د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړی هایکو نګا ر ، او دحبیب امرخیل * ماشومانه لیک *

طایرځلاند 07.11.2010 19:28

دپښتو ادب دا غټه بد بختي ده چې هر تو ماتو یې قلم لاس کې نیولی دی او په ادبی موضوعاتو لیکل کوي . او زمونږ لوستونکي یې په پټو سترګو خبرو ته داسې غوږ یو لکه اوس چې کوم افلاطون خپله نظریه تشریح کوي . له بده مرغه زمونږ دکابل پوهنتون معیار هم دې ته رسیدلی دی چې داستادۍ په ګډۍ ناست شخصیات اوس هم په زړو خبرو شخوند وهي ، او دشاګردانو یې هم همدا حال دی [له یو نیم نه پرته ] دپښتو ادبیاتو نه فارغ محصلین له شرایطو سره سم په ورستي کال دتیسسیز په نوم دخپلې دفاع دپاره په یوه موضوع کار کوي چې زیاتره یې له زړو لیکل شوو تیسسسزو نو نه کار اخلي او استادان یې پرې هم پټې سترګې دتایید مهر ولږوي
داڅو ورځې کیږي چې افغان ادبي بهیر ویب سایټ کې دحبیب امیر خیل دهایکو په اړه لیکنې لولم چې هرې لیکنې ته یې له خندا نه وژاړم لومړی داچې له پښتو ادبیاتو نه فارع محصل داحال وي نو دنالوستو لیکوالو نه ګیله دڅه کوو؟
خو نن مې یې داسې لیکنه ولوسته چې دکابل پوهنتون باندې یې راته ژړا راوستله . دا لیکنه وه[د پښتو ادب ځينې لومړني هايکو ويونکي[[*
په دې لیکنه کې دا فاضل وایې چې پښتو کې دهایکو بنسټ ایښودونکی ظفرخان ظفر دی ، لومړی غواړم ددې ښاعلي دا عبارت دلته رانقل کړم دې لیکي : په پښتو ادب کې دهایکو بنسټ ایښودونکی ظفرخان ظفردمحمد اکبر خان زوی ..... تر اخره ،
دې ښاعلي دخپلې خبرې دتایید دپاره دپیښور پوهنتون ډاکتر اظهار رایه راوړې ده چې غلطه یې استعماله کړې ده څه چې هغه ویل غواړي دې ښاعلي ترې غلطه مانا اخیستې ده زه نه غواړم چې دهغې نظر دلته رانقل کړم خو که ضرورت شو او چا یې غوښتنه کوله نو بیا هغه کز او هغه میدان ، خیر ترکومه چې دظفرخان ظفر خبره ده لومړی خو دا چې دهغه دناوې لور په اړه تر وسه ډیر لیکوال دا وایې چې دا هایکو ګانې نه دي بلکې دا یو بل جاپانی صنف سنریو ده ، دویمه خبره دا چې که هایکو ګانې یې وه هم ګڼو نو بیا هم له دې نه پوره شل کاله دمخه هایکو ګانې په کوزه پوښتونخوا کې چهاپ شوي دي ، او دظفر خان دکتاب نه مخکې پوره لس دهایکو کتابونه چهاپ شوي دي لومړی کتاب داسماعیل ګوهر دی دمسکا په نوم دډاکتر اظهار الله اظهار درې دهایکو ګانو ټولګې، راته غوږونو کې بنګړي شرنګوي . ستا دځوانۍ تصویر په خوب ویده دی. اویوبل کتاب چې اوس یې رانه نوم هیر شو د ډاکتر دیدار یوسفزي دوه ټولګې چهاپ شوې دي دشکیل احمد نایاب دناهید سحر یو کتاب دقاسم بنوي کتاب دایاز غزل کتاب او داسې نور، تر کومه چې دلومړي دهایکو دبنسټ ایښودونکي خبره ده نو دکوزې پښتونخوا دکوهاټ دسیمې مشهور شاعر رومان ساعر په پاسته کاڼي کې لومړی هایکو ګانې چهاپ شوي دي چې تقریبا په 1980 خووشاکې دپاسته کاڼی په نوم خپور شوی و . همدا راز قاسم بنوي هم دلومړي هایکو لیکونکي دعوه کوي همدا راز دکویټې دسیمې مشهور شاعر ربنواز مایل ددې دعوه کوي چې لومړی هایکو هغه لیکلې دي خو ددوي هایکو ګانې لومړی ځل په په 1996 میلادي کې چهاپ شوي دي او دې وخت کې داسماعیل ګوهر دهایکوګانو مجموعه دمسکا په نوم چهاپ شوې ده نو که رومان ساعر لومړی هایکو لیکونکی نه شي نو بیا باید بنسټ ګر یې اسماعیل ګوهر وګڼو خو داسې نه ده له ده مخکې رومان ساعر کتاب کې چهاپ کړې وې ،
نو اوس تاسې فکر وکړۍ دظفر خان کتاب چې له 2006 نه روسته چهاپ شوی دی څنګه دا دپښتو لومړی هایکو لیکونکی شو په خپله درې ټولګې داظهار الله اظهار چهاپ دي داسماعیل ګوهر ترې تقریبا 12 کاله مخکې چهاپ دی نو څنګه ظفر خان ظفر بنسټ ګر شو
دایو څو کرښې مې دې دهغه درد له مخه ولیکلې چې ددې محصل په حال راته راغی هیله کوم دارور خپل کار ته مخلص شي او په روښتونی توګه دې دژبې خدمت وکړي او دخلکو سترګو کې دې خاورې نه اچوي دهایکو په اړه دې له سره بیا کار پیل کړي او په تیرو لیکنو دې هم ناظرثاني وکړي ګنې دتاریخ یوه غټه برخه به مسخه کړي ځکه چې دا لومړی ځوان دی چې په تیسسز کې داموضوع غوره کوي
ده ښاغلي چې دهایکو دهییت په اړه څه ویلی دي ډیر مشکلات لري همدا راز دهایکو پیژندګلو چې په کوم ډول کوي یوه غټه تیروتنه ده او داسې دې نه ګڼی چې څوک ګنې په دې نه پوهیږي او که کتابونه ورسره نه وي را دي شي چې دهایکو په اړه ورته کره کتابونه او مالومات ورکړم او په دې تیروتنه باید له ټولو لوستونکو نه بخښنه وغواړي