د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخاطرخاطرات

حزب الله اتل 08.11.2010 16:44

د خاطر رنګین غزل ته حیرانیږ
پدې خړ خیبرکې څه دي بې له خاورو
دپښتوادب په ارته لمن کې خا طرهم دهغو ګوته په شمار کسانو له ډلې ده چې لا تراوسه یې د تېرژوند پاڼې چا ندي اړولې که اړولي یې هم دي په هاغه شان یې ندي اړولي ، یا یې هم د خاطر هغه حق ندی پوره کړی څومره چې د خاطر پرمونږ دی ، د خاطر ژوند تر ډېرېره ځایه لا تراوسه هم په تیاره کې بریښي ، ترډېره خو لا د خاطر ا د بي هڅې تتې پاتې شوي او څرګندې شوي ندي ، خو پدې ټوله کې بیا د خا طر د یوان هغه لاسته راوړنه ده چې د خاطر د ژوند ډ ېر څه ترې څرګندیږي . مصري خان خاطر افریدی د پښتو ا د ب په تغزلي برخه کې ډېرڅه په میراث پریښي ، په غزلونو کې یې تشبیهات په داسې نا د ر ډول راوړي چې په لوستویې انسان دهماغه وخت رواجونو او دودونو ته بیایي ، د خیبر په خړو درو یې ګرځوي ، د خیبر درې د پښتنو له دودونو یې خبروي له خپلې خړې پړې مینې یې خبروي ، خپله رنګینه غزل ورته وړاندې کوي ، پدې خړه خا وره کې بل هیڅ نه ویني ، تنها خپل رنګین الفا ظ اورنګین غزل . خا طر چې څه ویلي په واضحه یې ویلي او له چا ندی ویریدلی ، سیمه ییز بندونه یې مات کړي ، شاید خاطر د خوشال بابا اشعارلوستي وي لکه بابا چې وایي :
زه خوشال کمزوری نه یم چې به ډار کړم په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه
ځکه خو افریدی هم وایي :
تل به بې پروا وي ګړنګونو نه څوک چې خپل منزل ته رسیده غواړي
خلق پرې تیر شوي له سرونو نه خوله ورنه خاطر په تشه خوله غواړي
که ا فریدي څه ویلي په خپله هم ورته ژمن پاتې شوی ، دعشق پدې ازغنه لاره که ګړنګونو کې هم غورځیدلی ورنه ندی ویریدلی ، ځکه خویې دې هر ډول حالاتو ته په زغرده ویلي ؤ ، ځان اونور ته یې پیغور ورکړی، دیار څخه شونډې اخیستل هم څه اسانه کا ر ندی اوپه تشه خوله نه کیږي .
د خپلو فریا دونو له پاره یې اشنا ته ګیله کړې ، د زړه دردونه یې ورسره شریک کړي :
زړه مې کوي هروخت دردونه اشنا لږ خو مې واوره فریادونه اشنا
دیار غلچکي کتلو داسې په زړه د اغمن کړی چې د ځان درغولو هیڅ لاره نه ویني ،خو دې ټولو ته هم څه هسې چپ ندی پاتې شوی له خپل اشنا سره یې هسې بندونه تړلي و چې په اوریدو به یې وروسته اشنا هم ویلي وي ، چې دامې څه وکړل :
خیر نن که درته ما وکتل تا راوکتل خو ګورم به دې بیا که دې سبا را وکتل

د ټولنې ناخوالو ته هم چپ ندی پاتې شوی د پښتني ټولنې د ردونه یې بیان کړي ، نه تنها دا دودونه د وخت ځوانان په زړه زخمي کړي ؤ ، بلکې پیغلې یې هم په زړه داسې زخمي کړې وې چې دا دردونه او تکلیفونه یې له ورایه په څېره کې بریښیدل ، د دردونو په وخت پیغلې همیش شور او فریاد کوي ویښتان یې اخوا دیخوا پراته وي او ځوانان بیا ګریوان څیروي ، داچې د ځوان کار باید داسې نه وي خو خاطر عمومي خبره کوي :
ته خو به کمڅۍ دزلفو جوړې کړې زه پدې شلید لي ګریوان څه وکړم
خا طر پوښتنه کوي اوپداسې ډول یې کوي چې اشنا حیرانیږي ، خلک حیرانوي ، سره لدې چې خپل سوال هم په بله ژبه نه کوي بلکې په پښتو ژبه یې کوي او له پښتنو یې کوي :
واخلمه تا اوکه دنیا واخلم په خندا څرنګه ژړا واخلم
خلک په ژړا خندا اخلي ، مګر خاطر بیا د مینې په نړۍ بل معیارټاکي او په خندا ژړا اخلي دا هرڅه په خوشالي اخلي .
