د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه دویمه برخه

عطاءالله خان حیران 20.10.2010 18:57

دګډ ژوند لومړنی مفکر

د ټولنیزو علومو ډېرای محقیقن او علماو د اخبره منلې ده، چې افلاطون لومړنی مفکر دی، چې دګډ ژوند نظریه یې وړاندې کړې، مغربي لیکوال دغه نظریه د لومړنۍ نظريې په توګه منې.
دوی د افلاطون جمهوریت نومی کتاب دپوهې او دفکرسمندر بولي، دوی وايي له افلاطون څخه وروسته، هرلیکوال دګډ ژوند اویاد ریاستي نظام په هکله کومه نظریه وړاندې کړې ده د افلاطون له جمهوریت نومې کتاب څخه متاثره ښکاري، دوی کومه نوې خاکه تراوسه نه ده وړاندې کړې.
ځینې لیکوال دافلاطون دغه کتاب بې مانا اومهلل بولي خوداسې هرګز نه ده جمهوریت نومی کتاب دفکراو دپوهې خزانه ده.
افلاطون یوناني ټولنه په خپل وخت کې ښه ژوره مطالع کړې او درک کړې يې وه ځکه خو يې ویلي، چې (عدل اوانصاف) دبنسټیزپرمختګ لپاره ضروري دی نو ځکه يې غوښتل، چې په اتن کې دې دګډ ژوند نظام رایج شي.
پخوایوناني وګړي د وړو کې اسیا، مقدونیه، البانیه، سسلي، ګریټ او داسې نور... جزیرو اباد ول دغه ټولې جزیرې د مشرق په بحره روم کې ابادې وې، دغه جزیرې په وړو او غټو ریاستونو وېشل شوې وې، په دې کې ځينې ریاستونه ډېرځواکمن ول.
سپارټا او اتن به هروخت په جګړه کې ښکېل ول، دیوناني تهذیب منځی (مرکز) اتن و، په شبږمه پېړۍ کې له مسیح پېړۍ نه وړاندې، چې کله ایران وځلېد کورش اعظم او دارا د وړوکې اسیا یوناني ریاستونه په خپل قلمروکې راوستل.
یونان دایران دمقابلې لپاره یوه ګډه جرګه ګۍ جوړه کړه، چې وروسته یې ورو ورو دسلطنت بڼه غواره کړه.
دایران او د یونان ترمنځ پوره ۷۰ کاله جګړې دوام پیداکړ. ـ ۵۰۰، ۴۳۱ ق م په لړکې داتن بحري ځواک دومره پیاوړی وه،چې ساری يې نه ترسترګوکېده، په دغه وخت کې یونان دتجارت اوصنعت په برخه کې خورا ښه پرمختګ کړی و.
د ایران او دیونان دجګړې دپایته درسېدو سرسم د اتن او دسپارټا ترمنځ بیایوه خونړۍ جګړه ونښته، چې کابو ۲۷ .ـ ۴۳۱، ۴۰۴ کاله پورې یې دوام وکړ.
ویل ډیورانټ ،، دتمدن تاریخ،، نومې کتاب کې لیکي: له دغې جګړې نه وروسته داتن جسم اورح ډېرزیانمن شوی وه دسپارټا پرله پسې حملو د اتن هرڅه له خاورو سره خاورې کړل ، دزیتونو باغونه یې ټول وسوزول جنګي بېړۍ یې تباشوې او دسپینوزرو په زېرموباندې سپارټا یانوخپله خېټه واچوله او ددې ترڅنګه زیات شمېروګړي یې دمرګ په خوب دتل لپاره سترګې پټې کړې.
دغه جګړه د اتن په تاوان او دسپارټاپه ګټه پایته ورسېده.
