د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاڼ او پړانګ تر منځ

ګل آغا احمدي وردګ 02.01.2011 13:59

په دې کې شک نشته چې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو اوسیدونکي چې مطلق اکثریت یې پښتانه دي د زمانې د یوه سخت پړاو څخه تیریږي او د داسې لویو لویو ستونزو او مصیبتونو سره لاس په ګریوان دي چې په تیر ماضي کې یې ساری نه لیدل کیږي.
د دې سیمې اوسیدونکي د طبیعي آفاتو سره سره د ډول ډول جنګیالیو او د نړیوالو ایتلافي ځواکونو تر منځ د جګړې په اور کې سوزي، سیمه ایز مشران یې له منځه ځي، هره ورځ یې په سلګونو بې دفاع وګړي وژل کیږي، ټپي کیږي، له سیمې څخه تیښته کوي، سیمه ایز دودونه او قانون یې له خطر سره مخ کیږي، د ژوند د پرمختګ بهیر یې د نابودۍ په ګردابونو کې لالهانده دی او له ډول ډول ستونزو سره لاس په ګریوان دي. موږ په خپل دغه مطلب کې یو لړ هغو ستونزو ته په لنډه توګه یادونه کوو چې د ډیورنډ د کرښې دواړه لوري او د افغانستان د سویلي او مرکزي ولایتونو اوسیدونکي ورسره لاس په ګریوان دي.
خو د دې ټولو څخه د مخه دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کول ضروري دي چې ولې د دې سیمې وګړي د داسې لویو لویو جنجالونو په ګرداب کې را ګیر شوي او ولې د وژنې او ځورونې یوه داسې توره دوره پرې حاکمه شوې ده چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي؟
دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کول یو ستونزمن کار دی خو د افغانستان دیرش کلنه غمیزه، بهرنۍ اوږدې لاسوهنې، په سیمه کې د وسله والو ډلو موجودیت، د زده کړې له بهیر څخه د سیمې د هستوګنو وګړو لرې والی، له قانوني جوړښتونو سره د خلکو بې پروايي، د استعماري ګاونډیو هیوادونو ناولې موخې او د سیمې ستراتیژیک جوړښت ځینې هغه عوامل دي چې دلته یې د جګړو اوږدوالي ته زمینه برابره کړې او زموږ له خلکو څخه یې سوله ایز ژوند اخیستی دی. روانو جګړو د سیمې خلکو ته زیاتې ناخوالې او بدمرغۍ په میراث پرې ایښې دي چې ځینو ته یې په لنډه توګه یادونه کیږي.

تپل شوې جګړې
د دې سیمې د هستوګنو وګړو پر برخلیک باندې په مختلفو نومونو باندې جګړې تپل شوې او له بدغه مرغه چې دا لړۍ اوس هم په شدت سره جریان لري. له یوې خوا د پاکستان د جاسوسي شبکې له لوري په مختلفو نومونو باندې فعالیت کیږي چې موخه یې د دې سیمې د سیمه ایزو رواجونو، دودونو، مشرانو او قوانینو له منځه وړل دي او په سلګونو قومي مشران له منځه تللي او د دوی ټولنیزو جوړښتونو ته سخت زیانونه رسیدلي دي. له بلې خوا وخت پر وخت د پاکستان له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه باندې له سرحد څخه په پورې غاړه باندې ځمکني او هوايي عملیات تر سره کیږي او زیاتره هغه کسان په نښه کیږي چې د خپلې سیمې لپاره د خپلواکۍ په فکر کې دي. بله دا چې له سرحد څخه پورې غاړې هغو کسانو هم سنګر نیولی دی چې د مختلفو هیوادونو څخه پاکستان ته راغلي او د خپلو موخو د عملي کولو لپاره جګړه کوي. له بل لوري نړیوال ایتلاف او امریکا هم په نوموړې سیمه باندې د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې ډول ډول عملیات تر سره کوي چې له سرحد څخه پورې غاړې د بې پيلوټه الوتکو حملې او په افغانستان کې روان عملیات یې د نمونې په توګه یادولی شو. دغه ډول اعمال د هغو تپل شوو جګړو یوه برخه ده چې د پښتنو په زیاترو سیمو کې اور بل دی، مشران او عام وګړي یې د مرګ له خطر سره مخ دي، د ژوند د پرمختګ بهیر یې په ټپه دریدلی او له راز راز ستونزو او ګواښونو سره ډغرې وهي.

مرګ ژوبله
په دې کې شک نشته چې جګړه د خلکو تر منځ مرګ ژوبله منځته راوړي او روانو جګړو هم د پښتنو په زیاتره سیمو کې د مرګ ژوبلې لړۍ د سرحد په دواړو خواوو کې روانه ساتلې او هره ورځ په مختلفو نومونو د سیمې په خلکو کې مرګ ژوبله رامنځته کیږي چې د تیرو څو کلونو په جریان کې د مرګ ژوبلې کچه لسګونو رزو ته رسیدلې او په لکهاوو خلک د یوه هوسا، سوله ایز او آرامه ژوند له بهیر څخه محروم پاتې شوي دي.
له بلې خوا د دې سیمې خلک په مختلفو نومونو باندې نیول کیږي، ځورول کیږي، په کورونو یې چاپې وهل کیږي، زندانونو ته اچول کیږي او په ډول ډول نومونو باندې متهم کیږي چې په دې لړۍ هم لسګونو زره خلکو ته تاوان رسیدلی او په مختلفو نومونو باندې ځورول شوي او کورونه یې لوټل شوي دي. همدارنګه که څیړنه وشي نو د هیواد په داخل او بهر کې به د هغو زندانیانو زیاته برخه پښتانه را ووزي چې زندانونو ته اچول شوي او زیاتره یې بې ګناه انسانان دي.

