتنې شاعرې په توګه او د افغان ښځينه روڼ اندو د يوې استازې په توګه زموږ په نارينه تشدد باندې دعواطفو او انساني احساساتو، مينې او مهربانۍ اوبه شيندلی شي، چې له لاسونو چړې واخلي او له زړونو څخه کرکې. ځکه خو د هغې شاعري دمبارکۍ ويلو مستحقه ده. زموږ معاصرې ښځينه شاعرۍ عاطفي پيغامونه به د نړيوالو په ذهنيت کې هغه ناسم تصوير اصلاح کړي، چې له افغاني ټولنې يې لري. موږ به هغوی ته ووايو، چې راشئ موږ لا هم مينه پېژنو، عواطف لرو اوانساني احساسات مو نه دي مړه ،که يې نه منئ د مينې انتظار دا غزل ولولئ
دزړه پر وېجاړ غولي مي پراته درانه غمونه
پرمخ باندي روان مي دي داوښكو سېلابونه
چمبه راته سېلابه مه وهه ټپه دي نه يم
پر غاړه دي پراته درڅخه وړم يو څو سرونه
وس نه لري چي وښايي زخمونه راته هغه
بې وسه ګودرونه ستړي ستړي چنارونه
له دې ورانې جونګړې يو اواز راځي دپېغلي
لمبه سوله كورونه او سوځيږي مو شالونه
غرمه په غم راولېږي ، ماپښين ته (انتظاره )
شپې ولاړي سي خفه ، په ژړا راسي سهارونه
د ارغنداو له انارستانونو، د بابا صاحب له هسکو او د مبارکې خرقې له نوراني چم څخه د سولې، مينې او انسانيت له دې آوازه سره خپلې نارې يو ځای کړئ، چې :
په سور سالو کې تورې زلفې، په سرونو منګي
دلته ګودر، دلته چنار او مازيګر په کار دي
ټولو ته سوله!
عبدالغفور لېوال
۲۰۱۰/ ۱۱/ ۲
بوآزاچي پوهنتون، استانبول - ترکيه










د شاعري ياداښت

له وړکتوبه مي د شعر لوستلو او اورېدلو سره مينه درلوده ، دا مي هيڅ په فکر او خيال کي نه راګرځېدل چي زه به هم يو مهال شعرونه وايم ، دمطالعې لپاره مي کتابونه پيدا کول او هغه به مي لوستل ، تقريباً يو کال وړاندي چي دکندهار ښار ته په کډه راغلو او ږغيزي رسنۍ مي تعقيب کړې ، په هره رسنۍ کي ادبي خپروني نشر کېدلې او مشاعرې به هم ددې صوتي رسنيو له څپو څخه نشر ته سپارل کېدلې ،ما به خپله ادبي تنده په ماتوله .
داسي يوه ورځ ما هم يو مات او ګوډ شعر وليکه او بيا مي د ټليفون له لاري له رسنيو سره شريک کړ ، د رسنيو له وياندويانو تر څنګ اورېدونکو هم تشويق کړم او زما شعر يې خوښ کړ .
زه دخپل کورني مشکلاتو په اړه نه ږغېږم ، که بالفرض هغه مشکلات چي قادر خداى ﷻ زما په برخه کړي دي ، که چيري نارينه ته ورکړه سي نو تر ژوند به مرګ ډېر ښه وبولي ، ښايي دغه شاعري زما دکورني مشکلاتو اغېزه وي او بل زما ذوق وي .
ما خپل شعرونه په کندهار کي له درنو شاعرانو او ليکوالانو سره شريک کړل او هغوى خپلي نېکي مشورې را سره شريکي کړې او زما په شعرونه کي چي کومي نيمګړتياوي وې هغه يې په ورين تندي را اصلاح کړې او د شعر لپاره چي کوم توکي په کارېږي د هغه لارښوونه يې راته وکړه چي زه د دوى داحسان پوروړې يم ، زه ډېره وياړم چي زما پر دغه ماتو او ګوډو شعرونو باندي د سيميزو مطالعاتو د مرکز مشر او د هيواد درانه ليکوال د قدر وړ شخصيت ښاغلي عبدالغفور لېوال په ورين تندي او د زړه له کومي په داسي حال کي چي ترکيې ته په سفر هم وو خپله عالمانه سريزه وکښل د احسان يې ډېره پوروړې يم ، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له ځوان ريس ښاغلي عبدالقديم پتيال د پېرزويني قدرداني کوم چي زما دکتاب چاپ ته يې هرکلى ووايه او خپله عالمانه سريزه يې باندي وليکل ، همدارنګه له ښاغلي عبدالله ستوري څخه مننه کوم چي په اسلامي ، مذهبي او ادبي لارښوونو يې نازولې او يو ښايسته نظم يې راته ليکلى دى او په پاى کي دي دښاغلي خليل احمد څارن هم کور ودان وي چي زما شعرونه يې کمپوز او دکتاب بڼه يې ورکړه .
په اخر کي د ټولو هغو وروڼو څخه مننه کوم چي ماته يې په مستقيم او غير مستقيم ډول نيکي مشورې راکړي دي او خداى ﷻ دي وکړي چي په راتلونکي کي هم د دوى په مشورو باندي ونازول سم ، ټولو ته د ژوند په هر نېک کار کي برياليتوب غواړم .
په درنښت
ستاسي پښتنه خور
مينه (انتظار)
١٠ _ لړم _ ١٣٨٩
کندهار

