د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې ټول قربانیان د عایشې په څیر نه دي

حنان حبیبزی 15.10.2010 09:37

بیګا  په اروپا کې د اونۍ د رخصتۍ شپه وه چې دوی ورته فرای ډې نایټ وايی او موږ یې د جمعې شپه بولو چې خورا زموږ په ټولنه کې هم د بنډارونو لپاره مشهوره ده او په اروپا کې خو خلک په ځانګړي ډول ځوانان دې شپې ته شیبې شمیري.  موږ افغانان چې په برتانیا کې خواره واره پراته یو ، کار او روزګار پسې ورک یو. خو د جمعې لپاره موږ هم چیرته د یو بنډار تابیا کوو. دافغانانو بنډارونه مالوم دي چې  ټول د سیاست او د افغانستان د حالاتو په اړه غږیږي. یو څو ملګري سره راټول شو او د زړه خواله وکړو خو  دخبرې پیل او پای د وطن پر روانو حالاتو ورټول وي.  بله اونۍ چې بیا راټول شو بیا هماغه خبرې کیږي . همدا یو بحث دی ،بیا بیا تکراریږي خو هیڅوک یوې ښکاره پایلې  ته  نه رسیږي.  په حقیقت  کې ټول افغانان د سولې تږي دي او ددغو بحثونو له لارې هڅه کوي چې کومه د خیر  لار  ومومي چې له مخې یې په افغانستان کې سوله رامنځته کیږي او  د عملي کولو لپاره  یې هیله من وواوسي. کنه نو حکومت او په اداري فساد کې ښکیلو چارواکو ته که وګورې نو هیلې ټولې ماتې ګوډې دي.  
دافغانانو دا بحثونه داسې دي چې  که ته غواړې موضوع بدله کړې نو دوی ژر بیرته  ها  نوې موضوع د افغانستان له حالاتو سره وتړي. د بیلګې په توګه که ته په اروپا کې د کاروبار په اړه خبره  رامنځته کړې نو بنډار  په بشپړ ډول پرې نه ګرمیږي او که ګرم هم شي نو یو  به  پکې راپورته شي او وبه وايي، هی ،هی که وطن مو جوړ وای ، دلته به مو څه کول . له همدې سره به خبره  بیرته د افغانستان حالاتو ته  لاړې شي. ان تردې چې  برتانویان هم پوهه شوي دي چې افغانان چې چیرته راټولیږي د خپل هیواد غم کوي او نورې مسالې لکه نړیوال اقلیم ، نړیوال اقتصاد  یا نړیواله لوږه ، یا په چلي کې د سروزرو د کان د کارکونکو جادويي  ژغورنه دوی ته هیڅ کوم ارزښت نلري.              
 څو میاشتې مخکې  چیرته د لندن په یو رسټورانټ کې له ځينې ملګرو سره ناست وم  چې یوه برتانوۍ ښځه څلویښت کلونو به ښکاریده  ویښتان یې تور کړي وو او په شنو سترګو یې هم ښه ډیر رانجه موښلي وو ، نرۍ اوږده   ونه یې درلوده   زموږ میز ته ودریدله  او وېویل فکر کوم تاسو افغانان یاست او هیله کوم چې د فټبال پر نړیوالو سیالیو وغږیږﺉ،  نه ،  د افغانستان پر حالاتو  .دا هغه وخت وو چې په سوېلي افریقا کې د فټبال نړیوالې سیالۍ روانې وې ، زموږ بحث طبعا د افغانستان پر روانو حالاتو وو نو  ددې ښځې پام موږ ته اوښتی وو .  موږ یو بل ته وکتل ،زموږ له منځه یو ملګري  له هغې وپوښتل  چې دا  څه پوه شوه  چې موږ د افغانستان پر حالاتو غږیږو ، دې  ښځې  وویل تاسو څو ځلې افغانستان، ناټو ، طالبان ، کرپشن  او د حامد کرزي نوم یاد کړ.  زه پوهه شوم چې تاسو افغانان یاست او پر افغانستان خبرې کوی.
راغلو دېته چې تیر ماښام موږ  څو ملګري   په یوه  جونګړه کې سره راټول شولو .  دا جونګړه  دداسې چا وه چې د اقچې ولسوالۍ دی . یولس کاله کیږي چې په برتانیا کې میشت شوی دی.  
 د لندن په څیر ښار کې یې ښه وطني دیره جوړه کړې ده . توشکې او بالښتکونه یې  پر یوه اقچه يي غالۍ خواره کړي دي چې دده دیرې ته یې  بل ډول ښایست ورکړی دی.  دی  ښه قابلي پلو او منتو  هم  پخوي.  بیچاره ډیر زحمت  کړی  وو او ښه خوندوره قابلي  او منتو یې  پخ کړي  وه.
خو د خوندورو خوړو  ترڅنګ  زموږ د تیر ماښام  بنډار  بل ډول وو. دې ناسته  کې موږ د افغانستان پر سیاست خبرې ونکړې .
د ډوډی پرسر خبره په هیواد کې پر وحشتونو او ظلمونو پیل شوه  چې  په تیرو نهه یا لسو کلونو کې  ترسره  شوي دي. هر چا چې څه لیدلي وو هغه یې وویل. په دې منځ  کې یو ځوان د مومنددرې د ولسوالۍ وو چې تورخم سره نژدي پرته ده. ددې ځوان کیسو موږ ټول  هک پک  کړو او هغو ظلمونو ته چې هلته هغه  د سپین غره په لمنو کې لیدلي وو، داسې راته انځور کړل چې   زموږ ذهنونه  د وحشت  هغو قربانیانو خواته ولاړل او نور هرڅه مو هیر شول.  دې ځوان د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر د میاشتې خبره کوله چې هغه مهال په توره بوره او د  سپین غر په لمنو کې د  امریکايي ځواکونو عملیات روان وو.   ده وویل  هغه مهال امریکايی جنګي الوتکو پر توره بوره لوی لوی بمونه وغورځول چې په انګریزي کې ورته ډیزرټ کټر بی ایل یو- ۸۲  وايي .  ډیزرټ کټر له ډیرې لوړې فضا څخه د پوځي کارګو له لارې غورځول کیږي چې مځکه دوه څیرې کوي او بیا بیرته راپورته کیږي او درې فټه د مځکې لاندې انفجار کوي او زر فټه شعاع تولیدوي. په دې سیمه کې که انسان یا څاروی  ژوند کوي ، نو  د بم له انفجار سره یې کولمې  او زړه  له خولې راوځي .   په هغه ځای کې چې دا بم لګیږي هلته تر څلویښتو کلونو پورې کښت او زراعت نه کیږي او تر شپیته کیلو مټرو پورې کرنیزه مځکه له یوې ځانګړې ناروغۍ سره مخامخ کوي چې کښتونه پکې تولیدات کموي او له بیلا بیلو  افتونو سره مخامخ کیږي. هغه وګړي او څاروي چې په دې شپیته کیلو مټره واټن  کې ژوند کوي له ډول ډول ناروغیو لکه د سرطان او پوستکي  له هغو سره مخامخ کیږي.  د انسان نسل ته زیان اړوي او ماشومان نیمګړي زیږیږي.  دغه بمونه هوا او چاپیریال په ډير ناوړه ډول خرابوي او که له دغې سیمې څخه سیند یا ویاله تیریږي نو بیا هغو خلکو ته دغه زیانمن  او ککړ توکي رسوي چې دغه اوبه کاروي  او  په ورته ستونزو اخته کیږي.