تاته چې ګورم په دوو زړونو کې شم یو قدم مخکې بل په شا واخلم
بل ځای بیا د یا رغمونه په خپل ځان باروي هغه د حمید بابا خبره :
چې نازل شو دعشق تندر له اسمانه ما حمید دغم لایق ورته لاس ونیو
خا طرهم خپل یار ته ، عشق ته ، مینې ته په جهر نارې وهی :
خوشالي ستا شوه زه یې نه اخلم داستا غمونه واړه زه اخلم
اول سپرغۍ وم ستا دمینې داور اوس په ځان پوه شوم چې لمبه اخلم
په یاري کې بنګړي ماتیږي ، یا هم په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي ، په مینه کې هم همداسې کیږي که سپرغۍ هم وي اور به اخلي که داسې ونشي نو بیا په مینه کې دا هرڅه دروغ دي .
ځینې ځینې ځای بیا له خپل قسمته هم سرټکوي :
قسمته داسې دې وده کړم چې بیدار نه شوم بغېر له تا ستا دغمونو نه وزګار نه شو م
ځینې خلک په ننۍ تخنیکۍ نړۍ کې له بې روزګارۍ سرټکوي ، خو خاطر بیا ډېرښه روزګار پیداکړی دیار غمونو پېټی یې په شا کړی او ترې ځان وزګار نه بولي ، لدې بار سره ډ ېر ځای پرځیدلی راپورته شوی او بیا راپرځیدلی دی :
پدې دنیا کې به غېر ستا له ژونده څه ژوندون وي لویږم غورځېږم خو یو ځل پکې خمار نشوم
چاړه که د سرو هم شي څوک یې په ګیډه نه منډي ، خاطر هم دیار لدې غمونو نور تنګ شوی ، خو بیا هم د مینې د د ود له مخې خپل یار ته نشي ویلی :
نور په زړه مې نه ځاییږي چې څه وایم رانه بیا مرورېږې چې څه وایم
دردونه تیروي په پټه یې تیروي ، خو له رنګ او مخ نه یې بیا داهرڅه په ورایه څرګندیږي ، خو کله چې ترې پوښتنه شوې بیا هم خاطر غلی پاتې شوی :
که څه هم نه وایمه هم راپورې لګې پدې هم راته قهریږې چې څه وایم
خاطر په زړه پړسیدلی ، له دنیا تنګ شوی ، له دردونو درد یدلی د خپل زړه حال یې بیا هم په غزل کې څرګند کړی :
ته به ګرځې هسې ښکلې زه به مړیم چې مې اوس وی لږ لیدلی زه به مړیم
ای اشنا چې دې وطن له ته رادرومې خړ خیبر خو دې لیدلی زه به مړ یم
له انشا هسې یو ست غواړي ، د پښتنو یو مشهور متل دی چې وایي : یو په مست ښه ښکاري او بل په نه خوراک ، خاطر له اشنا ګیله کوي :
ته ماخا طر ته هسې ست خو وکړه چې خفه نشې په درتلو کې نه یم
خاطر هر څه هوایي ندي ويلي ، په غزلونو او شعرونو کې هم هسې شهکارې غزلې شته چې نن دهر چا په خوله دي ، داهرڅه یې دغزل په ماهیت تر لاسه کړي .
