د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د سپینو زرو مډال مو مبارک شه

الف مومند 30.11.2010 22:31

د افغانستان کرکټ بورډ دا لومړی ځل  دی چې افغان ملي لوبډله یې په اسیاد کې د کرکټ لوبو ګدون لپاره ولېږیله او د سپینو زرو ویاړ یې افغانستان ته په اسیاد کې خپل کړ چې وړه خبره نه ده او که د خدای رضا وي په ۲۰۱۴ز کابل کې به د کرکټ ملي لوبډله هیواد ته د سروزو مډال  له اسیاده راوړي.

د افغانستان المپیک چې د کرکټ بورډ سره د مور مېرې څه چې د دښمن چلند کوي هم  ۶۶ فرمایشي لوبغاړي د ۱۳ لوبو سیالیو لپاره په اسیاد کې لیږلي و خو یوازې د یو د سپینو زرو او یو د ژیړو مډال یې هیواد ته راوړل.

ګڼ شمېر افغانان به په دې خفه وي چې ولې لاسته راوړی د سروزرو مډال افغان لوبغاړو وبایله، خو که لږ حقیقت ته نظر وکړو نو د هرې لوبې سره ګټل او بایلل تړلي دي، د افغان لوبغاړو لوبې کې پخوا ډیرې ستونزې د توپوهنې په ډګر کې وي او که ښه ځير شو نو د افغان لوبغاړو په توپ وهنه کې ډیر ښه والی راغلی دی، همدارنګه د توپونو په راغونډونه کې بې څاری پیاوړتیا لیدل کیږي او که توپ اچونې ته فکر وکړو د هر څه نه ډیره ښه شوې ده.

که ځیر شو په اسیاد کې نورې ډېرې تکړه لوبډلې وې لکه د پاکستان هیواد لوبډله چې افغانستان ماتې ورکړه، د سریلنکا لوبډله چې هیڅ یې هم په اسیاد کې ونګاټه نو ویلای شو چې زموږ د کرکټ اتلانو  څخه اوس هم مننه چې د سپینوزرو د مډال ویاړ یې د افغانستان په برخه کړ.

اوس راځم چې ستونزه کوم ځای کې و؟

زما په اند لویه ستونزه په اسیاد کې دا وه چې په داسې وخت کې لوبډله رو توپ اچونکی توپ اچونې ته نه رابولې ځکه چې مخالفه لوبډله ۵ ویکټې په لاس کې لري او  په دوه اورنو کې باید ۲۰ منډې جوړې کړي نو ډیر امکان په دې وخت کې شته چې مخالفه لوبډه غیر د شاټنو څخه بل کار ونکړی لکه څنګه چې بنګلدیش په اسیاد کې وکړل.

کریم صادق ته په دې وخت کې اور ورکول د لوبډلې غلطه پرېکړه وه لوبډله ځکه وایم چې دې وخت کې کپتان یوازې په خپل زړه کار نه کوي د ټولو لوبغاړو څخه مشوره غواړي.

د اسیاد څخه وروسته اوازې دي چې د ملي لوبډلې زیات لوبغاړي ډیر خفه دي او داسې هم ویل کیږي چې ځینې د ډیر خفګان څخه ډوډۍ هم سمه نه خوري نو دغه کار د ملي لوبډلې د لوبغاړو ښه نه دی ځکه هغوي د ټول ملت پانګه ده او له لوبه کې ګټل او بایلل وي .

ملي لوبډله باید تېر شوې هر څه اوس مهال هېر کړي ځکه چې د لویو وچو د جام پایلوبه ډیره نږدې ده نو هیله ده چې په هغې کې ډیر فکر وکړي او په راتلونکو لوبو کې هیله ده چې په حساسو وختونو کې ډیر په پام ګامونه پورته کړي.ا