د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنجدې نیول او ډیورنډ استعماري کرښې په اړه د یو شمېر سوالونو تاریخي ځوابونه

شهسوار سنګروال 20.10.2010 15:07

ایا دغه کرښه نړیوال حقوقي ارزښت لري؟ که یې لري د څومره وخت له پاره ؟؟
امیر عبدالرحمن خان دغه کرښه له چا سره لاسلیک کړه او هغه اسناد اوس چېرته دي ؟
د استعماري کرښو په وړاندې د امان الله خان دریځ ولې ناندره ییز دی؟
ایا پاکستان د برېتانوي هند میراث خور ګڼلی شو چې یو شمېر لیکوال  دېته لمن وهي چې ګنې پښتونخوا له انګرېزانو نه دوی ته پاتې ده؟
یو شمېر لیکوال دا هم وایي  چې ولې د پنجدې  او مروې یادوونه نه کیږي  چې یوازې د ډیورند کرښه یادیږي؟
ولې پاکستاني چارواکي سربډاله دي  او غواړي د وخت د بریتانوي چارواکو په څېر د کوم واکمن لاسلیک ترلاسه کړي ؟
یو شمېر کسان وایي که چېرې دغه کرښه په رسمیت وپېژندل شي نو افغانستان به ارامه شي ...... ایا دغه څوک تضمینولی شي چې بیا به پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي ؟
د دې پوښتنو اوګروېږنو بشپړ ځواب په متن کې ولولۍ....    

ډېرو تاریخپوهانو او څېړونکو دا سپینه کړې ده چې افغانستان له ۱۸ پېړۍ نه راوروسته د سترو ښکرورو استعماري هېوادونو په مینځ کې راګیر وو چې امیر عبدالرحمن خان بیا دغه دواړه ښکېلاک ګر له دوه خروړو څیروونکو ځناورو سره پرتله کړي دي چې یو یې ؛شېر؛ او بل یې ؛خرس؛ بللي دي چې دې دواړو هېوادونو (انګلیس او روسې) په ډېره بېړه د افغانستان شمالي او جنوبي پولې تر ګواښ لاندې راوستې .  تزاري  روسې لکه د خونړي خامار په څېر د مینځنۍ اسیا هېوادونه یو د بل پسې تېر کړل ان دا چې په پای کې د ؛کماروف؛ په مشرۍ درې زره روسي پوځیانو په پنجدې تېری وکړ او د افغانستان  لږ شمېرو ولې باتورو سرتېرو په پوره مېړانه تر وروستۍ سلګۍ پورې خپلې خاورې نه ساتنه وکړه تر هغې چې شهیدان شول. دغه مهال امیر د هند واسیرای په بلنه په هندوستان کې وو چې دغه سفر هم د روسي په چارواکو بده اغېزه کړې وه. امیر عبدالحمن خان له بریتانوي هند نه مرسته وغوښته چې د روسانو د تیري په واړندې دده سیاسي او نطامي  ملاتړ وکړي خو د افغانستان پاچا د انګرېزانو د ساړه او بې پروا چلند له کبله په  ډېرې نهیلۍ بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
دا چې یو شمېر لیکوال وایي چې ولې د افغانستان چارواکي د پنجدې غوښتنه نه کوي او د پښتونستان نارې وهي.... که چېرې څوک دېته ځېر شي  نو پوه به شي چې دغه دواړو بېلو شو سیمو  کې د افغانستان سیاسي ، اقتصادي  او نظامي ژوند لپاره  کومه یوه سیمه لومړۍ درجه او کومه یوه دوهمه درجه اهمیت لري؟ که چېرې افغانان له هر ګاونډي سره داډول لانجې په اوس مهال کې را پورته کړي ګرانه به نه وي چې  کمزوری افغانستان په څو جبهو کې وجنګيږي؟  دویمه خبره دا ده چې اوس دستي افغانستان دپاکستان له خوا تر ګواښ لاندې دی او دا چې یو شمېر وايي  خو باید افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني.... زما پوښتنه له دا ډول لیکوالونه  دا ده چې ایادا به څوک تظمین کړي چې بیا به پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي ....؟ که څوک ووایي چې بیا به افغانستان  ملګرو ملتو او د ناټو غړو هېوادو ته شکایت وکړي... ولې  دا اوس دستي د ملګرو ملتو د پرېکړې له مخې ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې شتون نه لري؟ دا چې یو شمېر داهم وايي  چې عبدالغفار خان او د ده په څېر نورو د؛ صوبایي خود مختار؛ نارې وهلي دي .... زما په ګومان دا د دې مانا نه لري چې موږ هر څه په پټو سترګو ومنوو لومړی دا چې ښایي په پښتونخوا کې ملت پاله ګوندونه په لومړي سر کې د ؛مبارزې د تکتیک؛ له مخې صوبه یي خودمختاري وغواړي او ستراتیژي یې یا د خپلواک هېواد جوړېدل او یا د پلرني هېواد سره یو ځای کېدل وي..... خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان اقتصادي او سیاسي ګټې په کوم لور کې دي موږ باید خپله  ملي او تاریخي لاره د ځان لپاره غوره وګڼو او د یوې ټاکلې پالیسي  له  مخې ګام په ګام مخکې لاړ شو.