ډالـۍ



زما دا ټولګه ده ډالۍ زما هغه جانان ته
چي زما ژوند يې د سره اور سکروټي وګرځاوه


مينه انتظار_ كندهار ښار





نعت شريف

څومره خوږ يې څومره ګران يې محمد نبي سروره
نازولى د سبحان يې محمد نبي سروره

اولين هم اخرين يې ستا تر نوم دي صدقه سم
هم رسول يې هم جانان يې محمد نبي سروره

يې لايق دصفتونو تر تا جار مي سر او مال سه
دخوږ منو زړو درمان يې محمد نبي سروره

په قرآن كي صفتونه ستا ، بې شمېره الله كړي
په نبيانو كي سلطان يې محمد نبي سروره

ستا په مخ الله پيدا كړه واړه مځكه اسمانونه
ته باچا د ټول جهان يې محمد نبي سروره




چي نارې وهي مرغان زما په قبر
بيا دي نه ژاړي جانان زما په قبر

بلبلان چي پرې دغم سندري وايي
څه حاجت دى دخفګان زما په قبر

په ژوندون يې زما هيڅ قدر ونه كړ
اوس ولاړ دى حق حيران زما په قبر

جنازه مي دبې دردو پر اوږو وه
شاوخوا ولاړ دوستان زماپه قبر

هلته راغى ومزارته ( انتظاره )
رپېدل چي بيرغان زما په قبر



تر سبا سترګي په لار وم ته رانه غلې
په اميدستا د ديدار وم ته رانه غلې

چي ايرې سوم ګرانه باد درڅخه يو وړم
هغه وخت چي زه انګار وم ته رانه غلې

اوس مي ستا مينه دزړه له تله ولاړه
درپسې چي ناقرار وم ته رانه غلې

د دنيا سره اوږه پر اوږه تلمه
په همزولو كي سالار وم ته رانه غلې

چا و چا به دا ويل چي ته به راسې
دمودو دي ( انتظار ) وم ته رانه غلې





فيصله ده څومره ګرانه زه هم وايم ته هم وايې
څنګه يو به سو جانانه زه هم وايم ته هم وايې

دهدف په لار سوو ستړي راسه لږ څه دمه وكړو
اى دلوى مزل كاروانه زه هم وايم ته هم وايې

زورور نه دي نو څه دي چي مو زړه وړي له ګوګله
زړه ساتل نه دي اسانه زه هم وايم ته هم وايې

ومه ستورى دسهار هله پابنده په غبار وم
نه ليدم چا په اسمانه زه هم وايم ته هم وايې

كه بها پلورل كېدلاى جام دشونډو (انتظاره)
تابه نه كوئ ارمانه زه هم وايم ته هم وايې




