د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تاريخي جغرافيه (٢)

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 28.10.2010 01:51

دويم څپرکى

د ننګرهار مشهور ښارونه

د ننګرهار په جغرافيايي موقعيت او د ننګرهار په کليمه عمومي رڼا واچوله شوه، اوس د ننګرهار پر مشهورو ښارونو خبرى کوو اوله لرغونو ښارونو څخه نيولې بياتر معاصرښار يعنې ددغه ولايت په اوسني مرکز جلال اباد به هم پوره بحث وشي. په تاريخ کې څرګنده ده چې د ننګرهار لرغونى مرکز او مهم ښار هيلو (هډه) وه چې په لاندې ډول پيژندل کېږي:
الف- هډه:
هډه د جلال اباد د ښار جنوب لويديځ ته د لس کيلو مترو په واټن پرته ده او د موټرو سړک مخامخ هغه ځاى ته غځيدلې دى.
د هډې شمال ته اوسنى جلال اباد، سويل ته يې سپين غر، شمال لويديځ ته يې د سره رود غر (توغر) او سويل ختيځ ته يې د شمشاد غر موقعيت لري او له سپين غره څخه څه نا څهً (٥٠) کيلو متره واټن لري.
( که چېرې د اوسنۍ هډې څلو رخواوې وڅېړو نو سويل ته يې د چپرهار ولسوالي، شمال ته يې د جلال اباد ښار، ختيځ ته يې د روداتو ولسوالي او لويديځ ته يې د سره رود ولسوالي پرته ده.)
هډه د ګريک و بوديک د صنعت او د بودايانو د پخواني تمدن د مهمو ځايونو څخه شمېرل کېږي. د سپړنو په پايله کې د هغه ځاى له استوپو څخه مجسمې او نور زيات تاريخي اثار لاسته راغلي دي، چې د هغو بيلګې د کابل، فرانسې او انګلستان په موزيمونو کې ليدل کېږي. له دې څخه پرته په اوسني وخت کې هم هډه د ملا نجم الدين صاحب د زيارت له امله چې د هډې په ملاصاحب مشهور دى او له افغاني مشهورو شيخانو څخه ګڼل کيږي ، زيات اهميت لري . ډير مسلمانان د ليرو او نږدې ځايونو څخه د ملا صاحب زيارت ته تګ او راتګ کوي او د مرحوم ملاصاحب د زيارت د ملنګانو له خوا د ټولو مسافرينو ډېره ښه مېلمه پالنه کېږي.(٧)
د هډې د نوم پيدايښت او تاريخي لرغونتوب:
کله چې د ويدي تمدن د سقوط په حال کې و او اوستايي تمدن د هغه ځاى ونيوه يعنې د مالدارۍ کلتور د کرنې په کلتور بدل شو او د زردشتي تمدن تر قوانينو لاندې د کرنې او مالدارۍ پرمختګ اريانا د تمدن لوړ پوړ ته جګه کړه، نو ډېر وخت تېر نه شو چې د بوديزم مذهب هم دغې ځمکې ته لاره پيدا کړه او د کوشانيانو د امپراتورۍ په جوړښت سره د اريانا غوړېدلى تمدن رامنځته شو. لوى کنيشکا بودايي مذهب ومانه ، خپل ځان يې د نوموړي مذهب لارښود ګاڼه او د بوديزم په خپرولو او پراختيا کې يې ددغې سيمې په هر ګوټ کې تبليغ اوکوښښ پېل کړ. ( د کنيشکا پايتخت د پيښور او بګرام ښارونه وو).
د لوى کنيشکا په زمانه کې و چې د هډې تاريخي ښار چې د بودايي هنرله پلوه يې نړيوال شهرت درلود منځته راغى. دغه ښار د بودايي طريقې د کلتوري مرکز حيثيت ځانته غوره کړ او له هرى خواڅخه به د بودايي طريقې محصلين د هډې ښار ته چې د نګاراهارا مرکز و د بودايي کلتور د زده کړې لپاره راتلل.
