د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا پارلمان د چا استازيتوب کوي؟

حبيب الله غمخور 12.12.2010 21:40

جهاني صاحب  وايي :

په خپل کلي کي ئې کاڼي پر سر اوري

نابللی بېگانه ئي دکور خان دی

دوستان وايي اوږدې ليکنې کوې، خوزه تل همدا يوه خبره کوم چي دافغانستان مسله داوښ غاړه ده ،که دې د اوښ غاړه لنډه کړی زه به په هغه شېبه لنډي  ليکنې کوم .

په اروپاکي ډير جگپوړي سياستوال  خپلې خبرې ډيري جدې خبري په مسخرو پيلوي، لومړی سر کي زمالپاره چي دافغانستان اوياپه بل عبارت له شرقي سياسي ډگر نه راغلی وم دا ډول کړنه اوميتود ماشومانه حرکت  ښکارېده،خو دلسو کالوپه تېرېدوسره چي داروپايي هيواد په سياسي اوفرهنگی غونډوکي مي په خپلو سترگو وليدل ، پري په سوم چي دايوډير عالي ميتود دی .په رښتياکه موموخه ولس ته چوپړ وي نو په ترينگلتيا اوخاصوتشريفاتوديوي غونډي اوکنفرانس جوړېدل  سره ديوه ملت ستونزه نسي حل کولاي اونه حوک هگې موخې ته رسېداي شي دکومي لپاره چي ئي غونده اوياکنفرانس رابللی دي.

 اوولي سړۍ دومره جدي سي چي خپل اعصاب له لاسه ورکړی ،په تشريفاتو اوتشريفاتي اکټونوکي دومره مصروف شي چي بيا لازمه  پرېکړه نشي کولاي . په  رښتياسره ښه خبره داده چي هر څه په سړه سينه اوعادي فضاکي واورېدل سي، ترڅوټول د فکر کوکواوله ځان سره ترڅېړلووروسته  دمسلې   په هکله  داړېنې اوگټوري پرېکړې جوگه سي .په همدي دليل  ما هم  داځل داجدی ليکنه په پورته ليکل سوې مسخره پيل کړه . روسان  يومتل لري وايي په هره ټوکه کښي يوڅه رښتياسته .

زموږ په هيوادکي دپارلمان دغې دورې ته پداسي حال کښي تر څه موده ځنډ وروسته ټاکنې پيل سوې چي  امنيت  ټکنی وو.اونه هم په رښتياسره دعام ولس ذهنيت لکه چي لازمه وه روښانه سو ،يوتلوزيوني اعلان ئي جوړ کړی ووچي لومړئ خو هغه خندور وواوتردې لادخنداوړ دساوه چي تر ټاکنو يوه مياشت وروسته هم دغه تبليغاتي رکلام راښکاره کېده .

په اروپاکي چي باسواده دي  په پارماني ټاکنوکي دعام ولس دپوره برخې اخيتوپه موخه تر افغانستان زيات تبليغات کيرې ،په هره کلي کي غونډي دايرېږ ي اودله ايزي رسنۍ دخلکو دذهنيتونودروښانه کولو لپاره په مکرر ډول تبليغات کوي .

په افغانستان کي دخلکودپوهاوي پر چاي خلک نور هم ډارول کېده اودبې امنيتی تبليغات کېدل .داچي ولي دټاکنو په درشل کي امنيت ټکنی شو؟ په اړه ئي ډيري پوښتنې تراوسه لا بې ځوابه پاته دي  .

ځيني وايي ددې لپاره چي  پښتانه په پارلمان کي لږ استازي ولري اوپه پارلمان  کي ايران داځل هم برلاسه وي  ايران او ايران پلوه هيوادوډيرکارددي لپاره وکړچي  دپښتنو داوسېدوپه سيمه کي نيم بنده  امنيت گډوډ سي ترڅوپدې سيموکي دټاکنوامکانات له گواښ سره مخامخ سي  .  داسي گنگوسې تر غوږکېدي چي گوياايراني حارواکي ددولت مخالفنوته وسلې اوپيسې ورکوی چي په پښتنو نشينه سيموکي ددولت اوبهرنيانوپر خلاف حملوته زور ورکړي .

دوي پدې کارپه يوه تير دوه نښانه ويشتل ،له يوې خوائي دبهرنيانو په سرکي له امريکا اواروپايي ټولنې سره خپله دښمني دلته په افغانستان کي دافغان دسرپه قيمت ترسه کول اودبلې خوائي په همدې سيموکي دپارلماني ټاکنولپاره ستونزي راولاړولې چي متاسفانه په دواړو موخوک تراوسه بريالی برېښي .

