د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوښار ملنګ

محمد نعمان دوست 01.12.2010 18:12

د تصوف درسي ساعت و، د دې مضمون استاد ستر عالم مرحوم سيد تقويم الحق کاکاخېل و. صنف ته راننوت، خو مخکې له دې چې ليکچر پيل کړي، خبره په زيارتونو او ملنګانو شروع شوه.
بحث ډېر تود شو او هر چا په دې اړه خپل اورېدلي او ليدلي شيان کاکاخېل صاحب سره، شريکول او پوښتنې يې ترې کولې.
استاد هم د سترګو ليدلې يوه کيسه پيل کړه: په نوښار کې د يوه مشهور زيارت يو ملنګ په خپله خونه کې ناڅاپي مړ شوى و، د دې ملنګ خونې ته زه هم له يوې ډلې سره لاړم، چې جنازه يې پورته کړو او په دې اړه پلتڼه وکړو.

کاکاخېل صاحب ويل: چې کله مو د ملنګ خونه وپلټله، يو شمېر البمونه په کې وو، هغه کې د ښځو بلا ډېر بربنډ عکسونه وو او ځينو عکسونو کې ملنګ هم له دغو بربنډو مېرمنو سره په بېلابېلو بې شرمه حالاتو کې ښکارېده.
کاکاخېل صاحب ويل، موږ دا ټول عکسونه راټول کړل او بيا مو په پټه وسوځول.
استاد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې دا کار وکړ؟ وويل: (کم عقلو!) دا ښځې خو د بل وطن نه وې، د همدې علاقې وې او که عکسونه يې خلکو ليدلي وى، نو يوه لويه فتنه به برپا شوې وه.

د کاکاخېل صاحب دغه نکل له نږدې ١٦-١٧ کلونو وروسته يو ځل بيا ځکه راياد شو، چې د رازونو افشا کوونکې وېبپاڼې ويکي ليکس (WikiLeaks) درېيم ځل لپاره ځينې محرم اسناد خپاره کړل.
په دغو اسنادو کې زموږ د جهاد او مقاومت د ټيکه دارانو له ډلې څخه هم د يو شخص، چې کورنۍ يې بلا تشبيه (عشره مبشره) ګڼل کېږي، راز هم رسوا شوى دى.
عشره مبشره تشبيه ورته ځکه راغله، چې د احمد ضياء مسعود د ورور احمدشاه مسعود د تلين په ياده غونډه کې يوه جهادي رهبر ويلي و، چې دې به له مسعود سره جنت کې ګوري.

ويکي ليکس دا ځل د احمد ضياء مسعود له يو راز نه هم پرده پورته کړې ده، دغه شخص د ولسمشر حامد کرزي په لومړۍ دوره کې لومړى مرستيال او له ټولو مطمئن شخص و.

ويکي ليکس ليکي، چې مسعود دوبۍ کې له ٥٢ ميليونه ډالرو سره، چې په يوه بکس کې اچولى و، ګير شو.
د سرچينې په حواله، د متحده عربي اماراتو د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ځانګړيو ځواکونو له خوا دغه ډالر کشف او ترلاسه شول.
خو ويکي ليکس په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د امريکا د سفارت په وساطت دغه پيسې بېرته مسعود ته ور کړل شوې.
مسعود، له داسې يوه هېواده په دومره کچه ډالر وړل، چې د ولس نيمايي برخه يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په وچه ډوډۍ نه دي ماړه.

د نوښار ملنګ او زموږ د جهاد او مقاومت ټيکه داران يو شان دي، دوى تل د جهاد او مقاومت خبرې کوي، خو د پردې شاته په خپلو عيشونو کې ډوب دي.
خو دلته يو تفاوت شته او هغه دا چې، د نوښار خلکو کې دومره متره وه، چې له خپل ناموس نه د دفاع په خاطر راپورته شي او د وينو لښتي وبهوي.
خو دلته دا وېره نشته، دلته يواځې دغه خبرې په الفاظو کې دي چې وطن ناموس دى، خو په دغه ناموس څوک غيرت نه کوي، لوټ او تالان يې پرې ګډ دى.
څوک يې بچي وژني، څوک يې شتمني لوټوي او څوک يې...!!!