د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نبوي شمائل او دهغو اهميت

محمدوزيرحامد 14.10.2010 11:48

الحمدلله وسلام على عباده الذين اصطفى

       الشمائل : دشمال جمعه ده علامه  ابن منظور (630-711 هـ)په لسان العرب کې ليکي:والشمال خليقة الرجل وجمعها شمائل وقال لبيد :
                            هم قومي قدانکرت منهم = شمائل بدلوها من شمالي

      د(شمائل) تورى په عربي ژبه کې په ډیرو معناو راغلې دي خو دلته مرادخلقت او خلق دى يعني بدني جوړښت او خويونه او عادتونه عرب وايي : فلان مشمول الخلائق . يعني ښه اخلاق لري . اصلا شمال هغو اوبوته وایی چې د(شمال باد) يې سړي کړي . لنډه داشوه چې ( شمال ) بدني جوړښت او اخلاقودواړو ته ويل کيږي . يعني دانسان باندنى شکل او جول لکه : سپينوالى، لوړوالى، وېښتان او ..... او دانسان باطني صورت لکه : علم ، حياء، حلم ، او داسې نور.....

دشمائل اهميت
 
       په دې کې شک نشته چې د الله جل جلاله پېژندنه او دهغه په دين عمل کول درسول الله صلي الله عليه وسلم په لارښوونو او سنتوپوري تړلى دى او دده په عملي ژوند او کړنو پوري ځکه  دلوى څښتن له لوري رالېږل شوى قران او اسماني وحي دده په وينا ؤ او عملي ژوند سره څېړل شوي  اوسپړل دی او دپوهي او عمل وړ ګرځېدلي دي . نو قران او سنت سره تړل شوي دي يو له بل نشي بېلېدلى .الله جل جلاله   په قران کريم کې ويلي دي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم  خبری هم دقرانکریم په څیردالله جل جلاله  وحى دی  او دادواړه په ګډه دالله جل جلاله کلام او پيغام ده او په قرانکريم کې داهم راغلي چې الله جل جلاله له خپل پيغمبر نه راضي دي، او دده خبرې هم دالله جل جلاله مراد او موخه بيانوي اوتشريح کوي ځکه خو يې ويلي دي چې تاسوته پيغمبر څه درکوي هغه درنيسئ او له کوم شي مو چې منعه کوي له هغه راوګرځئ.
         اولوى څښتن داهم ويلي دي چې که تاسوله الله جل جلاله سره مينه لرئ نو د پيغمبرصلي الله عليه وسلم دخبرو او سنتو پيروي وکړئ بيابه الله جل جلاله هم له تاسو سره مينه وکړي ، له همدې امله دامت علماؤ ، پوهانو او محدثينو لکه څومره چې دقرانکريم او دهغه ترجمې او تفسيرد پام وړ بللى دومره يې دپيغمبر صلي الله عليه وسلم ژوند او سنتو ته هم توجه کړې ده دده  دژوند ، سېرت ، اخلاقو او غزواتو په مختلفو برخو يې ګڼ شمېرکتابونه ليکلي او درسول الله صلي الله عليه وسلم ژوند ، سنت او شمائل او اخلاق يې په بشپړه توګه امت ته  وړاندې کړي دي ، فجزاهم الله عن المسلمين خيرالجزاء
         په دې پراخه مکتبه کې دشمائلوبرخه هم الحمد لله ښه بډايه او له ټولو تفصيلاتو سره زمونږ په مخکې پرته ده مونږ په دې لاندې برخو کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم ټول حالات ترلاسه کولى شو لکه : دالله په اړه دده کړه وړه داراز له کور والو ، خپلوانو، ملګرو او دښمنانو سره دده دچلند ټول اړخونه په سېرت او شمائلو کې په تفصيلي توګه بيان شوي دي ، داراز دده دشپې او ورځې حالات ، پټ او ښکاره ، خوشحالي او دغم دجاموډولونه يې ، دمینی وړ جامې يې ، دده خندااو خپګان ، دده خوراک او څښاک ، دده وېښتان اوږيره مبارکه ، بدن ،لاسونه ،
دنبوت نښه ، او نور.... داهرڅه په شمائلوکې په تفصيل سره بيان شوي دي او داهرڅه له باوري لارو موږ ته رارسېدلي دي .
           څرنګه چې داخبره ثابته ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم اخيري او خاتم النبيين دى له ده وروسته بل نبي نشي راتلاى او دده دامت لړۍ تر قيامته پوري غځېدلې ده، ددې امت د محدودو کسانو ( صحابه کرامو) په منځ کې ده خپل دري شپېته کلن ژوند تېر کړى دى ، پاته امت طبعا دده له ليدونه بې برخې پاتي دي او په دې کې شک نشته چې دده مينه د ټول امت دهر فرد ايمان برخه ده نو څرنګه چې دوى په فزيکي توګه دده له ليدلوبې برخي شوي او دهغه ليدل ناشوني دي نو دهغه دحليي ، شکل او صورت دبيان او په هغه دخپلي ميني دماتولو لاری چاری شتون لری او صحابه کرامو رضي الله تعالي عنهم دهغه تفصيلي حالات خپلو شاګردانو ته بيان کړي او ان مونږته رارسېدلي ، نو په دې توګه هر مؤمن امتي کولى شي دهغه دژوند له دې تفصيلاتو خوند واخلي ، او دهغه په شکل او صورت ځان برابر کړي ، .
محمدبن محمد الجزري  رحمه الله ښه ويلي دي :