ددې ترڅنگ ددسمبر پر ۸ مه دازادی راډيودايرش ټايمز ورځپاڼي هغه خبر خپورکړچي  دافغاني چارواکوله خولې ئي ليکلی و ه، چي ايران دافغانستان پارلماني ټکنوپر جريان کي ميليونونه ايورومصرف کړې تر څوددوي پلويان پارلمان ته لار پيداکړي  . راډيودايرش ټايمز ورځپاڼه ليکي دغه پيسې ايران پلو نوماندوته دکمپاين ياپارلماني ټاکنودسياليوپه لار کي مصرف کړي اويادټاکنو کميسونوته په محلاتوکي رشوت ورکړي .

غواړم داپه گوته کړم چي  البته داپيسي پر هغو خلتوسره بيره دي کومې چي دارگ چارواکوته ورکول کيږي  . 

پدې راپورکي داټکی هم ډير جالب دی چي ليکي  : (( . . .  ناتو به خاطر از بین بردن مخفیگاه های مخالفین در پاکستان توجه بیشتر کرده، اما در برابر ایران دست به الاشه نشسته است .))

په کابل کي يوايرلندي دیپلومات  دغې ورځپاڼې ته ويلي ،دافغانستان ټولوگاونډيانودولسي جرگې په ټاکنوکي ديوشمير کانديدانودحمايت لپاره زيات تلاښ کړی خوايران پدې تلاښونوکي ځکه بريالی و چي ډيري پيسې ئي مصرف کړې اوپه گونيو (بوجيو)پيسې ئي خپلوپلويانوته ورکړې  .ایران  خپل پلوه يوه عادي نوماندي ته ((۳۰))زره ډالره اويوشميرته ئي دوه برابره پيسې ورکړي دي . هغه وايي ايران په شمال اوجنوب ،شرق اوغرب کي خپل پلوه کانديادنوته پيسې ورکړدي .

بلې !دټاکنوپر درشل کي دايراني چارواکودلاسوهنوڅخه کومه خبره نده شوې  ،په ټول  دولتي تبليغاتي کمپاين کي دطالبانوحملواودپاکستان ملاتړتر لاسه کولوته زياته پاملرنه سوې وه ،چي هيڅ ئي هم ترلاسه نکړ ل .نه طالبانو دوسله والو نه لاس واخيست اونه پاکستاني چاروددولت دمخالفينوله ملاتړنه . 

بله ډله وايي بهرنيان له پښتنوسره پدې نامه چي گوياددوي دمخالفينو غوڅ اکثريت په پښتنو سيمو کي اوسي دښمني لري ،ياله هغوي نه خوابدي دي ځکه نو نه غواړي  دهغوي نه ننگه وکړي ،علاقه لري  لکه ددولت په نورو لوړواومهمو مقاموکي پالمان هم له دوي نه تر يوه بريده خالي وي .

دريمه ډله ددغو وړاندي سوو ډلو له نظرونوسره دهوکړی اوقبولی سرښوروی خوداورباندي علاوه کوي چي دنړئ  تربل  هرهيواد پاکستاني چارواکي  له پښتنوسره دډيورنډ دکرښې دنه منلو پر سر زياته اوتاريخي دښمني لري  . هغوي ددولت ټول مخالفين دې ته وهڅول چي دپښتنو داوسېدوپه سيمه کي دپارلماني ټاکنو مرکزونه تژلي پاته اودپرانيستلوپه وړاندي ئي مخالفت وسي  اوکه پرانستی وي نوخلک وډارول سي چي درايي مرکزونوته ورنشي ،چي همداسي هم وسول .

يعني درواوفکتورونواوجمع دټاکنودپه اصطلاح ملي کميسيون په ليکو کښي دپښتنوسره مخالفوکسانومداخلولاس سره ورکړ پايله داسوه چي اوس سړئ نه پوهېږي داپارلمان به دچااستازيتوب وکړی اودچالپاره به دقبول وړ وي ؟

سره لدې چي زه دپارلمان له فعال ساتلوسره علاقمنديم اودهر هغه چاسره چي دپارلماني پروسې پر خلاف سياسي ياپوځی حرکت کوي قانع نه يم ،خوپه پښتوکي يو مل دي وايي : ((توره چي دسرو زرو سي په تېکي کښي ئي ساتي ،په نس ئې نه منډي )) اوسنی پارلمان  ئي نه درلودل ښه دی .

