د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چرګان

محمد نعمان دوست 02.11.2010 21:50

چاړه په لاس ځوان، چې کالي يې په وينو ککړ و او ځاى- ځاى پرې سپينې بڼکې نښتې وې، قفس ته لاس ونيو او بيا يې وويل: کوم يو دې په کار دى؟

يو چاغ چرګ مې په نښه کړ، ښه تنکى و او د سپينو بڼکو له منځه يې د شا، سره غوښه ښکارېدله.

هغه، لاس وردننه کړ، چرګان په وسپنيزې پنجره کې په ټوپونو شول او بيا د چرګانو قصاب په نښه کړى ترې راووېست.

اجل نيولى يې څملاوه، په مرۍ يې ورته چاړه راتېره کړه، وينو دارې وکړې او د شاوخوا ځمکې سور رنګ يې بيا تازه کړ.

د چرګ ساه لا پوره ختلې نه وه، چې پوستکى يې ترې ووېست او بيا يې د لرګي پر يوه ګنډه کېښود او ټوټه – ټوټه يې کړ.

نورو چرګانو هماغه شان ورکتلې.

ما ويل، اوس به يو شور جوړ شي، په پنجرې به هجوم راوړي او د ازادۍ لپاره به خپله وروستۍ هڅه وکړي.

خو داسې ونه شول، په چا چې راغله، په هغه راغله.

د چرګانو نسل مې له پامه بد شو، بې غيرته راته ښکاره شو.

ټوټه شوى چرګ مې په پلاستيکي کڅوړه کې لاس کې نيولى و او کور ته په لاره مې چورتونه وهل:

دا چرګ څه بې غيرته نسل دى، ښه يې ويني، چې هره ورځ يې له پنجرې ملګري راوېستل کېږي او په مخ کې يې حلالېږي، خو دوى هېڅ نه کوي او خپل مرګ ته شېبې شماري.

دوى خو هسې هم ټول وژل کېږي، ولې يوه ورځ ځان نه وژني؟ ترڅو راتلونکى نسل له دغو قصابانو وژغورل شي؟

د فکرونو لړۍ مې د امبولانسونو چيغو وشلوله، کلي کې خلک راټول وو، له امبولانسونو يې د دوو تنکيو ځوانانو تابوتونه راښکته کړل، ټولو حيرانې حيرانې ورکتلې.

زموږ کلي ته يې څو ورځې وړاندې هم، غبرګې جنازې راوړې وې او خلکو ورته يواځې ژړلې.