که هغه د پنجدې خبره ده او یاد پښتونخوا..... دا فیصله به تاریخ ته سپارو او د وخت پوښتنو ته !! ولې دا د دې مانان نه لري چې پنجده نه غواړو نو د ډیورنډ کرښه باید په رسمیت وپېژنو خو په دې باید ایمان ولرو لکه څنګه چې نړېوالو بدلونونو پاکستان د نړۍ په جغرافیه کې وزېږوو دا رنګه یې د زوال هیله هم شونې ده .... اوس بېرته هغې خبرې ته راګرځو چې که له یوې خوا روسان په مینځنۍ اسیا کې  د پرمختګ په حال کې وو خو له بلې خوا سکانو د انګرېزانو په لمسون  د افغانستان  تر ولکې لاندې سیمې یو د بل پسې لاندې کړې  د ساري په توګه په ۱۸۱۲ کال د اټک کلا ، په ۱۸۱۸ کې ملتان ، په ۱۸۱۹ او ۱۸۲۱ کال کشمیر او غازي خان دېره  ، په ۱۸۲۱ او ۱۸۲۳ کې اسمعیل خان دېره او پېښور یادولی شو. له ۱۸۵۴ نه راواخله تر ۱۸۷۶ پورې د بلوڅو سیمې یو د بل پسې د انګرېزانو تر واکمنۍ لاندې راغلې او د ګندمک شرمناک تړون له مخې ۱۸۷۸ تر کورمې او لنډي کوتل پورې سیمې د افغانستان له تنې نه بېلې شوې په داسې حال کې چې افغانستان له یوې خوا د روسانو د تیري له امله چې په ۱۸۷۴ کال یې مرو او په ۱۸۷۵ کال یې پنجده ونیوه تر ګواښ لاندې  وو او له بلې خوا انګرېزانو د افغانستان  په جنوب ختیز کې د پنجاب سکان او د افغانستان په لویدیز کې ایرانیان دېته هڅول  چې افغانستان تر ګواښ لاندې ونیسي لکه چې ښکاره ده په ۱۸۷۲ کال د انګلیس یو پلاوی  د سیستان ولایت ایرانیانو ته په وچ زور ور وسپاره . افغانستان چې د کور دننه او بهر  جګړو ځپلی وو په همدغسې شرایطو کې امیر عبدالرحمن خان  واک ته ورسېد. انګرېزانو نوموړی له خوګ ګوتې ونیو هره ورځ به یې لکه د نن په څېر د هېواد په پولو کې ورته راز راز ستونزې او جنجالونه پیدا کول  چې په پای کې دېته اړ شو چې پرته د اولس له  سلا او مشورې نه ځینې څېړونکي لا وايي چې ډیر نږدې درباریان یې هم  خبر نه وو چې په ۱۸۹۳ کال یې د ډیورند استعماري کرښه لاسلیک کړه.
