د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د برياليتوب راز: لومړۍ برخه

انبيا ژمن 14.10.2010 11:41

د آنټوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب

لومړۍ برخه

د برخليک خيال
پرېکړه (تصميم) او موخه ټاکنه
ليکوال: آنټوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن

موږ ټول خيالونه، موخې، او هيلې لرو... موږ ټول روحاً او د زړه له کومي غواړو يقين ولرو چې د ځانګړې بښنې او عطا (خدايي ورکړه) لرونکي يو، کولى شو بدلون او توپير رامنځ ته کړو، کولى شو په ځانګړي ډول په نورو کې نفوذ پيدا کړو او کولى شو اوسنۍ نړۍ ته د يوې غوره او ښې نړۍ په توګه بدلون ورکړو.
ستاسو هيله څه ده؟ کېدى شي يو داسې خيال وي چې تاسو هېر کړى وي او يا د له منځه تلو او زوال په کړنګ کې وي. که ستاسو هيله عملي شوې واى، ستاسو ننى حالت به څنګه واى؟ اوس څو شېبې په خپلو خيالونو او هيلو کې ډوب شئ، فکر وکړئ او وګورئ په ژوند کې ستاسو واقعي غوښتنه څه شى ده؟

کله ناکله چې کارونه ترسره کوو، بنسټ نه دى، بلکه زموږ دايمي اعمال دي چې ټاکونکى رول لري. زموږ د ټولو اعمالو پلار کوم دى؟ کوم عمل تر هر څه نه ډېر زموږ د شخصيت او ژوند د لارې ټاکونکى دى؟ د دې پوښتنې ځواب د پرېکړې (تصميم) په کلمه کې نغښتى دى. د پرېکړې شيبې دي چې زموږ برخليک پکې بدلون مومي. زه له هر څه نه ډېر په دې عقيده يم، هغه څه چې زموږ برخليک ټاکي، زموږ د ژوند شرايط نه بلکه زموږ پرېکړې دي.

چا منله چې د يوه آرام او بې ادعا سړي ايمان (داسې حقوق پوه چې د سولې په بنسټ معتقد و) دومره ځواک ولري چې يوه ډېره پراخه امپراطوري نسکوره کړي. په هر صورت د مهاتما ګاندي پرېکړه او په دې باندې عقيده چې له خشونت پرته کولى شي د هند له خلکو سره مرسته وکړي تر څو بيا د خپل هېواد واګې په خپل لاس کې واخلي، د ځنځير په ډول د يو شمېر غير منتظره پېښو او بدلونونو سبب شوه.

وګورئ يوه پرېکړه يا تصميم چې په وخت او ايمان سره په هغې باندې عمل کېږي، څومره ځواک لري. که څه هم ډېرو دا کار يو غير ممکن خيال او هيله ګڼله، د ګاندي درنښت او پابندي هغه پرېکړې ته چې کړې يې وه، هغه خيال او هيله په يوه داسې واقعيت واړوله چې انکار ترې د منلو وړ نه دى. مهم ټکى دا دى چې ځان داسې ژمن کړو چې ونشو کولى له خپلې پرېکړې څخه بېرته راوګرځو.

که تاسو په همدې کچه انګېزه او لېوالتيا، ايمان او عمل په ځان کې لرلى چې د درېدنې نه وړ خوځښت رامنځ ته کړئ، په څه ډول پرېکړو به مو لاس پورې کړى واى؟

زموږ د هر يوه په د ننه کې د لوى ځواک داسې سرچينې اېښودل شوې دي چې کولى شي موږ خپلو ټولو خيالونو، هيلو او آن له هغو څخه ډېرو څيزونو ته ورسوي. يوه پرېکړه کولى شي زموږ پر مخ ډېرې دريڅې پرانېزي او په ډېر لږ وخت کې ښادي يا غم، سعادت او خواري، يووالى او بېلتون، اوږد عمر او يا مړينه رامنځ ته کړي.