د هډې تاريخي ښار چې د کابل او هند د حوزو پر لويه سوداګريزه لاره پروت و ، د بودايي تمدن د ملا د تير حيثيت يي ځانته غوره کړى و او د بوديزم مذهب له دې ځايونو څخه نورو ځايونو ته خپرېده. د اسلام د مبين دين په منځته راتګ سره د بوديزم مذهب په دې سيمه کې له سقوط سره مخامخ شو او د هډې تاريخي ښار هم د نورو ځايونو په توګه ځانته چوپوالې غوره کړه.(٨)
هيوان تسنګ هم د جلال اباد د ښار لويديح ته د دوه ميلو په واټن د هيلو د ښار يادونه کړې ده . سره له دې چې ددې ښار مساحت د يو ميل (٤/٣) و، خو له دې کبله چې په هغه وخت کې د بودا د جمجمو هډوکو ته د ښار له معبدونو څخه په يوه کې ځاى ورکړل شوى و نو زيات شهرت يې درلود. نوموړى معبد د ډېرې لوړې منارې درلودونکى و، د بودا د مذهب پيروانو او همدارنګه سيلانيانو به ددغه معبد ليدنه کوله او د يوې سکې په ورکولو سره به يې د بودا د جمجمې د هډوکي زيارت کاوه. له همدې امله نوموړى ښار په هغه وخت کې بشپړ مذهبي اهميت درلود او هغه اثار او استوپې چې د هډې د سپړنو په ترڅ کې ليدل شوي ددې خبرى پخلې کوي.همدارنګه د لرغون پېژندونکو له نظره د هډې تاريخي اهميت ډېر غوره او د پاملرنې وړ دى. په نوموړى سيمه کې د بودا د مجسمو کشف او په دې سيمه کې د تاريخي او مذهبي زياتو بودايي اثارو شته والى د ننګرهار کلتوري اهميت او ارزښت زيات غوره کړيدى.
د هډې د کليمې په هکله ځينې ختيځ پېژندونکي په دې باور دي چې د (هيلو) (Hilo) کليمه کيداى شي چې د (Hira) او يا (Hida) په نوم اوښتي وي. له بلې خوا زيات احتمال شته چې د (Hida) کليمه پر (Haddi) بدله شوى وي ځکه چې د بودا د جمجمې يوې ټوټې ته نسبت ورکول کېږي.(٩)
همدارنګه د ژبپوهانو د نظرياتو پر بنسټ د هډې کليمه د هډوکي (استخوان) په معنا سره د سانسکرت په ژبه کې هم راغلې ده او څرنګه چې په بودايي رواياتو کې يادونه شوې ده د بودا د جمجمې او غاښونو هډوکي د هډې په استوپو کې ښخ شوي دي نو له همدې کبله يې دغه نوم ځانته غوره کړى دى، په داسې حال کې چې هډوکي اوس هم په پښتو ژبه کې زيات استعمالېږي او لکه څرنګه چې مو مخکې هم يادونه وکړه، چينايي ليکونکي هډه د (هيرا) يا (هيلو) يعنې د جمجمې د ښار په نامه ياده کړيده.(١٠)
استاد احمدعلي کهزاد هم د افغانستان د پخواني تاريخ په ٣٥٩ مخ کې ليکي چې د هيلو ښار د ټولو په نظر اوسنۍ هډې ته وايي. نوموړى د کنګهم د نظر پر اساس ليکي چې دغه نوم په سانسگرت کې د (Hadda) څخه اخيستل شوى چې د (هډوکو) په معنا دى له دې کبله چې د بودا د سر کوپړۍ ددغه ځاى په يوه استوپه کې پرته وه نو ځکه په دغه نوم مشهوره شوه. په پښتو کې اوس هم د هډ او هډوکي کليمې د (استخوان) په معنا شته دي.