اخلاى ان شط الحبيب وربعه = وعزتلاقـيه وناءت منازله
وفاتكم ان تبصروه بالعـيون = فمافاتكم  وصفه هذه شمائله


ژباړه

ګرانو ملګرو
که څه هم لرې
کور دجانان دی
ديدن يې ګران دی
نه شي کيدلی
    
چې په ديدن يې
خواږه لېمه کړو
اوتږي زړونه
اوبه اوبه کړو
خو يو ارمان مو
تر سره شوی
چې صفتونه
به يې تل وايو
چې څو ژوندي يو
چې تر څو پايو
حال د صورت يې
حال د سيرت يې
روښان روښان دی
دلته بيان دی

         دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم له يوه حديث نه مونږ داحقيقت معلومولى شو ، هغه پوهېدى چې له ده سره به خپل ريښتوني امتيان څومره مينه لري ! او څومره به يې هر وخت په زړونو کې دهغه مبارک دليدلو هيلي ټوکيږي، او دده دمبارک وجود د نشتوالي له امله به يې داهيلي نهيلي او ارمانونه ناپوره پاته کيږي نو ځکه يې ويلي دي :
من راني في المنام فقد راني فان الشيطان لايتمثل في صورتي.
يعني ماچې څوک په خوب وويني نو زه يې وليدلم ځکه شيطان زماپه شکل نشي کېدلى . دادحضرت ابوهريرةرضي الله عنه حديث دى امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالى دواړو روايت کړى دى . په خوب کې درسول الله صلي الله عليه وسلم   په ليدلوسره داستره هيله هم دسړي ترسره کېدلى شي. دانېکمرغي هم دهر چادوس خبره نه ده او اصلا دخوبونو نړۍ بېله ده ، بناء دپاتې امت له پاره

الحمدلله درسول الله صلي الله عليه وسلم شمائل دحديثوپه درنه زېرمه کې په تفصيل سره خوندي پراته دي ، دبېلګې په توګه هغه څو کتابونه او دهغو دمصنفينو نومونه رااخلم چې په شمائلو ليکل شوي دي ، چې په هغو کې ځېني چاپ شوي او ځيني ناچاپ دي او ځيني يې بېخي ورک شوي دي او اوس په لاس کې نشته