امیر عبدالرحمن خان پخوا تر دې چې دغه کرغېړنه کرښه ومني دا ورته څرګنده وه چې انګرېزان د افغانستان په ختیزو سیمو د بېلابېلو قومونو تر مینځ د اخ وډب زمینه برابروي . ان تر دې چې د بریتانیوي  هند چارواکو په ډاګه د افغانستان او هند تر مینځ پولو کې داسې له پرو پاګنډه ډکې پاڼې خپرولې چې ګنې د افغانستان  پوله ساتو ته به د افغانستان د حکومت په پرتله  دوه برابره تنخوا  ورکوي خو له انګرېزانو سره به هرو مرو ؛ اطاعت نامه؛ لاسلیکوي  امیر چې  د انګرېزانو دغه پاڼې تر لاسه کړې د ننګرهار پوځي مشر ته ولیکل چې که چېرې د بریتانیوي هند چارواکو د مسلمانانو تر مینځ د نا یوالي تخم نه شیندلی نو ولې به یې لومړی د هند نیمه وچه نیوله  او بیا د افغانستان یو شمېر سیمې په داسې حال کې چې اباسین د افغانستان یو طبعي سرحد دی او دا دی اوس  له سند نه را اوړي  پېښور او ؛دېره جات؛ لاندې کوي  کله چې امیرعبدالرحمن خان او بریتانیوي هند د بهرنیو چارو وزیر ډیورند دا کرښه لاسلیک هم کړه افغان اولس په تېره د کرښې په دواړو غاړو کې مېشتو اولسونو په وسله وال پاڅون لاس پورې کړ  او ان تر دې چې د وزیرو او مسیدو د مشرانو څو جرګې چې سپین سرې ښځې هم ورسره وې د امیر حضور ته راغلې چې موږ دې ولې  ځناورو ته وسپارلو ....؟ د دې لپاره چې بریتانیوي  هند دکرښې د لاسلیک ملاتړ  تر لاسه کړی وي  او یا لږ ترلږه یې ځانته د اوړو  پوزه ایښې وي  وې وېل  چې د کال  به اتلس لکه روپۍ هم امیر ته ورکوي .
کله چې امیر حبیب الله خان واک ته ورسېد د خپلې واکمنۍ له بابته یې انګرېزانو ته خبر واستوو او بیا یې د بریتانویانو په وړاندې  د بې پروایي چلند غوره وګڼه چې په پای کې د بریتانیوي هند نایب الحکمه  له امیر نه غوښتنه وکړه چې هندوستان ته سفر وکړي   چې د نورو تړونونو په هکله ورسره وغږیږي  خو امیر دغه بلنه ونه منله . هغه وو چې په ۱۹۰۵ کال د انګلستان د بهرنیو چارو سکرتر   لویس ایلیم دان  DANE افغانستان ته راغی او د مارچ په یوشتمه  ۲۱ نېټه یې  له امیر سره   یو تړون لاسلیک کړ  او لوړه یې وکړه چې د کال به ۱۶۰۰۰۰ پونډه امیر ته ورکوي .
کله چې  علیحضرت امان الله خان واک ته ورسېد د افغان او انګلیس د دریمې جګړې  له امله د ډیورند کرښه ماته شوه او  افغان  ځواکونه له پولې  واوښتل او د هغې غاړې مېشت افغان اولس ورسره هم خپل ملاتړ څرګند کړ خو له بده مرغه چې د دواړو هېوادونو تر مینځ متارکه وشوه.  ولې په دیپلوماسي ډګر کې کله چې د وخت شوروي اتحاد په ۱۹۱۹ کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله او په ۱۹۲۱ کې  یې یو تړون لاسلیک کړ. او همداراز افغانستان له ترکې سره هم  د دوستۍ یو تړون لاسلیک کړ . او یو شمېر لویدیزو هېوادونو د افغانستان د یو رسمي پلاوي نه چې په سر کې  یې محمد ولي خان وو استقبال وکړ. بریتانیوي چارواکي دېته اړشول چې د سرهنري  دابس  SIR HANRY DABS په مشرۍ یو پلاوی  د جنوري په لسمه نېټه( ۱۹۲۱ کال) کابل ته واستوي . د افغانستان پاچا علیحضرت امان الله خان د خپل  هېواد  نړېوال دریځ  او د نړیوالو ملاتړ ته ګوته ونیوه او په پای کې  یې بریتانیوي پلاوي ته وویل: ؛ راځۍ چې د دوستۍ په رڼا کې د یو تړون په مسودې غور وکړو.؛
علیحضرت بیا د محمود طرزي په مشرۍ د بهرنیو چارو مستشار  سردار عبدالرحمن خان ، د کورونیو چارو وزېر شجاع الدوله  ، جنرال شاولي خان ، د سوداګرۍ  چارو وزیر غلام محمد خان ، میرزا محمدهاشم خان او عبدالهادي خان داوي په ګډون یو پلاوي ته دنده وسپارله چې د ؛ډابس؛ په مشرۍ د بریتانیوي پلاوي سره د یوه تړون په باب خبرې وکړي .
