د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برات علي تاچ زموږدهيواد منلې څيره

حبيب الله غمخور 01.12.2010 07:11

دمغز اوقلم دهستونکي لوي څښتن  په نامه

د۲۰۱۰ م کال دنومبر ۱۳ مه

سويډن    دمالمو ښار

يوه  اړينه يادونه : داليکنه ماپه هغه يادغونډه کي کومه چي دنومبر پر ۱۳ مه دمرحوم برات علي تاچ دزوکړې دسلمې کليزي په وياړ دهالنډپه هيوادکي جوړه سوې وه لوستې ده ،اوس ئي په لږتغير درنو لوستونکوته واړندي کوم .

 

ددې درنې غونډې برخه والو!

اغلو اوښاغلو!

غواړم خپل پيغام اودزړه خواله  ستاسو دوستانو سره دافغانستان دوتلي اومنلي شاعردپښتوادب دآسمان ستوري  اوسياسي مبارز گل پاچا الفت پدې شعر پيل کړم چي وايي :

 

اعتراف

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي

 

 

درنو دوستانو!

سل کاله پخواداسي ماشوم دنياته راغلی چي تراوسه ئي پر مرگ خلک ژاړي .

کاشکي خداي بخښلی برات علي تاچ همدا اوس زموږ سره پدې غونډه کي ناست واي اوپه خپلوغوږوئي اورېدلاي چي اوس افغانان دخپل وطنپال بچی څومره قدرکوي اوپه ملي هڅوئي وياړي  .افسوس  چي زموږنه ډير پخوادعدالت اودموکراسی دښمنانودخاينانودناځوان مردانه دسيسې په پايله کښي ابد لپاره جلاسو!

اغلو اوښاغلو!

اجازه راکړئ  تاسو اوستاسو له لارې د دموکراسی اوټولنيزعدالت   پالندویانو اومينه والو،په ځانګړې توګه پدې پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالواوسياسي څېرو ته په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې،روزگان ملي مهالنۍ خپرونې کار کوونکوتاوده سلامونه اونېکي هيلي ستاسو درانه حضورته ورسوم  .

زموږ دټولني مشر تابه جرگه ستاسواغلو او ښاغلوسره د افغانستان دسياسي اومبازر وتلي شخصيت ،دکابل پوهنتون پخواني استاد دارواښاد برات علي تاچ دزوکړي  دسلمي کليزي په مناسبت يادغونډه کي ځانونه شريک بولي اوتاسوته  ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په وطني او افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلوسره  دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدوغوښتنه کوي.

برات علي تاچ په ۱۳۰۷ لمريز کال داعلیحضرت امان الله خان دپاچاهي په دوران کي دهغو سلو ځوانانوچي انجوني او هلکانوه په ډله کي دتعليم اوعالي تحصيلاتولپاره ترکيې ته ولاړ .لومړی ئې  د((عرونه )) په نامه ښوونځۍ کي  تعليم پيل اوتر هغه وروسته داستانبول د((حيدرپاچا)) په نوم مدرسه کي درس ووايه له هغې نه وروسته داستانبول دپوهنتون  دحقوقو اوسياسي علوموفاکولته کښي  تحصيل وکړ ،هغه دبهرنيو محصلينو په ډله کي ديوه ممتاز محصل په نوم شهرت درلود.

مرحوم برات علي تاچ دفاکولتې نه تر فراغت وروسته ئې يو کال داقتصادپه برخه کي عالي تحصيلات وکړه اوتر هغه وروسته ديوکال لپاره دترکيې په پلازمېنه انقرې ښار کښي  په مرکزي بانک کي څېړنيزکارونه سرته ورسول  .

زمالپاره دوياړځاي  دی چي ددې وتلي شخصيت دزوکړې دسلمي کليزي په يادغونډه کي ددې غښتلي مبارز مقام ته ددرناوي دسرټيټولوپه خاطر ستاسو درنوپوهانو اودملي مبارزينودمينه والوسره يوځاي برخه اخلم .

زه پدې وياړم چي زموږ يوه غښتلي مبارزته دژوند دټولوکړاونو،سرگرادنيواودهغه وخت حاکمانودتوطيوسره خداي داسي زامن ورپه برخه کړل چي اوس ئي په خپلو کړنواووطني تلاښونودهغه نوم اونښان نورهم ځلانده ساتلی اودادی يوپه بل پسې دخپل پلار اوپه حقيقت کي ديوه ملي مبارزديادغونډودجوړېدو جوگه کيږي  .