۱- اخلاق النبي وادابه – عبدالله بن محمد الاصبهاني ( ٣٦٩هـ)
( چې په ابوالشيخ سره مشهور دي
٢_ الانوار في شمائل النبي المختار_ حسين بن مسعود البغوي (٤٣٢_٥١٦هـ)
٣_ زواهر الانوار وبواهرالابصاروالاستبصار في شمايل النبي المختار _ يحيى بن يوسف الصرصري(٦٥٦هـ)
٤_ شمائل النبي صلي الله عليه وسلم _ ابوالعباس جعفربن محمد المستغفري (٤٣٢هـ)
٥_ الشمائل بالنور الساطع الکامل – علي بن محمد الغرناطي ابن المقري (٥٥٢هـ)


داکتاب په څلور ټوکه کې دى او شل برخې لري چې ټولې يې شمائل ، سېرت ، اخلاق او اوصاف دي ،
٦_ مطالع الانوار في شمائل المختار _  حافظ محمد بن عتيق الازدي الغرناطي (٦٤٦هـ)
٧_ ينابيع المودة في شمائل النبي صلي الله عليه وسلم_ سليمان بن ابراهيم القندوزي (١٢٩٤هـ)
خيرالدين الزرکلي په الاعلام کې سليمان بن خواجه  ابراهيم راخيستى دى او يواځې دومره يې ويلي چې همدا کتاب دده تاليف ده او دمړيني کال يې (١٢٧٠هـ) ليکلى دى .
٨_ ارجوزه في الشمائل – مصطفى بن کمال الدين الصديقي البکري( ١٢٦٢هـ)
٩_ روضة النبي في الشمائل – حبيب الله القنوجي (١١٤٠هـ)

١٠_ الشمائل المحمدية والخصائل المصطفوية. اودا ستاسو په لاس کې دامام ابوعيسى الترمذي کتاب دى چې په (شمائل الترمذي ) سره مشهور دى ، اوس راځوددې کتاب په اړه خبرې غځوو:الشمائل المحدية :
        
             دامام محمد بن عيسى  الترمذي رحمه الله دا ښکلى کتاب ( ٥٦=٥٧) بابونه لري چې ( ٣٩٧) ياکه مکرر سندونه وشمېر ل شي ( ٤١٧) حديث پکې راغلي دي داکتاب که څه هم

کوچنى دی خو درسول الله صلي الله عليه وسلم  دشمائلو او اخلاقو په باره کې ترټولو کتابونو جامع او ډېر ګټور کتاب دى ، ددې کتاب اهميت مونږ له دې معلومولى شو چې دامت زښتوزياتو پوهانو او محدثينو دا کتاب ډېر زيات ستايلى او ډېرویی خوراپه زړه پوري مفصلې شرحې پرې ليکلې دي چې دنمونې په توګه يې دڅوويناوي رااخلو:
لوى محدث اومؤرخ ابوالفداء اسماعيل بن کثير (٧٠٠_٧٧٤هـ) رحمه الله وايي: له ډېرې مودې راهسي خلکو په شمائلو کې ليکنې کړې دي ځينو په کتابونو کې دباب په شکل شمائل بيان کړي دي او ځيني نورو  مستقل کتابونه پرې ليکلي دي خو په دې ټولو کې غوره ، ښکلى او ګټور کتاب دامام ابوعيسى محمدبن عيسى بن سوره الترمذي رحمه الله شمائل دي . ده په دې موضوع کې خپل کتاب ليکلى او زمونږ سماع هغه ته په متصله توګه رسېدلې ده .
دشمائل شارح علامه عبدالرؤف المناوي ( ت ١٠٠٣هـ) رحمه الله  ليکي:
دروايت او درايت دستر امام الترمذي (کتاب الشمائل )په خپله موضوع کې ترټولو غوره او مکمل کتاب دى ، ډېر ښکلى ترتيب شوى او په موضوع يې احاطه کړې ده بل هيچاداسې کتاب ياددې په څېر کتاب ندى ليکلى ، ده خپل کتاب په يوه ښکلې او نوې طريقه ليکلى
اوحديث او اثاريې په ډېره ښائسته توګه اوډلی او ترتيب کړي دي ، ان تر دې پورې چې داکتاب ) المواهب( يعنې له الهي ورکړو نه بلل شوى دى
دشمائل يوبل وتلى شارح ملاعلي بن سلطان القاري رحمه الله (ت ١٠١٤هـ)  ليکلي: دامام الترمذي دامختصر کتاب درسول الله صلي الله عليه وسلم دشمائلو او اخلاقوپه موضوع کې ترټولو غوره او مکمل کتاب دى ، درسول الله صلي الله عليه وسلم  سېرت په ډېره مکمله توګه پکې راغلى په داسې توګه چې کله څوک داکتاب ګوري لکه دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم مبارک مخ ته چې ګوري ، او په هرباب کې دهغه ښېګڼې ويني.