څومره سخته څومره ګرانه زندګي ده
بېله تانه چي جانانه زندګي ده

تل دي خوښ وي تل دي ناڅي هغه خلك
چي يې مخ ته قدردانه زندګي ده

كه هر څو زړه ته سكون د صبر وركړم
بيا هم وايي راته ، ورانه زندګي ده

دهجران زولنې لاس ، بېړۍ په پښو كي
له درد ډكه بې درمانه زندګي ده

څه بې حال وي په محشر كي ( انتظاره )
دهغو چي بې ايمانه زندګي ده




عجيب ساده دي چي په خوله دبل جانان خفه كړي
بوى دجنت دى پرې حرام چي عاشقان خفه كړي

له جنجالونو څه دكور،مخ پرصحرا ووتم
لكه باران دپسرلي چي شين اسمان خفه كړي

پر مابه هغه وخت تيارې دژوندانه رڼا سي
جانان زما په خپله خوله چي غمازان خفه كړي

كوم وخت چي يار ته ساقي ونيسي پياله دميو
په ميخانه كي ټول حاضره خماريان خفه كړي

څوك به دهغي شپې راتګ لره كوي (انتظار )
په وصالونو كي چي ډوب سي بيا هجران خفه كړي




دتورو سترګو سوداګر نوره سودا نه كوي
ښكاره دسر په بدل شونډي غواړي غلا نه كوي

ماچي دغم دپاسه غم ته غاړه كښېښوله
راسره هغه پخوانۍ مينه اشنا نه كوي

پرېږده چي سوځي دومره څوك دفيصلې خوبه ؤ
كار دخپل سر كوي زړه چا سره سلا نه كوي

لكه بې قدره چي پښتو دپښتنو خولو كي سوه
لكه معصومه ( انتظار ) څوك يې پروا نه كوي




ته يې دچا دشينكي خال په تماشو وتلى
چي له زړګي دي دى خنجر په غرغرو وتلى

مجبور ته مه وايه چي ته يې پر دې كار غښتلى
مومن په عشق كي دشيريني تر چړو وتلى

بيا به وكور لره رانه سي بيابه نه كړي ور ږغ
څوك چي ديدن ته دخوبانو په تيارو وتلى

له دغه رنځه به څه پورته سي څه ژوند به وكړي
چي له سېنې يې دىخنجر ستا دبڼو وتلى

مرګ ته لاسونه پړقوو په (انتظار ) كي ديار
بې پته يار چي دى له خپلو پښتنو وتلى




بيا مي وزري داميد ورپېدلې ولي ؟
اوښكي بې قدره مي ستا مخ ته نڅېدلې ولي ؟

بېګاه مي خيال ته دځوانۍ څوشېبې فكر وكړ
دزړه ويالې مي نااميده بهېدلې ولي ؟

ستا و رخسار ته دځوانۍ شپولونو ساراوړله
زما دمخ غوښي دهجر اوښكو وړلې ولي ؟

تاته نصيب دشش محل نمك په ژبه دركړ
زما سپېرې خواري جونګړي ته راتللې ولي ؟

كه غير،غماز ستا دمينو په نيت ؤ ( انتظار )
ستا وتندي ته سجدې به يې كولې ولي ؟




ته چي راځې درسره راوړه خوشحالۍ سپرليه !
ژوبل ولس ته راوړه نوي سوكالۍ سپرليه !

خفه غوټۍ ته مخامخ سه چي موسكى موسكى سي
مړاوي ګلونو لره ساه وركړه ډالۍ سپرليه !

په ګډاګانو كړه يادونه زما دمستي ځوانۍ
بيا راپر زړه مي كړه كيسې دعاشقۍ سپرليه !

دسترګو اوښكي مي ورتوى كړه دشبنم غېږي ته
وسره ګلاب ته كړه حيرانه دنياګۍ سپرليه !

هغه چي ستا راتلو ته نه دي (انتظار) پردي دي
دوست دي بلبل له چغو يې وچاوده مرۍ سپرليه




زړه مي ورسپارلى دى نور راڅخه څه غواړي
زه شتمنه نه يمه ، مينه دنيا نه غواړي

نن سبا دنيا كي عاشقي داسي رواج سوله
هغه درسره كوي ملګرو چي يې زړه غواړي

مادعشق كتاب لوستى ډېر څه مي ترې زده كړله
مينه نورز نه دى چي خواړه په حساب اووه غواړي

ستادى دستم خنجر په لاس كي قتلېدل كوي
نور مي زړه له تا بدسو ستا اشنايي نه غواړي

خلك په چل ول دي ( انتظاره ) ترې نه ځان ساته
ستاپه يارانه كي دوى سم دم رنګ بدېده غواړي




كه دي سنګر بايلود دجنګ جانانه
بيا نو نه پت لرې نه ننګ جانانه

كه دغليم سر دي په لاس كي راوړ
بيا يې لايق زما دڅنګ جانانه

يا خو په سر دپښتنو بګړۍ كړه
يا خو كوه په بنګړو شرنګ جانانه

زما شاه زلمي پر تورو خاورو پراته
ته كوې خوب پر سره پالنګ جانانه

زما دبچيانو ژوند وحشيانو واخيست
ستا ځواني وخوړله بنګ جانانه




مه ژاړه وطنه زه تر تا پرهر پرهر يمه
زه په زړه سورى سوم چي پر تا بلي لمبې سولې

ځان مي يې ، جهان مي يې ، روح مي يې ، خيبر يمه
قسم مي دي په خداى وي چي تر غوږ مي ستا نارې سولې

هيڅ نه سم كولاى خو په درد دي ښه خبر يمه
تانه چي راتاو كله پيرې دامرېكې سولې

څومره ځورېدلې يم بې تا په لر او بر يمه
خپلو كي اور وسوم چي ستا ماتي غبرګي پښې سولې

خاوري (انتظار ) يم بې وطنه بې دلبر يمه
ولي به نه ژاړم دژوند سختي ورځي شپې سولې




تا داغيار په خوله جواب كړم نور به نه درځمه
تا غمازانو كي حساب كړم نور به نه درځمه

ستا دغه يو عادت مي ډېره ژړوي جانانه
تا تش ګوګل لكه رباب كړم نوربه نه درځمه

هله مي وليدل چي جوړ ؤ مجلس ستا محل كي
په رقيبانو دي كباب كړم نور به نه درځمه

دګل پر حال بلبل داوښكو پر ځاى ويني توى كړې
تا و بېلتون ته انتخاب كړم نور به نه درځمه

چا رڼې كړي (انتظاره ) اميدو كي دي شپې
زه ستا هجران خانه خراب كړم نوربه نه درځمه




پښتانه نه ايږدي سرونه دپېغور پر زنګون
چي يې اخيستي وي خوندونه دخپل مور پر زنګون

سربه پر كاڼو بوټو كښېږدم خو منت مه كوه
سر به كښېنږدم بېوفا اشنا ستا نور پر زنګون

چي يې وعده او نېټه راسي اور ، اوبه نه ګوري
روح به يې وړي كه يې سر پروت وي دخپل خور پر زنګون

