د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سقراط ژوند، اند اوفلسفه دیمه برخه

عطاءالله خان حیران 20.10.2010 17:58

دانساني فطرت مطالع

له مسيحي پېړۍ نه وړاندې په ٤٠٦ کال سقراط داتن دمشرانو دجرګې (senate) غړى وټاکل شو نوموړي په لومړى ورځ دمشرانودجرګې په ريس نيوکه وکړه ورته يې وويل، چې په يوه رايه تاسې نه شى کولى چې اته جنرالان له دندې ګوښه کړئ ځکه، چې دا ډول کړنې زه دقانون خلاف کاربولم .
له دې پېښې نه کابو دوه کاله وروسته له مسيحي پېړۍ نه وړاندې په ٤٠٤ کال سقراط يوځل بيا دسناپه يوه غونډه کې په لوړ پوړو چارواکو باندې نيوکه وکړه ځکه چې په غونډه کې د دېرشوظالمانه حکمتونودغړوپرخلاف مقدمه روانه وه . همداډول پرلپسې نيوکو او کړنوسقراط ته خوراډېر دښمنان پيداکړل خوسقراط، چې يوزړور غښتلى انسان وه له خپل دريځ نه په شا نه شو اوهمداډول کړنې دسقراط دمرګ سبب شوې ٥


دسقراط بدرنګه څېره اوپه زړه پورې کارونه.

دسقراط په هکله ويل کېږي چې نوموړى ديونان دنورو اوسېدونکوپه څېرښايسته نه و هغه په جسماني لحاظ له رنګه تور بدشکل درلود دى، چې ماشوم وه ده ته به دده يوه ټولګي وال چونګښه ويل داځکه چې نوموړي ډېره بده څېره درلوده دسقراط يونيژدې ملګرى ګرېګټو دد په هکله داډول څرګندې ونې کړي دي.
سقراط ډېرلاپروا اوبې حده زيات لاپروا و ه د ده وړ قد اوتل به يې بې ډوله جامه پرتن وه
سقراط پلنې شونډې ،راوتې ملا، پلن تندى اوغټې بې ډوله سترګې لرلې ،
ږيره يې هم ګډه وډه پرې ايښې وه هغه دچا خبره ټول شډل بډل و،
سقراط به دځان په اړه ويل ،چې دا به د الله (ج) خوښه وه ،چې داډول څېره يې راکړې ده دهرانسان په پيداکولو کې يواځې الله (ج) ډېرښه پوهېږي ،چې څه ډول شکل ورته ورکړي.
د يادونې وړده، چې په دې بدرنګ اوبې ډوله جسم کې دننه يوډېرښه نېک ،ريښتنې اومينه ناک روح و
ګرايټو به ويل ما په ټول ژوند کې داډول اوياده ته ورته نېک ،شريف، تحمل مزاج اوعالم پو شخص نه دى ليدلى ده هېڅ انسان ته تکليف نه دى ورکړى هغه له خپلو ملګرو سره ډېرمهربان اوله دښمنا نوسره به يې هم ښه سلوک کاوه
د هېڅ کله دبدواودښو ترمينځ په پېژندلوکې نه خطاوته ،
هغه ډېرښه نېک انسان و په ده کې دريښتينولۍ ځواک شتون درلود
سقراط به ويل ،چې داټول کا ينات ،چې چا پيداکړي دي نو په دې اساس دې مخلوق ته پکارده ،دهغه له فطري اصولو سره برابرژونداختيا رکړي
نوموړي خپلې ټولنې ته يوه داسې اداره جوړه کړې وه ،چې پکې تمام افراد له يوه بل سره مرسته ،مينه اويوبل خوښ وساتي
دنوموړي هوډ هم ډېرقوي وه هغه به خپلو مخاليفينوته هم په نېکه سترګه کتل په داسې حال کې ،چې دسقراط په دوره کې په ټولنه کې دېرې نخوالې ،بدامني اوتنګ نظري وه
خودى ډېراخلاقي اومينه ناک انسان ونوپه همدې پار خلکو ورته په ډېره درنه سترګه کتل هغه ته خداى (ج) ډېرښه ذهن، پوهه اوعقل ورکړى وه


پرهېواد مين سقراط.
سقراط به ويل،چې داخلاقو غوښتنه ده ،چې خپل فرض په ښه توګه اوپه زموارۍ سره ترسره کړو
هغه نا پوهۍ ته په بده سترګه کتل ،
دبه ويل ،چې خالق مخلوق د دې لپاره پيداکړى دى ،چې ديوبل سره مرسته وکړي
دنوموړي تکړه شاګرد افلاتون وايي :چې سقراط له خپل هېوادسره اورنۍ مينه لرله سره له دې ،چې په ټولنه کې نا پوهي او زور واکي خپل اوج ته رسېدلې وه خودى له خپل هېواد څخه ونه وت.
دله خپل هېواد ،کلي اوکورسره ډېره مينه درلوده هغه غوښتل ،چې ټول هېوادوال يې تعليم افته پو هه ،ريښتنى اوخوشحاله ژوند ولري
هغه يوه ورځ دزينوفن په بلنه دهغه مېلمه شوى وه په دغه مېلمستياکې ګڼ شمېرخلک ،ځوانان هم راغلي و ، يوچا له د نه دده دبد شکلى په اړه وپوښتل ده ورته په ځواب کې وويل : له ما نه کرکه مه کوئ زه دا درسره منم ،چې زه په ظاهره بده څېره لرم خو په باطن کې بيا ډېرښکلى يم
دا دده دټوکويوانداز و زه داهم ويلى شم ،چې سقراط يوډېرښه ټوکى سړى هم و
زينوفن وايي : سقراط دساينسي علومو پلاردى هرڅوک پوهيږي ،چې دده عمل اوقول غيرمقدس نه دى
سقراط دخداى (ج) دموجدګي په اړه وايي: الله (ج) دکايناتو په فطرت کې موجود دى الله (ج) دانسانانوپه رووحونوکې دى دى وايي زه داعقيده پرځاى بولم په نېک اعمالوسره دالله (ج) ذات په خپله موجوديږي _6