له تاسو څخه غواړم چې همدا نن داسې تصميم ونيسئ چې له واټن پرته ستاسو د ژوند د بدلون، پرمختګ او څرنګوالي د ښه توب موجب شي، هغه کار چې ځنډولى مو دى ترسره يې کړئ... نوې وړتياوې د ځان کړئ... په زړه سوي او ډېر درنښت له نورو سره چلند وکړئ... او يا هغه چاته چې څو کاله کېږي خبرې مو ندي ورسره کړې، ټلفون وکړئ. پوه شئ چې ټولې پرېکړې پايلې او ارزښت لري. آن که هېڅ پرېکړه هم ونکړئ، دا خپله يو ډول پرېکړه ده.

په تېر وخت کې مو کومې پرېکړې کړې يا ندي کړې چې ستاسو په نني ژوند يې سخته اغېزه کړې وي ؟
په کال ١٩٥٥ کې مېرمن روزاپارکس پرېکړه وکړه چې له يوه غيرعادلانه او پر نژادي تبعيض ولاړ قانون څخه سرغړونه وکړي. دغې مېرمنې له دې چې په بس کې خپل ځاى يوه سپين پوستي ته پرېږدي ډډه وکړه او د نوموړې، دې عمل، داسې پايلې رامنځ ته کړې چې په هغه شېبه کې يې په ذهن کې نه ګرځېدې. آيا دې هوډ درلود چې د ټولنې جوړښت ته بدلون ورکړي؟ د دې موخه چې هر څه وه، د ژوند لوړو معيارونو ته د هغې پابندۍ او درنښت، مېرمن دې عمل ته اړ کړه.

که هغه معيارونه چې لرئ يې، لوړ کړئ او رښتينې پرېکړه وکړئ چې د هغو معيارونو پر بنسټ ژوند کوئ څه غوره بدلونونه به رامنځ ته شي؟

موږ ټولو، د ځينو وګړو د ژوند کيسې اورېدلې دي چې د شرايطو له محدوديتونو سره سره يې په غوره او عالي کارونو لاس پورې کړى او د بېلګو په ډول يې ځانونه د انسان د روح له ستر ځواک څخه تېر کړي دي.

زه او تاسو هم کولى شو خپل ژوند دې ته ورته په يو ډول افسانې سره تېر کړو، په دې شرط چې مېړانه ولرو او پوه شو چې قادر يو هغه پېښې او واقعې چې زموږ په ژوند کې رامنځ ته کېږي په لاس کې ونيسو. او که ونشو کولى تل هغه پېښې چې زموږ په ژوند کې رامنځ ته کېږي کنټرول کړو، لږ تر لږه کولى شو د هغو پېښو په اړه او هغو غبرګونونو په اړه چې د پېښو په مقابل کې يې ترسره کوو تسلط ولرو.

که ستاسو په ژوند کې داسې څه وي چې له هغه څخه ناخوښ يئ، (د بېلګې په ډول د روابطو په غولي کې، روغتيايي سلامتيا يا شغل) همدا اوس پرېکړه وکړئ چې له واټن پرته په هغه کې بدلون راولئ.

هر څومره چې ډېرې پرېکړې وکړئ، ستاسو د تصميم نيونې ځواک ډېرېږي. لکه څنګه چې د بدن عضلې د بدني روزنې (ورزش) په اثر ځواکمنې کېږي، د پرېکړې ځواک هم په تمرين سره ډېرېږي.

همدا نن، د دوو کارونو په اړه چې ځنډولي مو دي پرېکړه وکړئ: يو هغه پرېکړه يا تصميم چې نيول يې آسانه او بله هغه پرېکړه چې ترسره کول يې لږ ستونزمن وي. له واټن پرته د هغوى هرې يوې د عملي کولو په لور ګام واخلئ او دې کار ته په بل ګام سره چې سبا يې اخلئ ادامه ورکړئ. په دې کړ (عمل) سره، ستاسو د تصميم نيونې عضلې ځواکمنې کېږي او کولى شئ ډېر ژر د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې لوى بدلونونه رامنځ ته کړئ.