زما دي قسم وي نور به سر پر بالښت نه لګوم
سر به ايږدمه خامخا پر ما دى پور پر زنګون

چي له مودو به دسپرلي راتلو ته وه ( انتظار)
سرونه ايښي عاشقانو لور په لور پر زنګون




پوهېږم نه چي بېوفا جانان ته څه وليكم ؟
دستړي ژوند ورته خبري كه دزړه وليكم؟

دغمازانو ظلم مخكي ، كه د ژوبل زړګي ؟
ملګرو واياست چي داغه او كه هغه وليكم ؟

سلام مي ومنه افغانه غوږ كلام ته نيسه
چي څو خبري دهغه سپين پښتانه وليكم

زړګى مي غواړي خو پر خوله مي ورته هيڅ نه راځي
دې ته حيرانه يم چي وې ليكم كې نه وليكم؟

ويې ستايم لب كه يې رخسار كه يې خماري سترګي
دا خو ووايه (انتظار ) كه يې باڼه وليكم




چيري به ځم ، چيري به ګرځم ، چيري تا وګورم ؟
پيدا به نه سې تللې ياره كه دنيا وګورم

ستا په لټون مي پښې پولۍ په كور او كلي كي سوې
سبا مي نيت دى درپسې چي كربلا وګورم

له دغه ښاره څه به ځم دلته مي ګران سو ژوندون
چي څنګه كېږي خپل نصيب به په صحرا وګورم

زما له اوښكو سترګي ډكي او ته خاندې راته
په غم اخته سې چي تا هم زه په ژړا وګورم

كله راځي بيرته دګور بنديوانان دنيا ته !!!
كه عمر ټول په (انتظار) شپه تر سبا وګورم




دلته يو غم يوه ټپه رابولي
يو وي ساقي يوه پياله رابولي

په ناترسۍ ورسره مخ په مخ سو
چي مو و مخ ته آينه رابولي

ماهم جرګې دي ورلېږلي هلته
په نيمه شپه چي ښايسته رابولي

خپله په دنګو محلو كي اوسي
جونګړه ما خوارته سپېره رابولي

زه طلبګار وم درڼا چي كله
دوى (انتظار) ته توره شپه رابولي




وهديرې ته دبابا پس له كلو ورځمه
پښې خو لاڅه خلكو چي ځم نو په بڼو ورځمه

زما شهيدي وسوسې زما ارمان سو شهيد
زه دشهيد لالي مزار ته په سلګو ورځمه

زما په مخ كي تر اسمانه دېوال مه جوړوئ
اوړم تر شاړو شاړو لارو او تر غرو ورځمه

عالمه نه سمه كولاى تر مرګي ( انتظار )
هر څه چي كېږي ګران وطن ته پر لېمو ورځمه




دزړه پر وېجاړ غولي مي پراته درانه غمونه
پرمخ باندي روان مي دي داوښكو سېلابونه

چمبه راته سېلابه مه وهه ټپه دي نه يم
پر غاړه دي پراته درڅخه وړم يو څو سرونه

وس نه لري چي وښايي زخمونه راته هغه
بې وسه ګودرونه ستړي ستړي چنارونه

ددې وراني جونګړي يو اواز راځي دپېغلي
لمبه سوله كورونه او سوځيږي مو شالونه

غرمه په غم راولېږي ، ماپښين ته (انتظاره)
شپې ولاړي سي خفه ، په ژړا راسي سهارونه






نري دردونه مي دزړه پرخوار ګوګل اورېږي
لكه چي شپه او ورځ بمونه پر كابل اورېږي

يو ورته پورته كړي لاسونه ورته وكړي دعا
دظالم خوله ده پر مظلوم باندي ښكنځل اورېږي

دفريب او چل يادونه يې څنګه له زړګي وباسم
راباندي تل چي دخوږو سترګو كتل اورېږي

په زړه غم نه لري خوبونه يې تښتېدلي نه دي
په ما يې غم لكه باران دسپرلي ، تل اورېږي

زما ځواني يې كړه لمبه دې (انتظار) زوى مړي
زما سلګۍ ، ستا پر لبانو خندېدل اورېږي




پر زړه مو ډېر څه تېرول خو څه مو نه ويله
كه مو ژړل كه مو خندل خو څه مو نه ويله

چا مو له مخه پلوونه دحيا پورته كړل
چا مو كورونه لوټول خو څه مو نه ويله

دلاس پر ځاى يې ؤ لستوڼي كي خنجر ساتلى
په خپلو سترګو مو ليدل خو څه مو نه ويله

دشاه زلميو غوښي پاشي دباران په رنګه
لكه زمريان يې څيرول خو څه مو نه ويله

كړه (انتظاره ) وهغې مور ته سلام په دوه لاس
پر زړه يې ډېر څه درلودل خو څه مو نه ويله




