د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا پارلمان د چا استازيتوب کوي؟ (دوهمه برخه)

حبيب الله غمخور 15.12.2010 04:17

يو افغان شاعر وايي :

داعمر خو زموږدمحبت لپاره کم دی

حيران يم چي نفرت ته وزگار ېږي خلک څنگه

 

اگر اين مکتب است واين ملا

حال طفلان خراب را مي بينم

دوهمه برخه :

دټاکنو دخپلواک کمېسيون  کاري ناخوالي :

د ولسي جرګې انتخاباتوهغو ټاکنوته چي دروان کال د سنبلې پر ٢٧مه ترسره شول داړونده ارگانوپه نظرتر چړ وروسته  ۲۵۴۵ کسانوځان کانديد کړچې ((۴۱۰)) يې ښځې وې ، دغوکسان د ولسي جرګې د ٢٤٩ څوکيو د ګټلو لپاره  مبارزه اوسيالي کول . پدغه انتخاباتوکي  د کابل  ولايت ونډه ((٣٣ ))څوکۍ وه، چې ((۶۶۲))  کسانوځان ورته کانديدکړی و،ويل کيږي پدغوکسانوکي دافغانستان دنورو ولاياتو اوپه ځانگړې توگه  دجنوبي اونورو ناامنو ولايتونويوشمېرکسانو هم ځانونه له مرکز نه  کانديد کړي وه .

ځينې کسان په دې باور دي چې د دغو انتخاباتو پر مهال ،دجنوبي ولايتونو د زرګونو اوسېدونکو حق  تر پښو لاندې شوی ، دغه خلک که له يوې خوا دوسلوالو طالبانو په تاوتريخوالي کې وژل کېږي، له بلې خوا له خپل ددې  قانوني حق څخه هم بې برخې کېږي او په انتخاباتو کې ئې ګډون نه شو کولاي  . نه پوهېږم چي دغه  حالت به د انتخاباتو د خپلواک  کمېسيون  په اندد انتخاباتو مشروعيت  ترسوال لاندي راولي  کنه ؟

د اساسي قانون له مخې دافغانستان  ټول خلک حق لري چې په انتخاباتو کې برخه واخلي، خو په افغانستان کې چې تر ((۱۵۶)) زره زيات بهرني سرتېرو په شتون  کي چي  وايي  د امن او ثبات لپاره تلاښ  کوي، هم اکثره افغانانو ونشوه کولاي  د انتخاب له حق نه گټه پورته کړي .

پر ټولو لمر غوندي روښانه امنيتي ستونزوسربېره چي د (۱۶۰) بهرني اواوددولتي چارواکوپه ويناتر سل زره زياتوکورنی  وسله وال پوځ  په شتون کښي پسله نږدې لس کاله دعادي ټاکنو لپاره دامکاناتوپه  برابرولوکي پاته راغلل .  ددغو ناخوالو اوکمزوريوسره نوري ستونزي هم يوپه بل پسې چي په لوي لاس جوړې سوی وې دټاکنو بهير له قانوني جادي نه خطااوپر بل لوري روان کړ .

