د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار پوهنتون دمحصیلینو اعلامیه

سيدخالد سادات 13.10.2010 12:31

څه موده وړاندې خبر شو د افغانستان یو ممتاز او فعال محصل چې دهندوستان دپونې په ښارکې د ماسترۍ په زده کړه بوخت و د هندي امنیتي ځواکونو له لوري ورته دشړلو امر شوی چې باید د روان کال د اکتوبر د پنځلسمې نیټې پورې د هندوستان خاوره پریږدي.
    دا چې ښاغلی محمد ریاض سادات په خټه پښتون دی او په وطن مین ځوان د ی نو یو شمېر پښتون دښمنه کړۍ غواړي چې دریاض سادات په څېر ځوان محصلین د هندوستان امنیتي ادارو ته بدنام معرفي کړي او خپلو شومو موخو ته ورسیږي . په دې ټول پوهیږو داسې او دېته ورته کړنې دپښتون دښمنه عناصرو له لوري په لاره اچول کیږي. دا لومړی ځل نه دی چې یو فعال محصل د هند دخاورې څخه شړل کیږی بلکې تردې دمخه په لسګونو پښتانه فعال او ممتاز محصیلین د هندي چارواکو له لوري شړل شوي . د یادولو وړه ده چې ښاغلي محمد ریاض سادات په هندوستان کې سږکال د لیسانس دوره د لومړۍ درجې په فراغت سره پای ته ورسوله او دهند حکومت ورته د نړیوال ممتاز محصل د ویاړ په مناسبت د ماسترۍ وړیا بورس ډالۍکړ.  نو دننګرهار اسلامی پوهنتون محصلین د افغان دولت او په هندوستان کې د افغانستان سفارت څخه په جدي ډول غوښتنه کوي ترڅو د محمد ریاض سادات او نورو ممتازو محصلینو ستونزې د هندي لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي او د پښتنو محصیلینو  د شړلو لړۍته د پای ټکی کیږدي .

په درنښت


د ننګرهار پوهنتون د محصیلینود اتحادیې له خوا.