د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري (څلورمه برخه)

غلام محمدزرملوال 30.10.2010 23:21

٢- د ژبې پرابلم: پنجابي شئونستانو تل تر تله هڅه کړې ترڅو بنگالى ژبه له خاورو سره برابره کړي او مړه يې وساتي. بنگالي اولس د دې استعماري خصلت مزه د پاکستان له زيږيدنې يو کال وروسته وڅکله. قايد اعظم محمد على جناح د ١٩٤٨ کال د فبرورۍ په مياشت کې بنگال ته په خپل لومړني او يواځنى سفر کې داسې اعلان وکړ چى يواځې او يواځې اردو به د پاکستان رسمي ژبه وي. اردو ژبه په داسې حال کې تحميل شوه چى په سلو کى لسو تنو هم ورباندى خبرى نه شوى کولاى. په مليونونو بنگاليانو او نورو مليتونو ځان ته خپلې ژبې لرلې.

د قايد اعظم دى اعلام په بنگالى ملت باندى چى د پاکستان د زيږيدو د برياليتوب سبب شوى و، سړې اوبه تويې کړې او د پرله پسې مبارزو لپاره يى ليار هواره کړه. د ژبى مسئله په پاى کې دومره وخيمه شوه چې له زده کوونکو او انقلابيانو څخه پنجابى جيلونه ډک شول. د هغوى له منځه يو هم شيخ مجيب الرحمن و چې هغه وخت يې د جيل لمړۍ مزه وڅښله. د ځينو نورو په وينو باندى د پوليسو ظلمونو او بى رحميو کوڅې او بازارونه رنگ کړل.

دې کار پخپله بيا له خطر څخه ډک عواقب له ځان سره لرل. په مل اسامبله کى بنگالي نمايندگانو ته اجازه نه وه چې پخپله ژبه خبرى وکړيکله چى هغوى پدې خبره اعتراض وکړ، لياقت على خان يې په ځواب کى وويل چې: "پاکستان يو اسلامى هيواد دى بايد ملت يې په اسلامى ژبه خبرى وکړي ... د يوه هيواد لپاره دا ډيره حتمي گڼل کيږيچى په يوه ژبه خبرې وکړي او هغه ژبه به يواځى او يواځى اردو وي!"

د ژبې مشکل په ١٩٥٢ کال کې خپلې وروستۍ مرحلې ته ورسيد او پن]اب مجبور و چې بنگالي ژبې ته حق ورکړي پدى شرط چې په ليک کې د اردو الفبا استعمال کړي. د دى په نتيجه کې په سلگونو تنه په هغو نښتو کى چى له پوليسو سره يى وکړې ژوبل او ووژل شول. وروسته پنجاب دى ته ورسيد چه بنگالي او اردو ژبو ته مساوي حق ورکړي او انګريزي د رسمي ژبى په توګه ومنل شوه.

٣- اسلام: لياقت على خان پدې خبره چې "اردو د مسلمان اولس ژبه ده" د اسلام مقدس دي ته خيانت او له مذهبي حقيقت څخه انحراف وکړ. د قرآن پاک ژبه خو په عربى ده نه اردو! د لياقت على خان دا خبره بلوچى، سندهي، پنجابى، پښتو او نورو ته متوجه نه وه بلکې يواځې بنگالي ژبه يې مخاطبه کړه او په ډاگه څرګنده شوه چې د نوموړي دا عمل يواځې د ړانده تعصب په بنسټ ولاړ و. د خندا وړ خبره خو دا ده چې لياقت على داسې وښودل چې د ده پورتنۍ پريکړه د هندوانو د ګڼ شمير اقليت په هکله چې په ختيځ بنگال کې استوګن شوې وه. مګر که داسې واى نو خورا ګڼ شمير هندوان او مسلمان په پن]ابى هم خبرې کوي او بايد د پنجابى ډلې له خوا ور سره همدا ډول کړنه شوې واى! مګر پدې عمل کې د  تعصب کړکيچنه او کرکجنه څيره له ورايه څرګنده وه او تر پايه پورې پاتې شوه.