دشمائل شروح :


         ددې کتاب د ډېر اهميت اندازه له دې نه هم معلومولى شو چې دامت څومره لويو او سترو علماؤ په ده شرحې ليکلې دی ځيني علماؤ مختصر کړى دى او ځيني علماؤ په شعر اړولى دى ، دلته دفائدې له پاره مونږ دڅوشروحو او دهغو دليکوالانو نومونه رااخلو چې لومړى دشرحې او دويم به يې دمصنف نوم وي :

١_ جمع الوسائل في شرح الشمائل- على بن سلطان القاري (ت١٠١٤هـ)
٢_ اشرف الوسائل في شرح الشمائل- احمدبن محمدبن على الهيثمى (٩٧٣هـ )
٣_اسنى الوسائل  بشرح الشمائل- اسماعيل بن محمدالعجلونى الدمشقى (١١٦٢هـ)
٤_المواهب اللد نيه على الشمائل المحمديه _ ابراهيم بن محمدالباجورى ( ١٢٧٧هـ)
٥_ الفوائدالبهيه على الشمائل المحمديه _ محمد بن القاسم المغربى ابن الحسوس
٦_ المواهب المحمديه بشرح الشمائل الترمذيه – سليمان بن عمرالمعروف بالجُمل
 (١٢٠٤هـ )
٧_الوفالشرح شمائل المصطفى – على بن ابراهيم الحلبى صاحب السيره (١٠٤٤هـ )
٨_ تحفة الاخيارعلى شمائل المختار- ابوالحسن على بن محمد الحريشى الفاسى (١١٤٢هـ )
٩_ الاتحافات الربانيه بشرح الشمائل المحمديه – محمد عبدالجواد الرومى
١٠_ شرح الشمائل للترمذى – ابراهيم بن محمد بن عربشاه (٩٤٣هـ )
١١_ شرح الشمائل للترمذى –  ملامحمدالحنفى
١٢_ شرح الشمائل للترمذى _ محمدعبدالرؤف  بن على المناوى (١٠٠٣هـ )
١٣_ شرح الشمائل للترمذى –  سلطان بن احمدالمصرى المزاجى (١٠٧٥هـ )
١٤_ شرح الشمائل للترمذى – عبدالله الحموى الحمدونى ( توفى بعد ١١٣٣هـ )
١٥_ شرح الشمائل للترمذى_ حسن بن عبدالله البخشى الحلبى (١١٩٠هـ )
١٦_ شرح الشمائل _ عبدالله نجيب العينتابي شارح شفا(١٢١٩هـ)
١٧_ شرح الشمائل _ محمودبن عبد المحسن الدمشقي (١٣٢١هـ)
١٨_ شمائل النبي صلي الله عليه وسلم_ مصلح الدين اللاري محمدبن صلاح الدين (٩٧٩هـ)
١٩_ المختصر في الشمائل المحمدية وشرحها_ استاد محمودسامي بک
٢٠_ زهر الخمائل علي الشمائل _ جلال الدين السيوطي (٩٧٩هـ)
٢١_ شرح الشمائل _ عصام الدين ابراهيم محمد الاسفراییني (٩٤٣هـ)
٢٢_ شرح الشمائل محمد عاشق بن عمر الحنفي (١٠٢٢هـ)
٢٣_ تهذيب الشمائل _ محمدبن عمربن حمزه الانطاکي
داروستۍ شرحه دملاعلي القاري دجمع الوسائل تهذيب دى

نور بیا.....