د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په غزني کې د نا امنيو له امله پښتنو کانديدانو ته چا رايه ور نه کړه

پژواک خبري اژانس 21.10.2010 20:53

غزني ښار ( پژواک د تلې ٢٩مه ٨٩):  د ولسي  جرګې د ټولټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې په غزني ولايت کې بريالي شوي ټول وکيلان يوه توکم پورې تړاو لري او پښتانه کانديدان وايي چې د نا امنيو له امله ددوى په سيمو کې چا رايه نه ده کارولې.

د غزني د ١١ څوکيو لپاره شاوخوا ٨٠ تنه کانديدان ولاړ و ، چې د کمپاين پر مهال يې يو تن په قره باغ ولسوالۍ کې د مخالفينو له خوا ووژل شو.

تېره ورځ د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د تېرو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې، چې د هغه له مخې، د غزني ټول کامياب شوي وکيلان يوه توکم (هزاره ) پورې تړاو لري.

په دې ولايت کې پښتنو کانديدانو ولسي جرګې ته ځکه لاره ونه مونده،چې په سيمو کې يې د ناامنۍ له امله هېچا  په ټاکنو کې ګډون ونه کړ.

په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو تن کارکوونکى قدرت الله غوثي وايي، چې د ټاکنو په ورځ په نارامو سيمو کې هېچا رايه وانه چوله.

نوموړي دتلې په ٢٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوه لوري ناامني او بل د خلکو ناهيلي هغه ستونزه وه، چې خلکو خپل د خوښې وړ کاند ته رايه ور نکړاى شوه.

 ګيلان،مقر،اب بند،ګيرو،قره باغ،اندړو،ده يک،واغز،خوګياڼي،زنخان رشيدان او اجرستان هغه ولسوالۍ وې،چې په کې ټاکنې تر سره نه شوې او ناوه هغه ولسوالۍ ده،چې له تېرو دريو کلونو د دولت د وسلوالو مخالفينو تر واک لاندې ده.

د ګيرو ولسوالۍ د پنې د کلي اوسېدونکى مجيدالله وايي،چې تر ټاکنو څو ورځې مخکې طالبانو خلکو ته ويلي و ،چې د ټاکنو په ورځ له کوره ونه وځي.

نوموړى وويل چې دې ته ورته په ټولو سيمو کې تر ټاکنو دوه ورځې مخکې د خلکو تګ راتګ بند شو او څوک په ټاکنو خبر هم نه شول.

غزني اتلس ولسوالۍ لري،چې د مرکز په ګډون په پنځو ولسواليو کې ټاکنې وشوې، خو په دې سيمو کې هم د ناامنۍ له امله د ټاکنو يو شمېر مرکزونه تړلي و .

د غزني د مرکز اړوند په څو کيلومترۍ،اسفندې،زګرو،آرزو او خشيک په کليو کې،د ټاکنو مرکزونه تړلي وو.

حاجي وکيل احمد د ټاکنو په ورځ د قره باغ په ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يو تن کانديد څارونکى و، هغه وايي،چې د ټاکنو په ورځ د دې ولسوالۍ ټول ٢٥ مرکزونه تړلي وو.

نوموړى وايي چې د رايو صندقونه له ولسوالۍ د باندي ونه وېستل شول، تر ټاکنو يوه ورځ مخکې ولسوالۍ ته ورسول شول اوله ټاکنو يوه ورځ وروسته بېرته مرکز ته تش راوړل شول.

د هغه په وينا، د ولسوالۍ مرکز ته ،چې لسګونه پوليس او د ملي اردو سرتيري د امنيت ساتنې په موخه پراته و، خو د رايي اچونې لپاره څوک رانه غلل، نو له ولسوالۍ شل کيلومتره لرې ناامنه سيمه کې به چا رايې اچونې ته زړه ښه کړى واى.

سره له دې د غزني چارواکيو تر ټاکنو مخکې ژمنه کړې وه، چې  د ټاکنو په ورځ به شپږ زره امنيتي ځواکونه د رايو مرکزونه خوندي ساتي، خو بيا هم چا زړه ښه نه کړ، چې رايه واچوي.

د ولسي جرګې د لومړۍ دورې وکيل او د دوهم ځل پښتون  کانديد جبار شيلګرى وايي،چې د غزني شرايط د ټاکنو وړنه و .

دى وايي ، چې  په لومړي سرکې بايد د غزني ټاکنې ځنډول شوې وايي، تر څو شرايط دې ته تيار شوي واى،چې خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

شيلګري پژواک ته وويل : ((زموږ اعتراض دا دى،چې د قانون له مخې ټاکنې بايد عمومي او سرتاسري وى،خو د غزني په ټاکنو کې د خلکو ګډون نيمګړى و.))

دى وايي چې د پښتنو لپاره په سيمه ييزه کچه دسيسه جوړه شوې ، نه يواځې د ټاکنو بلکې،د زده کړو،کار او په سيمو کې يې د بيارغونې له حقه هم بې برخې دي.

نوموړى ولسي جرګې ته بريالي شوي کسان د غزني د ولس استازي بولي او زياتوي،چې د خپل ولس په رايه يې د جرګې غړيتوب ګټلى.

په غزني کې پښتانه،هزاره او تاجک توکمونه ګډ ژوند کوي،د تېرې ولسي جرګې له يولسو غړيو شپږ تنه يې پښتنانه و ،چې داځل په کې د امن سيمو اوسيدونکيو هزاره توکمو کانديدانو ټولې يولس څوکۍ ګټلې دي.

د اندړو ولسوال شيرخان يوسفزى وايي،چې په ناامنه سيمو کې خلکو ته د ژوند کولو حق نه ورکول کيږي .

يوسفزى اوسنۍ ولسي جرګې ته بريالي شوي  کانديدان د غزني د ټول ولس استازي بولي او ترې د ښه کار هيله کوي.