د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ ملي اتله لوبډله د سې شنبې په ورځ هیواد ته راستنیږي

کرکټ څانګه 05.12.2010 17:10

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په اسیاد کې د سپینوزرو د مډال او د لویو وچو یا انټرکانټینټل جام د اتلولۍ ګټلو سره هیواد ته د سې شنبې په ورځ چې د ډیسمبر ۷ نېټې سره سمون خورې د ماسپښین ۳: بجې راستنیږي.

افغان ملي لوبډله د چین هیواد ته په ۲۰ د نومبر په اسیاد کې د ګډون لپاره له هیواده تللې و، په اسیاد کې یې لومړی د هانګ کانګ ا وبیا یې د پاکستان پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې د سپینو زرو مډال ویاړ وګټلو.

 افغان ملي لوبډله په ۲۷ د نومبر د چین څخه متحده اماراتو ته راغله، تر دویم ډیسمبر پورې یې د لویو وچو د جام د پایلوبې لپاره تمرینونه وکړل، په دویم د ډیسمبر یې د سکاټلینډ هیواد لوبډلې سره پنځه ورځینۍ لوبه پېل کړ، هرې لوبډلې دوه پاڼۍ وکړي خو د سکاټلینډ لوبډله زر زر وسوځوله او اتلولي د افغانستان په ګټه تمامه کړه.

د لویو وچو د جام ګټل داسې اسانه کار نه و خو افغان ملي لوبډلې سکاټلینډ هیواد ته داسې ماتې ورکړه چې هیڅ کله به یې هیر نشي.

د انټرکانټینټل جام ګټل د افغانستان کرکټ د ودې او پرمختګ  لپاره ډیر اړین و اوس افغانانو د کرکټ د لومړۍ درجې هیوادونه ته دا ثابته کړه چې افغانان یوازې په شل اوریزو سیالۍ کې  نه بلکې په اوږدو لوبو کولو کې هم  پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.

د لویو وچو اتلولۍ سره به افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا په دې قانع کړه چې افغانستان ته د اوږدې لوبو کولو ویاړ ور په برخه کړي، او که اوس ورته د کرکټ نړیواله شوره د اوږدو لوبو کولو ویاړ ورنکړي نو د دې لوبې کولو سره افغان ملي لوبډله وتوانیده چې د اوږې لوبو کولو سټیټس ته ځان ورنږدي کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټولو افغانانو ته په هیواد کې او له هیواده بهر د دې ویاړ د ګټلو مبارکي وايي.