د بنگالي اولس په ديندارۍ هم په ډول ډول ملنډې او مسخرې وهلې شوې او د پنجاب واکدارانو پدې هکله هم عجيبه حيرانوونکې اعلاميې کړې دي. ملک فيروزخان چې په ١٩٥٢ کال کې د ختيځ بنګال حکمران و په وار وار دا خبره کړې چې بنگاليان نيم مسلمان دي! د چرګانو په حلالولو پسې سر نه گرزوي! دې مسخرو او ملنډو دومره زوږ پورته کړ چې په پاى کې مولانا بهشاني د يوې مرکې په ترځ کې ورته اشاره وکړه او ويې ويل چې: "ايا خپلى لنگى ړنگې کړو څو ثابت کړى شو چه مسلمانان ياستو؟

ما پخپله هغه وخت چې په کوميلا کې د نهم ډيويژن په کتنه بخت وم وليدل او واوريدل چې پنجابى افسرانو بنگالى اولس د اسلام سره په بې وفايي تورنول، هغوى ته به يې په ډاګه د کفارو او هندوانو نسبت کاوه او يواځنى دليل يې دا و چې ولې بنګالي ناسيونالستانو د پنجابي داړه مار ټولي په ضد مبارزه کوله. دا عمل د رښتيا او حقيقت تکذيب دى ځکه چې ډاکه پخپله د يو زر ماجتونو (مسجدونو) د ښار په نامه شهرت لري. دا واقعيت حتى د توريستي کارتونو پر مخ ليدل کيداى شي. زما په خيال بنګالى مسلمان لکه نورې اسلامي ټولنې پاک او بې الايشه دي او رښتيا ده چې په اسلامي لارو او طريقو باندې له ډيرو پنجابيانو څخه ټينګ ولاړ او د عقيدې خاوندان دي. په بنګال کې له ډيرو نهياتو څخه ډډه شوې مگر پرعکس اسلام اباد د پاکستان پايتخت بى بندوبار او بى اجازې د شرابو له مغازو څخه ډک دى او د جمعرات په په ورځ چې د مسلمانې نړۍ مقدسه ورځ ده د حرامو بازار خورا تود وي. لوڅ فلمونه، تياترونه او اکټونه چې په کراچۍ او لاهور کې ښودل کېږي هيڅ کله  يې په ډاکه يا چيتگانگ کې د ښودلو امکان نشته دى. د روژې د مبارکې مياشتې احترام په بنگال کې تر پاکستان څخه زيات ساتل کيږي. د ١٩٧٠ کال په انتخاباتو کې شيخ مجيب الرحمن له دې سره سره چې تر سختې شکنجې لاندې و، د روژې د مياشتې ټولې ورځې يې روژه نيولې وه او شرطونه يې په ځاى کړل. دا حقيقت ما ته پخپله څرگند دى کوم وخت چې د ډاکې په دومڼدى کې د نوموړي کورته ورغلى وم. برعکس کله چې په کراچى او راولپينډى کې د ځينو نورو سياسي ملګرو کورونو ته له هغه نه يوه اونۍ مخ کې ورغلم، بل ډول صحنه مې وليدله. داسې چې د يوه کره مې د غرمې ډوډۍ وخوړله او د بل په کور کې مې څښل وکړل. په دې ټولو بيا هم مجيب او د هغه اولس ته د کفر نسبت ورکول کيږي او يواځې پنجابي ګوډاګيان مسلمان دي. داسې درواغ او د حقايقو تکذيب بيا هم د ختيځ بنګال له خوا دومره جدى نه و تلقي شوى، خو بايد وويل شي چې د زيات شمير حساس بنگالي اولس په زړونو کې يې د پنجاب په هکله کلکه کرکه پيدا کړې وه.