زه په سويدن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازي توب  دمرحوم برات علي تاچ له درنې کورنۍ اوټولوهغوکسانو څخه مننه کوم ،کوم چي ددې درنې ياد غونډي دجوړېدو جوگه سوی دي .

دوستانو!

ويښ اوبيدارملتونه اوقومونه تل دخپلوهغو شخصيتونو په باره کښي کوم چې د خپل خواږه ژوند په بدل کښي  يې دخپل  هيواداو هيوادوالودترقی اوښېرازی لپاره نه هېرېدونکې کارونه او خدمتونه سرته رسولي  نوم اوياد ژوندی ساتي .دهغوي  په ياد غونډي اوڅېړنيز کنفرانسونه  جوړوي تر څوځوان نسل دخپلو پخوانيو اوتاريخي څېرودمبارزو اوکار ناموپه تاريخ باندي په پوهېدوسره خپله راتلونکې اودژوند لوری وټاکي  .

په حقيقت کي ديوه هيواددملي ،وتلو علمي اوسياسي څېرو،پوهانو اواديبانوکره اومفصل ژوند ليک  دهغه هيواد دتاريخ يوه برخه جوړوي . هوښيار اوبيدار ولسونه  پدې برخه باندي په پوهيدوسره خپل راتلونکي نسلونه ولس اوهيوادته دوفاداری اوسرښندنې په روحيه  روزي ،متاسفانه دغه روحيه اومامول لاتراوسه زموږپه ولس کي عام اورواج سوی نه دی .

له بده مرغه په موږ افغانانوکي دخپلو ژونديوقدرنسته ،کله چي مړسي يوه نيمه ورځ ئي وير وکړو اوبيا دابدلپاره رانه هيرسي .هغه دمحترم ننگيال صاحب خبره ((نه دژوندو چندان قدرکوو اونه دمړو))هغه پدې هکله ډيره پخه څرگندونه کړي وايي : 

 (( دارښتياده چي موږ خپل ژوندي وژلي او وژنو يې ،خومړی مو بېخی لږ  ژوندي ساتلي دي . په موږ کي چي څوک مړسي هغه پړسي .دابيادپېړيودنصيبونوخبره ده چي کله ناکله په چادژوند وږمه لگېدلې اوچایې نوم اخيستی  . داچي په يوه دومقالوموږ يومړی ژوندی ساتلاي سوهسی ځان خوشحالوو.گنې حقيقت دادی چي موږله مړواوژونديو دواړو سره جفاکړې ده .))

بلې !

دارښتيا اوکره خبره ده ، په موږ له بده مرغه  داسي کانه سوې  چي ژوندي مو وژلي اومړي موپړه کړي دي .

اوبيا نن سبا خو په موږ دمرگونو بلاگډه ده هر څه په مخه اخلي اوپه لمن کي ئي رانغاړي ، ژوندي وژني اوپه مړو دپړې خاوري انباروي . اوياځيني خولابې ځايه اوحقيقت نه ليري تورونه پرې لگوي هغه دچاخبره ددواړولاسو تورې گوتي پرې موږي .

موږ خپل پوهان اوسياسي  شخصيتونه په ژوندنې  په کاڼو ولو،توري گوتي پرې موږ اوکله چي وفات سي بياساندي پر وايو، داسي مثالونه  زموږ دتاريخ لويه برخه جوړوي . همدا دليل وچي زموږ زياتو وتلو پوهانواو شخصتونو دهمدغو مجبوريتونو له لاسه  دخپلي خاوري پرېښېدوته اړسوی دي او په پرديو وطنوکي ئې له خواريو اوکړاونونه ډک ژوندتيرکړئ اوهلته وفات سوی  دي .

زه بايد دې ټکي ته اشاره وکړم چي نه برات علي تاچ اونه هم هغۀ  غوندي شخصيتونه  په خپل ژوندکي هڅول سوی اونه ئې درناوی سوی .لکه چي پورته ورته اشاره وسوه په ژوندون ئي په ډبروولواوپر مرگ ئي دڅوشېبو لپاره ژاړو. خودادبرات علي تاچ بخت  بياهم بيداردی  چي دخپلو زامنودرنې کورنی اولارويانوپه برکت ئې پدي ورستيوکي  نوم دخلکوپر ژبه دی .