دې مومند ځوان چې په دې وروستیو دوه کلونو کې یې   په برتانیا کې زده کړې کړي او د زراعت په برخه کې یې  ماستري کړې ده ، وویل چې ده هغه ماشومان په سترګو ولیدل چې ددغو بمباریو څخه څو اونۍ یا څو میاشتې وروسته وزیږیدل او د بدن غړي یې  بشپړ نه وو او یايي هیڅ نه درلودل.  دده په وینا ددغو ماشومانو عمر لږ وو او بیا مړه شول خو ځینې داسې ماشومان پکې ژوندي پاتي دي چې یوازې  یو لاس یا  یوه پښه یې نه درلوده.
یو بل زلمی چې د تخار ولایت اوسیدونکی وو او یوه اونۍ مخکې له خپل ولایت څخه راستون شوی وو . د یوې تخارۍ ۱۳ کلنې ماشومې  په ضد یې د سیمه ییزو پولیسو د تیري کیسه  وکړه چې  له وحشت اخوا  بې رحمانه چلند  ددې ماشومې په مقابل کې ترسره شوی وو.
دې زلمي وویل چې  دغه ماشومه  یې له نژدې ولیده او خبرې یې ورسره وکړې او په داسې حال کې چې دې ماشومې خپل درد نشو پټولی په چغو چغو یې ویل چې شپږ تنو وسله والو له خوا وتښتول شوه او ددرې شپو لپاره یې ساتلې وه ، نشيي مواد او شراب یې په زوره ورکول او دا نوره پخپل ځان نه پوهیده.
دې تخاري ځوان وویل چې  د ماشومې پلار  په سپین ږیره دیخوا اخوا منډې وکړې ، له حکومت څخه یې دمرستې او انصاف غوښتنه وکړه ،خو ده ته ګواښونه کیدل ، که د انصاف غوښتنه یې روانه وساتله نو وبه وژل شي.