بايد ځان مقيد کړو چې له خپلو تېروتنو څخه پند واخلو، نه دا چې په ځان تېرولو او نغاړلو اخته شو او ځان ملامت کړو. که مؤقتاً کښتۍ مو په وچه کې پاتې شوه، په ياد راوړئ چې د انسان په ژوند کې ماتې معنا نلري، بلکه يواځې پايله شتون لري. دا ضرب المثل په پام کې ونيسئ. نيمګړتيا له تجربو څخه ده، او تجربه غالباً د ناسمې پرېکړې پايله ده.

په خپل تېر وخت کې د کومې ګناه مرتکب شوي ياستئ چې وکولى شئ له هغه څخه نن د خپل ژوند د پرمختګ لپاره استفاده وکړئ؟

برياليتوب او ماتې معمولاُ واحده منشا نلري. ماتې له (ټلفون کړلو، د يو کلو مټر لارې طى کولو يا د مينې او محبت څرګندلو) په شان د عمل له نه ترسره کولو څخه د ډډې پايله ده. لکه څنګه چې ماتې له يو شمېر جزئي پرېکړو څخه ده، برياليتوب هم د پيل، نوښت، ټينګښت او قلبي او ژورې مينې دبيان له څرګندولو څخه دى.

نن كوم کوچنى عمل ترسره کولى شئ چې د ژوند د برياليتوبونو په لور خوځښت رامنځ ته کړي؟

د څېړونکو پلټنو، تل ښوولې ده چې بريالي وګړي معمولاً په ګړنديتوب سره پرېکړه کوي او کله چې د کار په ترسره کولو سم پوه شي په آسانۍ سره له خپلې پرېکړې څخه نه راګرځي. پر عکس، ماتې خوړلي وګړي معمولاً په ځنډ سره پرېکړه کوي او په آسانۍ سره خپله پرېکړه بدلوي.

هر کله مو چې وړ پرېکړه وکړه، هغه مه پرېږدئ.

اډرابرټس، له مرستياله پرته د تصميم نيونې او ارادې انساني مجسمه ده. هغه لومړنى معلول کس دى چې د لاس او پښتو له لرلو پرته، د کاليفرنيا له پوهنتون څخه فارغ شوى او د کاليفرنيا د بيا رغونې رياست ته يې ځان رسولى. دى چې د معلولو وګړو نه ستړى کېدونکى مدافع دى، توانېدلى د معلولينو د ټوليزو حقوقو د ساتنې لپاره ډېر قوانين تصويب کړي او د اړونده قوانينو د اجرا لپاره يې هم ډېر نوښتونه ښوولي دي.

تاسو هېڅ د منلو وړ پلمه نه لرئ. همدا اوس درې داسې پرېکړې وکړئ چې روغتيايي ، شغل او د ژوند د اړيکو حالت ته مو وده ورکړي او بيا پر هغه پرېکړو باندې عمل وکړئ.

څنګه کولى شئ نه ليدل کېدونکى څيز د ليدو وړ وګرځوئ؟ لومړى ګام دا دى چې خپل خيال او هيله په دقت سره تعريف کړئ. يواځينى څيز چې ستاسو د وړتياوو حد ځانګړى کوي، همدا دى چې وکولى شئ په دقت سره خپلې غوښتنې تعريف کړئ. اوس غواړو ستاسو خيالونه او هيلې رڼې او څرګندې کړو او په څو راتلونکو ورځو کې داسې پلان ورته جوړ کړو چې په ډاډ سره تاسو خپلو موخو ته ورسوي.

