د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا عمر: د دیموکراسۍ ترعنوان لاندې اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی

خبري څانګه 16.11.2010 07:54

د دولت د وسلوالو مخالفينو (طالبانو) مشر ملامحمد عمر په يوه خپره شوې پاڼه کې چې ټول افغان ته یې د دوی د وياند قاري يوسف احمدي له خوا يوه کاپي رسېدلې ده ويلي دي چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ ترعنوان لاندې اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی دی او د دولت لوړپوړي چارواکي یې تورن کړي دي چې ټول بازار یې لکه د ((محتکرانو په ولکه کې اخیستی ،چې قیمتونه هم ورته په خپله ټاکي)). ملا عمر زياتوي چې (( له همدې امله خو دهیواد زیاتره بې وزلې کورنۍ لکه چې ټول یې وینو سوال او ګدایي ته مجبورې شوې , اوفسادخپل وروستي اوج ته رسیدلی دى .))

ملا عمر همدا راز د دولت او بهرنيو ځواکونو سره د مذاکراتو کول رد کړي دي او د سولې د کميسيون غړو ته یې ويلي دي چې ((دکابل میشت پخواني جهادي مشران او مخور هم بایدپوه شي چې امریکایي یرغلګرولکه څنګه یې چې دسولې دشورا په نامه په عنوان شوې پروسه کې ستاسو غوندې له ځینو مخورو څخه دمجاهدینوپه ضدګټه پورته کړه، دتل غوندې به بیاهم هڅه کوي چې  دکابل دلاسپوڅي رژیم په خوا کې ستاسو له وجود څخه دخپلوناروا موخو لپاره استفاده وکړي)).

د ملا عمر په اعلاميه کې د ګاونډيانو په اړه هم پيغام شته خو تر لکه د پخوا ګونګ دريځ دی. نوموړي په ګاونډيانو غږ کړی دی چې د ((هيواد داستقلال لپاره خپل اخلاقي مسئوليتونه له پامه ونه غورځوئ)). خو د پاکستان د دريځ په اړه یې څه نه دي ویلي چې هم د طالبانو ملاتړ کوي او هم یې په امريکايانو خرڅوي.

د ملا عمر بشپړه اعلاميه دلته ولولئ.