چشماني مه اړوه زما دسوي زړه په خاطر
زلفي دي ولونه اننګي اور دساړه په خاطر

درته راغلى مي زړګى له دره يې ونه شړې
وركړه دزړه په كور كي ځاى دمېلمانه په خاطر

تا هم زما دجدايي شرط ومنئ اغيار ته
تا هم رټلى يم اشنا دبېلتانه په خاطر

دزړه غوټۍ مي دهجران په وصال وغوړوه
ستا دځوانۍ دپسرلي دژوندانه په خاطر

چي دي سايل غوندي په در كي (انتظار) ولاړ دى
بې قدره ، قدر وركوه دپښتانه په خاطر




دګودر غاړه كي چنار ؤ يو وخت
ترې لاندي ناست چي مي نګار ؤ يو وخت

يو ماځيګر بل دګودر غاړه وه
بس دژوندون نوى سينګار ؤ يو وخت

داغه زړګى چي يې ټوټې وينې اوس
دا هم دچا دغاړي هار ؤ يو وخت

دا سر په دار كي چي مخامخ سړى دى
دا هم ددې كلي سردار ؤ يو وخت

اوس چي له هرچا څخه لاس په سر دى
داهم يو چا ته ( انتظار ) ؤ يو وخت




څنګه مي برخه سوه ژړا الهي
پيدا مي نه سوه هيڅ دوا الهي

زما نا قرار زړه ته قرار جوړ كړي څوك
چي په نظر ښه لګي ستا الهي

چي مي په سپينه لمن تور پوري سو
خولې راپسې به وي دچا الهي

راته وچي كړي مړې اوښكي داسي
څوك مهربانه كړه په ما الهي

راته جنت له جهنمه جوړ كړه
يم (انتظار) لاس په دعا الهي




څوك بې تصوير او بې منتره دزړه يار پيدا كړي
څوك په راسته لاره روان وي خو اغيار پيدا كړي

چاته يوځاى دسره ګلاب په غېږ كي وركړي ژوندون
كم بختو خلكو ته په څنګ كي دګل خار پيدا كړي

سروه چي مخ وهي ژړا كوي سلګۍ هغه څوك
پر خزانه دسرو لبانو چي ښامار پيدا كړي

چا سي ستوري داسمان چاته دسترګو تور سي
چا ته اكثر بيا د دوه نيمو ورځو يار پيدا كړي

دوى د وصال په اميد مټ كړلې كوڅې دوطن
دابدبختان به چيري وركه ( انتظار) پيدا كړي




پر مخ يې زلفي دي پرتې ترې لاندي خال نه ښكاري
دلته نور هرڅه دي موجود مګر كمال نه ښكاري

پرونۍ ناوې پښتنه په سر سرتوره ده نن
نه يې پېزوان په پزه سته ، په سر يې شال نه ښكاري

دماشومتوب دورانه ، تاكي دومره ښه خو ومه
دپېغلتوب دورانه تاكي خو هيڅ سيال نه ښكاري

ستا سپين رخسار ګلابي شونډي تل به ياره نه وي
ستا پر تندي به هم يو وخت دزلفو جال نه ښكاري

ماته مي كړي ( انتظار ) دميرويس خان كيسې دي
خير كه پردې فاني دنيا باندي خوشحال نه ښكاري




بلا وحشيان دمېلمستيا په بهانه راغلي
مقصد يې نور دى دوى د سولي په پلمه راغلي

ته به وا دلته زكاتونه دسرونو كېږي
چي دا تورمخي دجهان لېوان په شپه راغلي

اخر داڅه دي چي مو سر ورباندي نه خلاصېږي
چي دغه خلك يو دبل دي په سايه راغلي

له دغه ځايه خو يو ځاى په ډلو خلك ولاړل
له هغې خوا دي بيا په څه دانه دانه راغلي

دخپل سر اور دي دوى په خپله (انتظاره ) مړ كړي
دوى ولي موږ ته دي دسولي په جرګه راغلي ؟




مار دلستوڼي راته اشنا سي داسي ولي كېږي ؟
راته دنيا واړه بلا سي داسي ولي كېږي ؟

دخوشحالۍ باران له عمره دهغو په نصيب
دغمو كاڼي پر سر زماسي داسي ولي كېږي ؟

مخ چي ديار په طرف واړوم په هغه وخت كي
راته د ټولي دنيا شاسي داسي ولي كېږي ؟

چيري چي سر دشهيد پرې سي هلته وينه توى سي
ولي په سره بيا كربلا سي داسي ولي كېږي ؟

هغه لا ولي نه راځي چي (انتظار) يې كوو ؟
غمازان ډلي ډلي راسي داسي ولي كېږي ؟




غمازان ډلي ډلي راغلل دجانان كوڅې ته
ولې ولې اوښكي مي راغلې دګرېوان كوڅې ته

جانانه ستا كلي ته راغلم دوصال په اميد
زه بد نصيبه سوم ورګډه د خفګان كوڅې ته

په ژړاګانو په سوالونو درنه بخښه غواړي
دلته راغلي بختوره غمازان كوڅې ته

مقتديان ولاړل ، امام ولاړى ، منبر تور پاته سو
ورپسې راچي غلل له ليري ښاماران كوڅې ته

موږ ورته شپې د (انتظار ) په سرو لمبو تېروو
كشكي يو ځل دلته كي راسي رويباران كوڅې ته