موږ ټول، که پوهېږو او که نه پوهېږو، د موخو لرونکي يو. دا موخې، هر څه چې وي، زموږ په ژوند بنسټيز اغېز لري. په هر صورت ځينې موخې، د بېلګې په ډول ( زه بايد خپل پورونه او حسابونه تاديه کړم) هېڅ خوښي او پارونه په انسان کې نه رامنځ ته کوي. د واقعي ځواکونو د آزادولو راز هغه دى چې پاروونکې موخې ځان ته وټاکئ چې په رښتنې توګه په تاسو کې د پنځونې ځواک ژوندى کړي او د خوښۍ او پارونې محرک وي.

همدا اوس په پوهاوي سره خپلې موخې وټاکئ.

هغه موخې چې ستاسو په آند د څارلو او تعقيبولو ارزښت لري په ياد راوړئ. بيا يوه موخه چې تر ټولو پاروونکې وي بېله کړئ. هغه بايد داسې څه وي چې په خاطر يې، هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅئ او د شپې ناوخته خوب ته ځئ. دې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې نېټه په پام کې ونيسئ او په څو کرښو کې وليکئ چې ولې تر دې نېټې پورې خامخا خپلې موخې ته بايد ورسېږم. آيا دا موخه، دومره لويه ده چې ستاسو ذوق او انګېزه راپاروي؟ يا سبب شي چې د خپلو محدوديتونو له چوکاټ څخه مو وړاندې يوسي؟ يا خپلې پټې وړيتاوې څرګندې کړئ؟

که مو تر اوسه پورې موټر يا يوه نوې وسيله پېرودلې وي، پام مو شوى چې له پېرودلو وروسته، هغې ته ورته په هر ځاى کې وينئ. البته دا څيزونه، له دې نه مخکې هم ستاسو په شاه او خواه کې موجود و، خو هغو ته ستاسو پام نه کېده.

موضوع ساده ده. د مغز يوه برخه مسئوله ده چې ټول اطلاعات غلبېل کړي او يواځې هغه څه چې د پايښت او يا برياليتوب لپاره اړين دي ذهن ته داخل کړي. ډېر داسې څيزونه ستاسو په شاه او خواه کې شتون لري چې ستاسو د برياليتوب او هيلو په ځاى کېدو لپاره په کار راځي، خو د هغو د شتون په اړه مو پام ندى. ځکه خپلې موخې مو روښانه ندي تعريف کړې او په بل عبارت خپل مغز ته مو ندي ښوولي چې هغه څيزونه ډېر ارزښت لري.

وروسته له دې چې موخې يا مهمې چارې مو په خپل ذهن کې راوستې، (د ذهني شبکې د فعالولو سسټم) په نوم يو ډول ذهني غلبېل په کار اچول کېږي. د ذهن دا برخه د مقناطيس په شان عمل کوي او ټول هغه اطلاعات او موکې چې کېدى شي ستاسو د چټک برياليتوب او موخې ته د رسېدو موجب شي جذبوي. د دې ځواکمنې عصبي کلۍ په کار اچول، کولى شي په څو ورځو يا څو اونيو کې، ستاسو د ژوند بڼه په بشپړ ډول بدله کړي.

د پلان جوړونې لارښود (د فعالوونکي سسټم پلان جوړونه RAS):
1. له نن څخه د څلورو ورځو لپاره او هره ورځ د لسو دقيقو لپاره خپل وخت په موخه ټاکنه ولګوئ.
(پاملرنه: خپلې موخې په يوه کتابچه کې يادداښت کړئ).