دواړو لورو یو او بل نه غوښتنې لرلې خو د افغاني پلاوي د غوښتنو په لړ کې څو غوښتنې دا وې : ؛۱- هغه قبایل چې غواړي  افغانستان سره یو شي پکار دی چې د بریتانیوی هند چارواکي ورته ستونزې او مشکلات پیدا نکړي .
۲- د نړیوالې جګړې له بابته چې افغانستان بشپړ ناپیلتوب  خوندي کړ بریتانویانو ته پکار ده چې زموږ هېواد ته څلور کروړه او شپږ لکه روپې ورکړي .
۳- هفه قبایل چې د افغانستان د هېواد په ملاتړ له انګرېزانو سره جنګېدلي دي  باید انګرېزان د هغوی سره د نورو مرستو په څنګ کې مالي مرستې هم وکړي ....
همداراز د دابس په مشرۍ بریتانیوي پلاوي یو مهم وړاندیز او غوښتنه دا وه چې د افغانستان په جنوب ختیز کې باید د روسانو  قونسلګرۍ ته د جوړېدو اجازت ورنکړای شي....
سره د دې ټولو خبرو علیحضرت امان الله خان د یوه پراخ اند څښتن وو د هغه غوښتنه له دېنه هم لویه وه هغه  نه یوازې غوښته چې د نیکه دمهال   دلاسه وتلې سیمې خپلې کړي بلکې غوښته یې چې د هند نیمه وچه د اروپایانو له ښکېل نه خپلواکه کړي نو ځکه خو یې په کابل کې د ازاد هند په نوم ؛د هند لنډ مهاله حکومت؛ د مهندراپرتاب په مشرۍ چې صدراعظم یې مولوي برکت الله او د بهرنیو چارو   وزیر یې  مولانا  عبدالله وو جوړ کړ  (the emergence of modern Afghanistan) کله چې د بریتانیوي هند چارواکو دا خبر تر لاسه کړ نو له خپل مرکزي حکومت سره یې تماس ونیوو نو بیا یې د ډېرو پیسو په زور د افغانستان  د خپلواک هېواد او په سر کې د عليحضرت امان الله خان  په وړاندې په توطیوو او دسیسو لاس پورې کړ.
کله چې په ۱۹۴۷ کال د هند نیمه وچه کې د هندوستان او پاکستان په نوم هېوادونه مینځ ته راغلل  خو په ملګرو ملتو کې د افغانستا ن استازې د پاکستان خلاف راېه ورکړه او په ۱۹۴۹کي د افغانستان ملي شوراټول هغه تړونونه  چې تيرو حکومتونو  له برتانوي هند سره  لاسليک کړي وو لغوه   کړل .                                                                                                                                                                                             څو کاله وروسته  له  پاکستان نه بنګال چې هغه هم په نړۍ کې د یو ځانګړي هېواد په نوم چې رسمي نوم یې بنګله دېش دی جلا شو....  اوس پوښتنه پیدا کیږي چې بنګال  خو هم انګرېزانو نه  پاکستان ته پاتې وو، ولې بنګله دېش له پاکستان نه بېلېدلای شي  او پښتونستان چې هېڅ ډول ژبني تاریخي او کلتوري اړیکه له پاکستان سره نه لري  په خپله خوله خپله خبره نشي کولی؟  ښایي د دې پوښتنې ډېر لاملونه وي خو زما په اند ځیني لاملونه یې دا هم کېدلی شي.