داټاکنې پداسي وخت کي وسوې چي هرې خواټولوهمدا يوخبره کول چي دټاکنو لپاره امنيتي شرايط برابر ندي  ،هغه داچي دافغانستان له  ۳۶۴ولسوليو څخه په (۳۵۵) ولسواليو کي  دټاکنو لپاره شرايط برابر نه وه خودغه نيمگړتيا نه ښاغلي کرزی اونه ئې بهرنيو ملاتړو منلاي سواي،هوښيارو خلکو چغې وهلې چي دپارلماني ټاکنو لپاره شرايط برابر ندي که پدې شرايطوکي ټاکنې ترسره شي ناوړه پايلې به ولري ،خودولتی مشرتابه غوږپرې ونه گراوه چي دادی اوس ئي گورو،ويل کيږي چه خپله ښاغلی کرزی هم دټاکنوله پايلونه ناخوښه دی   . دوي اوبهرنيانودخپلې سياسي اعتبار ساتلوپه موخه دانه منل ،که ئې منلې واي داپدې معناوه چي دانږدې لس کاله دميلياډونو ډالرولگښت اوتر زرو زيات بهرنيو پوځيانووژل کېدل  ،افغانان خوپرېږده ،هغه دهرچاهير دي اويائي په احصائيه کي نه راولي داټول تلفات اوخسارات دڅه لپاره وسول ؟؟؟؟

وايي ((لمرپه دوگوتونه پټېږي)) ،له هغه لومړنيو ورځوچي کله يوه اوکله بله بهانه کېدل ،يوچارواکي يوڅه اوبل بيا بل څه ويل ،خلک په يوه اوبله بڼه کله دوسله والوحملواوکله هم دنوروتبليغاتوتر سيوري لاندي مصروف ساتل کېدل ،داخولاپرېږده چي يوپه بل پسي تش په نامه اوبې گټې نړيوال کنفرانسونه دايرېدل .په دغه سياسي اوپوځی گيرودارکي دپارلماني ټاکنولپاره دتياري نيولوخبري پيل سوي که څه هم په يوه نمايشي غونډه کي ښاغلي کرزی  دوسله والو ځواکو نومشرتابه ته دنده وسپارل چي دامنيت راوستلو کارگړندی کړي اودټاکنودحوزودامنيت خوندي کېدولپاره دبهرنيو ځواکونوپه مرسته معين پلان جوړ کړي . متاسفانه دغه چارواکي  د امنيت په راوستلوکي ناکامه اوپاتي راغله ،ځکه په هيڅ منطقودادچالپاره دمنلو وړنه وه چي دنهوکالوپه تېرېدوسره لاهم امنيت ټکنی دی ، خوکله چي کرزی صاحب دوسله والوځواکونو مشرتابه ته دنده وسپاري امنيت په تامين شي . پدې خپله ښاغلی کرزی هم پوهېده ،ددې پر ځاي چي دهيواد عيني واقيعتونه په نظر کي نيول سوی واي که ډيره اړينه واي نو يوازي په هغو سيموکي ټاکنې سوی واي  په کوموکي چي دټولوامکاناتونه په استفادي سره کېداي سول ټاکنې تر سره شي ،کرزی صاحب دځان اونړيوالودمشرتابه داعتبارساتلوپه موخه دملي گټو اوبشرحقوقوته ددرناوي اومنلوپر خلاف دټول هيوادپه کچه پردې زورواچاوه چي په هر صورت کيږ ي دټولونيمگړتياو اودرغليوسره ،اوپدې باندي په پوهېدوسره چي دملت غوڅ اکثريت دټاکنوله حق نه محروپاته کېږي بايد داتش په نامه ټاکنې وشي اودپارلمان نوې دوره په کار پيل وکړي .

تاسوخپله قضاوت وکړی  د ټاکنولپاره دکانديدانو(نوماندو) دسيالی تر پيل يوه اونۍ وړاندي  پارلمان دکورنيو چارو وزارت سرپرست ښاغلي منير منگل اوددفاع وزير غونډې ته  وربللې وه اوهغوي دغونډې برخوالوته په ډاگه وويل چې له ټولو درې سوه او څلور شپيته ولسواليو څخه درې سوه او پنځه پنځوس يې له راز راز امنيتي گواښونو سره مخامخ دي.

ولسي جرگې هم  داسې مهال د امنيتي انديښنو په اړه غږ پورته کړ چې ټاکل شوې وه يوه اوونۍ وروسته په دغه هيواد کې ټاکنيزې منډې ترړې شروع شي،او نوماندان هم نا امنۍ د خپل ټاکنيز کمپاين په لاره کې تر ټولو ستر خنډ بولي .