2. د دې تمرين د ترسره کولو په وخت کې مرتباً ( څو ځلې) له ځان څخه وپوښتئ، ( که ډاډه واى چې خپلې هرې غوښتنې ته رسېږم او په هېڅ برخه کې به ماتې ونه خورم، په دې صورت کې مې کوم څيزونه غوښتل او څه مې کول؟

3. خوښ اوسئ او خپل کوچنوالى په ياد راوړئ. د لوبو د اسبابو په يوه لويه پلورنځۍ کې، د خپلې مور يا پلار په غېږه کې ناست يئ. د خوښئ او انتظار په هغه حالت کې، هېڅ غوښتنه او هيله دومره لويه نده. د هېڅ څيز بيه دومره جګه نده. هر څه په لاس کې دي...

لومړۍ ورځ: د وګړيز (فردي) پرمختګ اړوند موخې:
د هوساينې او لرلو احساس، په ژوند کې بل هر ډول موخې ته د رسېدو ستنيې ده.

1. پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ: زړه مو غواړي څه ډول مطالب زده کړئ؟ څه وړتياوې غواړئ خپلې کړئ؟، کوم خصلت او خويونه غواړئ په ځان کې رامنځ ته کړئ؟ ستاسو دوستان بايد څه ډول کسان وي؟ تاسو خپله غواړئ څه ډول يو کس و اوسئ؟

2. هرې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې موده وټاکئ ( مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله، يا شل کاله).

3. تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.

4. په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.

دويمه ورځ: شغلي او اقتصادي موخې:
که ستاسو هيله دا وي چې په خپله بوختيايي (حرفه يي) برخه کې ماهر او مخکښ و اوسئ او خپله شتمني په مليونونو ډېره کړئ او که لېواله وئ چې د تخصصي پوهنځۍ د زده کړيال په سرليک، له علم څخه پانګه ترلاسه کړئ، اوس موکه لرئ چې د خپلو موخو په اړه ډاډ ترلاسه کړئ.

1. پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. غواړئ څومره پيسې سپما کړئ؟ له خپلې بوختيا او يا هغه شرکت څخه چې کار پکې کوئ څه تمه لرئ؟ ستاسو د تمې وړ کلنى عايد څومره دى؟ په مالي برخه کې څه ډول تصميمونه بايد ونيسئ؟

2. هرې موخې ته د رسېدو لپاره موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).

3. تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.

4. په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.

درېمه ورځ: تفريحي او د وېرې موخې:
که له مالي اړخه مو هېڅ محدوديت نه لرلى، زړه مو غوښتل څه وکړئ او يا کوم څيزونه ولرئ؟ که همدا اوس يوه جادويي څېره ستاسو په مخ کې حاضره شوې واى تر څو تاسو خپلو موخو ته ورسوي، څه هيله مو کوله؟

1. پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. زړه مو غواړي کوم څيزونه جوړ کړئ که نه؟ زړه مو غواړي په څه ډول پېښو کې شتون ولرئ؟ له څه ډول پېښو سره لېوالتيا لرئ؟

2. هرې موخې ته د رسېدو لپاره موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).


3. تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.

4. په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.

څلورمه ورځ: معنوي او ټولنيزې موخې:
اوس موکه لرئ يوه نښه يا اثر له ځانه پرېږدئ. داسې ميراث رامنځ ته کړئ چې د نورو په ژوند کې واقعي بدلون رامنځ ته کړي.

1. پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. له تاسو څخه کوم خدمت جوړ شوى؟ په کومو چارو او له کومو کسانو سره مرسته کولى شئ؟ څه ډول څيزونه کولى شئ رامنځ ته کړئ؟

2. هرې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).

3. تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.

4. په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.

