پښتو ادب ته هايکو له کوم لوري راغله
12.01.2011 19:53دا چې پښتو ادب ته د هايکو راتگ کله او څنگه شوى آيا هايکو نيغ په نيغه د جاپاني ژبې راغلى او که د نورو ژبو په مټ يې پښتو ادب ته لارموندلى.
نو دلته نظرونه مختلف دي که له يو پلو موږ په اردو او پنجابي ادب کې هايکو ته وگورو نو زيات کتابونه پرې ليکل شوي او هايکو ښايسته زيات مزل وهلې دى. او که له بله پلوه د افغانانو او په ځانگړي توگه د پښتنو بلدتيا د اردو ژبې او اردو ويوونکو سره وگورو نو دا خبره يو څه پيچلې کيږي چې آيا دا صنف د اردو ژبې او که د پنجابي نه پښتو ادب ته راغلې او که نېغ په نېغه د جاپاني ژبې نه. زما په اند دا پوښتنه دې دهغه لومړي هايکو ويونکى پښتون شاعر نه وشي چې د لومړي ځل لپاره يې په پښتو ادب کې په هايکو ويلو پيل کړى. خو دا بايد ومنو چې دا شعري ژانر (هايکو) د جاپاني ژبې فرهنگي ميراث دى او پيل يې له جاپانه شوى او ورو ورو يې نورو ژبو ته لار پيدا کړى.
خو ځينې پښتانه هايکو ويوونکى شاعران يې درېيزه بولي ددوى په اند چې د هايکو په مانا څوک نه پوهيږي او فکر کوي چې هايکو څه مانا لري، ددوى نظر دا دى چې دا شعري ژانر د پښتو ادبياتو لپاره يو نوى ژانر دى نو که هايکو په خپل پښتو نوم ونومول شي نو دا به غوره وي ددوى په گومان چې که د هايکو پر ځاى ورته درېيزه وويل شي نو په مانا به يې د ادب او هنر مينه وال زر او ښه پوه شي او بله ښېگڼه به يې دا وي چې نوم به هم پښتو شوى وي او لکه څنگه چې دا ژانر نوى دي او نامه سره يې خلک نوى اشنا کيږي نو ولې يې د پښتو نوم سره اشنا نه شي او دا د يوې ژبې حق هم دي که څه هم موږ دا ډول ستونزو سره د ژوند په ټولو برخو کې سره لاس او گريوان يو او هر څه چې چا جوړ کړي او نوم يې پرې ايښى موږ هم هغه نوم په پټو سترگو منلي او هغه ځکه چې زموږ په هيواد کې سره ددې چې هره اداره په نوى شکل جوړه شوى او په مليونونو ډالر پرې شيندل شوي خو بدبختانه چې دې مهمې ادارې ته د چا پام نشته او هغه ځکه چې موږ غواړو د پردو نومونو ځان وژغورو او ددې زهرجن فرهنگ مخه ډب کړو خو دا کار پداسې پردي پال نظام کې ناشونى دي چې هر څه پردي پردي او بله خبره داده چې زموږ پخوانيو هم دا کار کړى پښتو ادب ته راغلى ټول نومونه په خپل حال پريښى لکه قصيده، مخمس، رباعي، مثنوي، غزل، نظم خو د نوى کول ځوانو شاعرانو او ليکوالو که د انگريزى ادب څه هم راخستى خوښ شوي يې دي نو نوم يې هم ورته پښتو کړې لکه آزاد شعر.
ادب پوهان د ادب د لوړتيا او ځوړتيا سره همغږى دي او وايي د وخت او زمان د رفتار سره څنگ په څنگ ادب د ارتفايى بڼى په تشکيلولو کې مهم رول ترسره کوي.
دا ډېر د خوښۍ خبره ده چې د پښتو ژبې د ادب لمن ډېره پراخه ده د هرې ژبې چې ورته څه راغلى نو نظم دى که نثر پښتو ادب يې په روڼ تندى هرکلى کړى.
څه موده وړاندى ورته ازاد نظم راغى پښتو دا نظم خپل کړ او نن يې د خلکو په زړونو کې ځاي نيولي او نن پرون ورته يو بل صنف د جاپانى د ادب د هايکو په نامه راغي هايکو هم لکه د آزاد نظم ډير مينه وال پيدا کړه او دډيرو زړونه يې ځانته رامات کړى خو ددې سره سره يو شمېر مخالفين هم لري او په پښتو ادب کې د ځاي نه گورى.
خو په هر حال د وخت په تيريدو سره د هايکو پلويان زياتيږي او ماته د ودې او پلوى توب علت دا ښکاري چې په هايکو کې اوږده کيسه او اوږد خيال په لنډو کرښو (درې مصرعو) کې ځاييږي او مکملى کيسې انځورگرى کوي او بله وجه يې راته دا ښکاري چې نن سبا خلک لنډى خبرى او لنډ نظريات خوښوي او د داستانو د اوريدو وخت نشته.
خو زه وايم چې راتلونکى دور د هايکو دور دى او ځينې خلک فکر کوي چې هايکو يواځې د خنديدو او مزاح صنف دى خو داسې نه ده بلکې د ژوند په ټولو اړخونو رغنده نقد کوي البته تقر ژبه يې په ډېره ښکلى او زړه راښکونکى ژبه دى د طنز په ژبه وى خو داسې هم نده چې هر وخت او هره هايکو به خامخا طنزيه وي په هايکو کې د ټولنى نيمگړتياو ته هم کوښښونه شوي او سياسي حالاتو هم يې اغيزې نه ده پاتي شوي.
نور بیا