د امنيتي ستونوزواوزورآزموينوتر څنگ دټاکنو کميسيون هم چندان اماده گی نه درلوده اوپه لوي لاس ئي دخپلو معينوگټوپر بنياد ټاکنې نېمگړې اوپايلي دنه مشروعيت له گواښ سره مخامخ کړې  .دبېلگي په توگه په ډيرو هغو سيموکي چي امنيت يو څه ښه وو دکارتونودترلاسه کولومرکزونه کم جوړسول اودير لوژيستيکي امکانات چي اړين وه اماده نشول  . زموږ خلک دسياسي پوهې هغې مرحلې ته ندي رسېدلې چي په کارت  اخيستلوپسې دي له يوه ځاي نه بل ځاي ته ولاړسي ،دلته په سويډن کي چي ددموکراسی بې سارې سابقه لري ددې لپاره چي عام خلک اوځوانان په ټاکنو کي برخه واخلي  دټاکنې کارتونه کورونوته ورلېږل کيږي اوپه هر مغازه کي شل ورځي وړاندي دټاکنې دکيسيون مامورين ناست وي تر څوخلک دسودا اخيستلوپه وخت کي له موقع نه په استفادې خپله رايه ټاکلي کانديدت ورکړي  . نوڅنگه کېداي سي موږ په افغان جگړه ځپلې هيواد کي چي دټاکنوپر خلاف مخالفت په خرپ روان و ،کاندان اويادکانديدانودکمپاين سړی وژل کېده  دوي دغربي ټاکنونه په غلطه استفادې سره په سلهاو کيلومتره ليري دکارتونواخيستلو اوراي ورکولومرکزونه تش په نامه جوړ کړه چي زيات ئي دوباره وتړل سول ،داځکه چي هلته هغه اړين لوژيستکي او امنيتي کارونه ترسره سوې نه وه . دبېلگې په توگه څه موده وړاندي مي دتلويزيوني شبکوله لاري واورېدل چي  په پروان کي هغوکسانو چي ځانونه ئي پارلماني انتخاباتوته ټاکلي خپل پلويان په موټروکي راوستل ترڅو کارتونه تر لاسه کړي ،چي پدې هکله يوسلسله سوالونه اوشکايتونه هم تر غوږ و سول خو دټاکنوکميسيون دتيرپه شان ددې ناخوالي پړه هم دنوروپر غاړه واچول  . اودکانديدانوداکار ئي دټاکنو دقانو خلاف وباله . مگر هغو کانديدانوچي دوي  ملامتول وويل  ،وروره چي دوي کارتونه خلکوته نسي رسولاي نو موږ مجبوريو خپل پلويا ن مرکز ته راولوتر څودراي کارتونه ترلاسه کړي ، کنه دومره وخت ندی پاته چي دټاکلو کمېسېون دي کليو اوقريوته کارتونه ورسوی .

داخو رښتيا خبره ده چي دټاکلو کمېسېو ن دمېليونوډالروپه ترلاسه کولواوټول پوځ دتياری په حال کي ونسوه کولاي خلکوته يوازي کارتونه ورسوی اويادوي ته دټاکنو په هکله اړين تبليغ وکړي . ماپه خپلو غوږو دعامو خلکو سره دبهرنيو راډيو گانودژورناليستانو په مرکوکي اورېدلي چي خلک پدې ندي خبر چکله اوڅنگه ټاکنې تر سره کېږي . که ددې کمېسيون ټول راپورونه تر جدي څېړنې لاندي ونيول شي فکر نه کوم چي سم نيمايي دې حيقت  ولري .ځکه نو دپارلمان لپاره هغه کانديدانو چي مالي اومادي امکانات ئي درلوده خپل پلويان مرکزونوته راوستل چي دراي کارتونه ترلاسه کړي . دټاکنودکمېسېون له ښاغلي رئيس معنوی  نه داپوښتنه بايد وشي چي ولي ټولوهغوته راي کارتونه ونه رسېدل چي دراي ورکولوقانون حق ئي درلود؟

داخوپرېږده چي په بهرکي ئې تر دريو ميليونوزيات افغانا ن ددې ډارنه چي دټاکنوپرپايله به ددوي په تاوان تاثير ولري  په ټوله بې شرمې اودټولونړيوالو نورمونوخلاف دقانوني حق نه محروم کړل سوه اوهمدغه ددموکراسي اوبشري حقوقومدافعانو يوه خبره هم ورته ونکړه اونه ئي داځيني پوښتل چي ولي په  بهرکي اوسېدونکي افغانان  چي غوڅ اکثريت ئي باسواده دي اودخپل هيواددراتلونکي په هکه تر ډيرو شه فکر کولاي سي  دټاکنوددغه بشري اوقانوني حق نه محرومېږي؟؟؟

خو کله چي ئي گټه وه نودعراق دټاکنوپشان پر وخت ئې په اروپاکي  بکسونه کورپه کور گرځول چي خلک رايه ورکړی .

