د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته انعامونه او ستاینلیکونه ورکړل

کرکټ څانګه 09.12.2010 12:04

د غونډې ګډونکونکې د ملي سرود احترام ته ولاړ دي، افغان کرکټ بورډ په هر ځاي او د هر غونډې پېل د قرانکریم په تلاوت او د خپل هیواد په ملي سرود کوي

د افغانستان کرکټ بورډ بیګا شپه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ویاړ یو لویه لمانځغونډه جوړې کړې و چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته پکې ستاینلیکونه او نغد انعامونه ورکړل.

افغان کرکټ بورډ دا غونډه په صافي لنډمارک هوټل کې جوړه کې و، په غونډه کې د ۵۰۰ څخه زیاتو افغان مخورو او د کرکټ مینوالو ګډون کړی و.

د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان ملي لوبډله وستایله او ټول ملت ته یې په اسیاد په لوبو کې د سپینوزرو او د لویو وچو دسیالۍ جام او د سرزو مډال مبارکي وايي.

ښاغلي زاخېلوال د ټول افغان ملت څخه چې په هر ځای کې دې مننه وکړه او د ملي لوبډلې لوبغاړو او اداري پرسونل ته یې زر امریکائي ډالر او یو یو ستاینلیک ورکړ.

 حمید حسن چې ۴۳ ویکټې او شهزاد محمدي د ۸۰۰څخه زیاتې منډې د لویو وچو په سیالۍ کې کړې وې د سیالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول او د افغانستان کرکټ بورډ دواړو ته یو یو لک افغانۍ انعامونه ورکړل.

افغان کرکټ بورډ د لویو وچو په سیالۍ کې شپږ لوبې کړي  چې د شپږ واړو لوبو غوره لوبغاړي ته یې زر زر ډالر انعامونه ورکړل.

۱- نوروز منګل د کینیا خلاف ۱۶۸ منډې کړي نو ځکه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شوی و.

۲- نور علي ځدران د زمبابوی لوبډلې په خلاف په دوو پاڼیو کې یوه یوه سلیزه وهلې و او د هغې لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

۳- دولت احمدزي د ایریلینډ خلاف په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي و نو د هغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

۴- شاپور ځدران د هالینډ هیواد په خلاف ۶ لوبغاړي سوځولې و او د هغې لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

۵- سمیع الله شینواري په یوه پاڼۍ کې د سکاټلینډ هیواد په خلاف ۱۰۲ منډې کړي وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

۶- حمید حسن په پایلوبه کې ۸ویکټې د سکاټلینډ خلاف اخستې وي او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

افغان کرکټ بورد د لوبو وچو جام د شپږو لوبو غوره لوبغاړو ته یو یو ستاینلیک او زر زر ډالر انعامونه ورکړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د ودې او پرمختګ په دګر کې د اتصالاتو  مخابراتي شرکت او سپریم نړیوال لوجستکي شرکت مالي مالي ملاتړ څخه مننه کوي. د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي زاخېلوال د اتصالاتو اجرایوي مشر ابوالعمائم او د سپریم اجرایوي مشر ښاغلي سورن ته د مننې شیلډونه ورکړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار څخه د ولسي جرګې د غړي امیرخان یار څخه مننه کوي چې په غونډه کې يې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته یې نغد ۳۰۰۰ ډالره انعام ورکړلو.

د افغانستان کرکټ بورډ ټولو هغو رسنیو ته ستاینلیکوه ورکړل چې په ژوندۍ بڼه یې د ملي لوبډلې د کرکټ معلومات د کرکټ مینوالو او هیوادوالو ته وړانې کړي دي.

لاندې رسینو په ژوندۍ بڼه د ملي لوبډلې معلومات وړاندې کړي دي:

۱- ملي رادیو تلویزیون  چې زرین انځور صېب څخه څخه د زړه له کومې مننه کوي.

۲- شمشاد تلویزیون د حاجي صېب فضل کریم فضل څخه په ډیره مننه چې کرکټ په اړه ژوندي او تازه معلومات خپروي.

۳- په لمر تلویزیون کې د لعل اقا شیرزاد څخه مننه کوو چې  د ملي لوبډلې د نړیوالې شل اوریزې سیالۍ په ژوندۍ بڼه وړاندي کړي .

 ۴- اریانا تلویزیون چې یوازې په ژوندۍ بڼه یې د چین سیالۍ وړاندې کړه مننه کوو.

۵-  د سبا تلویزیون څخه مننه کوو چې په ژوندۍ بڼه یې د اسیاد د کرکټ لوبې وړاندې کړي.

۶-  د سلام وطندار رادیو چې ابراهیم مومند يې په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي مننه کوو.

۷-  د ننګرهار د کلید رادیو څخه مننه کوو چې د لویو وچو جام د سیالۍ پایلوبه یې په ژوندۍ بڼه وړاندي کړي.

۸-  د نډا د انټرنيني خدمتونو د شرکټ او په شرکت د شاکر ستانکزي څخه به ډیر درنښت مننه کوو چې  افغان کرکټ بورډ ته یې د انټر نټي خدمتونه وړاندي کوي.