د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډله په دوبۍ کې سبا ته د لویووچو دجام پایلوبه کوي

کرکټ څانګه 01.12.2010 19:02


 

افغان ملي لوبډله اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۰۹-۲۰۱۰ز کال د  انټرکانټینټل جام د پایلوبې لپاره تمرینونه بشپړ کړل او سبا ته به د دوبۍ د کرکټ په نړیوال کرکټ سټډیم کې لوبه کوي.

افغان ملي لوبډله به د متحده اماراتو د دوبۍ په سپورټ سیټي کې د لویو وچو د جام پایلوبه د سکاټلینډ هیواد سره کوي. دا لوبه به د ډیسمبر د میاشتې په دویمه نېټه  یعنې سبا ته د پنځه نۍ په ورځ پېل کېږي او د ډيسمبر د ۵ نېټې پورې به دوام کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د لویو وچو د جام پایلوبې لپاره لوبډله یوه میاشت مخکې اعلان کړي چې د په دې جام کې  دوه لوبغاړي  باطن شان او سمیع الله اغا د لومړي ځل لپاره لوبیږي.

د لویو وچو د جام لپاره افغان ملي لوبډله:

 نوروز منګل (كپتان)، كريم صادق، اصغر ستانكزى، حميد حسن، سميع الله شينوارى، شاپور ځدراڼ، شبير نوري، شهزاد محمدي، آفتاب عالم، باطن شاه، عبدالله مزاري، محمد نبي، ميرويس اشرف، محمد سميع

 دا لوبه ۵ ورځینې لوبه ده چې هره لوبډله به پکې دوه دوه پاڼۍ کوي.

د لویو وچو جام د نمرو جدول:

افغانستان د لویو وچو د جام د نمرو په جدول کې لومړی مقام لري، تر اوسه اففانستان په دې سیالۍ کې ۶ لوبې کړي چې ۵ یې پکې ګټلي او یو یې د زمبوابی سره مساوي کړي ده.

 د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:

دد کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په  ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:

http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive

په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:

http://icc-cricket.yahoo.net/index.php

په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد   کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.