ستا دمنزل په مزلونو کې یم
درسېد و په امېدونو کې یم
نه مې دنیا نه مې عقبا لګیږي
دغې سودا او دافکرونو کې یم
دا ستا رخسار به مې هیر نشي اشنا
که د بهار په سروګلونو کې یم
زما په زړه کې خو هم ته یې اشنا
دازه خاطر که د چا زړونو کې یم
خپل منزل ته د رسیدو له پاره یې ډ ېر امیدونه په زړه کې لرل نه یې دنیا او نه یې عقبا ته کتلي ، همیش یې همدغه فکرونه کړي د یار مخ ورته د بهار د سرو ګلونو په شان ښکاري ، په خپل زړه کې یې که څوک ساتلی هغه به یې اشنا وي ، ځکه مقدسو او پاکو ځایونو ته دهرچا ننوتل امکان نه لري او نه ورته اجازه وي ، خو خاطر چې څوک په زړه کې ساتلی هغه به هماغه څوک وي دچا په نوم یې چې خپل ژوند لیکلی ؤ ، دچا له پاره یې چې ژوند کړی ؤ چاسره یې چې دزړه دردونه شریک کړي ؤ . د خاطر له ټولو سلوکونو او خصلتونو یو هم دادی چې کبر نکوي کبر بد ګڼي ، ځان خاورې ګڼي نورو ته هم پدې لاره دتلو امر کوي . چاچې خاورې ځان ګڼلی په ژوندون دی هغه چېرته کې وده دی بې له خاورو
د یار غمونه د انسان له پاره هغه څه ګڼي چې د خاطر په وینا انسان کلکوي دغمونو پر وړاندې یې راویښوي له غم سره یې بلدوي :
دانسان سره چې غم مل شو نوکلک شو
دېوال کړی چا اوبه دي بې له خا ورو
د خا طر رنګین غزل ته حیرانیږم
پدې خړ خیبر کې څه دي بې له خاورو

مګر بل ځای بیا همدغه عشق ، مینه ، محبت دانسان له پاره څه ګڼي ؟
باد شومه دعشق دګړنګونو په سرونو پریوتم د لرې وطنونو په سرونو
عشق انسان لکه دخاورو زره ګرځوي ، هغه زره چې په خپل واک کې نه وي باد یې هر لورته وړي ، په هرځای یې چې خوښه شي هلته یې رسوي .
دریغه چې داستا داننګو خوله هم زه وای پرخې ته چې ګورم دګلونو په سرونو
د ګل له پاره کوم ځای د اوسیدو ، غوړېدو له پاره ښه وي ؟ هماغه ځای چېرته چې ګل ښه روزل کیږي ، د ګل لپاره هماغه څوک محترم وي څوک چې یې په نازګو ګوتو هر سهار مخ تخنوي ، د ګل له پاره هماغه څوک محترم دی چې دنورو له یرغله یې ساتي ، اوبه ورکوي ، ناز ورکوي، نو ځکه خو ګل هم ورته خپل راز وایي په اخلاص یې وایي او خپل ګلورین مخ ورته پرانیزي ، د زړه د رد ونه ورته ښيي ،خاطر هم دیار داننګو په سر ژوند غواړي دا ژوند که څه هم دیو څو شېبو لپاره وي ، خو خا طر پرې خوښ دی ، خاطر اغیزمن شوی د ګل له مخ څخه یې درس زده کړی ، مګر یو څه چې خاطر جبر کوي هغه داده چې ، خوله همیش د ستړیا او زیار زیږنده ده ،خاطر هم په خپل یار دردونه لوروي ترڅو دی د اننګو پرسر ځای ونیسي خو څه وکړي خاطر هم ملامت ندی دښکلو همدغه ځانګړنه ده ظلم ، جبر ، زور او ........... فریا د ، زاري ، ژړا ....
ښکلي به سرټیټ کړي اخرستا په تصور کې ډېر خاطره ستا دغزلونو په سرونو
خپل غزل له هرڅه ښه بولي د ښکلو سترګو دغشو لپاره یې هغه زغره بولي چې دی پرې ځان ساتلی شي ښکلې رام کولي شي ، د خپل دربار منجاوران یې ګرځولی شي دا ټول په خپل غزل کولی شي ، د ده په وینا د ده غزل ده چې د ترکو زړونو ته به لار کوي ، بند ونه به ماتوي ، ټپونو ته مرهم ګرځي پرخپ وخت هر چېرته او هرکله . ځینې ځایونه هیښونکې تضادونه سره راوړي چې تر ډ ېره ورسره انسان لدې لوستلو د وړاندې نه وي مخ شوی
خلک چې نښه ولي ګوري ورته تا چې مخ پټ کړلو ګوزاردې وکړو
خاطره زه له تانه چا وړی یم وار به دې راشي که لږ وار دې وکړو
مونږ همیش خلک لید لي څوک هم چې نښه ولي ښه ورته ځیروي یو ځل نه څوځل ورته پام کوي ،مګر خاطر داسې چا په زړه ویشتی چې ده هیڅ نه منله داسې چا په زړه ویشی چې د ده ورته پام نه ؤ فکر یې کړی چې له ما وشرمېده ځکه خاطر به هم اوریدلي ؤ چې :
مخ په مړوند کله پټیږي ظالمه یاره سلامي ولاړه یمه
مګر خاطر له داسې چا سره مخ شوی چې مخ یې پټ کړی ګوزار یې کړی او دی یې د زړه په سر ویشتی دی
خبر نه وم دې ثواب او دې عذاب ته خو تصویروم ستا په وروځو کې محراب ته
خپله نښه یې ویشتې ، دې ته یې ندي کتلي چې دا ښکار یې ثواب لري که عذاب .
