د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اساسي قانون په رڼا کې زموږ د نظام مشروعيت

محمد نعمان دوست 13.01.2011 21:02

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موجوده نظام ، تر ټولو ډېر په اساسي قانون ټينګار کوي .
دوى دغه قانون دومره ټينګ نيولى چې حتى نه غواړي د نقض په بدل کې يې ملک ته دايمي سوله راشي .
دوى چې همېشه وسلوالو مخالفانو ته د خبرو اترو بلنه ورکوي نو لومړى شرط يې داوي چې اساسي قانون به مني .
دا چې وسلوال مخالفان اساسي قانون نه مني نو همدا علت دى چې ملي ځواکونو او د ٤٨ هېوادونو په عصري وسلو سمبال پوځ ورسره جنګېږي او په ټس کې يې هره ورځ لس ګونه افغانان خاورو ته ځي .
اوس به همدغه قانون ته سر ور ښکاره کړو او وبه ګورو چې دولت مشرانو ، څومره عملي کړى ؟ او که نه يې دى عملي کړى نو پر وړاندې بايد څه وشي ؟

د اساسي قانون په ٣٩ماده کې راغلي چې دولت په بهر کې د خپلو وګړو له حقونو څخه ملاتړ کوي .
خو په ايران کې ستړى افغان کار ګر له لوړ پوړيزو ودانيو ښکته غورځول کېږي ، په دار ځړول کېږي او د سرحدي پوليسو له خوا په ډزو وژل کېږي .
دغه راز په پاکستان کې په تشه پلمه يې کورونه ړنګيږي او په زندانونو کې ساتل کېږي .
ددغه قانون په ٢٣مه ، ماده کې راغلي چې ژوند د خداى ج له خوا يوه ډالۍ ده او د انسان طبيعي حق دى ، او هيڅوک له قانوني مجوزه پرته ترې نشي محروم کېدى .
خو ايرانيان موږ له دې حقه محروموي ،په ماشيندارو مو ولي او په دار مو ځړوي .

د اساسي قانون ٨مه ، ماده وايي چې دولت د هېواد بهرنۍ پاليسي ... د ملي ګټو ، ځمکنۍ بشپړتيا ، ... ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي په اساس برابروي .
خو ايران زموږ د سوداګرو ، نږدې دوه زره هغه ټانکر په خپله خاوره کې درولي چې له ترکمنستان او عراق څخه يې افغانستان ته تيل راوړل ، همدې کار دنفتي موادو بيې بيسارې لوړې کړي او خلک يې په دې ساړه ژمي کې له ستونزو سره مخ کړي دي .

خو په مقابل احترام کې زموږ پرېمانه خوږې اوبه ور روانې دي او هيڅوک يې پوښتنه ، نه کوي .

دغه راز د اساسي قانون د ٦٣ مادې له مخې ، ولسمشر د واک له پيل نه وړاندې سوګند کوي او وايي چې : د افغانستان له خپلواکۍ ، ملي حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او د خپلو خلکو له ګټو او حقونو به ساتنه کوي .
موجوده ولسمشر دغه سوګند دوه ځلې کړى خو زموږ د خلکو حقونه ، د نورو لخوا لکه واښه تر پښو لاندې کېږي .

همدارنګه ، د ٧٤ مادې له مخې وزيران د کار له پيل نه وړاندې قسم کوي چې د اساسي قانون په ګډون به ټول قوانين رعايت کوي او د ولس له حقونو به ساتنه کوي.
خو ساتنه همداسي وي ؟

شايد ځينې دولتي مقامات اوس دا ووايي چې دوى د خپلو ګوندونو ، بهرنيو روابطو او په شخصي شتمنيو مقرر شوي او د اساسي قانون هيڅ پاڼه يې نه ده اړولې .

خو دا هم عذر نشي ګڼل کېداى ، ځکه د همدغه قانون ٥٦ ماده کې راغلي چې د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نشي ګڼل کېداى .
په هر صورت مثالونه ډېر دي ، دلته يادې مادې د بېلګې په توګه راوړل شوي دي .

دولت او بهرني ځواکونه خو په دې پلمه چې وسلوال مخالفان اساسي قانون نه مني جګړه کوي ، خو پوښتنه داده چې ولس اوس ددغه شان دولت په مقابل کې چې له سترې ملي وثيقې ( اساسي قانون ) سره د مخالفو وسلوالو په څېر چلند کوي ، څه وکړي ؟؟؟؟
تبصرې ازادې دي، خو د کلام عفت حتمي دى!!!!!!