سپارټایانو، چې اتنوالوته ماتې ورکړه له هغې نه يې وروسته دشتمنوښاریانوته په حکومت کې زیاته برخه ورکړه، چې دجمهوریت غوښتونکوسخت دښمنان ول ددغه حکومت لوړپوړي چارواکي دافلاطون تره ستیاس او ماما یې کارمیدیز ول هغوی په لومړي پړاو کې پوره ۱۵۰۰۰د جمهوریت غوښتونکي دګوند غړي ووژل او ۵۰۰۰ یې له ملکه وشړل او له وړو وړو سوداګرونه يې جایدادونه واخستل، له ښاریانونه يې خپلواکي واخسته په قومي غونډويې بندیز ولګاوه هېچاته به يې اجازه نه ورکوله، چې دکومې مسلې لپاره یوځای سره راټول شي حتا تردې پورې، چې ان په زدکړه يې هم بندیزولګاوه
دغه حکومت دیونان په تاریخ کې ظالم اوبترین حکومت و، ځکه خويې له یوکال نه زیات دوام ونه کړپه یوکال کې دننه دننه جمهوریت غوښتونکو دیوه مسلح بغاوت په ترڅ کې رانسکورکړ.
اتن په دغه وخت وران ویجاړ پروت وه، چې داتن حکمرانانوپه سسلي باندې حمله وکړه په دغه جنګ کې هم دوی ماتې وخوړه له دې سره د اتن وقار نورهم په سې زیانمن شوبغاوتونه پیل شول اتن په څوبرخو ووېشل شو برخې برخې ورو ورو ازادې ده په ۳۵۷ له مسیح پېړۍ نه وړاندې دسلطنت نهادونه هم ړنګ شول هرڅه ګډوډ شول، دکندعظم پلار فلپ له مقونیه نه لکه دوړوند طوفان په څېر راغی او شمالي ریاستونه يې فتح کړل اوپه ۳۳۸ له مسیح پېړۍ نه وړاندې اتن هم فتح کړل او ترخپلې ولکې لاندې یې راوست دغه وخت دافلاطون دمړینې ۹ کاله پوره کېږي، دچې دغه پېښه رامنځته شوه، کله،چې افلاطون پیداکېږي په هغه وخت کې داتن ټوله ابادي څه د پاسه درې لکه په شاوخواکې وي، چې په دې کې یواځې دوه لکه ښاریان وي ښاریان یانې هغه څوک څوک، چې داتن اسلي اوسېدونکي و او داتن دریاستي نظام بنسټ ایښودونکي و دحکومت اختیارات هم دهمدغوخلکوپه لاس کې و څه دپاسه یولک یواځې خو غلامان و او پینځه ویشت زره په کې غیرملکي وګړوپه کې ژوندکاوه.
په اتن کې څلورطبقې خلک اوسېدل ترټولو لوړه معتبره طبقه دښاریانووه، دریاست نظم ډسپلین دهمدغې طبقې خلکوپه لاس کې و ځکه چې رایه کارول اوخپل منتخب حاکم دټاکلوحق یواځې همدخلکوته ورکړل شوی و په فوځ کې هم یواځې همدوی ول ریاستي زمکې هم دهمدوی په لاس کې وې
دویمه طبقه خلک په کې د مېټکس e((mtics په نامه ول داهغه خلک ول، چې غیرملکیان به ول یانې داتن اصلي اوسېدونکې به نه ول دوی له ټولوحقوقوڅخه برخمن نه ول دې خلکویواځې سوداګري کوله .
درېمه طبقه په کې ازاد غلامان ول ، چې مزدورۍ اوداسې نور ... کاروباربه يې کاوه
اوڅلورمه طبقه دغلامانووه داخلک ډېرزیارکښ خلک ول دملک اقتصادي پرمختګ د دوی دشپه ورځ دزیار نتیجه وه دوی به کانونه کنل په کارخانوکې به یې کارکاوه عمارتونه به یې جوړول دهېڅ ډول خدمت نه به یې مخ نه اړاوه که په لنډه توګه یې ووایم په کوموکارونوکې به ، چې جسماني ځواک ته اړتیاوه دوی به ترسره کاوه دا غلامان به باقعده خرڅېدل او په کرایه به هم پیداکېدل، داتن له غریب نه غریب سړی سره به هم یو یادوه غلامان ضرور ول .
په دې کې شک نه شته، چې داتن ټول ریاستونه جمهوریه ول خوپه دغه جمهوریه کې یواځې نارینه طبقې ته امتیازات او حقوق حاصل و.
دافلاطون په زمانه کې د اتن ښاریان د ۵۰۰۰۰ په شاوخواکې ول اوښځې له خپل حقوق څخه دومره محرومې وې، چې چاپه حساب کې هم نه راوستې.