ورسه اوس يې ديدن وكړه (انتظاره)
دامېل غوندي ځړيږي سر په داره

څنګه راغلې ، څنګه ولاړې ، په دې پوه سوې ؟
دپښتون دمټو زور څنګه ؤ ياره ؟

په خاطر دمېلمانه يې موږ عزت كړئ
دوى كرلي وه اغزي پر هره لاره

په يوه خبره پوه دغاصب نه سوم
دا ده وويل چي ميراث سوي او كه خواره

د زړګي مي درې ټوټې په لر او بر دي
يو كابل ، بل پېښور ، بل كندهاره




عمر تېر سو ، جانان هېر سو خو يادونه نه هېرېږي
څه چي تېر سي هغه هېر سي ديدنونه نه هېريږي

وخته څومره بې وفا يې پېغلتوب كي دي زړه كړم
ماشومتوب مي لا په زړه دى ، لا وختونه نه هېرېږي

له جهانه مسافره ، ترجهانه مسافر يم
د دنيا د ظالمانو جوابونه نه هېرېږي

د وطن ماځيګرى ، دپېغلو نجونو كتارونه
رڼې اوبه او ګودرونه چنارونه نه هېريږي

دناكامي ميني ياره ، دمعصوم ( انتظار ) اوښكي
دجانان جبرو ستم او ماښامونه نه هېرېږي





د توري توري بلاګاني چي تر څو وي دلته
هر يو سړى به په نارو او په سلګو وي دلته

ددغه كلي مي يو كس هم په خندا ونه ليد
دغه وحشيان مېلمانه ټول په خندېدو وي دلته

دجنګ ميدان نه ځكه تښتي دا غښتلي خلك
وايي ډګر به دجګړې جوړ له سينو وي دلته

دپښتانه و حوصلې ته ياره صد سلام دى
زموږ د سترخان او ځان اختيار دمېلمنو وي دلته

په ورځ راغلي په شپه ځي دا ( انتظاره ) ولي ؟
دلته ګذران په ګلو نه سي په اغزو وي دلته




اوښكي مرغلري مي ترې لاندي سوې
ستا ظالم پيسې ياره ورباندي سوې

تا چي دجفا په كاڼو وويشتى
ځكه دخوږمن زړګي مي ساندي سوې

تا ورباندي ډاګي مټ كوڅې كړلې
اوښكي چي له سترګو مي بهاندي سوې

ستا دانكار اور ګلو لمبه كړمه
ټولي دژوندون شېبې سوزاندي سوې

لا ورځني ځان او جهان هېر سوله
ته چي (انتظاره ) يار ته وړاندي سوې




دلته چي ټكور په زخمي زړه كښېږدي
دې خلكو كي نه وينم يو داسي څوك

خداى مو دي له داسي ورځي وساتي
موږ چي به له خپله كوره باسي څوك

خداى دي يې غاښونه غبرګ راوباسي
زما په وران وطن كه په خندا سي څوك

موږ هم پښتانه يو مېلمانه غواړو
دلته كه په ورين تندي كي راسي څوك

هېر به دپښتون زلمي وېښته نه كړم
راكه له لندن او امريكا سي څوك




پل ته دجانان مي دي ليمه پراته
ته به وايې څو كسه دي مړه پراته

سترګي دي له چا و چا څه ايستلې
نور دي څو تر لاس لاندي ړانده پراته

تا ورباندي څو ياره تازه ايښى
څو زخمونه نور مي وه پر زړه پراته

چاچي داحمد دتوري شرنګ واورېد
هغه دي تر اوسه لا كاڼه پراته

څنګه به جنت ته (انتظاره ) ځي
لاندي مظلومان وه ترچاړه پراته




څنګه چي اختر وزي ، سم ورسره سر وزي
څنګه د دلبر له زړه ، څنګه به دلبر وزي

پټ چي كړي رخسار سپوږمۍ ، شپه كي بله شپه راسي
شپه پلو هوار كړي سم دستي ترې نه سحر وزي

څنګه وايې شونډي دجانان هيڅ اثر نه لري
وګوره ملك يې له درباره سر ببر وزي

ياره لا جذبې دمحبت لېونۍ نه كړلې
خولې دجانان چي درته شات وزي شكر وزي

بيا سولې راټولي ، بيا منګي ، بيا كتارونه دي
پېغلي و اوبو ته ، ( انتظاره ) ماځيګر وزي




چاته به فرياد وكړم چاته اوښكي توى كړمه
چاته به ګيله وكړم چاته به سلګۍ كړمه

څه ناترسه خلك دي ،رحم زړه كي نه لري
څه دي ملامت پردي خپلو لېونۍ كړمه

سر مي دي هرڅه وخوري ، ځاى دسرپناه غواړم
څه ګناه مي كړې چي له ځانه مو پردۍ كړمه

ستا بې غمه ژوند اخر وابه وړي په غم باندي
يم داحمدشاه لمسۍ پرې به دي مرۍ كړمه

ژوند كه مي هرڅنګه وي ستا تر (انتظار ) يې جار
زه به پښتنه نه يم تاته چي زارۍ كړمه




ما وخپل زړه ته دخوږې ميني كيسه كړې وه
بېوفا ژوند راته يو دغه فيصله كړې وه

زه يې كړم اوښكه دظالم دسترګو توى يې كړمه
ما په ټول عمر كي په دې ښار كي يو شپه كړې وه