درنو دوستانو!

غواړم دهغۀ په باب یې پدې ئي پيل کړم چي مرحوم برات علي تاچ ديوه روښان اندي اوملي شخصيت په توگه دټول افغانستان  لپاره دظلم او استبدادپر خلاف دملي مبارزينو لکه (( میر غلام محمد غبار ،میر محمد صدیق فرهنگی دوطن جريدې مسول مدير ،عبدالحی عزیز، سرور جویا،محمد اکبر پامیر، علی احمد نعیمی،

 حاجی عبدالخالق،عبدالحلیم عاطفی،میر علی احمد شامل ، علی محمد خروش مير فتح محمد، فرقه مشر ، ډاکتر عیدالقیوم رسول، ډاکتر ابوبکر، علی احمد نعیمی، علی محمد خروش، عبدالحلیم عاطفی، سلطان احمدلویناب، نورالحق و محمد طاهر جغتو او نورو.))

سره يوځاي دحقوقواوسياسي علوموديوه عالم په توگه دوطن گوند دجوړېدوبنسټ کښېښود،په ټول افغانستان کي ئې د دښېرازی اودموکراسی لپاره ديوه فعال ملي مبارز په توگه دژوندترپايه زيار اوزحمت ايستلی .

ډاکتر اکرم عثمان ليکي : (( . . . برات علی تاچ با استفاده از فضای /بالنسبه بازی/ که از برکت مبارزۀ پیگیر مشروطه خواهان پدید آمده بود درهمان آوان در انتخابات بلدیه، کاندیدای ناحیه ششم شهر کابل شدوعضویت  مجلس بلدیه را حاصل کرد و بعد از آن به عضویت انجمن آن نهاد برگزیده شد. از آنجا که محیط بسته وکوچک بلدیه میدان مناسبی برای آرمان های بزرگش نبود، با شماری از همرزمان دیگرش شالودۀ "حزب وطن" را گذاشت . و"جریده وطن" به عنوان ناشر افکار آن سازمان به نشرات آغاز کرد.
او ید طولایی در نوشتن مقالات اجتماعی و اقتصادی داشت . هنگامی که در ترکیه بود، در جریدۀ "فغان افغان" که به همت گروهی از وطندوستان چاپ می شد،مضامین آتشینی به چاپ می سپرد. از همین جا وقتی که عضویت شورای مرکزی "حزب وطن" را داشت، نوشته های عالمانه و پر محتوایی در جریدۀ وطن به نشر سپرد.))

داچي دژوندپه يوه معينه برخه کښي ئي د(( شرکت سهامی هزاره جات )) يوسوداگريز شرکت جوړکړ موخه ئي دانه وه چي دهيوادله نوروقومونوسره وداع وکړي بلکي غوښتل ئي ددې شرکت له لاري  دهيواددغه زوريدلی ولس  پلاس توليد سوی توکي دکابل اوکه وکړاي سي دنړۍ تربازارو ورسوي .دشرکت  جوړېدل پدې معنا ندی چي گويا هغه يوازي ديوه قوم چي ښاغلي تاچ پور تړلۍ وو خدمت کاوه، بلکي ښاغلي تاچ  ته ټول افغانستان خپل کور اوپدې هيوادکي اوسېدونکي ورته يوافغان معلومېده .

زموږ دهيواد وتلی تاريخ پوه کانديد اکاډميسن  ښاغلی محمد اعظم سيستاني  په خپله يوه ليکنه کښي زماددې خبري پخلی پدې ډول کوي  : ((زنده یاد براتعلی تاچ نیز از زمره آن شخصیت های نیک نام ملی وسیاسی وعلمی کشور اند که در جمله اولین شاگردان اعزامی عهدامانی به ترکیه رفت و در رشته اقتصاد و حقوق و علوم سیاسی سند علمی بدست آورد وپس از بازگشت به کشوردر ۱۹۴۰در خدمت وطنش قرار گرفت. مرحوم تاچ درپهلوی کار در وزارت تجارت، در فاکولته حقوق وعلوم سیاسی و اقتصاد کابل به صفت استادبه تدریس پرداخت و شاگردان را از دانش خود مستفید ساخت. همزمان برای رفاه اجتماعی مردم خود دست از تلاش نگرفت و با تاسیس یک شرکت تجارتی بنام "شرکت سهامی هزاره جات" قصد داشت به محروم ترین بخش جامعه یعنی هزاره ها بطور موثرتری خدمت نماید، اما متاسفانه که دشمنان ترقی و رفاه اجتماعی مردم افغانستان چشم دیدن حضور فعال این انسان شریف را نداشت .