په اتن کې دسیاسي اقتدار سرچینه ولسي جرګه وه ولسي جرګې به په میاشت کې څلورغونډې کولې دریاستونو ټول قوانین به دولسي جرګې لخواپاس کېدل له ولسي جرګې نه پرته به دثناجرګه هم وه ، چې کابو ۵۰۰ غړي یې لرل ځکه، چې دریاست باني لس قبيلې وې نو په همدې خاطر له هرې قبیلې نه ۵۰ کسانه د قرعه اندازۍ په ذریعه غوره کېدل هغه هم یواځې دیوه کال لپاره دوی ته به یې دمیاشتې پنځه پوله ورکول ددغه حکومت څارنوال، والي، قومندان اوداسې نور... به دقرعه اندازۍ په زریعه غوره کېدل. دوی به په کال کې ۹ ځلې له ولسي جرګې نه د عادم اعتماد رایه اخسته.
ولسي جرګې ته یواځې فوځي چارواکي ورپېژندل کېدل نور ټول دپچې اچونې له لارو غوره کېدل.
پردغه وخت یواځې دوه ډلې وې، چې پراتن یې واکمني کوله کله به یوه بریالۍ شوه اوکله به بله د دې دواړو ډلوترمنځ به هروخت اخ وډب وه پر یونانیانوبه کله یوې ډلې واکمني کوله اوکله به بلې ډلې، په دې دوو ډلوکې یوه د جاګیردار امرا ډله وه چې له پېړۍ پېړۍ نه يې په رسیاستونوباندې حکومت کاوه
شتمن خلک اوسو دګرهم په همدغه ګوندکې شامل ول دوی دجمهوریت غوښتونکوسخت مخالف ول او بله ډله دغلامانواد نورو عاموخلکو نه جوړه وه داخلک جمهوریت غوښتونکي ډله وه.
د افلاطون هم عصر، ایی سوکريټس لیکي: شتمنه طبقه دومره سخت زړي ول، چې له غریبانوسره یې هېڅ نه وه جوړه کوم شی به، چې له دوی څخه زیات شول په سیند به یې لاهوکړل خوغریبانانوته به یې نه ورکول شتمنو دومره ظلم په غریبانانو کاوه، چې خوارانوترینه رپ هم نه شووهلی.
دسولن دقانون په مطابق رشوت اخستل او ورکولو ولا ته یې دمرګ سزا ورکوله خوزور واکانو به په اتن کې وټ (رایه ) په پیسواخسته په خپله به یې له قانونه سرغړونه کوله خوبل چاته یې دا جازه نه وکوله چې له قانونه سرغړونه وکړي هغه وخت دعدلتونو دغه حال وه نوپه همدې خاطر غریبې طبقې به هروخت چیغې بغاوتونه کول ددوی بغاوتونوبه ځینې وخت ګټه کوله اوځینې وخت به ددوی په تاوان پای ته ورسېدل.
له میسحي پېړۍ نه وړاندې په ۴۱۲ دجزیرو ترغاړو اباد غریبې طبقې خلکو پاڅون وکړ ددغه پاڅون په ترڅ کې یې پرحکومت کوداتا و کړه ددغې کوداتاپه ترڅ کې کابو دسوه امرا ووژل شول او له څلورسوونه زیات یې له ملکه وشړل ټولې زمکې یې دوی ته پاتې شوې اودوی په خپلومنځوکې سره ووېشلې دې ورته بغاوتونه دیونان په مختلفو جزیروکې پیل شول.
همدارنګ په ۳۷۰ کې ارګوس له حقوقونه محروموولسونو هم په بغاوتونوپیل وکړ اوله ۱۲۰۰ نه يې زیات شتمنوخلکونه سرونه غوڅ کړل اوشتمني یې ورنه واخسته.
معروف ملنګ فلسفي دیو جانس هم له شتمنو خلکونه کرکه کوله اوبدبه یې ور ورپورې ویل هغه به ویل هغه څوک چې غلامان زوروي دوی په اصل کې انساني کرامت ته توهین کوي .