ډېر وخت د یو شي خوړل انسان زړه موړی کړي انسان که هر وخت خواږه خوښووي دا د فطرت غوښتنه ده ، خو خاطر بیا هغه څوک دی چې د یار له لوري ترخو ته یې هم کله کله زړه کیږي او په خوږوهم د لووږې احساس نه کوي .
ترخو ته مې زړه کیږي کله کله
په خوږو سړی مړیږي کله کله
ښکاري یار مرور نه دی ای خاطره
په لیمو کې چې اوسیږي کله کله
د د ردونو او تکلیفونو پروخت له انسان سره هیڅوک نه وي هیڅوک هم له چا سره لا س نه کوي ، مګر له ده سره یو ملګری شته داسې لکه د سیوري په شان ورسره ګډ دی هیڅ ترې نه بیلیږي داڅوک دی ؟ داڅه شی دی ؟ داچیرې اوسیږي ؟ له چا سره اوسیږي ؟ خاطر پیداکړی له هرچا سره شته مګر داچې څوک ورته متوجه شي څوک پسې وګرځي ورسره ملګرتیا وکړي داڅوک دی! دا اوښکې دي په لیمو کې اوسي هیڅ وهت هم نه بېلیږي هیڅکله هم نه مروریږي همیش یاري کوي ، دهروخت له پاره یې کوي او په هرځای یې کوي خو دا لیمې اوسترګې چیرې اوسي ، هغه سترګې چې خاطرپرې ژوند بایللی :
زړه پدې نه دی چې ناولی مخ دی
چې کوم یې خوښ شي هغه ښکلی مخ دی
څه وسو تا که دیدن بند کړو پرما
خاطر په زړه کې ستا ساتلی مخ دی
سره لدې چې دی په مینه ییز محور څرخیدلی ، د خپل اولس له پاره هم ګړیدلی د وخت او حالاتو سره سم ، خپله خاوره یې د دنیا په ډ ېرو مختلفو سیمو هم نده ورکړې لا یې غوره بللې او کړنلاره یې مونږ ته داپه ګوته کوي چې با ید ترسره یې کړو ، ددې خبرې دلیل بیا څرګند دی ځکه خاطر پداسې ځای کور اوسیمه کې مېشته ؤ چې همیش یې دهر طاغوت پروړاندې سرغړونه کړې داسیمه خیبر نومیږي ، نو همداده چې خاطر به هم لدې هرډول حالاتو خبر ؤ یو څه یې د فکر په زیږنده یعنې اشعارو کې هم څرګند یږي ،مګر تر ډېره بیا دابرخه پکې تته بریښي ځکه په خپله د خاطر د ژوند ډ ېر اړخونه لا روښانه نه دي ، هغه دصاحب شاه صابر خبره :
جنګ به زمونږ نه وي خو مرو به پکې مونږ لیوني
څوک چې ختن اخلي مورچه به په خیبر جوړوي
لدې هرڅه به مخا مخا خبر ؤ اوریدلي به یې وي ، مخ شوی به ورسره وي پېښ شوی به وي ، دی هم چپ ندی پاتې شوی ، دې هرډول حالاتو ته یې ژبه نده ګونګه شوې پدې ازموینه کې یې هم خپل قسمت ازمویلی ترې کامیاب راوتی ځکه خو چې نن هم څوک د لواړګي په غرنۍ لاره تیریږي د خاطر افریدي کلي ته په رسیدو د خاطر خړپړ قبر ته دریږي او هغه ورځې ورته د یو تصویر په شا ن په مخ کې تیریږي چې یوه ورځ به هم خاطر دلته ګرځیدلی وي ژوند به یې کړی وي مګر نن د تورو خاورو لاندې ارام پروت دی .

روح یې ښاد