دسپټمبر پر ۹ مه  د بشري حقونو دڅارونکې ډلې، هیومن رايټس واچ  وویل : د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو مشروعیت پر کاندیدانو د سخت دریځو د حملو او د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ له کبله له سخت خطر سره مخامخ دی .

 دې  ډلې په خپل  یوه راپور کې وویل چې د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې د انتخاباتو کاندیدان  د دولت د وسله والو مخالفانو او خپلو سیالانو له لوري د مرګ، یرغمل کېدو او بېرولو له خطر سره مخامخ کېږي،چې ښځینه کاندیدانې په ځانګړي ډول له جدي تهدید سره مخامخ دي .

تر اروپاداخبري راورسيدلې چي دپارلماني ټاکنو اودولت مخالفينو په ټولوپښتون مېشتو ولاياتو کي کورپه کور گرځېدل  او خلکو ته یې خبرداری ورکاوه چې دوی به د هر هغه چا ګوتې پرې کړي چې په رنګ ککړې شوې وي یا د رای ورکولو کارت ورسره وموندل شي  .

د بشري حقونو د څارونکې ډلې په راپور کې دا هم ویل شوي چې ښځینه کاندیدانې په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي.په یوه شمالي ولایت کې په وېشل شویو پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د ښځو کاندیدېدا غیراسلامي عمل بلل شوی دی.

دټاکنودتبليغاتي کمپاين په ورشل کي ددفاع  وزير وردګ صاحب وايي : زموږدامنيتي اوستخباراتي ارگانو دمعلو ماتو له مخې ((  ۱۶۵۷ )) لوي او واه وسله وال گروپونه  چي شمېر ئي تر ((    ۲۵)) زره زيات دی اوددوي په ليکو کي نږدې درې زره بهرنيان هم شامل دي دپارلماني ټاکنوپر خلاف وسله والي حملې کوي  اودټاکنو کار به هم گډوډ کړي .

دبلې خوادکورنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي منیر منگل وويل ددوي دمعلوماتواوڅېړنو له مخې  د ((۶۸۵۳)) انتخاباتي مرکزونوله جملې نه د(۳۸۴۰)) مرکزوامنيت له لږ  خطر ،د((۲۸۹۸))مرکزونوامنت له متوسط اود((۱۹۱۲))مرکزونوامنيت له جدي گواښ اوخطرسره مخامخ  دي  . هغه همدا ډول وويل چي دټول هيوادپه کچه د((۱۱۴)) ولسواليو امنيت له جدي خطر  د((۵۰)) ولسواليوامنيت له متوسط اود((۱۹۱ )) ولسواليو امنيتي حالت دلږ خطراوگواښ سره مخامخ دي .

البته داده ددولتي چارواکو ارزونه وه اودوي دا ارزونه دخپلو سياسي او پوځي ملحوظاتوپه نظر کي نيولوسره کړې اودعامو خلکودخبرتيالپاره ئي دډله ايزو رسنيوسره شرېکول .
پردغوڅرگندونوسربېره داگست پر ۱۸  مه د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي  اعلان وکړ ((د دوی له هڅو سره سره به د هېواد په زياتو ولايتونو کې د رای ورکولو ګڼ  شمېرمرکزونه تړلي وي ،يوازي  په ((۹))  ولايتونو کې به ټول مرکزونه پرانيستي  وي . په پاتې پېنځه ويشتو((۲۵)) ولايتونو کې له بده مرغه له څلورو مرکزونو نيولی تر (( ۱۰۷)) مرکزونو پورې به تړلي وي ، چې ډېر تړلي مرکزونه به غزني کې وي . ))

هغه تر دغو څرگندونو وړاندي يوځل دخپلو مخوترلاسه کولوپه خاطر وويل که امنيتي حالت داسي وي کيداي سي چي ټاکنې وځنډېږياوياترسره نسي .خودايو سياسي تاکتيک اوتاکتيکي خبره وه ،په عمل کښي ئې دځينو څېړونکو په نظر چي تر ډيره له حقيقت سره سرخوري خپلې موخي پاللې ،چي وئي پاللې .

دهمدغو وړاندوينو پايله داسي راووتل چي دغزني په  ټول ولايت کي يوپښتون وکيل نسته داپداسي چال کي ده چي دغزنې غوڅ اکثريت پښتانه ډير کم ئي هزاره ورونه دي  .

د غزني ولايت چې په اتلسو کې دولس يې د پښتنو سيمې دي د دغه ولايت ټول ١١ وکيلان هزاره وگړي دي ،دا ځل يو پښتون وکيل نه لري .

دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په وروستيو کې اعلان کړه چې د ناامنيو له کبله به په ختيځ او جنوب کې د راى ورکولو ٩٠٠ مرکزونه تړلي وي .

 په ټول افغانستان کې بايد دولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د رای ورکولو((۶۸۵۳))   مرکزونه پرانيستي واي چې د رای ورکولو څه کم شل زره محلونه ترې جوړېدل  .

ښاغلي معنوي وويل په ټول هېواد کې به  ۹۳۸ مرکزونه تړلي وي چې ۲۴۴۸ ځايونه کېږي . ده د هغو سيمو پر اوسېدونکو چې د رای ورکولو مرکزونه به پکې تړلي وي غږ وکړ هغو سيمو ته ورشی چي د رای ورکولو مرکزونه پکې پرانيستي وي .

پداسي حال کي چي دټاکنو په ورځ  تردغه شمير زيات مرکزونه تړلي پاته سول اوپه زيات شمير مرکزونوکي ياکارتونه خلاص سول اوياخو خلک له ډاره له کوره ونه وتلاوډير ئي تر وخت دمخه وتړل سول .

معنوي صاحب لا له وړاندي وړاندوينه وکړه اوڅرگنده ئې کړه چي د مرکزونو تړل کېدل به د ټاکنو په پايلو څه اغېزه و نه کړي . تاسوخپله فکر وکړی ! ولي به تړلې مرکزونه د ټاکنو په پايلو څه اغېزه ونه کړي؟؟؟ نوچي منفي اغېزه نلري بياداډنډورې اوتشوشونه  دڅه لپاره ؟  د بې گناه خلک سرگرداني اولالهانده کول دڅه لپاره ؟  سياسي معاملې  اومنډې ترړي دڅه لپاره ؟

معنوي صاحب غزنی مثال ورکوي چي امين تر گواښ لاندي وو،پداسي حال کي چي دروزگان ولايت دو وکيلانوډله ايزو رسنيوته وويل چي دوي  د امنيتى ستونځو له كبله دوى نشى كولاى خپل تبليغاتى كمپاينونه پرمخ بوزى .

 دوي وويل ددي ولايت په چنارتو، ګيزاب، خاص روزګان اوچارچينو ولسواليو کې خپل تبليغاتي کمپاين ځکه نه سي کولاى چې د ځمکي له لاري نوموړو ولسواليو ته  د امنتي ستونزو له کبله  تلل ناشونى دى او له بلي خوا دومره امکانات په واک کې نه لري چي د الوتكو په واسطه دغه سيمو ته ولاړ شى او خپل پلويان زيات کړي .

دادنارينه وکيلانو حال دی اوس نوراسی وگوروچي زموږ خويندي ځنگه کولاي سي ولسوالوته ولاړي سي اوهلته خلکوته دانتخاباتي کمپاين په اړه تبليغات وکړي اوځانته  پلويان پيداکړي   . له بده مرغه تراوسه دلويوښاروپه مرکزونوکي څوک دښځو خبروته غوږ نه نيسي نوپه ولسواليوکي به څوک ددوي دوي خبري واوري .

ولي په سلوکي د ۲۵ سلني دپوره کېدو په خاطر چي امريکاښاغلي کرزی ته دنده سپارلې داته شپېتوپه شاوخواکي به ښځينه وکيلانې دپارلمان چوکی دافغان ملت داستازوپه توگهتر لاسه کوي ، سره لدې چي نه ملت له دوي نه اونههم دو له ملت نه خبردي ،خوورته ويل کږي چي تاسو دملت استازي ياست اوداستازيتوب اکټ بايدزده کړی  .

دافغانستان دبشردحقوقوخپلواک کميسيون هم ددې ټکی پخلی کړی اودايې منلې  چي بې امنيتي به دښځېنه نوماندو تبليغاتي اوټاکنيز کمپاين له جدي گواښ سره مخامخ کړی هغوي نسي کولاي په   آزادانه توگه ولسوالیواومختلفوسيمو ته ولاړې سي  .

دهمدې کمیسیون مشرتابه دامنيتي چارواکوله خولې ويلې چي په ((۱۱۴)) ولسواليوکي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ دی اوپه ((۱۷)) ولايتوکي امنيت نشته  . کله چي سړۍ داټکي ليکي خنداورځي چي پر دغو ټولو عيني ستونزوسربېره بياهم يوهدله چي يوازي یې دبهرنيانودالی سوی ددموکراسی  جامې اغوستي پردې ټينگار کوی چي دا پارلمان دملت استازيتوب کولاي سي .نوربيا