۱- هغه مهال چې کانګرس ، مسلم لیګ او خدایي خدمتګار درې واړو په بېلابېلو لارو تکل پیل کړ او په دې هېله چې د انګرېزانو واک ته به په دغه سیمه کې د پای ټکی ږدي . کانګرس او مسلم لیګ خپله لار پیدا کړه خو خدایي خدمتګار یا د سیاسي کمزوري   له مخې او یا د داسې مشرانو له کبله چې په قبیلوي  او روایتي بڼه یې فکر کاوو او د حالاتو ژوره څېړنه یې د هغه مهال د سیاسي حالاتو په رڼا کې نشوه کولی نو ځکه خو د کانګرس تر سیوري لاندې روان شول . کانګرس مشران د سیاسي پوخ والي له مخې د پښتنو له یوالي نه ډېرې ګټې تر لاسه کړې خو د بېلګې په توګه یوه ګټه دا چې ټوپک یې د پښتون په اوږه کېښود او د بریتانیا په لور یې ډزې پیل کړې . ولې بیا هم د انګرېزانو له پاره د ګوزار نښه پښتون شو.... ایا دا ډول تېر وتنې باید موږ په ۲۱ پېړۍ کې هم تکرار کړو؟ هو هغه مهال دېته ورته ستونزې په افغانستان کې هم وې یوه  دا چې  دهغه مهال واکمنو په سر کې د علیحضرت محمد ظاهرشاه ترونو (محمدهاشم خان ،شاه ولي خان او شاه محمود خان) نه غوښتل چې یا خپل  هوسا او سوکاله ژوند په سیاسي لانجو کې ښکېل کړي او یا خو د بې وسۍ او بې کسۍ خبره وه چې وروسته دا بې کسۍ نوره هم پراخه شوه داځکه چې یوې خوا لویدېزالو په سر کې انګلیس او امریکا ډېر  ژر د پاکستان چارواکو ته د بېړنۍ مرستې (نظامي او اقتصادي) لاس وغوځوو  او له بلې خوا یې کمزوري افغانستان ته نه یوازې شا کړه بلکې کله  به چې افغان چارواکو د دوستۍ لاس ور اوږد کړ نو هغو به نېغ په نېغه دا ورته  په ډاګه وویل:؛ لومړی لاړ شۍ له پاکستان سره خپله سیاسي لانجه غوڅه کړۍ او بیا ځان زموږ د دوستۍ جوګه کړۍ....؛
کمزوری افغانستان که له یوې خوا خپل تاریخي او سیاسي دریځ نړېوالو او په سر کې لویدیزوالو ته ښکاره نه شو کړای خو له بلې خوا شوروي اتحاد له دې سیاسي کړکېچ نه ګټه واخیسته او د پخواني  خوب له مخې ځانونه د هند په سمندر کې لیدل په غولونکي توګه یې افغانستان ته د دوستۍ ټټر وواهه . (ولې که امریکا مخامخ ووهلو خو شوروي د څټ له خوا ګوزار  راکړ) د افغانستان  یو شمېر چارواکي د سیاسي  نا پوهي له کبله د شوروي په سیاسي او نظامي یرغل کې ښکېل شول او که کوم داسې چارواکی به پیدا هم شو چې غوښتل یې د شوروي او امریکا له سیالۍ نه د افغانستان په ګټه  په کوم نوښت او خوځښت  لاسپورې کړي نو په توره شپه کې به له مینځه لاړ.
اوس چې نړېوال ځواکونه او د ناتو غړي هېوادونه په سر کې امریکا او انګلیس د افغانستان په روان کړکېچ کې  ښکېل دي په کار ده چې د افغانستان په تاریخي او سیاسي ستونزو ځان خبر کړي او د افغانستان چارواکو ته هم په کار دی چې د ملګرو ملتو استازو ته د ناټو غړو هېوادونو سیاسي او نظامي مشرانو ته په ډاګه ووایي چې ولې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي؟! او په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران د هغه شوم نیت ریښه هم راوڅپړي چې د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره سیاسي ،مذهبي او تاریخي دښمني پاللې ده او پالي یې .