ښاغلي تاچ پدې ښه پوهېده چي دحاکمه محافلو ظلم اومطلق العناني نظام دټولولپاره دقبول وړندی اونه هم ديوه قوم په چوپړکښي دي .هغه ته دامعلومه وه چي حاکمه طبقه اوپه دولتي حاکميت پوري تړلې حلقې اوکسان داسي يوقشردی چي يوازي خپلو گټواوحاکميت ساتلوته پام کوي ،هغوي ته   هيڅ وخت قومي اړېکي کوم ارزښت نلري . ظالمان اوزبېښاک گرپه هرقوم پوري چي مربوط وي هغه زبېښاک گر اواوظالم دی ،دهغوي پام يوازي دخپلي سرمايي پړسېدو  اودولتي واک تر خپلې ولکې لاندي ساتلوته وي . دبشريت تير او اوسني تاريخي بهير داثابت کړېده ددوي چي په هرچا وس ورسېږ ې دهغه له  معنوي اوفزيکي امکاناتونه په ډيره ماهرانه بڼه دځان اوخپلې سرمايي په گټه  استفاده کوي .

همدا دليل دی نه يوازي مرحوم تاچ  بلکي ټولوهغوچي دظلم ،بې عدالتی اواستبداد پر خلاف ږغ اوچت کړی اوپدې لارکښي ئي   په ۵۳ کلن ژوند کي ديوه فعال افغان ،ديونه ستړي کېدونکی مبارزاوعلمي شخصت اودموکراسی دلاري  دلاروي په توگه ورته دقدرپه سترگه کتل کيږي .

مرحوم برات علی تاچ یوله هغو مبارزينوڅخه  ووچې د وخت د حاکمانو پر خلاف ئي دټول افغان ولس دښېرازی اوبسياژوندپه خاطردنورونامدارووطنپرستانوسره يوځاي مبارزه پيل کړه .

 هغه دملي مبارزې په لار کښي دفکري استقلاليت اوملي خواخوږی يو غوره سمبول دئ .

ښاغلي برات علي تاچ د وطن گوند د مشرتابه د غړې اوجوړونکی په توگه د دې گوندموخوته درسېدو په خاطر د"وطن" جريدې قلمې همکارپاته شو، د دغي جريدې د پاڼو له لاري يې په هيواد کښي د ظلم، ټولنيزو ناخوالو او بې عدالتيو پرخلاف د مبارزي بيرغ اوچت وساتلی . همدادليل وو چي هغه دحاکمه محافلودسترگو اغزئ گرځېدلی وو اودهغه دازاد ژوند دوام ورته دمنلو وړنه وو،په همدې دليل ئي ديوې عادي بهانې په پيدا کولوسره لس کاله دکابل ښار شاهی نظام په مختليفونومونوۍوړسوو تورواووحشيانه زندان دتوروديوالوشاته له خپل ولس نه ليري وساتل سو .

ددې ټولوظلمونواوشکنجوسره هغه ديوبې ساري مبارزه په توگه په خپل کلک عزم  اوتلاښ دا ثابته کړه چې افغانان  د مطلق العنان واکمنانوپه وړاندي نفرت لري اوددوي ظلم اوستبدادته نوردغلامی سرنشي  ټیټولاي .داچي ځيني ورته ددموکراسی لسيزه ويي پداسي حال کي چي دا دشاهی نظام دسياسي بهرا ن درابرسيره کېدولومړني پړاونه وه دهمدغووياړلوملي اوسياسي مبارزينودمبارزو،قربانيو اوسرښندنوبرکت وو،چي شاهی نظام پر خپل ټول لجاجت اوسرټمبگی سربېره په ۱۳۴۳ کال دنوي اساسي قانون منلو اونيمگړو پلي کېدوته غاړه کښېښوده اوداسياپدې سيمه کي دابدلپاره شاهي مطلقه نظام توره اودافغان ولس په وينو لړلې کمبله ټوله سوه. داچي ددې قانون په منلو اوپلي کېدوسره په رښتيادموکراسي په خپل واقعې بڼه راڅرگنده اوپلې سول اوکنه ؟ دا اوس زما دخبروموضوع نده .