د پوهنې د بهیر ټګني کیدل
تر ټولو څخه لوی تاوان چې د روانو جګړو له کبله د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې پښتنو ته رسیدلی دی هغه د سیمې د پوهنې بهیر ته د نه جبران کیدونکو زیانونو رسیدل دي چې د هغه له امله د سیمې زیاتره ماشومان او ځوان کهول د پوهنې له بهیر څخه لرې پاتې شوی او د داسې یوه تورتم په لوري یې بیايي چې د ژوند له هر ډول مادي او معنوي ښکلاوو څخه خالي دی او زموږ د خلکو ژوند یې له سختو ګواښونو سره مخ کړی دی. په دې لړ کې که له یوې خوا زموږ ځینې ښوونځۍ د سرحد په دواړو خواوو کې د غرض د لاسونو په وسیله له منځه ځي نو له بلې خوا روانې جګړې، بمبارۍ او چاودنې هم زموږ په پوهنیز بهیر باندې رحم نه کوي بلکي په تدریجي توګه تعلیمي څانګې ته سخت زیان اړوي، په ماشومانو کې ویره خپروي او زموږ د ځوان کهول ژوند یې له تورتمونو سره مخ کړی دی. که د سرحد دواړو غاړو ته د پښتنو په سیمو کې بندې او ویجاړې شوې ښوونځۍ و شمیرل شي نو شمیر به یې ډیر زیات شي چې په میلیونونو نارینه او ښځینه ماشومانو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړې وه.

د ژوند د پرمختګ د بهیر دریدل
د افغانستان زیاتره سیمې د ۱۳۵۷ کال د غوايي د غمیزې څخه د مخه هم د لازم پرمختګ څخه برخمنې نه وې او د سرحد څخه پورې غاړې پښتنو هم دا حال وو خو په افغانانو باندې ۳۰ کلنو تپل شوو جګړو د دې سیمې د خلکو د ژوند زیاتره آسانتیاوې د نابودۍ په خوله کې ورکړې او له داسې یوه برخلیک سره مخ کړل چې لیدل یې د اوښکو، آهونو او افسوس په احساساتو بدرګه کیږي.
د افغانستان په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي د آبادۍ او بیا رغونې پروژې نه شي عملي کیدلای او که کومه پروژه پيل شي نو له داسې راز راز تهدیدنو سره مخ وي چې لازم کیفیت د لاسه ورکوي او خاوندان یې د ویرې په فضا کې شپې او ورځې تیروي. همدارنګه د زیاتره پښتني سیمو سړکونه وران، ښوونځۍ یې بندې یا نیمه فعالې، اقتصاد یې صفر او کرنه یې له ناورین سره مخ ده. همدارنګه له سیمې څخه هغه کسان په تیښته دي چې د علم په ډیوو باندې سمبال دي او د ورځې په تیریدو سره ښوونځۍ او عملي موسسات له دغه ډول اشخاصو څخه خالي کیږي.

حل لاره
په نړۍ کې هیڅ داسې ستونزه نشته چې هغه دې حل و نه لري او د پښتنو په دې لویه سیمه کې هم د جګړو د پای ته رسیدو لپاره حل لاره شته ده چې ځینو ټکو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږي:
لومړی: په سیمه کې د ټولو مخورو، عالمانو او هستوګنو وګړو د استازو تر منځ د یوه ملي یووالي رامنځته کیدل او د یوې جرګې له لارې په ژوره توګه د ستونزو د اساسي ټکو څیړل او د حل کولو لپاره یې د کلک هوډ له مخې د لنډمهالو او اوږدمهالو ستراتیجکو عملي پلانونو جوړول.
دویم: له هغو ټولو اړخونو سره مذاکرات کول چې په مختلفو نومونو په سیمه کې نظامي فعالیتونه لري او هغوی ته قناعت ورکول چې دغه سیمه د خپلو جګړیزو موخو لپاره له دې وروسته استعمال نه کړي بلکي په سیمه کې سوله د ټولو په خیر تمامیږي.
دریم: پاکستاني لوري ته داسې قناعت ورکول چې د نورو هیوادونو او پرګنو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د دوی په خپل زیان تمامیږي نو باید چې په سیمه کې له هر ډول لاسوهنې څخه لاس په سر شي او د خپلې جاسوسي شبکې هر ډول هڅې دې د نورو په خاوره کې و دروي.
څلورم: په سیمه کې ټولو بهرنیو ځواکونو، افرادو او ډلو ته دا حقیقت په ګوته شي چې پښتانه یو سوله خوښونکی ولس دی او هغوی ته په ټینګه وویل شي چې له دغې سیمې څخه ووزي، جګړه ختمه کړي او پښتانه آرامه ژوند کولو ته پریږدي. همدارنګه هغوی په دې خبره پوه شي چې دوی نه شي کولای له دغه ځایه نور جګړې ته دوام ورکړي او خپلو هغو موخو ته په دې خاوره کې د رسیدو لاره پیدا کړي چې له خپلو ولسونو څخه یې دلته راوړې دي.
پنځم: تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پښتانه هغه مهال د ژوند د پرمختګونو لوړې پوړۍ ته رسیدلی او خپل حقوق تر لاسه کولی شي چې په پراخه پیمانه او له کوم تبعیض پرته زده کړې ته مخه کړي او په خپل ټول توان سره د پوهنې یو داسې بهیر په خپله خاوره میلمه کړي چې وړانګې یې هر اړخیزه بڼه ولري او د یوې ملي ژمنې له مخې واړه، ځوانان او زاړه د علم، پوهې او پرمختګ له کاروان سره یو ځای شي.