د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دارواښاد شاعر صاحب شاه صابرشعري كليات چاپ شو

صاحب شاه صابر 12.11.2010 06:54

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دپښتوژبي د ليكوال  اوشاعر ارواح ښادصاحب شاه صابرشعري كليات دذبيح الله شفق په  هڅه او زيار په دي ورستيو كي دانش خپرندوي ټولي  له خوا.  د ١٠٠٠ ټوکو په شميركي چاپ او خپور شو.

په دې کتاب كي داروا ښاد درې چاپ شوي کتابونه (تكل ،خوبونه ،  قامتونه قيامتونه،اوڅو ناچاپه شعرونه ، په شاوخواپنځه سوه صفحوكي  راټول شوي دي.    

په كتاب باندي د سريزي په توګه شفق د ډاكتر صاحب شاصابر په ژوند او فن باندي هر اړخيزه خبري كړي اوپه ترڅ كي يي دبيلابيلو شاعرانو او داروا ښاد صابر دنژدي ملګرو نظرونه ا و له هغه سره تړلي خاطرات  راټول كړي دي 

 او همدارنګه  دارواښادنژدي ملګري ځوان ژورنالست اسراراتل  د (زما صابره زه دي پيژنمه) تر عنوان لاندي  ديمه سريزه كښله شوي ده

ديادوني وړ ده چي په كتاب باندي د خپرندويي ټولني له خو داسي يادونه شوي ده 

 ګرانه

موږدارواښادصاحب شا صابر كليات په دي پار چاپ كړ  چي لدي لاري سپمه شوي روپۍبه دارواښاد كورنۍ ته ليږو ، نو له تا څخه هيله كوو، چي نه يوازي دا چي كتاب مفت مه اخله بلكي دخرڅون پر ټاكلي  شوي بيي سربيره دارواښاد دكورۍ دمرستي په پار خپله ونډه لا زېاته كړه

دا هم د یادونې وړ بولو چې په کونړ کې د بي بي سي راډیو خبريال ښاغلی نعمت الله کریاب صيب د ارواښاد له کورنۍ سره پېنځه زره روپۍ نقدي مرسته وکړه.

 

------------

د كتاب ځانګړني

د كتاب نو م                     د صاحب شا صابر كليات

شاعر                                   صاحب شا صابر

چاپ زيار                                     ذبيح شفق

خپرندوى                          دانش خپرندويه ټولنه

چاپ كال                                 1389     

چاپ شمير                              1000             

كمپوزر                           ذبيح  الله شفق