هېڅکله هېڅ موخه مه پرېږدئ، مګر دا چې په پيل کې مو يې د تحقق په لور مثبت ګام اخيستى وي. همدا اوس يوه شېبه فکر وکړئ او لومړنى هغه ګام چې بايد موخې ته د رسېدو په لور يې واخلئ ځانګړى کړئ. د دې لپاره چې پرمختګ وکړئ، څه ګام بايد نن واخلئ؟ آن يو کوچنى ګام ( مثلاً ټلفون کړل، يوه ژمنه، او يا يوه ابتدايي پلان جوړونه) تاسو موخې ته نږدې کوي. وروسته بيا هغه ساده کارونه چې بايد له نن څخه تر لسو ورځو پورې يې ترسره کړئ، د پلان جوړونې په بڼه د کاغذ مخ ته راوړئ. دا لس ورځنۍ پلان جوړونه (برنامه) د عادتونو يوه سلسله په موږ کې رامنځ ته کوي او د درېدنې نه وړ محرکه ځواک رامنځ ته کوي چې ستاسو اوږدمحاله برياليتوب تضمينوي. له همدا اوس څخه پيل وکړئ.

که يو کال وروسته، خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ څه احساس به ولرئ؟ د خپل ځان په اړه به څه آند پيدا کړئ؟ ژوند به څه ډول ووينئ؟ دې پوښتنو ته ځوابونه سبب کېږي چې موخو ته د رسېدو قاطعي دلايل پيدا کړئ. که پوه شئ چې ولې کوم کار ترسره کړئ، د هغه د ترسره کولو څرنګوالى په آسانۍ سره مالومېږي.

له موکې څخه استفاده وکړئ او خپلې څلور يو کلنۍ موخې ځانګړې کړئ، تر هرې موخې لاندې، په يوه متن کې شرح کړئ چې ولې مطلقاً ځان مقيد بولئ چې د يوه کال په موده کې دې موخو ته ورسېږئ.

موخو ته د رسېدو راز، د ذهن شرطي کول دي، لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله هغه موخې چې ليکلي مو دي وګورئ. هغه په داسې ځاى کې کېږدئ چې هره ورځ مو سترګې پرې ولګېږي: مثلاً د ورځني يادداښتونو په کتابچه کې، د کار د مېز په سر، د پيسو په دخل يا د تشناب په هېنداره چې د ځان سينګارولو او کتلو په وخت کې هغه وونيئ. په ياد ولرئ چې که تل د يو شي په اړه فکر وکړئ او خپل فکرونه په هغه باندې غونډ (متمرکز) کړئ، د هغه په لور حرکت کوئ. دا د ذهني شبکې د فعالولو نظام (RAS) د پلان جوړونې لپاره يوه ساده او ډېره با ارزښته لار ده.

که موخې ته د رسېدو هڅه، عبث په نظر رسېده، آيا بايد خپله موخه بدله کړئ؟ ځواب مطلقاً منفي دى!
کلکوالى او ټينګوالى ژوند ته د بدلون ورکولو تر ټولو ازرښتناک عامل دى او آن له استعداد څخه هم ډېر مهم دى. په هر حال هېڅ څوک تر اوسه يواځې د لېوالتيا په لرلو سره موخې ته ندي رسېدلي. انسان بايد ځان ژمن او پابند کړي. آيا ممکنه ده چې د يوې موقتي ماتې په اثر، داسې ليد او وړتياوې ترلاسه کړو چې په راتلونکي کې آن لوي برياليتوبونه ترلاسه کړو؟ ښکاره ده!

اوس خپلو تېرو ظاهراً (بې ثمره) هڅو ته کتنه وکړئ او وګورئ له هغو څخه مو څه زده کړي دي؟ څنګه کولى شئ له دې ليد څخه په استفادې سره، څه په حال زمان او څه په راتلونکي کې لوى برياليتوبونه ترلاسه کړئ؟

ټول بريالي وګړي، په پوهاوي يا ناپوهۍ سره له دې ته ورته فرمول څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره استفاده کوي. تاسو هم خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره دا څلور ساده تګلارې او لارښوونې وکاروئ.