دسقراط هنر،فن اوتخليق
لکه څنګه مو ،چې مخکې يادونه وکړه ،چې ،دسقراط دژوند په اړه څه نه دي راپاتې دغه يوه څه معلومات ،چې نن يې لرو داهم دسقراط دشاګردانو اوملګروله لارې ترموږه رارسېدلي دي .دسقراط دژوند خاکه هم له همدې څخه تياره شوې ده
دسقراط دهلکتوب پروخت دهغه دذهني اوتخليقي پياوړتياپه هکله دهغه يونيژدې ملګرى اوټولګي وال ګرايټو داسې وايي:
يوه ورځ زه اوسقراط ديوه کولال ددوکان ترڅنګ تېريدوکولال نيمه نرمه خټه په لاسونوکې اړوله رااړوله دلږځنډورسته يې دڅرخ لپاسه کېښوده څرخ په تېزۍ سره تاوېده اوخټه يې له ځان سره تاووله کولال هم خپلولاسونوته ډول ډول حرکتونه ورکول دلږ ځنډورسته مو وکتل ،چې يوښکلى اوپه زړه پورې مرتبان ورنه جوړشو
سقراط وويل لږمخکې خودڅرخ له پاسه خټه تاوېده راتاوېده داښکلى مرتبان له کومه جوړشو؟
زه ورته غلى شوم دلږځنډورسته سقراط خپلې خبرې ته په خپله ځواب ووايه :داښکلى مرتبان مخکې له مخکې نه دکولال په ذهن کې جوړ و.دلاسونواوګوتوپه هنراودڅرخ په مرسته يې دغه جامه وروغوسته
سقراط دې نتيجې ته ورسېد،چې هرمادې شى لکه کور،چوکۍاويامجسمه تصويريې مخکې له مخکې نه دانسان په ذهن کې خوندي وي بياانسان دخپل ذهن په مرسته دغې نقشې ته ،چې په ذهن کې وي مادي شکل ورکوي،
دادسقراط يوه په زړه پورې اوفوقولاده لاس ته راوړنه وه سقراط په هنر،فن اودتخليق په اړه ډېرښه پوهېده 7

پرسقراط الهامي نښې اونښانې
دسقراط نيژدې ملګري فيډوګرايټو اودهغه ځانګړى شاګرد افلاطون ويلي،
په سقراط به وخت ناوخت داسې کيفت راتلو،چې موږيې دالفاظو په طورپوره نه شوبيانولى ،په دغه وخت به دى په پوره توګه له ځانه ناخبره و اوهمدارنګه ،چې کوم کاربه يې دغه وخت ترسره کوه ورنه پاتې به شو
اودغه ډول کيفت به سقراط نه خوښوه که څه هم سقراط به په دغه وخت دنېکۍاودښېګڼوپرحقيت پوهيده خودکم عمرۍ له وجې نه يې دغه کيفت نه شوبيانولى .ددغه کيفت دختمېدونه ورسته به ،چې سقراط کوم کارترسره کاوه ترډېره به دډاډوړو
کله ،چې دغه کيفت ښه نتيجه ورکړه له هغې نه وروسته سقراط په هرڅه پوى شو،چې دايواالهام دى ،چې ماته کېږي.
سقراط په دې اند و،چې الهامي نښې نښانې د ديوتاګانوله لوري دته دلارښونې لپاره کېږي
خو کله ،چې سقراط ځوان شو،بيادى دالهامي نښو اوهغه کيفت ،چې په دبه وخت ناوخت راته په پوره توګه پوى شو،دغه وخت دديقين اوباور پوخ شوى و،چې ددپه ضميرکې نيکي اوښو کارونو په حواله څه خاص خبره ضرورشته ،ددغو ډول ډول الهامې نښواونښانو له وجې نه به په سقرا
ط کوم کيفت راته نوموړي به ورته په ډېردیوناڅيزشي په سترګه کتل
اونه د ويلي دي ،چې دا دده دلارښونې لپاره دي همدا رنګ که موږ الهامي نښوته سړى دضميراوز هم ووايي نودابه ډېره ښه خبره وي ځکه ،چې دى يې له غيرضروري کارنوڅخه منع کواو دنېکوښوکارونومشوره به يې ورکوله بياورسته ورو ورودسقراط دغه کيفت رسواشو..
ډېرۍ آتن ولوبه دده په هکله بحثونه کول خوسقراط کله هم چاته ددغه کيفت په اړه څه نه دي ويلي اونه موږ ورباندې په سمه توګه پوى شوي یو.
سقراط به په خپله هم ځنې وخت په دغه کيفت هېڅ نه پوهېده له ماشوموالي نه دسقراط تصورد ديوتاګانو په هکله دنوروخلکونه بل ډول و همدارنګ دده دنېکۍ تصورهم دعامو وګړونه بل ډول اومنفرد و.