د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خښتې پريمينځل، د افغانستان جوړونې بهرنۍ نسخه!

ډاکټر محمد فريد بزګر 18.01.2011 00:44

زما د ژوند په زړه پورو خاطرو څخه- دريمه خاطره
يو سهار چې کله په دفتر کې خپلې کوټې ته ننوتم، زما ميز د معمول خلاف پاک او ټول کاغذونه او د ميز د سر سامان خورا منظم شوی وو، او په يوه نوې پلاستکي ټوکرۍ کې کاغذونه راټول شوي وو. هم حيران شوم هم خندا راغله چې زما دې ګډوډ ميز ته د چا سودا شوې وه. بيا مې فکر ته Philip Simpson راغی، چې حتماً به دا کار هغه کړی وي، دغه انګليسي سړی زموږ په دفتر کې د يوې څانګې مشر وو، له نورو سره يې فرق دا وو، لکه د افغانانو يې په هر څه کې کار وو، کوښښ يې کاوه چې له نورو سره مرسته وکړي. نو د هغه کوټې ته ورغلم او سهار په خير مې ورته وويل، په خندا يې سر راپورته کړ، ما ورته وويل: ولې خاندې؟ ويې ويل: همداسې. خو ويې ښودله چې کار هغه کړی دی.
شيبه وروسته مې کوټې ته راغې او را ته يې وويل د کتابونو غم دې هم خورم، يوې ښوی او ورنيس شوې دړې (تختې) ته يې چې زما په کوټه کې د ديوالي بخارې د راوتلې برخې له پاسه پرته وه، اشاره وکړه او ويې ويل: له دغسې دړو څخه موږ په انګلستان کې د کتابونو لپاره المارۍ جوړو، له ماسپښين ډوډۍ وروسته مې دفتر ته راغی دړه يې واخيسته شيبه وروسته يې پاکه کړې کوټې ته راوړه، بيا ووت او دوه پخې خښتې چې په اوبو يې مينځلي وې راوړې، دغه خښتې يې د تختې له يو سر نه لاندې کړې، ما ورته د تختې بل سر نيولی وو، چې توازن يې برابر شي، هغه بهر ووت چې بله خښته پيدا کړي، شيبه وروسته يې بله مينځل شوې خښته راوړه او د پخوانو دوو خښتو پر سر يې کيښوده. د المارۍ د يو سر خښتې پوره شوې. هغه دوه نورې پخې پريمينځل شوې خښتې راوړې او د تختې د بل سر لاندې يې کړې، تخته ما همداسې نيولی وه چې هغه وروستۍ خښته هم راوړي، زه همداسې فليپ ته سترګې پر لار ووم خو د فليپ درک و نه لګيد، اخر مې تخته پريښوده او د فليپ پسې د دفتر غولي ته چرې چې هغه خښته پريمينځله راووتم، فليپ ته مې وويل چې څنګه دې ناوخته کړ؟ هغه را ته وويل نه پوهيږم دا خښته ولې نه پاکيږي، هر څومره چې په اوبه اچوم د دې پر ځای چې پاکه شي هغه نوره هم په خټو ککړيږي، زه ورنږدي شوم، ګورم چې فليپ خامې خښتې ته پايپ نيولي او خښته نيمه له اوبو سره تللې او نيمه نوره يې د ورکيدو پر حال کې وه، له خندا مې نږدې ضعف کړی وو، خو په هر صورت ځان مې کنټرول کړ او هغه ته مې وويل دا خامه خښته ده، پريمينځل کيږي نه! هغه بيخي خامه خښته پيژندله هم نه «ځکه په لندن کې خو داسې نه وي!» خپله هم لږ خجالته شو او بيرته يې د ځان پورې خندا پيل کړه، چې څومره احمق يم، خښته نيمه له اوبو سره تللې او زه هيڅ پوه نه شوم چې دا خامه خښته ده.
اوس د افغانستان او بهرنيانو همدا قصه ده، نيم افغانستان يې تباه کړ، او لا تر اوسه نه پوهيږي چې دا پخه خښته نه ده، دلته بايد اسلامي، افغاني او پښتني اصول پلي شي، نه غربي نسخه، که نه دا پاتې خښته به هم له اوبو سره ولاړه شي!