لومړئ خو هغه دچاخبره خبره له لويه سره  غړکه (خرابه ) سول ددې لپاره چي ښاغلی کرزی دټاکنوپر ټولواړونده ادارو حاکم پاته سي دفبروري پر ۲۴مه ئې  د انتخاباتو د شکایتونو داورېدو د کمیسون دغړیو د انتخاب د صلاحیت دخپلولو په باب فرمان صادر کړ . پدغه فرمان  کي حامدکرزي ته داواک ورکړل شوی چې دانتخاباتو د شکایتونو داوریدود کمسیون پنځه غړي په خپله وټاکي . داپدې معنا وه چي هغه غواړي هر څه دافغاني کېدوتر نامه لاندي په خپل لاس کي واخلي . دبې بې سي دخبر له مخې دروان کال  دفبروري پر ۲۶ د يوه تقنيني فرمان په توګه د ټاکنو نوی قانون چې تر پخواني  په هغه کي  نهه مادې  زياتې شوې وې منظوراو تصويب لپاره يې ولسي جرګې ته ولېږه چي دوکيلانوتر بحث وروسته دپارلمان لخوادرايوپه اکثريت ردسو.

البته تردې دمخه د شکایتونو د کمیسون غړي د ملګروملتوله لوري غوره کېدل چې درې یې بهرنیان اودوه به افغانان ول .  

البته زمادمعلوماتوله مخې دهغوي په هکله هم ديونيماددفتر رئيس اويادملگروملتودسازمان بل چار واکي دښاغلي کرزی سره خپل نظريات شرېکول اوله هغه سره ئي پدې هکله مشورکول  .

ښاغلي  کرزي په خپل لومړي غبرګون کې د ده د تقنيني فرمان ردېدل له اساسي قانون څخه سرغړونه وبلله .اوپه تونده ژبه ئي پر ولسي جرګه غږ وکړ چې د بهرنيانو خبرو ته غوږ ونيسي . سره لدې چي دښاغلي کرزی واک په افغانستان کي همدا بهرنيان ساتي که هغوي نه وي نوښاغلی کرزی به خداي خبرچي پر دولتي واک داوس په شان دڅو شېبو لپاره پاته سي .

ددې مسلې په هکله چي ولي کرزی غواړي ټول واک په خپل لاس کي واخلي ،په کابل کې خپلواکې خبریالې جین مککینزي دا مساله له نژدې څارلې ده، دا وایي :((که موږ د تیرکال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته فکر وکړو، نو د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون د درغلیو د تحقیقاتو مساله رابرسیره کړه او خبره یې دوهم ځلي انتخاباتو ته وایسته چې بیا ونه شول. تر ننه کرزی دا نه مني چې هغه وخت درغلي شوې وه. اکثر خلک فکر کوي چې دی د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون ته قهروړی دی نو غواړي چې بیا هغسې ونه شي))بې بې سي

ښاغلی کرزی دترلو دروازو شاته خبرواوجوړ جاړي وروسته بياهم  دافرمان دوهم ځل پارلمان ته په دې اميد ولېږه چي داډول تر ټولومنډو،ترړوسربيره ومنل سي  مگر  ددوهم ځل لپاره بيا هم ردسو . 

دپارلمان  اوکرزی صاحب تر منځ اېکې تيرنگلې سوې اوپدې کي بهرنيان هم  دکرزی لخواملامت کېدل  . خو خلکو ويل دايوه سياسي لونه ده ،پخپلو کي به سره جوړ  سي  .اوترټاکنو وړاند داله ورايه معلومېده چي راتلونکی پارلمان به تر زاړه پارلمان بدتروي  اوهغه متل دی چي وايي ((خلک به په زاړه کفن کښ پسي دعا وکړې  . ))دادي داسي ښکاري چي دخلکو اندېښنې اووړاندوينې پر ځاي وې  .

ويل کيږي چي  کرزی صاحب هم ددې لپاره چي دجنگسالاروزړونه ترلاس کړی اوهغوي ته ځرگنده کړي چي ټول تلاښ ئي ددوي دگټوساتلو لپاره دي دتيرپارلمان وباسواده اوهغه وکيلان چي په رښتياسره ئې دجنگسالاروگټوته يوازي دتبليغاتوپه کچه تاوان رسولاي سو، لاس له پارلمان څخه لند کړ ،اوپدې لاره کي بهرنيوهم دخپلو راتلونکو مخولپاره چي داوس لپاره پر هغوبحث دسولي په گټه نه بولم په پارلمان کي دروښنفکرانوکمبله ټوله کړه .په حقيقت کي دابه يوداسي پارلمان وي چي لومړی خوبه ئي يوځل بيادپارلمان کارسره دبلدېدوپه خاطر په مليونوډالره مصرفېږي   اودبلې خوپدغه ډول له ولس اولسي گټونه بېگانه پارلمان باندي  دوي هر څه و منلاي سي  . داچي څه په منې موږ ټولوته معلوم دي خو وړاندوينه ئي دملي گټولپاره تاواني ده، خو وړانديزبه دښاغلی کرزی پوسيله وي اوپرېکړه به دپارلمان  له لوري  کيږي .