خوله دېنه هيڅوک پخپله ټوله سرټمبگی چي ځيني اوس تاريخي واقيعتونه سرچپه تعبيروی سترگی نشي پټولاي چي  دنړی وال ساسياسي نظام دتر دوه پړکه کېدو وروسته په نړيواله کچه دمطلقه شاهي نظامونو اوبې عدالتيوپه وړاندي دمبارزې ږغ دراپورته کېدوپه پايله کي داد افغان روڼ اندواوپر افغان ولس مينوسياسي مبارزينودسرښندونواوملي مبارزودپايلو يوه وړه بېلگه وه چي شاهي نظام داساسي قانون پر ټنډه دغه ډول څو جملوته ځاي ورکوي  : ((به منظور تنظيم حيات ملى افغانستان مطابق به مقتضيات زمان عصر و بر اساس واقعيات تاريخ و فرهنگ ملى. به منظور تأمين عدالت و مساوات.به منظور تطبيق دموكراسى سياسى، اقتصادى و اجتماعى.به منظور تنظيم شؤون و اركان دولت،براى تأمين آزادى و رفاه افراد و حفظ نظم عمومى.به منظور ا نكشاف متوازن تمام امور تشكيل يك جامعه مرفه و مترقى بر اساس تعاون اجتماعى و حفظ كرامت انسانى،ما مردم افغانستان با درك تحولات تاريخى كه در زندگانى ما بحيث يك ملت و يك جزء جامعه بشر به وقوع پيوسته،در حالى كه ارزشهاى فوق را حق همه جوامع بشرى مى‏دانيم .))

ښاغلي برات علي تاچ دلږکيو قومونوديوه منلي استازي په توگه داوسنيو لغوړنويوشمير په اصطلاح سياست والو اوقلموالوچي په قومی ،زبني اومذهبي تعصب کي تر غوږو غرق دي،پر خلاف  دافغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ ديوالي اوپه دوستۍ کې دژوندپه رمزاوگټوترډيرو کسانوډيرښه پوهېده اوهغه په دغه جغرافيايي محيط کي چي دافغانستان په نامه يادېږي ټول اوسېدونکی افغانان بلل، افغانستان ئې د ټولو اوسیدونکو قومونو ګډکور باله او هر وګړی ئې پدې مکلف باله چي د دې تاریخي خاوري په ابادولواوساتلوکې د خپل استعداد او توان په اندازه وطنپالونکې ونډه واخلي دهرډول اختلاف اودښمنی راټوکېدوسره سخت مخالف ووځکه خوئي روزل سوی اولادونه هم ددې وياړ لري چي هر چاته دافغان په سترگه گوري .

ښاغلي برات علي  تاچ  ته ټولي سپارل سوی دندي هغه په پوره امانت داري اوصداقت سرته رسولي ،هيڅ وخت ئي له دولتي مقام نه دځان اوکورنۍ په گټه استفاده نده کړې ،همدا دليل دی چي هغه دافغان ولس په منځ کښي ديوه ځوان کارپوه اوسياستوال  په توگه دټولولپاره يومنلی اودقدروړ لوړشخصيت  و.

تر ټولومهمه خبره داده چي د مرحوم تاچ  په اړه ليکنونه داله ورايه څرگنديږي  چي هغه دهيواد ځوان  نسل سالمي تر بيې اوروزنې اوددوي په  منځ  ملي روحيې پراختياته جدي پاملرنه کوله  هغه په خپلو خبروکي دايوه خبره کول ((وطن دټولوگډکوردی په آبادی ئي ټول آباد اوپه خرابۍ ئې ټول خرابېږي .))

ارواښاد تاچ  په ۵۳ کلن ژوند کي ديوه فعال افغان سياستوال  په توگه دافغان ولس دښيرازي لپاره  دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې چي هغه دچاخبره ترعالي تحصيلاتو وروسته نوی له بهرنه راغلی وو،دافغان ولس  دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ په خاطردزندان ترکچي هرڅه پر ځان منلي  اوگاللې  وه اوترهيچا وروسته نه دی پاته سوی  .

په رښتيا سره هغۀ د استبداد په چوپه چوپتيا کې د آزادۍ او دموکراسۍ اواز ددې لاري دعلاقمندانوسره يوځاي اوچت کړ اوافغان زلميان يې ويښتيااوملي مبارزې ته رابلل اوپدې لارکي ئي دخپل خواږه ژوندپه قيمت ترورستی سلگی مبارزه وکړه .

