د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوښتون کلتوري ټولنې يې کور ودان

حبيب الله غمخور 26.10.2010 20:42

 

دلومړی ځل لپاره مي دتاندويب پاڼي پر ټنده دغه  ډول يوخوشحالونکی خبر تر لاسه کړ چي ليکل سوي وه : ((د۱۳۸۹ لمریز کال د تلې په دېرشمه نېټه د پکتیا ولايت په مركز ګردېز كې د پكتيا پېژندنې په نوم يو ورځنى علمي سيمينار د اوښتون كلتوري ټولنې له لوري جوړ شو. ))

ممکن پدې بڼه نور سمينارونه هم جوړ سوی وي خو ترکومه ځايه چي زماپه يادکي پاته دي ډير ې کمي بېلگې  موندلاي سو.

پدي شرايطوکي چي له يوې خوا جگړه په خرپ روانه ده اودبلې خواپه يوه ولايت کي فرهنگيان ددي جوگه کېږي چي دخپلې سيمي دپېژندنې په اړوند يو علمي سيمينار راوغواړي  دادافتخارخبره ده .

زه د پکتیا ولايت اوښتون كلتوري ټولنې دغه نيک اوملي کارته دقدرپه سترگه گورم  ،اميدواريم چي چي دهيوادپه نورو ولايتونوکي هم زموږ فرهنگی ټولنې ددې جوگه سيچي دخپلې سيمي دپېژندنې اودهغې دتاريخ راسپړلو په موخه علمي کنفرانسونه اوسمينارونه جوړ کړي .

په حقيقت کي تر اوسه زموږپه ټولنه کي محل پېژندنه اودهر کلي اوبانډې تاريخ راسپړل يوه غير معمولي خبره ده ،که ديوچاسره پدي هکله خبري تودي سي نوځواب ئي دادي چي اشنادوطن تاريخ دي چانه دی راسپړلی ته اوس دکليو اوبانډو تاريخ راسپړې .

بلې!  دارښتياخبره ده چي دوطن تاريخ مولاتراوسه څنگه چي اړينه ده ندي راسپړل سوی ، ځکه خو هر کس اوناکس چي زړه ئي وغواړي دتاريخي لاسوند په نوم زموږ په تاريخ لوبي څه چي ملنډې وهي . هغه څه ليکي چي زړه ئي غواړي اويابل چاورته دليکلو فرمايش ورکړی وي .

ددې ټولوناخوالوتر څنگ په پکتياکي ئي دهغه چا کورودان  چي دې کارته ئي فکرسوی اود پکتیا ولايت اوښتون كلتوري ټولنې ملائې تړلې .راسی له کليو تاريخ ليکل اواوتاريخي حوادثوسپړل ياڅېړل پيل کړو،ترښارونواو بياترټول هيواده ورسېږو،که داسي ونکړو طبعي ده زموږ تاريخ اوتاريخي وياړنې به دهغو قلموالودهوسونوقرباني سي کوم چي غواړي دبهرنياپه اشاره دافغان ولس تاريخي لاسوندونه اوحقايق مسخه اودروغجن داستانونه دتاريخ په نامه زموږتر ځوان نسل پوري ورسوي .ددغوکسانوپر خلاف قلمي مبارزه دتاريخ پوهانو ملي او انساني دنده بولو.خودتاريخ په نامه ددوي دروغجن تبليغات هغه وخت روښانه کېداي سي چي موږ دخپل هيواد دهرې لوېشتې روښانه تاريخ ولرو.

زه پدې سمينارکي اورول سوې مقالې ددې سيمي دپراخو څېړنودځوورځنيز علمي سميناردجوړېدو پيلامه بولم اواميدواريم چي ددې سيمي علمي اوفرهنگی شخصيتونه اوټولنې ددې علمي اوڅېړنيزکارپيل دهمدې سمينارپه جوړېدو پاي ته رسېدلی ونه بولي بلکي دایې بنسټ اودپراخ علمي کرددوام لپاره مټې رانغاړي .

پدي باوري يم چي ددې سيمي تاريخ اوپدې سيمه کي تاريخي حوادثوراسپړلو اوپه هغه باندي پوهېدوته به هرو مروزياته پاملرنه وشي .که دسمينار ددې سيمې تاريخ  ليکل نه دي نو دتاريخ ليکلو پيل به ئي وبولو . اميدواريم چي تاريخ پوهان اولرغون پېژندونکی لکه زموږ پياوړی لرغون پوه ښاغلي رسول باوري دې ټکوته جدي پام وکړی چي دخپلو ټولوبوختياوسره سره افغان او افغانستان پېژنده راپيل کړي ، ممکن ډير دوستان داخبره وکړي چي تر دغه دمه وړاندي هم زموږدهيواد تاريخ ليکل سوی اونورنوڅه وليکو.بلې ليکل سوی خوبشپړتياته ئې اړتياسته ،ترڅوزموږ دهيواداواوسېدونکو دټولنيز ژوند اقتصادي ،فرهنگی اوسياسي تکاملي بهير تاريخ  له بهرنيو يرغلونو،چي کله دکلتوري يرغل اوکله دتاريخي غلطولاسوندونو دخپرولو په بڼه په ټوله سپيني سترگی او بې شرمی غواړي زموږ دټولنې تاريخي حقايق  مسخ کړي .

په همدې خاطردازموږ دتاريخ پوهانو ملي دنده بولوچي دټول هيواد اوپه ځانگړې توگه دهرې سيمي تاريخ سپړل راپيل کړي .

پدې هيله چي يوه ورځ موږ دخپلو ژونديوتاريخ پوهانوپه زيار اوزحمت دخپل هيواددهرې سيمي اوټول هيواددهراړخيزي پيژندنې درښتياني تاريخ لوستلو امکان ترلاسه کړو . ترڅوزموږ ځوان نسل دبهرنيوله هغه يرغل نه نجات ومومي کوم چي تاريخي حقايق په بله اودروغجنه بڼه خپروي  .