دروان کال دسپتمبرپر ۳د  بي بي سي  دخبر له مخې د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد  معنوي ومنل چي په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له را نژدې کېدو سره د امنيتي حالاتو په اړه هم اندېښنې مخ پر ډېرېدودي .

 ده دا ومنل  چې د امنيت د خراب حالت له امله اندېښني لري اوڅرگنده ئي کړه چې : ((که امنيت ټينګ نه شي او ټاکنې وشي نو رڼې او عادلانه به نه وي .))

امنيت خو دطواټکی دی ،دنورودرغليوپه داستانوئي کتابونه ډک سول خو پر خپلو پخوانيو خبروسربېره چي هغه وخت هغه خبرې ددوي په گ[ه وئ او اوسدغه زورورې اوگواښوونکي . دادی وايي چي  ټاکنې روڼې عادلانه  اوپايلي ئي قانوني دي  که ئي څوک ونه منې سترگي به ئي په گوته راوباسي  . داسي اخطارانه ورکوي چي ديوه دولتي چارواکي لخواددولت نوروچارواکوسره په اړېکو کي ساری نلري .

زه نه غواړم  دټاکنو ټولوناخوالواوله قانون څخه څرگندوسرغړونو،له پيسو ،دولتي  واک اووسله واډلودامکاناتوڅخه دځانگړو کانديدانو اودټاکنوپر ټوله پروسه په تفصيل ليکنه وکړم ،يوازي يو څوبېلگوته ئي ځغلنده کتنه کوم .

تردې لادابله دشرم خبره داچي  ددوي دډاډ سره په ټول افغانستان کي درايو جعلي کارتونه پورته اوکښته ،لاس پر لاس کېدل ،خوچارواکو داسي اکټ کاوه چي هيڅ شی په سترگونه ويني اونه هم څه اوري  .

داگست پر دوهمه  دانتخاباتوکميسيون وياند نورمحمد نور  اعلان وکړچي  ((په رای پاڼو کې جعل کاري ناشونې ده .)) اودايوه خبره ئي کول هغه کمپنۍ چې د رايې ورکولو پاڼې يې چاپ کړي په نړيواله کچه راجستر او ټولو نړيوالو اصولو ته ژمنه ده ، بله دا چې په رای پاڼو کې داسې مسلسل نمبرو او رنګونه کارول شوي چې نورې کمپنۍ يې د بيا ياچاپ وړتيا نه لري . تردغه خبر ودوې اوني  ورسته په ډله ايزورسنيوکي په وار وار خبرونه تر غوږوسول چي په رايي پاڼوکي درغلي سوې اوحتا داچي جعلي چاپ سوي  . بې بې سي

خوښاغلي نورمحمد نور اودټاکنو کمېسيون مشرپردغو گوتنيونوغوږ ونه نيوه اوهغه ئي تش په نامه تبلېغات  وبلل .

پدې ورستيوکي داسي معلوماتونه  رارسېږي چي دغه جعلي پاڼې دځينو سيمودټاکنودکميسيون دغړوسره په تړاو کي چاپ سوي اوهغوي درشوت په بدل کي وعده ورکړې چي دراي شمېرلوپه وخت کښي به ئي جعلي نه بولي  .

داپدې معنا چي دټاکنو دکمېسيون يوشمير غړودرشوت په بدل کښي جعلي کارتونه داصلی کارتوپه نامه منلي دي .

ځکه خو دټاکنو کمېسيون هم تر ډيري رسويي وروسته داومنل چي ددوي په ويناپه ځين حوزو کي درغلی شوې دي .اويوشمر ئي چي اوس ويل کېري ددوي خوښ نه وه څارنوالی ته معرفي کړل . هغه وخت څارنوالی دقانون دپلې کېدونه نظارت کاوه ،خوکله چي ئې دمعنوی صاحب اودهغه دچاپېريال گټوته گوته وروړل نوچيغه  ئي پورته سول اوڅارنوالي ئې بېواکه ارگان اودنوروپه کاروکي په مداخلوبدنام کړ ه .

