د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشمس الدين کاکړپه شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 06.01.2011 19:36

شمس الدين کاکړد نولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې د کندهار د کلچ آباد په کلي کې زېږیدلی دی د هغه زېږیدنه له( ۱۱۸۰ ق )کال څخه وروسته ګڼله شوی ده هغه خپله د خپل ځای په هکله وايي:

لکه لعل په ايرو کې دی بې قدره
هسې پروت دی شمس الدين په کلچ آباد
شمس الدين کاکړ د پښتو ژبې یوښه عالم، ادیب او شاعر دی
دهغه د شعر طبعه روانه ده ، هغه په شعر کې د حميد ماشوخېل پيروي کړې ده. هغه خپل دېوان په کال( ١٢٣٨ هـ ق) کې بشپړ کړی دی.
په ماڼۍ له ياره تګ
پرې کول دي د ښارګ
په اميد زه شمس الدين
ترسر کړم د غمو پګ
هغه ډیر ټولنیزشعرونه ویلي او دخپل وخت حالات یې بیان کړی دی هغه په خپلو شعرونو د ظلم او تیری پر ضد ږغ پورته کړی دی د ټولنیز پساتونه یې رسواکړي دي او دخلکو دومخي ،چغلي ا و مکاري یې غندلې ده .
ویل کیږی شمس الدين مین و نو ځکه يي شعرونه دزړه سوز او درد بیانوي .
کور په کور کوی په ما پسې پوښتنه
له آسمانه چي بلا شی را نزول
هغه دډیري پرېښانی کندهار پریښي دی او هندوستان ته تللی دی
دعنب پر ځای دی خوره د سترګو اوښکی
قوت د زړه په ځکر خون کړه انارپریږده
هغه د عمر په اخیر کې زړه نازړه بیرته کندهار ته راګرځي او وایي:
قندهار چي د استوګني وطن نه دی
باری څه کړم په زیارت د پلار اومور ځم

د هغه غنایي شعرونه په پسته ژبه دی چې ژوروې ماناوي لري چې د هغه دهیلو ویاندويي کوي، د دهغه د ډیرو شعرونو محتوا عشقي، فلسفي ، اخلاقي او ټولنیزه ده.
هغه د خپل وخت سیاسي وضع بی ویرې ډیره ښه انځوروی او غواړي څوک دا د پاچا تر غوږه ورسوي.
یو عادل پاچا پیدا نه شو دپه کښې
چي اباد کړی په زراعت شی یا تجار
نه خلاصیږی له بیګاره له چګاره
لکه خر وړی له خوارۍ نه پر شا بار
احتمال شته ګوندي لږ عبرت پرې واخلي
که څو ک ور وړی تر حاکمه دا ګفتار

هغه په خپلو اشعارو کی د تیمورشا د مړینه وروسته وضع په طنز سره داسي بیانوي.
هر ګدای او ناکس په ویښېده شو
د حیاود ابروی خلک سرتور شو
زننده وچابک سواره پياده ګرځي
هر بقال او دلاک وینم پر آس سپور شو

هغه د وخت د پټوڅخه پرده پورته کوی او په طنز وایي :
له دی هسی بی تمیزبی قدرۍ
کښېنوی د هر زمری پر ځای پيشو
د ناصح د نصیحته داسی موړ شوم
ښکاره کیږی راته وعظ لکه شخوند
هغه یوډیر با درده شاعر و سیاسي غدارانو وروسته د ټولنې
له بې عدالتي څخه هم سر ټکوي او په ټولنه کې د هر شی محک پیسې اوزر ګڼي او په طنز وایي:

څوک چي نه لری په لاس کښي زر او سیم
د هغه د سپي واجب ګڼم تعظیم
هر منعم چی وی احمق لقمان باله شی
خوار مفلس چی وی دانا بولی لئیم
وبی زر ته به سلام نه کړی علیک
وزر دارته لاس پر سر کړی په تکریم
دولتمن به په زارۍ وکورته بولی
خوار نېستمن په سوټي باسی له اقلیم
وغنی ته سپي په لم خوشامندی کا
هر یو سپي وی له فقیره سره غلیم
نور بیا