د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختريزې ډالۍ

محمد نعمان دوست 21.11.2010 19:46

پرون مهترلام د ملکي وګړو ، ماشومانو او ميرمنو په وينو ولمبيد . دغه ښار کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې ، څلور تنه يې ووژل او ٣٦ نور يې ټپيان کړل.
دا لغمانيانو ته د طالبانو اختريزه ډالۍ وه ، چې نه يواځې دهغوى لاسونه بلکې ټول غړي يې ورته سره کړل.

له دې يوه ورځ وړاندې د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې آيساف ځواکونو ماشومانو ته اختريزه ډالۍ ورکړه ، د توپ مرميو يې درې تنکي ماشومان ووژل او څلور نور يې په وينو ولمبول .

لومړى ډلې له يرغلګرو سره د مبارزې په نوم او دوهمې ډلې له تروريزم سره د مبارزې په نوم دعامو وګړو وينه تويه کړه .

دغه وينه تويونه له نږدې لسو کالونو راپديخوا روانه ده او د هېواد هره لويشت خاوره يې سره کړې ده .
که څه هم دغه دواړه ډلې ځانونه اصولو او د خپلو مشرانو اطاعت ته مسوول بولي خو په عمل کې بيا بل څه روان دي .
د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د لوى اختر لپاره يوه ښه مفصل پيغام خپور کړ ، په دغه پيغام کې د روانو حالاتو ټولو برخو ته اشاره شوې ده .
نورې برخې يې پرېږدو يواځې څو جملې يې را اخلو، ملا عمر خپلو طالبانو ته په خطاب کې ويلي :

(( ...همدارازد جهادپه سپيڅلې لاره کې دجهاداسلامي اخلاق ديوې شيبې لپاره هم له ذهنه مه باسئ !دخپل توان په اندازه جهادي موضوعات بايدپه حديثو، اوفقه، کې مطالعه کړئ ، دملكي خلګودسراومال خوندیتوب ته ډیر پام کوئ تر څوخداى مکړه ستاسو جهادي فعالیتونه دعاموخلکود سر اومال دضایع كېدوسبب ونه ګرځي، ځکه هرهغه څه چې په اسلام کې مجازنه وي،هغه زموږپه پوځي پاليسۍ کې هيڅ ځاى نه لري.... ))
خو د مهترلام په چاودنو کې ددې توصيې خلاف کارونه وشول ، د ٤٠ ملکي وګړو وينه تويه شوه .

تاسو به پرون يو کوچنى ماشوم د شمشاد ټلويزيون په پرده ليدلى وي، هغه ويل چې پلار يې ټپي شوى او څو ميرمنې يې هم ټپيانې ليدلي دي .
هغه دا خبرې په پوره جرئت کولى ، د پلار ټپونه ورته عادي ښکاريدل ځکه هغه پوهېده چې د نوي نسل په برخليک کې له وژنو پرته بل څه نشته او بايد ځان ورسره عادت کړي.

د دولت د مخالفو وسلوالو ، مقابله ډله هم په جګړه کې خپل اصول په پام کې نه نيسي . دوى ځانونه د بشر د حقونو اعلاميې ته ژمن بولي خو عملي کوي يې نه .

وګورئ ! د بهرنيو ځواکونو درنو وسلو د مهترلام له پېښې يوه ورځ وړاندې ، د کونړ په ماڼوګى کې درې ماشومان ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.
دوى ځانونه د بشر د حقونو مدافعين بولي ، خو د بشر د حقونو په اعلاميه عمل نه کوي .

د بشرد حقونو د اعلاميې پنځم بند کې راغلي چې هېڅوک بايد شکنجه نشي او ظالمانه چلند ورسره ونشي او... خو دوى ... !

د ماڼوګۍ او مهترلام پېښې تازه وې ځکه ورته د نمونې په توګه اشاره وشوه ، کنه د هېواد په بيلابيلو برخو کې نږدې هره ورځ دغه او له دې هم خونړي حالات روان دي .

ولس د هيچا په مقابل کې غبرګون نشي ښودلى ، د خپلو اولادونو کسات له يوې ډلې هم نشي اخستلى .
حتى ددې جرئت هم نه لري چې په ښکېلو غاړو غږ وکړي چې نور وژنې بس کړئ !
خو دومره ورته ويلى شي چې لږ تر لږه د خپلو مشرانو توصيو او کړنلارو ته خو ژمن وه اوسـئ !!!

محمد نعمان دوست، کابل
د لړم ٣٠مه ، ٨٩ ١٣