دا حوري څنګه ډلي ډلي دي دمځكي پر مخ
دا خو اسمان ته زما سوي زړه ناره كړې وه

زه دمجبور زړه څه ديار كوڅې ته ورغلمه
خو دامي هېره وه چي ما كلكه توبه كړې وه

درته مي تېره ټوله شپه په ( انتظار ) كړه ياره
نن ماځيګر خو دي زما سره وعده كړې وه




دلته نه جنګ ، نه مرمۍ ، نه خو خنجر په كار دى
دلته ملا ، دلته امام ، دلته منبر په كار دى

په سور سالو كي توري زلفي ،په سرونو منګي
دلته ګودر ،دلته چنار او ماځيګر په كار دى

د بل دلاسه چي راځي نو دي پر لاره مړه سي
دلته مظلوم لره سهار او روښان لمر په كار دى

دسترګو مخامخ جګړه دوى ته پېغور ښكارېږي
دا دلستوڼي ماران وايي ، زموږ ځيګر په كار دى

ګيله له خپلو ( انتظاره ) له پرديو نه ده
يو ځاى كفن بل ځاى وناوي ته څادر په كار دى




څومره بختور دي خلك ، پورته سي اسمان ته ځي
ستوري سي،سپوږمۍ سي ،لمرسي ولاړسي وجانان ته ځي

دلته چي ديار دزلفو څڼ ورته زخمي كړى زړه
ولاړ سي لېوني په زړه ويشتلي بيابان ته ځي

هره سجده او كلمه مي مدام پاته وي
او ظالمي مي سي وچي چي ګرېوان ته ځي

شپه لا تېره نه وه ديار شونډو دومره غرق كړله
هر څه ترې نه هېر سول ، له دنيا نه بل جهان ته ځي

دغه زمانه كي څه دميني ( انتظار ) كوې
پوه نه دي دخپل زړګي دعشق ولوى ارمان ته ځي




لاس كي خپل سر واخلي مينه چي كړي بيا ژوندۍ
مړه په هره خوله كي ده ، بيا چي كړي خندا ژوندۍ

يا دغفلت خوب وړي ، يا دپروا دچا نه كړي
هر چاچي وژلې ده خداى دې كړي دنيا ژوندۍ

دي مينه نه وايم كېږي چي هر وخت ديدن
چيري دى سپېره مجنون بيا چي كړي بيديا ژوندۍ

دا دلر او بر خلك څنګه دلته ژوند كوي
زما په خيال چي بيا غواړي سترګو كي ژړا ژوندۍ

شرنګ لاسو كي نه لري ( ميني ) دا كوم ځاى ده
زما دپښتون پېغلو سترګو كړه حيا ژوندۍ




دژوندون شپې به ترخې سي كه زه ولاړم
رڼا ورځي به ترخې سي كه زه ولاړم

درته سپارمه وروستى جام دسرو شونډو
چي دي اوښكي پرې خوږې سي كه زه ولاړم

دهجران دخزانو ور به درخلاص كړم
دوصال شمعي به مړې سي كه زه ولاړم

دومره قدر به كوې زما دبيتونو
چي درپاته مي ټپې سي كه زه ولاړم

ستا مړې سترګي به وخوري ( انتظاره)
ترې نه جوړي به كيسې سي كه زه ولاړم




زما مسافر زړګى دچا ګوګل ته لار جوړوي
ستړى هلاكه ګرځي ځان ته څوك نګار جوړوي

زما دسلګۍ يو لونګين به وي تر څو په غاړه
بيا هم ناترسه دى زما له اوښكو هار جوړوي

دا دسپوږمۍ پر مخ داغونه كه تروږمۍ پرته ده
كه مي اسمان راته په سر باندي غبار جوړوي

جانان غاصب ته غوږ كي داسي يو خبره وكړه
خداى خبر بيا راته اغيار او كه رويبار جوړوي

يار او رويبار سره نژدې سوله او ويې ويل
له ( انتظاره ) به يو څوك ............................... جوړوي




په پټو سترګو له جهانه ولاړې
له دې دنيا ستړى ستومانه ولاړې

زړه مي لمبو د بېلتانه كباب كړ
زما ځواني مرګه چي له ما نه ولاړې

زما سلګۍ زما درد مني اوښكي
له سترګو سرو ستا تر زندانه ولاړې

دميراث مړي ژوند دي څه خوندونه
ته ځواني مرګ سولې جانانه ولاړې

زما ځواني په ( انتظار) لمبه سوه
ته دسپرلي دګل په شانه ولاړې




پر سر مي سرې لمبې وې خلكو ويل دادي قسمت دى
زه له شرمه ورته ښه كړم مګر اور دمحبت دى

