زاری
19.01.2011 20:07ددې دنــــیا عـجیب داســـــــــــــتان دی ربــــــــــه
لــــوند مې پــه اښکــــــو ټــول ګــــریوان دی ربــه
د ژونـــــــــدون هــره لــــــحظه غـــــم شــي راتـــه
په خـــوشـحالۍ کـــښې مــــې زړه وران دی ربـــه
پـه هـــــــــــره ورځ آواز د نـــــــوی غـــــــــــــم وي
په هـــــــــــر ما ښـــــــام مــو یو کــور وران دی ربــه
ځـنګـــــــه په مـــــینه به خـــپل یـــار ته ګـــــــــــوري
چــــــې غــوړولی یې پــــــری ســــــــــان دی ربــــه
زمـــــــا جـــــــانـان یو چا په زوره بــــــیل کــــــــړو
په ځنکــــــــــــــــــــدن مـــــــې دا بــــــیان دی ربــــه
کـــــــــه مـــې دښـــــمن په ګـــونډو پــری وتــــــــــللو
داده صــــــــــــــــــــــــــمیم د زړه ارمــــان دی ربـــه