د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما د بې سرپوښه هېواد، بېوسه مساپرو!

محمد نعمان دوست 09.11.2010 20:12

زه خبرېږم، چې هره ورځ اخوندان په ډاډه زړه ستاسو غاړو کې د دار پړي اچوي او ستاسو له وچو رګونو وروستۍ وينه زبېښي.
مخ کې له دې، چې د دار پړى مو غاړې ته ولوېږي، شايد خپله بېوزله کورنۍ مو سترګو ته ودرېږي، ځکه همدې بېوزلۍ تاسو د دار تر تختې ورسولى.
تاسو شايد له رسنيو ګيله وکړئ، ګيله مو حق ده. هېڅ ژورنالست رانغى او در نه يې ونه پوښتل، چې رښتيا هم د نشه يي توکو کاروباريان وئ؟
تاسو شايد له ژورنالستانو په دې هم ګيله من اوسئ، چې ستاسو د اعدام پرېکړه يې په کابل کې تر ارګه ونه رسوله، نو ځکه مو هېچا خلاصون ته ونه دانګلې.

خو داسې نه ده، ارګ خبر دى، خو د غبرګون جرئت يې ايراني کڅوړو وژلى دى.
په دغو کڅوړو کې ارګ ته ډالر راغلي، د هغوى غږ همدې ډالرو په ستوني کې وچ کړى دى.
ارګ، دغه جيره په ډېر افتخار هضم کړې او نورو کڅوړو ته هم په تمه دى.
زموږ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خيرات خوړل په ميراث پاتې دي، که نه دومره مجبوريت هم نشته، د يوه عادي ګمرک له عايداتو څخه هم دغه لګښتونه پوره کېداى شي.
له ارګه تمه مه کوئ!
ارګ خپل مسووليت ادا کړى دى، مخکې له مخکې يې د خواشينۍ د پيغامونو کندې جوړې کړې دي، له هرې وژنې وروسته د نېټې او د مقتولينو د شمېرې په بدلېدو يې، د رسنيو په واک کې ورکوي.
له دې پورته نور څه وکړي؟ د چا په رګونو کې چې د نورو په انرژۍ وينه چلېږي، هغوى کله غبرګون ښودلى شي؟
زما مساپرو هېوادوالو!
زموږ او ستاسې برخليک يو شان دى، تاسو هم پرته له دې چې وينه مو تويه شي، وژل کېږئ او موږ هم همداسې.
خو ستاسو خوشبختي په دې کې ده، چې ډېر ژر مو روح له ستړي بدنه کډه کوي او موږ دغه پروسه په تدريجي توګه وهو.
تاسو شېرپور نه دى ليدلى؟ دلته ټولې ښکلې او دنګې ودانۍ زموږ د ولس په وينه جوړې شوې، په نورو ښارونو او هېوادونو کې هم زموږ د ولس په وينه ابادي روانه ده.
څنګه چې ستاسو پوښتنه نشته، دغه شان زموږ پوښتنه هم نشته.
دلته يو نفر پسې لس قيمتي موټر ګرځي، خو بل د دې وس نه لري، چې خپل مريض روغتون ته انتقال کړي.
دلته ځينې کسان د خپلو اولادونو کليزې په دوبۍ کې نمانځي، خو نور بيا خپل وژل شويو اولادونو ته د کفن اخيستلو وس نه لري.
دلته ځينې او.....
مساپرو هېوادوالو! سترګې پټې کړئ، د دار پړى مو غاړه کې واچوئ او روح حق ته وسپارئ.
مرګ هسې هم لکه سيورى راپسې ګرځي، کله د چاودنې، کله د بمبار، کله د ډزو او کله هم د دار په شکل ځان راښکاروي.
همدا زموږ برخليک دي.