په هر حالت د هډې ښار مذهبي اهميت درلود او د ګريکو بوديک د صنعت يو ستر او مشهور مرکز و. محصلين او نور به په کې روزل کېدل او د بودايي مذهب د لارښوونې لپاره به چين او نورو ځايونو ته استول کېدل.له دى پرته د نوموړي مذهب زيات پيروان له بيلابيلو ځايونو څخه د بودايي مذهب او کلتور د زده کړې لپاره هډې ته راتلل او د يوه نړيوال مذهبي ښار اهميت يې درلود خو کله چې د اسلام اسماني دين دغې سيمې ته راخپور شو، هډې هم خپل اهميت له لاسه ورکړ او د اسلامي لښکرو د بريدونو له امله دغه تمدن په هغه وخت کې له خاورو سره برابر شو.
د هډې اوسنى کلى د جلال اباد دلويديځ په يوه لوړه باندې پروت دى. له دې کلي سره نږدې ډېره ښه هواره جلګه شروع کېږي او د نوموړي کلي شمال ختيځ ته د کروندې ځمکې دي. وايي چې دغلته د بودا يو مرکز و چې اوس دغه ځاى په غونډۍ کلي مشهور دى. په دغه خوا کې د هډې د کلي څخه (١٣) سوه متره ليرې په يوه شګلنه جلګه کې د شاخېل غونډۍ ليدل کېږي. د هډې د کلي نه مخ پورته بيا دښته او راغه شروع کېږي چې وار په وار لوړوالې مومي او له هغې جلګې څخه (١٧) متره لوړېږي. د شمال ختيځ څنډې ته يې د چپرهار خوړ ښکاري، له شمالي غاړو څخه يې ژور ناوونه ښکته جلګې ته ورغلې دي، چې اوبه په کې راځي يو څه اوبه د هډې خواته رابهېږي او بيا ختيځ لور ته لار مومي. ددې اوبو د سرچينې په برخه کې په هغه ځاى کې چې خپل تګلورى بدلوي د لويې غونډۍ ويجاړى ليدل کېږي او له ودانۍ څخه لږ وړاندې د يوې لويې استوپې خرابي ښکاري چې خلک يې د (کافرانو برج) بولي او د لوى توپ په نامه هم ياد شوى دى. د کلي په سويلي خوا کې ختيځ څنګ ته يعنې جنوب ختيځ خواته يوه بله غونډۍ هم شته چې اوس په کې هم خلک اوسېږي او د لرغونو کنډوالو يوه بيلګه ده.
د هډې د کلي لمر پرېواته خواته دوه نورناوونه يا شيلې هم شته چې له لومړۍ شېلې څخه اوږده او ژور دي، دغه شېلې له کلي څخه لږ ليرې سره يوځاى کېږي. د لومړۍ شېلې پر ښي غاړه (٣٠٠) متره بېرته لويه غونډۍ (د کافرانو غونډۍ) پرته ده، اخري شېله چې تر ټولو مهمه ده د جلګې په منځ کې پرته ده. د جلګې د شمال ختيځ خواته په شګلنه ځمکه کې دوې نورې وړې غونډۍ دي چې په دغو غونډيو کې ځاى پر ځاى يو کتار منظمې او پراخې سمڅې ليدل کېږي. د چپرهار له خوړ نه هغې خواته د لومړۍ جلګې په شان يوه جګه جلګه ښکاري چې دخوړ د يوې وچې ويالې په وسيله له نورو شاوخوا ځمکو بيله شوې ده. دغه ځاى ته پراتس وايي. په هر حالت د هډې مهم ځايونه همدغه وو چې ورڅخه يادونه وشوه، ددغو ځايونو زاړه اثار په ښکاره ډول معلومېږي، له دى سره سره له هډې څخه نيولې د لويديځ خواته د لسو کيلو مترو په واټن تر سلطانپوره يا د درونټې د خولې پورې دا ټوله پراخه سيمه د زړو ودانيو له نښانو او اثارو څخه ډکه ده. پخپله د هډې کلى هم چې نږدې (١٥٠) کوره لرى د مهمو تاريخي خرابو له پاسه ودان شوى دى چې د هغې د مهمو تاريخي ځايونو څخه يوازې يادونه کوو او توضيح ته يې اړتيا نه بولو. نوموړى ځايونه دا دي: لويه غونډۍ، کافر غونډۍ، بانګى، شاخېل غونډۍ او پراتس له دى ټولو څخه زيات بودايي اثار لاسته راغلې دي.(١١)

نور بيا

يادونه: دنوموړى ليکني د چاپ او تکثير حق د ليکوال دى.