د دیوجانس استاد انیټي هم د ذاتي ملکیت سخت مخالف وه هغه به ویل زه له دې وېرې له دولته کرکه کوم چې ناوړه کارونه لکه عیاشۍ او داسې نور... رانه ترسره نه شي هغه به له شتمنوکسانوسر ناسته ولاړه نه کوله.
مشهور ډرامه لیکونکي ( یوري پیډیز) په خپلو ډراموکې دیونان له بدو دودونونه پرده پورته کړې او ملانډې یې ور پورې وهلي نوموړي په خپلو ډراموکې دښځومحکومیت اود یونان بد دودونه په کلکه غندلي دي هغه هم دمیلي یوالي پلوی وه ـ.۱
کله، چې دنوموړي ډرامې یونانیانو ولوستې او ننداره يې کړې په نومړي یې دغدارۍ تور پورې کړ محکمه يې کړ له ډېرو کړاونونه نومړي محکمه وګټله خوبیایې هم د ۷۲ کالوپه عمر له هېواده وشاړه.
افلاطون، چې کله خپل کتاب جمهوریت ولیکه له هغې نه وړاندې هم یوشمېرلیکوالو دګډ ژوند او ملي یوالي په هکله ډېرې څه لیکلي ول د افلاطون په زمانه کې دملي یوالي په هکله هرچاخپل نظرونه څرګندول دګډ ژوند او دملي یوالي موضوع دغه وخت سخته ګرمه وه.
افلاطون به ویل : تراوسه پورې په یونان او روم باندې پنځه ډوله خلکوحکومت کړی او خلکو ښه تجربه کړي دي.
یوډول یې اشرافیه aristocracy ارسطوپه خپل کتاب سیاست کې ددغطې ډلې په هکله لیکي: داشرافیه ټولنې غړي به دلوړې پروخت وعده کوله چې ترخپلې وسې وسې به دولس جامې اوباسم اوترخپلې وسې وسې به ورته تاوان اړوم. ( سیاسیات ۱۳۱ صفحه)
د مه timocracy دریمه oligarchy څلورمه democracy پنځمه dictatorship ـ timocracy
دا ډول حکومتونه په سپارټاکې رایج شوي ول په دغه حکومت کې به واک یواځې دشتمنو خلکوپه لاس کې وه.
افلاطون له oligarchy نه سخته بده ترخه خاطره لرله او له دا ډول حکومتونونه يې بد راتلل په دغه ډله کې به یواځې شتمنوخلکوته واک ورکول کېده او دحکومت ټول واک دهمدغو شتمنوکسانوپه لاس کې به وه او عاموخلکوته به یې په سپکه سترګه کتل.
دافلاطون دغه ډول حکومت ځکه بدراته، چې په دا ډول حکومت کې ملي یوالی له منځه ته او ولس په دوه برخووېشل کېده یوه برخه به يې شتمن خلک ول اوبله برخه به یې عام غریب خلک ، ددغه ډول ریاست په هکله به افلاطون ویل چې حق حقدارته پکې نه رسیږي دغه ډول ریاست یې ناروغ اوله فساده ډک ریاست باله.ـ ۲
افلاطون دښه حکومت لپاره درې شیانو ته اشاره کوي چې دا په ښه حکومت دارۍ کې ښه رول لوبولی شي لومړی حاکمه طبقه، چې دملک نظم ډسپلین وساتي او دویم فوځي طبقه، چې ملک له خارجي او داخلي حملونه محفوظ وساتي، درېیم مزدوران، بزګران او هنرمندان دي دغه طبقه دریاست د ټولو افرادولپاره اړین دي او دژوند ضروریات هم دوی پوره کوي ، نوپه همدې خاطر موږته ښايي چې موږله ټولوطبقونه هیله وکړو، چې زموږ د ټولو مورنی اوپلارنی ټاټوبی یو دی دازموږ اوستاسې مشترک مال دی ددې ساته نه هم پرموږ ه ټولو یوشان فرض ده.
افلاطون به ویل، چې له عوامونه باید تفریق لرې کړی شي ځکه که موږ حاکمان او محافظین په ښه توګه اصلاح کړو نوپاتې درېيمه طبقه خلک په خپله لارې ته برابریږي.