د وروستني برياليتوب فرمول:
1. په پيل کې خپلې غوښتنې ځانګړې کړئ. (ځير اوسئ! د بيان روښانول يو ډول ځواک دى).
2. په عمل لاس پورې کړئ. (ځکه چې د هيلې لرل بسيا ندي).
3. وګورئ چې موخو ته د رسېدو لپاره ستاسو د عمل څرنګوالى او کړنلاره ګټوره او اغېزناکه ده که نه. (د يوې بې ارزښته فرضيې لپاره، خپل ځواک بې ګټې له لاسه مه ورکوئ).
4. د خپل کار فرضيې او ډولونه دومره بدل کړئ تر څو موخې ته ورسېږئ. (د انعطاف قابليت، سبب کېږي چې نوي آندونه پيدا کړئ او نوو پايلو ته ورسېږئ.

د موخو د څارلو په وخت کې، ګومان کېږي غير منتظره پايلې رامنځ ته شي. آيا دعسلو مچۍ قصداً غواړي ګلونه ښېرازه کړي؟ نه، بلکه د شات ټولولو په وخت کې، د مچۍ پښې د ګل په دانه غوړېږي او کله چې په بل ګل باندې کېني، په ناپوهۍ سره په ځنځيري ډول د يو ډول عکس العملونو د سلسلې سبب کېږي او په پايله کې، د غرو لمنې هره ورځ په روڼو رنګونو اوړي.

ستاسو اوسنۍ هڅې د نورو لپاره څه سرچينې لري؟

له موخې څخه د لرلو رښتنى مقصد دا دى چې د موخې له څارلو سره سره، ستاسو شخصيت هم د يوه انساني وګړي په سرليک جوړ شي. ستاسو رښتنې بدله (پاداش) هغه شخصيت دى چې د يوه انسان په سرليک يې پيدا کوئ.

اوس څو دقيقې وخت ولګوئ او په لنډ ډول وليکئ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بايد څه ډول خصلتونه، وړتياوې، مهارتونه، د فکر ډولونه او عقيدې په ځان کې رامنځ ته کړئ.

خوند او خوښي له ياده مه باسئ. د ډېرو کسانو په نظر، موخه ټاکنه په دې مانا ده چې کله لويې موخې ته ورسېږي، بيا کولى شي له خپل ژوند څخه خوند واخلي. موږ غواړو په خوښۍ سره موخې ته ورسېږو، نه دا چې لومړى موخې ته ورسېږو بيا خوند واخلو. کوښښ وکړئ د خپل عمر له هرې ورځې څخه په بشپړ ډول، استفاده وکړئ. هغه شات چې د ژوند په هر شېبه کې، موجود دي وڅکئ.

ستاسو د خوځښت لورى کومې خواه ته دى؟ آيا له خپلو موخو څخه لرې کېږئ، يا هغوى ته نږدې کېږئ؟ آيا اړينه ده چې په خپلو تګلارو کې د نظر تجديد وکړئ؟ آيا له خپل ژوند څخه په بشپړ ډول خوند اخلئ؟ که ځواب مو منفى دى، همدا اوس په يوه له زمينو څخه کې بدلون رامنځ ته کړئ.

کېدى شي په وار ورا مو دا ټکى له خلکو څخه اورېدلى وي چې ( آيا له ژوند څخه زما برخه همدا ده؟) آپولو فضا ختونکو چې تقريباً خپل ټول عمر يې د سپوږمۍ کورې ته د سفر لپاره وقف کړى و، په هغه له افتخاره ډکه او تاريخي شېبه کې چې په سپوږمۍ يې قدم ولګېد د غرور احساس کاوه. خو کله چې بېرته ځمکې ته رواګرځېدل ځينې يې په سخته خواشينۍ اخته شول. آيا کومه موخه باقي پاتې وه چې تمه يې ولري؟ آيا د سپوږمۍ کورې ته له سفر او له ځمکې څخه بهر د فضا له کشف څخه يې کومه بله لويه موخه درلوده؟ هو، کېدى شي يواځې يوه موخه شتون ولري او هغه د انساني زړه او روح د فضا کشف دى.

