د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنت کوټ (ناول)

وږمه سبا عامر 21.11.2010 14:35

 جنت کوټ ناول چاپ شو

د کتاب نوم     : جنت کوټ

لیکواله            : وږمه  سبا عامر

دچاپ شمېر: زر ټوکه

د چاپ کال   : ۲۰۱۰

چاپځای    : کابل

جنت کوټ د وږمه سبا عامر د هغه ناول نوم دی چې تېره ورځ په کابل کې چاپ او خپور شوی، کتاب په اخباري کاغذ په ... مخونو کې په ښه صحافت چاپ شوی.

د کتاب منځپانګه لکه له نومه چې یې ښکاري د پښتني سیمې د وروستیو حالاتو په اړه په زړه پورې او دردوونکی داستان بیانوي.

دغه ناول په وزیرستانونو کې د سخت دريزو وسله والو،بهرنيو جنګيالیو او هغو کسانو په اړه ليکل شوی چې په ډير چل او مهارت تنکيو ځوانانوته د جنت لالچ ورکوي او په بې دردۍ یې یې دمرګ تر کندې رسوي.

لیکوالې په ډير جرئت د ځانمرګي بریدونو په اړه د ځو ميندو د دردونو ډکې کیسې راخيستي چې په دغه لار کې یې د خپل زړه ټوټې له لاسه ورکړي.

په ناول کې دیوې داسې مور په اړه لولو چې يواځنی زوی او د کور يواځنی سرپرست یې د په اصطلاح د جنت د ټيکه دارانو له خوا څنګه ځانمرګي برید ته تیارېږي او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان الوځوي.

ددې ترڅنګ د يوې بلې پښتنې پيغلې په اړه هم کاږي چې څنګه خپل زلمی (نامزاد)چې غواړي پېنځه ورځې پس ځانمرګی برید وکړي  واده ته تیاروي او بیا یې یې سم ژوند ته تیاروي.

د ناول په پاڼو کې د هغه کس په اړه هم لولو چې له نامسلمانه ايټالوی دی خو د ځانمرګي بریدونو ټولې چارې د هغه له خوا سمبالېږي او تنکیو ځوانانو ته په ویښه جنت ورښيي.

ددې ترڅنګ مو د پاکستان ددوه مخې تګلارې څخه هم خبروي چې دغه هيواد څنګه هم طالبان پالي او هم یې پر ضد عملیات کوي........

که څه هم دا  يو ناول دی خو په حقیقت کې هغه څه پکې لیکل شوي چې په رښتیا هم په پښتني سیمو کې روان دي.

لوستل یې دهر افغان لپاره ګټور بولم.

مینه وال یې په افغانستان کې دننه له ټولو کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کولی شي.