د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانکارحديث دفتنې تاریخ اولاملونه

محمدوصيل پېروز 21.11.2010 19:43

په نننۍ زمانه کي يوځل بيادانکارحديث فتنې سرراپورته کړی اويوځل بياغواړي چي په بې ځايه اوباطلوپلموخپل شوم هدف ته ځان ورسوي ،دې فتنې په يوشمېرهيوادونوکي ډېررسوخ موندلی اوپه ازادانه ډول خپل باطل مسلک ته خلګ رابولي .
ډېری خلګ لاتراوسه هم دانکارحديث په تاريخ اوپه اسلامي امت کي ددوئ دراڅرګندېدلوپه نېټه خبرنه دي ،نه په دې پوهېږي چي دې فتنې څرنګه سرراپورته کړ؟ زه غواړم په دې يوه لنډه ليکنه کي تاسوته ددې باطلې فرقې تاريخ اودراپيداکېدلولاملونه په ګوته کړم .
داليکنه په حقيقت کي له هغه کتاب څخه اقتباس دی چي دمجلس التحقيق الاسلامي له لوري ترتيب شوی دی خوزه ترې صرف دايومضمون رااخلم ، هيله ده ګټه ترې واخلئ اوله باطلونظرياتوځان اواهل وساتئ .
الله جل جلاله ته سوال کووچي موږدصراط مستقيم پيروان کړي .
لومړی لامل :
له دې تاریخي حقیقت څخه انکارنه شي کېدای چي په اسلامي امت کي اول ځل دخوارجوپه نوم فتنې رامنځ ته شوه اودمسلمان امت اتحاديې ټوټې ټوټې کړ،همداراز خوارجوله ستروستروصحابه کرامورضی الله عنهم سره داړيکوغوڅولوپه ډاګه اعلان وکړ، عثمان اوعلی رضی الله عنهما، دجمل دجګړې اوتحکيم ګډون کوونکي يې کافران وګڼل ،ددې تکفيرپه نتېجه کي یې دهغوټولوصحابه کرامورضی الله عنهم داحادیثوله منلوهم انکاروکړچي دوئ کافران بلل (ځکه دحديث په روايتولوکي لومړی شرط مسلماني ده .)
دويم لامل :
بيادخوارجوله فتنې سره سم دشيعه ګانوفتنې سرراپورته کړ، داکه څه هم يوسياسي غورځنګ وواوغوښتل يې چي دحب آل رسول الله صلی الله عليه وسلم په نوم ځان داقتدار څوکۍ ته ورسوي خوتردې وروسته په شيعه ګانوکي سبايي روافضوخروج وکړدوئ بياله علی کرم الله وجهه اودهغه له يوڅوطرفدارانوپرته چي په شمېرکي يې ددوئ هم اختلاف دی نوردرې سره خليفه ګان اوټول صحابه کرام رضی الله عنهم کفاروګڼل .
ددې فتنې فطري عوامل ووچي له يوڅوهغوراويانوبغیرچي ددوئ ملاتړي وودنورو ټولوصحابه کرامورضی الله عنهم دحديثونوله منلويې ډډه وکړه ځکه دوئ ویل چي داټول کفار دي . نعوذبالله!
درېيم لامَل :
له دې وروسته ددويمې هجري پېړۍ په وروستيوکي داعتزال (عقل پرستۍ) دورراغی،ددې عقل پرستۍ په تسلط کي معتزله دې ته اړشول چي په هغوټولوحديثونو کي تاويل وکړي (دتاويل دنه کېدلوپه صورت کي يې دحديثوله صحيح منلوډډه کوله) چي دوئ دخپلوعقلي معتقداتوخلاف ګڼل .
دعباسي خليفه مامون په زمانه کي چي کله يوناني فلسفه عربي ته وژباړل شوه نود اعتزال مذهب دمامون په سرمشرۍ کي نورقوت هم ترلاسه کړ.
(ياده دي وي چي له يونانې فلسفې څخه مراداوسني منطق اوحکمت دي چي افغاني طالبان يې ډېروايي که څه هم دافلسفه له ا سلام سره ډېرلږاړخ لګوي . )
څلورم لامَل :
کله چي معتزله اوخوارجودواړوپه خپلومعتقداتوکي دغلوې پربنااعمال دايمان جز اورکن وګرزول نودغبرګون په توګه ددوئ په مقابل کي مرجئه فتنې سرپورته کړاودارجاء عقيده راڅرګنده شوه ،مرجئه ووپه دې عقیده کي دومره غلووکړه چي په څرګنده اوډاګه يې وويل :
" لاَتَضُرُّمَعَ الايمانِ مَعصِيْةٌ کَمَالاَتَنْفَعُ مَعَ الْکُفْرِطَاعَةٌ . "
ژباړه : له ايمان سره معصيت ضررنه رسوي لکه څرنګه چي په کفرکي هرطاعت ګټه نه لري .
ددې عقيدې په پايله کي مرجئه وودهغوټولوصحيحوحديثونوله منلوانکاروکړچي دکبيره ګناه اومعصيتونوپه کولوپکي دوعيديادونه شوې ده .
پنځم لامَل :
پرهمدې مهال دهغې زمانې دمشهورګمراه جهم بن الصفوان الراسبي چي وروسته ووژل شوپيروې ډله جهميه راڅرګنده شوه ، دالله جل جلاله پرصفاتودمشتملواحاديثواو هغواحاديثوچي په راتلونکوورځوکي دپېښېدونکوپېښوپه اړه يې له وړاندي لادالله جل جلاله دعلم ښوونه کوله ددې ټولوله منلويې انکاروکړ، دخلق قرآن (دقرآن کريم دمخلوق کېدلو) اوجبر(محض دبنده دمجبورېدلو) عقيده په ډېرزوراوشورسره خپره کړای شوه ، همدارازهغوئ دخلودفی النار(په جهنم کي دکفارودتل پاتي کېدلو) چي دټول امت اجماعي عقيده وه له منلوهم ډډه وکړه .
مطلب داچي داخارجي ، قدري (معتزلي) ، شيعه ، جهميه ، مرجئه هغه لويي ګمراهې ډلې دي چي داسلام په لومړنيووختونوکي راڅرګندې شوې . همدوئ داسلامي عقيدې وحدت له منځه يووړاوهمدې ډلودخپلې عقيدې دملاتړپه هدف دخپلومعتقداتو دمخالفوصحيحواحاديثوله منلوانکاروکړله همدې ځایه دانکارحديث فتنې ديوې مستقلې فتنې بڼه غوره کړه اودوباپه څېرخپره شوه لکه وړاندي چي مووويل .
داوودانکارحديث وسنت ياپه هغوکي له ځانه دتاويلوکولو،تصرف وتحريف تاريخ اودهمدې اسباب اولاملونه .
دې خوارجو،قدريانو،جهميه وو،مرجئه وو،شيعه ګانواونوروډلوله ټولواحايثو انکارنه کاوه اونه داورته شوني وه (دې ډلويوازي داهڅه کوله چي خپل عقائدپه حديثو ثابت کړي اوخپل مخالف حديثونه يې ردول ) خودوئ ديوې داسې طريقې بنسټ کېښود چي ملحدانواوزنديقانويې په خپلولوله اسلامي عقائدواواحکامودخلاصون لپاره دټولو حديثونوله منلوپه ډاګه ډډه وکړه ،دالحاداوبې دينۍ بنده دروازه يې يوځل بياپرانيستله .
نوربيا ...