دډله ايزورسنيودمعلوماتوله مخې  د ټاکنودشکاياتوداورېدو خپلواک کميسيون  چي دنظارت کولو حق ورکړه سوی وو ،په خپلو څرگندونوکي وايي چي موږ ته دسنبلې پر ۲۷ مه چي دټاکنو ورځ وه د کانديدانواودهغوي داستازو اورايه ورکونکوپه وړاندي يوازي دمحلي زورواکانو لخوا تر ((۳۰۰)) زیات  دجدي گواښ  اوتهديدراپورونه رارسېدلي  . 

په لومړی سر کښي په ټاکنوکي  ددرغليوپه تهمت  ((۱۷۰)) کانديدان  دانتخاباتودشکايتونوکمېسيون ته معرفي  سول اودټاکنو کمېسيون وياند وويل چي ډير ژربه نور سرغړونکي هم دشکايتونوکمېسيون ته معرفي سي .

دشکايتونوکمېسيون وياند ښاغلي رفعت په وينادوي ته په مرکز او ولاياتوکي  ((۴۳۸۵)) شکايتونه رسېدلي دي،دده په وينا په ځينو انتخاباتي مرکزونوکي ددغوشکايتونو ۵۵ په سلوکي دټاکنوپه پايلوکي تغير راوستلاي شي  .
دشکاياتوکمېسيون هم داومنل چي دټاکنوپه ورځ ځينو دولتي چاروکودخپلو دوستانوپه گټه لاس وهنې اومداخلې کړې.

دنومبر پر ۱۱ مه دتاند ويب پاڼې دخبرله مخې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي د هغه تور په باب پلټنه کوي چې پراساس یې ویل شوي د حکومت یوه جګپوړي چارواکي  د اوبو او انرژۍ د وزیر محمداسماعیل خان د انتخاباتو یو کارکوونکی هڅولی چې په هرات کې د انتخاباتو په لومړنیو نتیجو کې ګوتې ووهي .

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نورمحمدنور نن وویل چې دې کمیسون  په کابل کې محمداسماعیل خان او د یوه انتخاباتي کارکوونکي ترمنځ د شلو دقیقو ثبت شوې مکالمه ترلاسه کړې او په هغې کې اسماعیل خان د انتخاباتو کارکوونکي ته لارښوونه کوي چې په هرات کې تر لسو زیات کاندیدان د ګټونکو له لیسته وباسي او پرځای یې نور ،چې دی یې نومونه اخلي، شامل کړي .

 په انتخاباتو کې د درغلیو په باب د دغه دولتي چارواکي ثبت شوې خبرې په داسي حال کې افشا کېږي چې د انتخاباتو دواړه کمیسونونه په پراخو درغلیو تورن شوي او ویل شوي چې د انتخاباتو په نتیجو کې یې ګوتې وهلي او ډېرې رایې ،چې په لومړۍ ورځ شمېرل شوې وې ،اوس یومخ بې درکه دي .

نورمحمد نور وویل چې دوی تراوسه پوري ږغ نه دی پېژندلی خو جدي تحقیقات یې پیل کړي دي چې مالومه کړي څوک او څوک سره خبرې کوي . وبه ئې گوروچي په کومه پېړۍ کښي  به ددوي دتحقيقاتو پايلي راڅرگندې سي ،زه پدې باوريم ددي څېړنوپايلي به هم لکه دنورودغه ډول لويودرغليودڅېړنودپايلوداعلان وعدې دملي آرشيف په يوه دوسيه کي خوندي وساتل سي ،چي څوک ئي دلوستلو توان اوامکان پيدانکړي .

البته په نورو ولايتونوکي هم دولتي چارواکودخپلو دولتي امکاناتون په استفادې سره دخپلودوستانواوپلويانوپه گټه ددولتي امکاناتونه ناوژه اوغيرقانوني استفاده کړې ده .

