د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډلې په اسیاد کې د لوبې په اړه اړین معلومات

کرکټ څانګه 21.11.2010 13:45

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ښار کې ده د نومبر په ۲۴ نېټه چې د څلور نۍ ورځ (چهارشنبه) کیږي لوبه کوي.

دا لوبه د چین په وخت د سهار په ۹:۳۰ او د افغانستان په وخت د سهار په ۶:۱۰ د قیقو پېل کیږي.

افغان لوبډلې د اسیاد په دې سیالیو کې د اسیايي هیوادونو د پیاوړو لوبډلو  په کتار کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د اسیا د دویمې درجې کرکټ هیوادونو سره په منځ لوبه کې کوي.

افغان ملي لوبډله د لوبو په مهالویش کې د  ِاي په ګروپ کې ځای لري، د دي ګروپ درې لوبډلې نیپال، مالدیف او هانګ کانګ په خپلو کې سره لوبه کوي او هره یوه چې پیاوړي و بیا په منځ لوبه کې افغان ملي لوبډلې سره په ۲۴ نېټه مخ کیږي.

د ملي لوبډلې لوبه په ۲۴ نېټه لاندې د تلویزیون چینلونه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي:

ملي تلویزیون غواړي چې دا لوبې ثبت کړي او بیا د شپې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.

د سبا تلویزیون چې په کابل کې یې مرکزي دفتر دی.( په ژوندۍ بڼه)

د اریانا تلویزیون. ( په ژوندۍ بڼه)

د شمشاد تلویزیون مسؤلینو وايي چې موږ کوښښ کوو چې د کرکټ مینوالو ته دا لوبه وړاندي کړو خو تر اوسه لا اخري پریکړه نه ده شوي.

په نړیواله کچه د دې لوبو  خپرلو حقوق د ټین اکشن تلویزیون هم اخستي چې زیات امکان شته په ژوندې بڼه یې وړاندې کړي.

د سلام وطندار رادیوږ

یادونه: د افغان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د پورته رسینو سره اړیکې نیولې او هغوي تائید کړي ده چې د کرکټ لوبې په کوم شکل خپروي.

په دې سیالۍ کې د اسیا ۱۰ اسیايي هیوادونه لوبه کوی او دا لومړي ځل دی چې په اسیاد کې د کرکټ لوبه ترسره کیږي.

په اسیاد کې د کرکټ په سیالۍ کې لاندې اسیايي هیوادونه شتون لري:

افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديپ، نيپال او سينګاپور) لوبډلې ګډون کوي.

افغان ملي لوبډله د اسیاد لوبې لپاره:

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د هرې لوبډلې غوراوی د د منډو د کتاب او د کرکټ د معیارونو پر بنسټ کوي.

همدارنګه د لوبډلې د کپتان او د هغې  لوبډلې د روزونکې مشوره پکې شرط ده، د افغانستان کرکټ بورډ  د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټه د لوبغاړو په غوره کولو او ټاکلو کې د هغوی پخوانۍ لاسته راوړنې څېړي او د هغوی لوبه په ویدیوګانو کې ګوري او بیا د هغوي په غوراوي د ډیرو څیړونو وروسته غور کوي.