د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو دوحدت ورځپاڼې ژورناليستيک اوژبنې اغيز

فضل قادرانډيوال 14.10.2010 12:43

نيږدې پنځه ديرش کاله کيږي ،چې له پېښوره دوحدت په نوم دپښتوورځپاڼه خپريږي دغه ورځپاڼه د افغانستان، پاکستان اوپه ځانگړې ډول دسيمې دسياست دبيلابيلوپړاووڅخه راوتلې اوترننه پورې يوه ‌بريالۍ ورځپاڼه گڼل کيږي په دې ورځپاڼه کې د پښتو بيلا بيلو ژورنالستاتو، خبريالانو او شنونکو کارکړى ،او د سيمې د بيلا بيلو سياسي اندونوپه اړه يې په کې ليکنې کړى، تازه، گرم او تاوده خبرونه يې وخت په وخت ولس ته وړاندې کړي او اوس يې ځانگړې ويبپاڼه www.dailywahdat.com.pk خپږيري او بهر ميشتي پښتانه يې لوستلى شي
زه په خپل اند وحدت په دوو برخو ويشم، لومړى ژورنالستيک ډگر او دويم يې ژبنى ډگر،
دا خو ښکاره خبره د ه ،چې په ژورنالستيکي ډگر کې يو شمېر نامتو ژورنالستانو د مسلکي کارله امله (مسلکي هنريت) وروباښه.
پير سفيد شاه همدرد،چې د وحدت بنسټوال دى،پير رحمدل شاه همدرد او پير هارون شاه د پښتونخوا په کچه وتلې څېرې دي.
نن سبا، چې په ځينو خبري اژانسونو او راډيوگانو کې خبريالان کارکوي،ډيرو وحدت سره د خبريال، سب ايډير او پر نورو څوکيو يې کارکړى، لکه د بي بي سي عنايت الحق ياسيني، د امريکا غږ مطيع الله عاً‌بد، د ډيوې ميا فاروق فراق، د ملي تلويزيون جمال کوټوال، په امريکا کې ميشت خبريال جاويد کوټوال، د پژواک دانش کړو خيل او جاويد هميم، په هالنډ کې ميشت عبدالهادي حيران، په سويډن کې نور رحمان شيرزاد، خداى بښلى جان الله هاشمزاده اونور.
د کوزې پښتونخوا يو شمېر نامتو خبريالانو او ليکوالو په وحدت کې کار کړاو ليکنې کړي لکه نور البشر نويد، سليم راز، هميش خليل، حنيف خليل، سيد صابرشاه صابر، لايق زاده لايق، قلندر مومند، زبير حسرت، فيروز صادق، روښان يوسفزى، اباسين يوسفزى او نور.
له دې څخه موږ په لوړ غږ ويلى شو وحدت ورځپاڼې د ژورناليزم او صحافت په ډگر کې خپل نوم بريالى ساتلى دى، او دا د دې خبرې ثبوت هم دى، چې وحدت به د ژورناليزم په ډگر کې خپل نوم نور هم ژوندى وساتي.
اوس راځم دې خبرې ته ،چې وحدت د ژبې په ډگر کې پښتو ته څومره کار کړى دى؟
د ژبې په ډگر کې لومړى ليکدود (املا) راځي، چې ليکدود يې د باړه گلۍ دى، چې ډېرو ليکوالو نه دى منلى.
وحدت د پښتو سربلونه (prepositions) بيخي نه کاروي، چې په گرامري ډول يې جملې ناسمې وي. لکه (په کابل کې چاودنه وشوه) وايي (کابل کې چاودنه وشوه)، (د پاکستان له مرستې پرته ...) وايي (د پاکستان د مرستې پرته ...) دا ناسمه جمله ده. يا دا (د رنځ په ضد جگړه د ناورغۍ سره جگړه ده ...) دا جمله بايد (د رنځ پر ضد جگړه له ناروغۍ سره جگړه ده) وليکل شي.
دپښتوسربلونه (prepositions) (په،پر،د،له ...) دي.
په پښتو کې هغوکلمو، چې مفغنه بڼه خپله کړې د هغو خيال نه ساتي. په پښتو کې ځينو عربي کلمو مفغنه بڼه خپله کړې، چې بڼه يې بدله او معنا يې همغه ده. لکه تمه، کتار، کيسه، خلک، کميس ...، چې په عربي کې طمعه، قطار، قصه،خلق، قميص دي.
خو قاضي، حاکم، محکمه، او ورته کلمې به په خپله اصلي بڼه ليکل کيږي.
خو وحدت ټولې عربي کلمې په خپل اصلي بڼه ليکي.
کوم خبري اژانسونه، چې خبرونه ورکوي يا يې له ويبپاڼو راخلي نو بدلون په کې کوي.
وحدت ورځپاڼه د پښتو ‌بڼسټيزو گرامري آرونو ته پاملرنه، نه کوي خو همدغه لامل دى، چې پښتو ژبې ته يې د خدمت هلې ځلې ټکنۍ کړي دي او يوازې سيمه ايز گړدود څخه کار اخلي او د پښتو ژبنۍ برخه يې کمزورې ده او پښتو ادب ته يې کار ارزښتمن دى.