د طالب منګل ښکلى غزل
طالب منګل 18.01.2011 11:13د خلکو لاره وه يواځې نه وه
جېنۍ اوهښياره وه يواځې نه وه
يوه څيره وه سمه نه ښکاريده
ټوټې هنداره وه يواځې نه وه
دکاېناتو زمانې سندره
د وينو داره وه يواځې نه وه
بېګا به زه په خپل وجود کې نه وم
شپه مې قراره وه يواځې نه وه
مرګه له ماسره په هوش کې نه وې
سا مې تياره وه يواځې نه وه
ياره چې ستا غږ يې نشه _ نشه کړ
ټپه خماره وه يواځې نه وه
چې ستا طالب خوږلنې سترګې راغی
رڼا بېماره وه يواځې نه وه
طالب منګل
خبرونه
- عدالت نړیواله محکمه اسرائيل ته: له ځنډ پرته غزې ته عاجلې بشري مرستې تامینې کړئ
- د امريکا او اسرايل د خبرو د ختمېدو پورې په رفاح د اسرايل د حملې ځنډېدلو امکان
- ستاسې غږ
- سپینه ماڼۍ: د مسکو د برید په اړه مو روسیې ته لیکلی خبرداری ورکړی و
- پاکستان او د طالبانو حکومت د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په اړه تړون لاسلیک کړ
- ستاسې غږ
- د اسلام اباد هايکورټ د ججانو خط: حکومت د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان وکړو
- د طالبانو واکمنۍ کې له بشري حقونو د سرغړونو ارزونه - سپینې خبرې
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019