موږ ټول اړيتا لرو چې تل د عاطفي او معنوي ودې احساس وکړو. دا هغه خواړه دي چې زموږ روح اړتيا ورته لري. کله چې هغو موخو ته چې ځانته مو ټاکلې دي نږدې کېږئ، له ياده مه باسئ چې بايد له واټن پرته ځان ته بله نوې موخه وټاکئ او د راتولنکې لپاره چې خامخا ده، پلان ولرئ.

وروستۍ موخه څه ده؟ کېدى شي دا وي چې ارزښتناک کار ترسره کړو. له نورو سره د مرستې لپاره لار پيدا کول (هغه کسان چې د زړه له کومي مينه ورسره لرو) سبب کېږي چې په ټول عمر کې، د سعادت احساس وکړو. د هغو کسانو لپاره چې وغواړي د خير په لار کې خپل ، وخت، انرژي، پانګه او پنځوونکې وړيتاوې ولګوي، تل په دې نړۍ کې ځاى شتون لري.

نن، کوم عمل چې نسبت نورو وګړو ته مينه ناک وي کولى شئ ترسره کړئ؟ همدا اوس پرېکړه وکړئ، په عمل لاس پورې کړئ او له هغه احساس څخه چې پيدا به يې کړئ، خوند واخلئ.

جورج بېرنېزمحبوب کمېډي، د تمې او انتظار ارزښت ډېر ښه درک کړى دى. د هغه د ژوند ټوله فلسفه په دې ټکو کې لنډېږي: (بايد په ژوند کې مو داسې څيز شتون ولري چې په خاطر يې له خوب څخه پاڅېږئ. د خوب په حال کې، نشو کولى کوم کار ترسره کړو. تر ټولو مهم اصل دا دى چې په خپل ژوند کې، روښانه ټکى او ځانګړى لورى ولرئ چې هغې خواه ته خوځښت وکړئ.) هغه اوس له نوي (٩٠) کاله څخه ډېر عمر لري او تر اوسه په سينمائي او فلمي ټلويزينونو کې لوبغاړى دى. هغه د لندن پالاډيوم سالون په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې د پروګرام د ترسره کولو لپاره، له همدا اوس څخه نيولى دى چې په هغه وخت کې به دى ١٠٤ کاله عمر ولري! دا ډول راتلونکې جوړونه څه ډول وينئ؟

ډېر خلک داسې فکر کوي چې په يوه کال کې کولى شي ډېر کارونه ترسره کړي، خو په ورته وخت کې، هغه کارونه چې کولى شي په لسو کلونو کې يې ترسه کړي په نظر نه ورځي.

تاسو به لس کاله وروسته څه ډول حالت ولرئ؟

د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې نن يې په واک کې لرئ، يو وخت دا څيز ستاسو په نظر کې يو خيال ګرځېده. کېدى شي دې موخې ته د رسېدو لپاره، ستاسو په لاره کې خنډونه هم وو او له دې سره سره اوس هغه موخه ستاسو د ژوند جز ګرځېدلې وي. کله چې د نوې موخې په لور ځئ او له خنډونو سره مخ کېږئ، په ياد راوړئ چې دا خنډونه، مخکې هم ستاسو په ژوند کې وو او له هغو سره مو جګړه کړې ده او بريالي شوي ياستئ.

انساني روح، واقعاً نه اېلېدونکى او نه ماتېدونکى دى. برياليتوب، اتلولۍ او په ژوند باندې تسلط ته د ارادې او ميل ځواک يواځې هغه وخت په تاسو کې ويښېږي چې پوه شئ څه غواړئ او باور ولرئ چې هېڅ ستونزه، مسئله او خنډ نشي کولى ستاسو مخه ونيسي. د خنډونو شتون، يواځې په دې مانا دى چې ازرښتناکه موخو ته د رسېدو لپاره خپل تکل او عزم ټينګ وساتئ.