په سترګو كي دي ياره جهانونه رنګ په رنګ دي
دا څه دي ښكلې ياره دا دوږخ او كه جنت دى

ټوټې مي دبدن دي دبېلتون تر چړو لاندي
ظالمه ستا له ما سره دا څنګه صداقت دى

تياره ستا دزلفانو ده كه لمر تندري نيولى
دا لاندي تر غبار يمه كه بل يو مصيبت دى

يوازي (انتظار) نه دى لعنت چي پر تا وايي
شيطانه له ازله پر تا كړى خداى لعنت دى




تندر دي پرېوزي ستا پر سر بېوفا
چي سر حيران داسمان لمر ، بېوفا

زه دي دژوند په خوږو پوهه نه كړم
الله دي تا كړي درپه در ، بېوفا

تا په ګودر د ديدن اوبه بندي كړې
په وينو سور هر ماځيګر ، بېوفا

زه دي په تمه دوصال زړه كړم
خو ته مي نه اورې خبر ، بېوفا

زه (انتظار ) كوم دمړي جانان
بيا حاجي اكبر بيا سو اختر ، بېوفا




زما له هاره مرغلره او مرۍ پرېوته
دا دچا لاس ؤ چي مي غاړه كي مرمۍ پرېوته

كاسې دسترګو مي خالي نه سوې له اوښكو څخه
لمن مي هېره سوه په مځكه مي سلګۍ پرېوته

سپرليه تاچي وخزان ته اشاره وكړله
دګل دڅنګه څه تازه بنده غوټۍ پرېوته

ما ويل آه دپېغلي لپي په سپېرو خاورو سوې
تا ويل دا خو خپله نه ده داپردۍ پرېوته

ستا ( انتظار ) كي نيمه پاته نه وه ولاړه اخر
دمرګ بستر يې كړ هوار پرې لېونۍ پرېوته





څومره چي زړه ته تسلي ستا د ديدن وركوم
دومره دي وينه وبېلتون ته د بدن وركوم

دارمانونو جنازې مي لا وتلي نه دي
هر يو اميد ته مي دسرسالو كفن وركوم

څوچي دي نوم دپښتنو په خوله كي وي ملالي
څنګه به خاوره وغليم ته دوطن وركوم





ستا په تندي كي دثواب يو نښانه وينمه
دانښانه جانانه سمه سجده وينمه

ستاپه روښان مخ به تيارې ستا داوربل پرېوزي
لكه دلمر شاته چي تكه توره شپه وينمه

سپرليه تاكي هيڅ اثر دخوښۍ پاته نه دى
ستا په راتلو ګل او بلبل دواړه خفه وينمه




زما په وچو شونډو درد زما دزړګي ښكارېږي
دا ستا دكلي خلك واړه لېوني ښكارېږي

ما ستاپه قول له دې كاره څخه لاس واخيستى
ياره په دې كي چي زما تاته كاميابي ښكارېږي


بېوفا ژونده
زما هم په مخ داغونه پراته دي
زما هم ستا په شان په چاپېر چل كي
ستا دستورو دلښكر په رنګه
دبېوفا جانان غمونه
دزړه پر ودانه ماڼۍ پيرې كوي
او تاته به ياد وي
سپوږمۍ چي ستا په راتلو به
د دروغجن جانان په مخ
د ډوبېدونكي لمر
ژړي او دكمترۍ وړانګي خورې سوې
نو اى دمستو پېغلو سرداري !
اى دستړي ژوند خاوري !
هغه بېوفا او دفراډ دلوظونو څښتن
چي ستا په راتلو به له ما خفه سو
او سترګي به يې له قهر او له غضبه
دسرو شرابو جامونه وګرځېدل
او لاس به يې په لاس كي راته ونيوى
او د درواغوپه لفظونو به داسي راته ګويا سو
چي ژوند مي ستا دى مرګ مي ستادى
مينه دركوم
خو اى افسوس


چي هره خبره يې
هره وعده يې
داوبو دسرليكي وختې
او درنجو دخالونو په څېر
دباران دڅاڅكو سره سم به يې خپل رنګ او ښكلا له لاسه وركړه
او اوبو دخپلو مستو څپو په راړلو سره
ټولي له ځانه سره يو وړې
او ټولي فرېب وختې
خو اى افسوس
چي ژوند كله چاته دپوره اورښتيني ميني سره
يو خوږ بستر وربخښي
او كله يې دبېلتون دسرو سترګو په درياب كي لاهو كوي
ارمان ارمان
اى بېوفا ژونده
اى نيمګړي ميني
افسوس فاني دنيا
ارمان تېره ساعته


غواړم دې خلكو ته بنګړي په لاس كړم
غواړم په سر يې زرغون شال واچوم
غواړم په پزه يې پېزوان وركړمه
غواړم چي پښو تې پايزېبونه جوړ كړم
چي ترې نه جوړه كړم تنكۍ ناوكۍ
چي له خپل كوره څه بهر ونوزي
يا يې مريان كړم دافغان د درګاه
په ټيټو سترګو چي ولاړ وي سبا
په سپين ميدان ملګرو دحشرګاه