د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لويې څارنوالۍ پر بېنوا د د بندېز د لرې کولو امر ورکړ

خبري څانګه 13.10.2010 18:33

د افغانستان لويې څارونوالۍ په افغانستان کې پر بېنوا ويبپاڼه د لګېدلي بندېز د لرې کېدو امر کړی دی. د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو نن سهار د مخابراتو وزارت ته په دې اړه ليک صادر کړی او ورلېږلی دی.

ټول افغان ته يوې باوري سرچينې چې له موضوع خبره وه او په بېنوا د بندېز لرې کولو په ټول افغان د بنديز د لګېدو په مخنيوۍ کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې وويلې چې ((لوی څارنوالۍ له هر اړخيزې او بشپړې ارزونې او پلټنې وروسته پرېکړه وکړه چې بېنوا ويبپاڼې داسې کوم جرم نه دی کړی چې له مخې دې دا ويبپاڼه په افغانستان کې بنده کړای شي.))

د يادونې ده چې کابو مياشت کېږي چې په افغانستان کې د مخابراتو وزارت هغه مهال د بېنوا ويبپاڼه په افغانستان کې د لوستونکو پر مخ وتړله چې لویې څارنوالۍ ته یې مکتوب ولېږه چې د رسنيو د څارنې د کميسيون ورته (په ډېره بې انصافۍ او له امانته او صداقت څخه په بشپړه توګه ليرې) د بېنوا ويبپاڼې د بندولو ويلي دي. د رسنيو د څارنې کميسيون د مخابراتو وزارت ته ويلي و چې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم ورته له بېنوا او ټول افغان ويبپاڼو څخه شکايت کړی و چې د ده د مړينې خبرونه یې خپاره کړي دي. دې کميسيون (چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين یې مشري کوي) لویې څارنوالۍ ته د ټول افغان د بندولو په اړه هم مکتوب لېږلی و خو د ټول افغان په اړه لویې څارنوالۍ پرېکړه نه وه کړې.

لويې څارنوالۍ ته د مخابراتو وزارت مکتوب دلته ولولئ.

د يادونې ده چې د مارشال فهيم د مړينې د خبر خپرېدل بېنوا او ټول افغان ته بهانه ونيول شوه چې په حقيقت کې په دې کار د رسنيو د څارنې کميسيون د استخدامولو له لارې يو شمېر افغان دښمنه کړۍ کوښښ وکړ چې په افغانستان کې د حق غږونه وتړي او مرۍ یې خپه کړي خو اوس داسې ښکاري چې دا ارمان یې هم پوره نه شو او د ډېرو ملي شخصيتونو او چارواکو د هڅو په پاپله کې دا دی افغان دښمنه کړيو يوه بله معرکه هم بايلوده او لوی څارنوال اسحاق الکو د بېنوا په ويبپاڼه د بندېز لرې کولو امر ورکړ.

د يادونې ده چې د مارشال فهيم د مرګ خبر په افغانستان کې چينل يک او يو شمېر ايرانپلوه رسنيو هم خپور کړی و او ټول افغان ته پخپله د شورای نظار سرچينو دا خبره کړې وه، خو دې رسنيو ته د رسنيو د څارنې کميسيون هيڅ هم ونه ويل او يواځې یې په بېنوا او ټول افغان ناځوانه بريد وکړ چې په کې ناکام شو او د دې کمیسيون او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعتبار ته یې په نړيواله کچه زيان ورساوه.

ټول افغان.کام د ټولو هغو هېوادوالو او په هېواد مينو شخصيتونو او چارواکو د زړه له کومې مننه کوي چې د حق او باطل په جګړه کې یې د حق غاړه ونيوله او له دې ملي ويبپاڼو یې په کلکه دفاع وکړه. له لویې څارنوالۍ هم مننه کوي چې بشپړ تحقيقات یې وکړ او له هر اړخېزې ارزونې وروسته یې د حق په پلوۍ پرېکړه وکړه.