د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر ایکسیل شيټ (Excel sheet list)

ډاکټر محمد فريد بزګر 12.10.2010 17:51

کله يو څوک داسې خبر واوري، يا يي وګوري چې بيخی حيران يی کړي، په سترګو او غوږونو بې باوره شي، فکر کوي چې کيدای شي هسې وهم وي. يو له دغه حيرانونکو خبرونو څخه د سولې د عالي شورا نوم لړ وو، چې په دې وروستیو کې اعلان شو.
د حيرانيدو خبره خو دا ده چې د ښاغلي ولسمشر په دې دوه دوره ولسمشرۍ کې د هغه په دې ليست کې هيڅ بدلون رانغی، ایا په ټول افغانستان کې همدغه ۶۰-۷۰ کسان دي چې په هر څه کې باید وي؟ په ولسي جرګه کې دوی دي، په مشرانو جرګه کې دوی دی، د وزيرانو په شورا کې دوی دي، د بهرنيو ميلمنو سره د دوی لیدنه کتنه وي، په بهرنيو سفرونو کې دوی وی، د افغانانو په اړه چې هره موضوع وي نو باید دوی په کې وي. ايا په دي ۹-۱۰ کالو کې بل چا رشد و نه کړ، ښاغلي ولسمشر په دې اوږد وخت کې واقعاً صادق او د افغانانو رښتيني خواخوږي پیدا نه کړای شو؟ د افغانستان په دې ۲۵-۳۰ ميلیونه خلکو کې د دې هيواد او دې مظلوم ولس بل خواخوږی نشته؟
د يوې جرګې یا شورا مهمترین جز صداقت دی، او خصوصاٌ که خبرې د سولې وي، نو دواړه اړخونه باید په بشپړ ډول صادق وي. خو د سولې د عالي شورا له ځينو غړو پرته نور اکثر يی همغه تکراري څيرې دي، چې د افغانستان د اوسني ناورين اصلي عاملين يي بللای شو نو له دې بريښې چې دا هم هسې د وخت او پيسو ضايع کول دي، تر څو افغانان نور هم د يو څه وخت لپاره مصروف وساتي.
کله چې يي د دغې شورا مشر په ډاګه کړ، نو ما ته د ډاکټر نجیب الله يوه ټوکه چې د خپل حاکميت په دوره کې يي په کومه وينا کې ويلې وه او په دې اړوند ښه صدق کوي، رایاده شوه: «وايی کومه ښځه په اولاد ناروغه وه، د کلي ښځې يي کوټې ته راغلې چې مرسته ورسره وکړي، د ولادت وخت يي نږدي وو، د پردې لپاره يو څه پکار وو، د کلي ښځو اخوا ديخوا کتلي چې څه پيدا کړي، نو د ښځې د ميړه په ديوال زوړند پرتوګ ته يي پام شوی دی، يوې ښځې غوښتل چې هغه پرتوګ راواخلي او د ښځې په پښو يي واچوي چې پټه شي، يو ځلې ولادت کوونکي ښځې چيغې کړي دي، دا لرې کړئ زما دا ټول تکليفونه خو له همدې نه دي!» نو د طالبانو جګړه خو زما په نظر یوازې له بهرنیانو سره نه ده، شمال ټلوالې د هغوی زرګونه کسان وژلي دي، نو دوی به په دغه شورا کې چې مشري يي هم د همدغسې يو چا په غاړه وي، څومره اعتبار وکړای شي؟
په دې نوم لړ کې بايد داسې کسان وای چې له دې جګړې څخه يي څه تکليف ليدلای وي، په کلي کور يي اور بل وی، د مړو د ژامو تړلو يي څوک نه وي، شنه باغونه او خپاره دسترخوانونه ترې پاتې وي، هغه ځای سوزي چې اور په بليږي. په دغه نوم لړ کې خو اکثر هغه کسان دي چې له همدې جګړې او وژنې له برکته يي نوم دې ليست ته رسيدلای دی، او د همدې جګړې له برکته يي د ژوند ټول ارمانونه پوره شوي دي.
که ښاغلی ولسمشر رښتيا سوله غواړي او مقصد يي افغانستان او افغانانو ته خدمت وي، بايد په خپل دغه د ایکسیل شيټ ليست کې ۹۰٪ بدلون راولي، ځکه په ایکسیل شيټ کې د نومونو په ښکته کولو او پورته کولو څه نه کيږي، هغه پوره ډيليټ کول غواړي، او يو نوی ليست د هغو خواخوږو افغانانو چې په دې هيواد او افغانانو يي واقعاً زړه خوږيږي، که داسې نه کوي، نو خدای دي ورله لیپ ټاپ په داسې وایرس اخته کړي چې د هيڅ ډول انټي وايرس زور په ونه رسيږي، او بيا هيڅ وخت هم ښاغلی ولسمشر خپل دغه ایکسیل شيټ (Excel sheet list) ته لاسرسی و نه لري. (خدای دې وکا چې په فلش ډیسک کې يي کاپي و نه لري).