د کمزوري افغانستان (په سیاسي ، اقتصادي او نظامي ډګر کې ) چارواکو باید د دې پینځو کلو په موده کې  دا خبره هر بهرني پلاوي ته کړې وای چې په سیمه کې  هغه وخت ټیکاو راتلاشي چې د ؛قواوو توازن؛ موجود وي او په ځانګړي ډول یې له پاکستان سره د لانجې بنسټیز ټکی ور په ګوته کړی وای .  اود  ډیورند استعماري کرښې   کرغېړنه څېره چې هېڅ نړیوال قانوني ارزښت نه لري ور ښودلی وای .که اوس د دې خبرې وخت نه دی نو د پاکستان د لاسوهنو د څرګند ثبوت لاملونه خو باید ترې وپوښتي .   په دغه تېره اونۍ کې  د جنوري  له ۹ نېټې نه تر ۱۵ نېټې پورې د امریکا دوه لوړ رتبه سیاسي او دولتي چارواکي  چې یو یې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ؛ریچارد بوچر؛ چې د جنوري په ۱۱ نېټه او بله د امریکا د پخواني اولس مشر کلنټن مېرمن هیلري کلنټن چې د جنوري په ۱۴ نېټه  سیمې ته راغلل  د افغانستان او پاکستان چارواکو سره یې ولیدل په کار دا وو چې افغان چارواکو ورته ویلي وای چې د امریکا نظامي سلا کاران په دې باور د ي چې  دنړیوال تروریزم ځاله په پاکستان کې ده نو بیا ولې امریکا او پلویان یې پریکنډه عمل نه کوي؟ د ساري په توګه د متحده ایالاتو د استحباراتو مشر ؛جان نیګروپونتي؛ د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښ په باب د امریکا مشرانو جرګې ته د خبرو په مهال په ډاګه وویل چې ؛د القاعدي پناه  ځای پاکستان دی .؛
د جنوري  په ۱۶ نېټه ۲۰۰۷ د امریکا د دفاع نوی وزیر ؛رابرډګېټس؛ کابل ته راغی چې له افغان چارواکو او د ناټو او ایتلاف له قومندانانو سره خبرې اترې وکړې ، بیا افغان چارواکو ته په کار وو چې خپلې سیاسي او نظامي ستونزې یې د امریکا دفاع وزیر ته مخکې ایښې وای او دا یې هم ورته ویلي وای  کله چې  د پاکستان نظامي چارواکي  په دې وپوهیږي چې کوم پلاوی سیمې ته راځي نو په ډله ییزو رسنیو کې یوه لویه غوغا پیل کړي چې ګنې په ترهګرو یې بمباري وکړه ډېر یې ترې ووژل  او ډېرې وسلې یې ترې ونیولې ..... له بده مرغه چې نړیوال تر اوسه په دې نه دي پوه شوي چې دا د کړکېچ بنسټیزه چاره ده چې پاکستان په غولوونکي توګه ډنډورې غږوي  ؟؟
پایله دا چې د پاکستان  دا ټولې هلې  ځلې د دې لپاره دي چې د خپل شوم نیت د عملي کولو لپاره د افغانستان له سیاسي ،اقتصادي  او نظامی کمزورۍ نه ګټه واخلي چې زړه یې غواړي هماغسې وکړي . ولې د ناټو او ایتلاف ځواکونه باید په دې پوه شي  چې که دلته  افغان بچي مري نو ستاسې اولادونه هم  خوندي او سلامت نشي پاتې کېدلی . د اچې پاکستان کله کله په افغان چارواکو تورونه لګوي چې دوي د خپلې کمزورۍ له کبله د دې جوګه نه دي چې حالات کابو کړي او بېلابېلې ستوزې تر ګورت لاندې راولي دا د هغوی یوه پلمه ده او یا دا چې زموږ  اتیازره پوځ په کرښه پروت دی   په کار دی چې نړیوال له موږ سره مرستې وکړي لکه چې څرګنده ده یو شمېر هېوادونو په  سر کې امریکا په میلونو ډالره مرسته هم کړې ده . دا ده اوس غواړي په یوه بله ډراماتیکه لوبه لاسپورې کړي  چې ګنې د ډیورند په کرښه اغزي او بمونه کرم  چې په دې کار له یوې خوا دغې ناولې کرښې ته  د اوړو پوزه پیدا کړي او له بلې خوا په دغه پلمه له امریکې او پلویانو نه  یې په میلیونونو ډالر هم تر لاسه کړي .