د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - وروستۍ برخه

محمدوصيل پېروز 02.11.2010 07:53

* کوم وخت چي له يوه مشکل اويوې ستونزې سره مخ شې نودداسي کلمې له ويلوډډه کوه چي هغه دشيطان دوسوسودروازه پرانيزي پرځای يې داسي وايه چي دادتقديرکارونه دي ، دالله چي څرنګه خوښه وي هماغسي يې کوي .
* دانبياؤاوصالحانوپرقبرونومسجدمه جوړوه ځکه په داسي مسجدونوکي لمونځ روانه دی په يوه متفق عليه حديث کي له عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : (لعنة الله علی اليهودوالنصاری اتخذواقبورانبيائهم مساجديحذرماصنعوا) معنی داچي پريهودواونصاراوودي دالله جل جلاله لعنت وي چي دخپلوپيغمبرانوپرقبرونويې مسجدونه جوړکړل له داسي کارو‌ډډه وکړئ .
عائشه رضی الله عنهاوايي چي که درسول الله صلی الله عليه وسلم داحديث نه وای نوصحابه کرامورضی الله عنهم به دنبي کريم صلی الله عليه وسلم پرقبرزيارت جوړکړی وو.
(متفق عليه)
همدارازپه يوه بل حديث کي نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي :
(ان من کان قبلکم کان يتخذون قبورانبيائهم وصالحهم مساجد،فلاتتخذواالقبور مساجدفانی انهاکم عن ذلک .) (ابوعوانة)
ژباړه : ترتاسودوړاندينيودينونوپيروانودخپلوانبياوواوصالحانوپرقبرونومسجدونه جوړول ، تاسوپرقبرونومسجدونه مه جوړوئ بې شکه زه تاسوله دې کاره منعه کوم .
* درسول الله صلی الله عليه وسلم اودصحابه کرامورضی الله عنهم دتوسل په اړه چي کوم احاديث روايت شوي پرهغوهيڅکله هم باورمه کوه ځکه داموضوعي دي اودنوروله خواجوړشوي دي . په دې لړکي کولای شم چي لاندينيواحاديثوته اشاره وکړم .
(توسلوابجاهی فان جاهی عندالله العظيم .)
ژباړه : زماپه مرتبه سره توسل ترلاسه کړئ ځکه دالله جل جلاله په نزدزمارتبه ډېره لوړه ده .
(فاذااعيتکم الامورفعليکم باهل القبور)
ژباړه : کوم وخت چي په مشکلاتوکي راګيرشوئ نواهل قبوروته رجوع وکړئ .
(ان الله يوکل ملکاعلی قبرکل ولی يقضی حوائج الناس )
ژباړه : بې شکه الله جل جلاله دهرولي پرقبرملائکه مقرروي چي دخلکواړتياوې پوره کوي .
(لواحسن احدکم ظنه بحجرنفعه )
ژباړه : که يوڅوک يوې ډبرې ته په ښه نظرګوري هغه ډبره هم ورته ګټه رسوي .
* دمېلاد،معراج،نيمه شعبان اونورودې ته ورته مراسموله لمانځنې ډډه وکړه ځکه داپه دين کي نوي کارونه دي اودشريعت له لوري پرې کوم دليل نه شته . موږپوهېږوچي درسول الله صلی الله عليه وسلم اصحاب ترموږزيات پردين مين وواوتل يې دخيرکارونه ترسره کول که په دې شيانوکي خيروای نومعلومه خبره ده چي هغوئ به ترموږوړاندي وولنډه داچي دايولړبدعات دي چي په دين کي نوي راپيداشي لمانځنه يې په مطلق ډول حرامه ده بايدډډه ترې وکړې .
ومن الله توفيق
په ټوله نړۍ کي دالهي توحيددحاکميت په هيله
محمدوصيل " پېروز"
۱۴۳۱ هـق / شوال / ۹
۱۳۸۹ / سنبله / ۲۷
۲۰۱۰ / سپتمبر/ ۱۸
پای