ښاغلی میر غلام محمد غباردارواښاد تاچ دشجاعت ،مردانگۍ اواستقامت  په هکله  ليکي :  ((تاچ یکی از مقاومترین و بی ترس ترین همسنگران ما بود.))

ښاغلی سيستاني صاحب پدې اړه ليکي: ((آن مرحومی چون مرد دانشمند ومطلع از اوضاع جهان ومنطقه بود، در جنبش مشروطیت سوم( مشهور به دوره هفت شورای ملی)سهیم شد و ازمیان احزاب: ویش زلمیان ، جمعیت وطن و ندای خلق ، «جمعیت وطن» تحت رهبری مرحوم غباررا برگزید وعملاً در راه تامین عدالت اجتماعی در کشور، همگام با سایر مبارزان آزادی وعدالت ، در فعالیت های سیاسی وازجمله درتظاهرات سال 1331 شرکت جست، مگربه دستور حکومت، شادروان تاچ یکجا با تعدادی از روشنفکران دیگر سهیم در تظاهرات چون : مرحوم غبار، مرحوم عبدالحی عزیز، مرحوم محمودی، مرحوم داکتر غلام فاروق اعتمادی ، مرحوم سرور جویا، مرحوم فتح محمدخان فرقه مشر، مرحوم سلطان احمد لویناب وغیره دستگیر وبه زندان سپرده شد و مدت ده سال از بهترین ایام عمر خود را در زندانهای مخوف پایتخت کشور بسر رسانده است.

له نن څخه پنځه کاله وړاندي د پیام ملي خپرونه دمرحوم برات علي تاچ دسياسي لوړ شخصيت په هکله ليکي: ((ښادروان برات علی تاچ سیاسی متفکر، د استبداد، یکه تازۍ اوقبیلوي مناسباتو،چې دهغوي له اغیزو افغانستان د منځنیو پېړیو دشرایطو په تورو منګولوکې ساتل شوی و،پرخلاف د مبارزي اتل یادیږي . هغه په مشروطیت، دموکر اسۍ، ترقۍ، استقلال او د یو غوړیدلي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان (چې په هغه کې وروڼه قومونه برابر حقوق او دندي ولري) په ظهور عقیده درلوده. هغه د هېواد په ډېرو ستونزمنو او تیارو شرایطو کې لوړي زده کړي تر سره کړي وي او هڅه یې کوله د افغانستان د ځوان نسل د ښووني او روزني اسباب او وسایل تیار کړي. د دې په څنګ کې هغه په زړورتیا او هوښیارۍ ځوان نسل هڅاوه چې د قبیلوي او طوایفی مناسباتو او مطلق العنان حاکمیتونو څخه د مشروطیت، دموکراسۍ، د وطن د اقتصادی- سیاسي- کلتوري او فرهنګي ښیرازۍ په لور د انساني او افغاني مزل ګزار پیل او هغه په میړانه بشپړ کړي.))

برات علي تاچ يوله هغو ځوانوسياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو اومقالوکښي ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي په عمل کښي ئي هم دظلم ،ستم ،رشوت اوپه دولتي کچه  فسادرسواکاوه اوهغۀ ئې په کلکه غانده ،ځکه خوهغه نه يوازي دحقوقوپه برخه کي ديوتکړه عالم بلکې ديوې  وتلې ځواني سياسي څېرې په توگه ډير ژردکابل ښاريانوپه منځ کښي ددرناوي وړ پاته شوئ دی .

ډاکتر اکرم عثمان  پدې هکله ليکي : ((در سال های آغازین حکومت دکتور محمد یوسف صدراعظم، تاچ به ریاست محکمۀ ابتدایی تجارتی توظیف شد و در سفری تحقیقاتی به هزاره جات، توسط عمال ددمنش حکومت وقت مسموم گردید.
بدینگونه یکی از پیشتازترین، فداکارترین / و بیدارترین/ فرزندان این آب و خاک به تاریخ پیوست . از این جا است که ما باید تاریخ خویش را از نوبنویسیم تا دریابیم که کی به تبجیل و تجلیل یادکرد می ارزد و کی سزاوار نفرین و تلعین است.))

