د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې پوښتنې پښتانه!

ډاکټر محمد فريد بزګر 10.01.2011 20:35

خبر ځان ته ځانګړتياوې لري او هر څه خبر نه شي کيدای. خو هر غير معمول څه خبر دی. دا د خبر لنډ تعريف دی. مثلاً که احمد هره ورځ شيدې (پۍ) څښې خبر نه دی خو که کومه ورځ هغه دفعتاً له شيدو سره حساسيت څرګند کړي دا خبر دی. يا محمود هره ورځ له يوې لارې تيريږي خبر نه دې خو که په دغه لاره کې هغه د سپې په وسيله وداړل شي دا خبر دی. پاسني مثالونه د احمد او محمود د کورنيو او خپلوانو لپاره خبر کيدای شي خو که دغه خبره بل چا ته چې احمد او محمود ونه پيژني خبر نه شي کيدای، او له اوريدلو سره به يې هيڅ علاقه هم څرګنده نه کړي.
په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ټپلو جوړول خورا عادي خبره ده، او په دې شپو ورځو کې که چا ته ووايی چې سلمان يوه وسله واله ډله جوړه کړې ده، نو کيدای شي هيڅوک در ته غوږ و نه نيسي، ځکه د افغانستان په فعلي شرايطو کې دا خبر نه شي کيدای، خو دا هغه وخت په يو مهم خبر بدليدلای شي چې سلمان دا کار د کوم مشهور سړي په وسيله کړی وي او يا سلمان له کوم مشهور چا سره خپلوي، ناسته ولاړه او يا نور اړيکي ولري.
د ښاغلي وحيد طاهري نوم ما په لومړي ځل پرون له سپوږمۍ راډيو څخه واوريد، له دغې مخکې مې هيڅ نه پيژانده او نه يې له نوم سره بلد ووم، خو کله چې د هغه متعلق خبر چې په سرنوشت کې خپور شوی وو، او له کبله يې د سرنوشت ورځپاڼې مسوول چلونکې ښاغلی وحيدی بندي شو، له نوم سره يې اشنا شوم. که سرنوشت ورځپاڼې ليکلي وای چې وحيد طاهري په هرات کې وسله واله ډله جوړه کړې ده نو ايا ټولو به نه ويلای: چې په ما يې څه؟ يا به ما چه؟ خو د ښاغلي سپنتا سره د وحيد طاهري ورورۍ دغه موضوع په يو مهم خبر بدله کړه او يا ویلای شو چې د سپنتا د ورورۍ له کبله دغه موضوع خبر شوه، که نه نو خو يوه عادي پيښه وه او کوم خاص اهميت يې نه درلود، که دلته د ښاغلي سپنتا نوم نه وای ذکر شوی نو بيا به خلکو د سرنوشت ورځپاڼې پورې خندل چې څه يې چاپ کړي دي!
کلونه مخکې ملکې ديانا په انګلنډ کې ټکر وکړ، چې هغه وخت د ټولو خبرونو د سرټکی وو، چې ان نن هم موږ ته په ياد دی، په دغه کال ممکن په انګلنډ کې د موټرو ډير تصادمات شوي وي، او کيدای شي ډير خلک په کې مړه هم وي، خو يو يې هم خبر نه شو، خو د ملکې ديانا هغه تر اوسه ټولو ته ځکه په ياد دی چې هغه د انګلستان د شاهي کورنې ناوې وه (که څه هم ديانا د خبر جوړلو لپاره څه نورې ځانګړتياوې درلودي، خو د شهرت لويه وجهه يې د هغې د شاهي کورنۍ سره اړيکي وو)، او همدغه وجهه وه چې دغه د موټر ټکر نړيوال خبر شو. مقصد دا چې د خبر د جوړولو لپاره بايد يو څه موجود وي چې يو څه ته د خبر بڼه ورکړي. ستونزه د افغانستان او د افغانستان د حاکمانو دوه مخی سياست دی، کله بينوا بندوي چې غلط خبر يې خپور کړی، کله د سرنوشت مسوول پرته له کومه جرمه بندي کوي ځکه چې پښتون دی، دغه خبر که کومې بلې رسنۍ خپور کړای وای، اوس به خير خيریت وو. بله موضوع د جرم ده، جرم خپل يو تعريف لري، پوښتنه له لويي څارنوالۍ څخه ده چې د سرنوشت د ورځپاڼې چلونکی يې په کوم جرم بندي کړی؟ هغه څه چې په سرنوشت کې خپاره شوي هغه يو خبر دی، او دغه خبر د ښاغلي سپنتا له کبله خبر شوی دی، او دا په ټوله نړۍ کې د خبر جوړولو ډيره معمول لار ده.
اوس ښاغلی سپنتا هم پوهيږي او د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير هم چې د پښتنو د پوښتنې څوک نشته، نو څه چې کوي کولای يي شي، په افغانستان کې د پښتنو لپاره هر څه جرم دی، دلته څارنوالي هم د بهانې او جرم تر منځ فرق نه کوي، پښتنو ته بې له هغې هم دنيا سرچپه شوې، د افغانستان حکومتي چارواکو سره د طالب او القاعده ټاپه په لاس کې ده، چې رنګ ته يې حاجت نشته!
زما په اند خو بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي چې د خبر په تعريف نه پوهيږي او همدا راز د لويې څارنوالۍ مقامات چې ښاغلی وحيدی يې پرته له کوم جرم څخه په بند محکوم کړی، محاکمې ته راکش شي، خو افسوس چې په افغانستان کې نه حکومت شته، نه حکومتداري او منطق، د دوی ټوله دښمنې له پښتنو سره ده، چې په څه بهانه يې وزوروي، ځکه چې د پښتنو څوک د پوښتنې نشته، او که ژور فکر وکړو ګناه خپله د پښتنو هم ده، چې متحد نه دي او د سر او پوښتنې سړی يې نه دی معلوم!