د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تېرو پارلماني ټاکنو په اړه ځېنې ناويلي حقايق

سمسور بغلانی 21.11.2010 20:44

د لانجه د حل له پاره امنيه قومندان رايې پاڼې په دو قومونو وويشلې
که څه هم په افغانستان کې د سبنلې د ۲۷ مې نېټې په پارلماني ټاکنو کې د درغليو او پټو معاملو په اړه هره ورځ په نړيوالو او ملي ورځپانو او ويب پاڼو کې يو يا دوه ليکنې تر سترګو کېږي، چې د دغو ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي؛ خو بيا هم د ورځې په تېرېدو سره داسې ناويلي حقايق راڅرګندېږي چې حيرانوونکي دي.
تېره ورځ يو کليوال را سره ميلمه وو؛ د تېرو ټاکنو او د ناکامه او کاميابه کانديدانو په اړه مو سره بحث کاوو، هغه را ته له ډېرو ناويلو او حيرانوونکيو حقايقو څخه وويلِ؛ چې په رښتيا هم د ټاکنو خپلواک کميسيون په تېره بيا د دغه کميسيون د مشر هغه لاپې شاپې چې ويل يې په ټاکنو کې د درغليو مخه نيسي او دغه ټاکنې به تر تېرو هغو ډېرې رڼې ويِ، په هيڅ حسابوي او د دغو ټاکنو په نامشروعيت دلالت کوي.
ميلمه د بغلان د نهرين ولسوالۍ د لکڼخيلو د ټاکنيز مرکز په اړه را ته وويل چې، ده په خپله د سيمې د يوه قومندان په غوښتنه په داسې حال کې چې هيڅ کارت يې هم نه درلود، څوارلس ځلې رایې ورکړې ده. د نوموړي په وينا د سيمې قومندان چې د سلو په شاوخوا کې ناقانونه وسلوال لري، خلک په زوره له کورونو راويستل او د مشخص کانديد له پاره يې د هغوی رايې کارولې. ميلمه دا هم را ته وويل چې د لکڼخيلو په کلي کې ټول څلور سوه کوره ژوند کوي چې ښايي د زرو په شاوخوا کې د رايې ورکولو په شرايطو برابر کسان ولري، خو په دغه مرکز کې ۶۰۰۰ رايې د ځايي کانديدانو او ۲۶۰۰ رايې د کوچيانو په صندقونو کې ولوېدې، چې دا ټولې تکراري رايې وي، خو د دغه مرکز رايې چې د شمالي ټلوالې د يو کانديد وې، يوه مهم نه قرنطين شوه او نه باطله.
ميلمه يوه بله په زړه پورې کېسه هم راته وکړه. هغه دا چې د تليو کلي په ټاکنيزه حوزه کې د تليو او ساکه قوم تر منځ شخړه رامنځته شوه، چې د ولسوالۍ امنيه قومندان مداخله وکړه او د لانجې د حل په موخه يې د نوموړي مرکز رايې پاڼې په دو برخو وويشلې، ۶۰۰ رايې يې د تليو او ۶۰۰ رايې د ساکو خلکو ته ورکړې چې په پايله کې تليو خپلې رايې په يوه کانديد په درې سوه امريکايي ډالرو وپلورلې.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د درغليو د مخنيوي له پاره د بغلان په پښتون ميشتو سيمو کې په دې پلمه چې ښايي د دولت د مخالفينو د شتون له امله په ټاکنوکې درغلۍ وشي؛ يو زيات شمېر مرکزونه وتړل خو د نهرين ولسوالۍچې د دولت د مخالفو وسلوالو فعاليت په کې په نشت حساب دی، ټاکنې په دې بڼه تر سره شوي دي، د نورو سيمو به څه حال وي؟
ويل کېږي، په راتلونکې اوونۍ کې به د دغو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانېږي خو په دې اړه په نړيواله کچه اندېښنې مخ په زياتېدو دي. هغه پارلمان چې د دغو ټاکنو په پايله کې به رامنځته کېږي، څومره مشروعيت به ولري او استازي به څومره ملي اود خپلو مؤکلينو ګټو ته ژمن وي، هغه د فارسي ژبې متل دی چې « سال نو از بهارش پيدا است»