پر ټاکنو باندي دنظارانوپه وينادسنبلې پر ۲۷ د(( ۱۲))ميلينورايه ورکوونکو څخه ددو په وينا څلورميليونه کسانو گډون کړی وو. خودبلې خوايوشمېرنورسازمانونه اوډلې چي دټاکنو پروسه ئي له نږدې څارله دغه شمېره لوژه بولي وايي ددريو مېليونوپه شاوخوا کي ممکن خلکو په  ټاکنو کي گډون کړی وي . دبلې خواد((۵۰۰)) مرکزونورايي باطلې اعلان سوې چي داهم دټاکنوپر مشروعيت معين تاثير لر ي  .

ددويچه ويله المان ږغ راډيو دخبر له مخي  دسپتمبرپر دريمه پر دې سربيره تر ټاکنو وروسته دشکاياتو داورېدلو کميسيون  ددوي په ويناپه ټاکنوکي ددرغلیوپه نامه ((۶۹))دراي ورکولومرکزونه پدې خاطر چي هلته ددوي په ويناددولتي چارواکودمداخلې په اثردراي ذندوقونه دغيرقانوني رايونه ډک سوی وه باطل اعلان کړه اوهمدا ډول  دټاکنو خپلواک کميسيون د((۴۴۲))مرکزونورايي واتلې اعلان کړې  .

ددوي درسمي معلوماتوله مخې دټاکنو دشکاياتوداورېدوکميسيون په پکتیکاکي ((۳۲))مرکزونه  (۸۱ دراي ورکولوځايو نه) ، په پکتیاکي ((۷))مرکزه يا (۳۰ دراي ورکولوځايو نه) ، په خوست  کي ((۱۲))مرکزونه  (۵۰دراي ورکولوځايو نه) ،په زابل کي ((۴))مرکز ه (۱۸دراي ورکولوځايو نه) ،په  روزگان  کي ((۳))مرکزونه  (۱۷دراي ورکولوځايونه) ،په  ننگرهارکي ((۲))  مرکزونه  (۵ دراي ورکولوځايو نه) ،په بدخشان کي ((۵))مرکزه   (۷دراي ورکولوځايو نه) ، په  فاریاب ولايت کي ((۲))مرکزونه  (۷دراي ورکولوځايو نه) ،په کنړونوکي ((۱))مرکز (۴ ) دراي ورکولوځايو نه،په  لوگرکي ((۱)) مرکز (۳دراي ورکولوځايو نه ) باطل اعلان سول  .

دپورته ناندريواودغليوددودرو بېلگوترڅنگ دانتخاباتودپروسي په هکله  که يوازي ديوې ټولنې نظرته که وگورونوهغه دچاخبره ((مشت نمونه اي خرواراست )) ،دټاکنوپه ورځ دټولوډاډگېرونوسره پدې ورځ هم په اصطلاح داسي گلان وپاشل سوه چي دنړۍ په يوه هيواد کي ساری نلري .

وپه همدغه ورځ له هر لوري داسرټکونه کېدل چي پر امنيت سربېره دراي ورکولو کارتونه اونور اړين کاغذونه په لازمه پيمانه نشته اودبلې خوالوژيستکي نېمگړتياوي خودومره وې که ئي دبېلگې په توگه نومونه واخلم نودليکنې نه به مي کتاب جوړ سي .

دفیفا سازمان استازي وايي چي په ټول هيوادکي ئي د۶۰ په سلوکي دانتخاباتي حوزودانتخاباتوپر جريان باندي د((۷۰۰۰)) استازوپوسيله نظارت کاوه علاوه کوي : ((  تهدیدها از سوی زورمندان محلی، رای‌دهی زیر سن، استفاده از کارت‌های جعلی، رای‌دهی چندباره، جلوگیری از حضور ناظرین، رفتن رنگ انگشت، کمبود مواد انتخاباتی، طرف واقع شدن برخی از کارمندان محلی کمیسیون انتخابات و تاخیر در بازگشایی شماری از محلات رای‌دهی از جمله موارد عمده‌ی تخطی‌ها و نارسایی‌های این انتخابات بوده است .))

د فیفاسازمان وايي ، ددایکندی، غور، هرات  او ننگرهارپه ځينو ولسواليوکي محلی زورواکانودرايي ورکولوپروسه گډه وه کړې اودراي صندوخانوباندي ئي قبضه لگولې اوهغه ئي په خپل لاس کي اخيستی  .

