د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ازادۍ راديو د پښتنو له حقوقو د دفاع اپيل

کمال الدين رنځور 20.12.2010 14:49

په ازادۍ راديو دوه ژورناليستانو هيلينا ملکيار او تنایا ګودزازيان د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو او په کې د افغانستان د پښتنو سره د ستر ظلم او ستم په اړه يوه ليکنه کړې ده چې ډېر حقايق یې په کې بيان کړي دي.

دوی په ليکنه کې اپيل کړی دی چې پښتانه بايد له ساحې ونه ويستل شي او ظلم ورسره نړۍ کومې نتيجې ته نه رسوي.

ليکنه دلته ولولﺉ

 په ليکنه ستميانو او د افغانستان دښمنانو رنګارنګ تبصرې کړي دي چې په که ورايه پښتانه د لا ټکولو کوښښ شوی دی او ښيي چې څومره د افغانستان د ښمنانو ا و د پرديو جاسوسانو د افغانانو د ټکولو پوخ تکل کړی دی.

زه د ټول افغان لوستونکي رابولم چې په ليکنه خپلې تبصرې وکړي او په پښتنو او افغانانو روان ظلم او ستم نړۍ ته روښانه کړي.

پورته لينک ته ټک ورکړﺉ او خپلې تبصرې د هيلينا او تنايا په ليکنه وکړﺉ.