بایدله وړکوالي نه دغو دواړو طبقوخلکوته له ماشوموالي نه ښه تربیه اوتعلیم ورکړل شي، له ماشوموالي نه بایدماشومان له مور اوپلارنه جلا وساتل شي اومروجه تعلیم دې په ښه توګه ورکړل شي.
افلاطون چې کوم تعلیمي نصاب جوړکړی وه هغه غوښتل چې دهغه په مطابق بایدماشومانوته تربیه ورکړل شي، افلاطون به ویل چې نوی نسل باید دهېواد خدمت لپاره ورو زل شي په ماشومانوکې باید دهېواد دخدمت جوش او ولوله راوپارول شي ترڅو د ذاتي مفاداتو پرځای دملکي مفاداتو نظریه خپله کړي، ځکه چې لالچ، هوس، اقتدار د ذاتي مفاداتو باعث کېږي، باید ددغوماشومانوپوره پوره خیال وساتل شي ځکه چې دا دهېواد راتلونکی جوړوي، کله، چې دغه ماشومان ځلمي شي دوی ته باید دومره ماش ورکړل شي، چې ددوی پرې ګزاره وشي دوی بایدپه بارکوکې وساتل شي او ټول پریوه مېزډوډۍ وخوري خلکوته بایدهېڅ اجازه ورنه کړل شي چې دولت دریاست لپاره پیداکړي.
ښځوته دې دنرانوپه څېربرابر حقوق ورکړل شي او له نرانوسره دي په یوځای دکارکولواجازه ورکړل شي،همداشان ښځوته دې هم دنرانوپه څېرد تعلیم حق ورکړل شي.
افلاطون واده پرخپل وخت دهرچالپاره ضروري بولي وايي که موښځې له پامه وغورزولي داسې فکروکړۍ چې نیمه برخه مو دریاست له لاسه ورکړه، چې دښځې او دنر ترمنځ په انساني لحاظ هېڅ توپیرنه شته، له ښځو او نرانونه بایدیوځای دحکومت په برخه کې کټه واخستل شي، او ددې ترڅنګ له ښځونه دفوځي انتظامي په برخوکې هم کار اخستلی شو، ښځې باید ۴۰ کاله او نارینه ۳۰ کله کاروکړي.
افلاطون د اجتماعي مفاداتو لپاره ډول ډول نظریات وړاندې کړي دي، ده په مشترکه او لاد روزنې ډېرټینګارکړی دی، دبه ویل، چې دمال دولت په شان ماشومان هم باید دریاست ملکیت وي، دبه ویل ، چې ماشومان څنګه له موره پیداشي باید ورنه جلاوساتل شي او ددغو خدمت ګارانې دې قابلې وي ، مور او اوبچې بایدیوله بله ناخبره وي، بلکې ټولوماشومانوته دې هره مور په یونظروګوري په داسې حال کې به دیوه ماشوم حق هم نه ترپښولاندې کېږي او ددې ترڅنګ ددغوماشومانو روزنه به قابلې کوي دوی به د ټولو ماشومانو په یوشان خیال ساتي او ضروریات به یې پرخپل وخت پوره کوي.
که داسې وشي نو خاندانونه به له منځه لاړ شي ټول به په ګډه دیوه واحد ریاست لپاره هلې ځلې کوي.
او هرکال، چې په مناسبوموسونوکې جنسي اړیکې ټینګېږي اوپه ترڅ کې یې چې کوم او لاد نړۍ ته راځي بایدداخفیه وساتل شي همداسې به ټول ریاست دیوه خندان په څېر وي.
ډیرای مفکرینو د افلاطون پردغه نظریاتو باندې سختې نیوکې کړي او ځینې نظریات يې ورته تریوه حده ډېر ستایلي دي.
دایوه توطیه ده، چې وايي افلاطون لومړنی مفکردی چې دګډ ژوند یا اشتراکیت نظریه یې وړاندې کړې ده خو داسمه ده چې دده په زمانه کې دغې موضوع ډېرزور اخستی وه داهم دیادونې ده چې ډېرلیکوال دافلاطون له نظریاتونه متاثره شوي دي .۳
حوالې.
۱ـ ویل ډیورانټ، دتمدن تاریخ
۲ـ جمهوریت ـ افلاطون
۳ـ له موسی نه ترمارکس پورې ، سبط حسن