داچي دزورواکانولخوادرايو بکسونه  نوروځايوته  يوړل سوی اوهلته دراي له کارتو ډک سوی  داخولابل خبره ده .

وړاندي وايي  درايي ورکولو په يوشمېر مرکزونوکي نارينه وو دښځوپه استازيتوب رايي ورکړي اوهمدا ډول په ۲۸ ولايتوکي پدې ورځ   په ((۲۸۰)) مرکزونوکي درايي بکسونه  غير قانوني  ډک سوی دی . ددوي په وينا دغه خپل سری اودټاکنو قانون تر پښولاندي کول تر ډيره بريده د بدخشان، دایکندی، غور،هلمند،کابل، قندهار،کاپیسا،خوست، لغمان، لوگر،میدان وردک، پکتیکا،روزگان  او زابل ولاتونوکي سوی دي .

دوي څرگندوي چي د ۳۱ ولايتو په ايظافه تر ((۱۲۵۹))درايي ورکولوپه مرکزونوڅخه په ((۳۵۲)) مرکزوکي وړوماشومانوچي دعمر اتلس کاله ئي نه وه پوره کړي  دجعلي کارتونونه په استفادې سره رايي کارولي دي  .

دريايي  کارتونه له سلونه تر ۱۵۰ ډالرو پوري په ټول افغانستان کي دهرې انتخاباتي حوزې وبغل ته خرڅي شوی  .

دلېکنې په پاي کي يوه جالبه قيصه :

يو افغان چي له بهرنه دوکالت اشتهاورولاړه سوې وه اوفکر ئي کاوه  پارلمانی ټاکنې عادلا نه دي وبه کړاي شي دپارلمان له لاري ولس ته خدمت وکړي  . په تليفون کي راته وويل  : افغانستان ته ولاړم غوښتل مي وکيل سم ،يوپنځه غيرانه چې مې  درلوده هغه ئي راباندي مصرف کړه. دده په وينا په اخيره کي چي خبره دټاکنوتر کمېسيون سره تر اړېکوورسېده نودهغوي له خوا ديوه بل چاپوسېله ورته ويل شوې وه : غواړې وکيل شې ؟ ده بېچاره چي دوکالت اوپارلماني چوکۍ شوق ئي درلودورته ويلې  بلې ، وروه دهمدې کارلپاره دبهرنه راغلی يم  ،کنه دامنډې ترړې څوک دخداي لپاره کوي  . نوهغه ورته ويلې وه په ((بهر))کې اوسې خوپه خبرودې لکه چي سرنه خلاصېږي ؟ ولې ځان نه پوهوې  ؟نوده ورته ويلې وه څنگه ځان پوه کړم  دټاکنودکمېسيون دلال  چي پوه سوی رښتياهم دا له بهره  راغلی  اوبېچاره دی يعنې دافغانستان ددولتي اړېکوپه اوسنی رمزاونبض  نه پوهېږي ورته ويلې وه، شف شف نه شفتالوتاسو غوندي کسانولپاره چې  دزوراو سړوخاوند نه رامعلومېږي دوکالت چوکۍ درې سوه لکه ډالره قيمت لري ،که دغه پيسې لري سبا يابله ورځ راشه ،که ئې نلري په مخه دي ښه له هرلوي چي راغلی ئي پر هغه  ورځه  . دغه محترم ماته وويل پدغه لحظه کي مي سرپه خلاص شو چي ((نهه منه اوړه يوه پتيره کيږ  ي )) څټ  مي  وگراوه  اودخپلې کورنۍ په لورچي په بهرکي اوسېدل  پښې راسپکې کړې دادی راغلم فکرنه کوم چي ترډيره دې زموږ په وطن کي هغه څوک چي پيسې نلري وکيل سي  .

دادی دټولوپورته په اصطلاح قانوني (غير قانوني) ټاکنو پايلي دښاغلي معنوي صاحب اوانډيوالانوپه نظر  با الاخره پسله ۷۴ ورځواعلان سوې .

دټاکنو دپايلو اعلان ديوبلې  خوداځل په بله بڼه  ولې دهمدغوزړواوپورته يادسووسياسي لوبغاړولخوا يوه بله نوې سياسي لوبه اوزورآزموينه پيل سوه .  نوربيا