زه دهغووتلو اونامداره شخصيتونوچې اوس ئې زموږ په منځ کښي ځاي خالي دی  د علاقمند په توگه ددغه شان  وتلوملي اوسياسي شخصيتونو یاد ژوندی ساتل،دهغوي پر ژونداوکارنا موڅېړنې اوتحقيقاتي ليکنې،ياد غونډو،کنفرانسونواوسمينارونو جوړول  به زموږ په هيواد کي دبې عدالتيو اواستبدادپه وړاندي دملي  مبارزې دوام سره به  هراړخيزه مرسته وکړي اوله بلې خوابه وکولاي سو خپل افغان زلمي دملي يووالي اوهيوادته درښتياني چوپړپه روحيه وروزو.  

د دې لپاره چې دا ملي جفا يعني دسياسي اوعلمي وتلي شخصيتونوهېرېدل نورهم دوام پيدا نکړې،وړانديز مې دا دۍ د هروتلي شخصيت په هرقوم اوټبر پورې چي  تړلۍ وي زموږ دگران،سوځېدلي اوتاريخي  هيواد ديوه عالم اوسياستمدارپه توگه دهغوچي زموږ په هيوادکې ئې د افغان ولس د ښيرازۍ،ملي يووالي،علمي او فرهنگې پر مختگ  ټولنيز عدالت اودموکراسی  تامين او ټينگښت لپاره قرباني ورکړې وياړنه اويادونه وسي .‌

دا اړينه ده چي بيله توپيره دهغوي دژوند پر ټولوبرخودڅېړنيزواوتحقيقاتي ليکنو،علمې سمينارو اوغونډو جوړولو امکانات ولټول سي،اوله بلې خواپر دولتي اړونده ارگانوسره له دې چي دوي ځانې ښيرازه ژونددجوړېدوپه فکر کښي ډوب دي فشار واچول سي ترڅودنورو هيوادو ددولتونوپه څير زموږ دعلمي شخصيتونواوملي مبارزينو ياد ژوندی وساتي اوپدې اړوه علمي غونډي جوړي کړي .

له بلې خواد دغه شان ملي اوعلمي څېرواوشخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول زموږ د ټولوفرهنګپالوافغانانو اوفرهنگی ټولنوملي اوانساني دنده شمېرل کېږي .

برات علي  تاچ  له لس کاله زندان تر تېرېدو وروسته  د ډاکتر يوسف د صدارت  په دوران کي دعدلې په وزارت کښي دتجارتي ابتدائيه محکمې درئېس په توگه وگمارل سو،څه  زياته موده لانه وه تېرسوې ،  پداسي  حال کي چي ناروغه هم وو ،د ملگرو ملتو د سازمان د پرمختيايي پروگرام له هيئت سره  دعلمي او تحقيقاتي څيړنو لپاره هزارجات ته ولاړ چي له  بدمرغه د هغې سيمې  دوباره ژوندۍ راستون نشو، د (۱۳۴۲ ) لمريزکال د زمرې د مياشتې په څلورمه ورځ  ناببره اومرموزه توگه يې د خداي ورکړي  ژوند له نعمت نه محروم کړ ،داسي ويل کيږي چي گواکي مسموم سوی وو.  

درنو دوستانو!

دمرحوم برات علي تاچ  صاحب ملي اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړويادونوکی  نشي  منعکس کيداي دهغه ژوندليک اوخيالاتوباندي  پوهېدل لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو اوڅېړنوته اړتياشته .

زه يوځل بيا ستاسو ښاغلو، د دې درنې غونډي برخه والو او هر هغه افغان څخه  چې د خپل هيواد تاريخ راسپړۍ او د هيرو شووعلمي او سياسي شخصيتونو په ياد غونډې جوړوۍ  هیله کوم چې  باید د خپلي تاریخې غنا د پاره د ارواح ښاد په څېر مبارز اوملي شخصيتونه  لا نور هم وځلوئ تر څو زموږ دځوان نسل لپاره دخپلي ټولنې سره دميني اومحبت دعلاقې دراپيداکېدو اوخپل هيوادپه تاريخ باندي دپوهېدولامل وگرځی .  

استاد برات علی تاچ د افغانستان د یو وتلي مبارز په توګه د مرګ تر پولې د خپل وطن د ابادۍ او خپل زورېدلې ولس دښېرازی لپاره مبارزه کړې ده . روح دې ښاد ياد دې ابدي وي

په سويډن کي ددوستۍ ټولنې مشراودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسول مدير

حبيب اله غمخور