یو بل چا بیا په سمنګان ، بلخ   او فاریاب کې د هغه وخت کیسې وکړې چې کله د۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې  د طالبانو حکومت د امریکا د بمباریو په نتیجه کې مات شو او د جنبش ، وحدت او جمعیت ډلې په اوارو سیمو ورخپرې شوې او هغه  وحشتونه یې  وکړل چې  له انسانانو څخه یې تمه نه کیږي.

په فاریاب او بلخ کې هغه مهال د جنبش او د وحدت ډلو د پښتنو پر کلیو او کورونو یرغلونه وروړل ، قتلونه ، تښتونې، جنیسي تیري او چور او چپاول یې وکړ.  بیلګې وړاندې شوې او دغه وحشتونه یو یو وشمیرل شول.

یو بل چا  د بمباریو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو  د قتل عام خبرې وکړې  ، د کندوز پیښه یې یاده کړه چې د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په میاشت کې د جرمني  د ځواکونو په امر امریکايی الوتکو د تیلو پر دوه ټانکرونو بمونه وغورځول او څنګه یې  هغه   ماشومان او ځوانان چې د تیلو د اخیستلو لپاره ورټول شوي وو ، وسوزول او ایرې ایرې کړل. په دې پيښه کې ۱۶۳ تنو یادونه وشوه  چې په رحمانه ډول ووژل شول. دغسې پیښې یوه یوه وشمیرل شوه .  د ۲۰۰۹ کال د می په میاشت کې  د فراه په یو کلي کې ۱۴۵ تنو ملکي خلکو ډله ییزه وژنې ته اشاره وشوه چې  د امریکايی ځواکونو په بمباریو کې یې ارمانونه خاورې شول.  هغه بمونه چې دغلته غورځول شوي وو ، په سپینو فاسفوریسو ککړ وو چې هر هغه څه ته  اور اچوي چې د پیښې په ځای کې وي. همدغسې د شینوارو پر واده چې خوارکۍ ناوې ارمانجنه  لاړه او د واده  په خوشالۍ کې  لسګونو نور  ګډون کونکي هم پکې له منځه لاړل.  د هرات په ولایت  کې د کورنیو ستونزو له کبله  د ښځو د ځان سوزونې پیښې یادې شوې. په بدخشان کې پر نشيي توکو د تنکیو ماشومانو روږدیدنې ته اشاره وشوه او داسې بیشمیره نور چې   یا  مخامخ د نړیوالې ټولنې سرتیرو  کړي   یا  ددوی تر چتر لاندې شوي دي خو  پر بیګنا انسانانو شوي دا ظلمونه  یو له بل بد تر دي . هغه څه چې موږ تیر ماښام پخپله ناسته کې یاد کړل   د عایشې نومې ښځې د پوزې او غوږونو د پریکولو کیسه پکې ورکه شوه خو موږ دا هیره  نکړه او ومو ویل کاشکې هغو ماشومانو ته چې له موره نیمګړي زیږیدلي وو هم د بدن غړي جوړیدی - او هغوی هم د عایشې په څیر بخت درلودی ،ځکه چې انسانان وو .