د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوروز منګل د لوبو وچو جام بابد وګټو

کرکټ څانګه 01.12.2010 19:09

د لویو وچو د جام د پایلوبې په اړه نن د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل لپاره نن په دوبۍ ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په  خپل مرکزي دفتر کې خبري غونډه جوړه کړي و چې نوروز منګل پکې د خبریالانو پوښتنو ته پکې ځوابونه وویل.

 د نوروز منګل څخه یو نړیوال خبریال وپوښتل چې تاسو په داسې وخت کې یاستئ چې په اسیاد کې مو د سپینو زرو لوی بری خپل کړ، هغه لوې شل اوریزه وې څه فکر کوئ چې د ۲۰ اوریزو څخه سمدستې ۵ ورځینۍ لوبه بده اغیزه ونلري؟

منګل د دې پوښتنې په ځواب کې  ((هیڅ کله تاثیر نه کوي په متحده اماراتو کې مو ۴ ورځې د اوږدې لوبې تمرین وکړ د اسیاد څخه مو مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې کافي د فټنس او اوږدې لوبې تمرینونه کړي دي)).

 د یو بل خبریال په پوښتنه کې وویل چې ایا تاسو به دا لوبه وګټۍ او که نه؟ نوروز وویل ((لوبه کې ګټل او بایلل وي خو د افغان لوبغاړو فټنس اوس مهال ښه برابر دی او همدارنګه لوبغاړي په ذهني شکل هم ښه پیاوړي دي نو ویلا شم چې موږ به دا لوبه خپل هیواد او افغانانو ته ضرور ګټو)).

نوروز منګل د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې اوس نورعلي ځدران نشته څه بده اغیزه به وکړي که نه؟ ښاغلي وویل  ((نورعلي ځدران پیاوړی لوبغاړی ده خو اوس موږ د شبیرنوري په څېر تکړه لوبغاړي هم په لوبه کې شامل کړي چې هیله لرم ښه به وځلیږي)).

د سکاټلینډ کپتان ډرومونډ د افغان ملي لوبډلې په اړه وویل ((زه ورته احترام لرم تکړه لوبډله ده او په ډیر لږ وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري خو موږ هم د لویو وچو جام لپاره ښه تیاری نیولی دی)).

لوبه به سبا ورځ د اماراتو به وخت ۹:۳۰ پېل کیږي او تر ۴:۰۰ پورې به دوام کوي